کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               اکبر کرگر

    

 
لومړى څپرکى:
د تصوف ريښه او بنسټونه

 

 

زموږ په لرغوني فرهنګ کې د تصوف او عرفان ريښو ته يو لنډ نظر
نن ځوان او ليک لوستى څېړونکي نسل په کليشه يي احکامو نه قانع کېږي بلکې هر څه چې ويني او اوري يې يا لولي يې يو وار هرومرو له ځانه پوښتنه کوي او د مسايلو ريښه راسپړي. پر ورکړل شويو احکامو فکر کوي. له ديکارتي شک نه کار اخلي او بيا پلټنه کوي. زموږ په فرهنګ کې داسې ډېر احکام او کليشه يي فرضيې شته چې نوي فکر کولو او نوې شننې ته اړه لري، د جوړښتي تجزيې او تحليل نه پايلي ته رسېدل غواړي. يو له دغو مسايلو څخه په پښتني فرهنګ کې د تصوف او عرفان مساله ده چې نېغ په نېغه له فرهنګ او سنت سره رابطه لري. دا مساله که له يوې خوا د ولسونو په اعتقادي قلمرو کې ځاى شوې ده، له بلې خوا د ولسي فرهنګ په بوده او تنسته کې يې ځاى نيولي دى. په دې مانا چې زيات څه د تصوف او عرفان تر شعاعو لاندي دي. د خلکو په عاداتو، چلندونو او کړنو باندې اغېزه لري، نو پر دې اساس په دې څېړنه کې غواړو چې لومړي په اريايي قلمرو کې يعني د خپل هېواد افغانستان په کچه د هغه تاريخي ماضي ته اشارى ولرو او د متونو او څېړنو په رڼا کې يې وڅېړو.

په آريايي زردشتي مدنيت کې د عرفان او تصوف څرکونه
مشهور څېړونکي او ادیب سعيد نفيسي د زردشتي دين او آريايي تمدن د پيلامي او ظهور په باب د دوه روسي څېړونکو تالستوى او يا کوبيسکي د څېړنو په نتايجو تبصره کوي وايي:
د ساساني دورې په اثارو کې دې ټکي باندې پوهېدلاى شو چې زردشتي دين د مرکزي اسيا او خوارزم د نورو سيمو د زردشتي دين سره په هماغه مهال په ځانګړې توګه د ساسانيانو په دربار کې ډېر توپير درلود. هماغه اثار جوتوي چې په هخامنشي دورې کې په څوگونو خدايانو عقيده موجوده وه. دا عقايد لا ژوندي وو او ان د آريايانو د لومړي دين باورونه يعني د نيکونو پرستش رواج وو چې اوس هم شته.
استاد نفيسي دا مساله روښانوي چې هغه آريايان چې په ډېرو ليرې سرحدونو کې ژوند کاوه او کافر ورته ويل کېدل، سيمې ته يې کافرستان وويل شو. د نولسمې پېړۍ په پاى کې افغانانو هڅه وکړه چې هغوی اسلام ته راواړوي او سيمې ته يې نورستان وويل شو. تر اوسه هماغه د «تقيه او کتمان» اصول په کې ټينگ دي. په هغو کې اوس هم يو ډول دنيکونو پرستش موجود دى. دا خلک د لرگينو مجسمو په بڼو مجسمې جوړوي او دا دود پکې لا پاتې دي.
نوموړی په بل ځای کې لیکي: «دا خبره دوه مهمې پايلي لري. يو دا چې د زردشت دين د هغه څه پر خلاف چې پېړۍ پېړۍ پرې ټينگ ولاړ و، لرغوني آريانا له شمال شرقي برخې نه يعني د پامير او مرکزي اسيا او خوارزم نه نورو سيمو ته راغلي او مرکز يې د آريانا شمال غربي سيمه ده. يعنې ماد او اذربايجان پکې شامل نه دي دا ځکه چې ډېر لرغوني اثار هم په دغو سيمو کې ليدل کېږي او هغه څه چې په لرغون پېژندنه کې له شمال غربي سيمو لاس ته راغلي، هغه د دې دين د تکامل او بدلون پړاو څرگندوي. د اوستا ژبه چې د ياد دين ژبه ده، د شمال شرقي سيمو له ژبو سره شمال غربي ژبو په نسبت ډېره نږدي ده. په دې لړ کې اوستا او پښتو ژبه ډېر ورته والي او نږديوالی لري.» (۱: ۷)
خو پر دې نظر سربېره چې د لرغونو کيتونو اثار لا په سيده او ناسيده توګه ژوندي دي يو معنوي فکتور له ځانه سره لري. زردشتي دين او د هغه په خوا کې نور طريقتونه او د پاکۍ او تزکيې لارې هم ورسره تعقيب شوي دي. زردشتي کيت چې په ټوله کې د سيمي يو هراړخيز هغه دى، په راوروسته جريان يې بشپړ اغېز درلود.
په آريايي مدنيت کې د اديانو د ژورې قومي څېړنې له مخې جوتېږې چې زردشتيان له ډېر پخوا نه په دې باور وو چې مؤمنان د پرمختللیو معنوي مراتبو لرونکي دي. مؤمنانو د عرفاني لارې او طريقت په تعقيبولو سره وکولى شول د کايناتو د پاى او نيکو او بدو په منځ کې (د خير او شر) او د اهورا مزدا د بريالي کېدو امکاني کېدلو په باب خاص معرفت تر لاسه کوي. «هغوی د دې وړتیا لري چې د نړۍ ( فراسا Frasa) د اعتلا په کار او هم د داسې موضوعگانو په کشفولو لاسبري شي. دا مسالې په «گاتونو» کې راغلي او يادونه يې شوې ده. د دغه دين يا کيت په پيروانو کې د جذبې او شوق پاروونکی حالت او د ژور ليد راپارول يا جوړول کله هم د شرابو د سرمستۍ په وسيله يا د نشه يي داروگانو له لارې يا د اوستا د سرودونو د ويلو له لارې رامنځته کېدلو. هغوی په سکوت سره مراقبه کېدل (يا انديشيدن درخاموشي اوستايي). البته دا تجربې او قرينې او ان دې ته ورته سنتونه د هندې عرفان په پرمختللي دود کې هم شته.» (۲: ۵۷)
له اثارو او لرغونو متونو جوتېږي چې څېړونکو او مشهورو نړيوالو پوهانو د زردشتي کيت د اصلي متونو، اوستا او نورو اسنادو په حواله او د متونو په راسپړلو سره دا جوته کړه چې په زردشتي کيت کې په ژوره توګه عرفاني تمايلات موجود وو، چې پېړۍ پېړۍ يې د سيمي د اوسېدونکو متداول فرهنګ ګرځېدلى و. که پېړۍ پخوا د زردشتي کيت ځاى نورو اديانو او مذاهبو ونيو خو بيا هم له دې انکار نه شي کيداى چې په ناخبره توګه د سيمې په بومي اوسېدونکو کې دا تمايلات د کارل ګوستاو يونګ د ټولنيز ناخبري شعور د تيوري له مخې موجود وو او دې او له نويو افکارو سره يې ځان اداپت کړی دی.
جيمز آر. راسل د زردشتي عرفاني سنت دستګاه په دې ډول را لنډوي ليکي:
«۱. له معمول او عادي حالت پرته په مختلفو تجربويا د روحي سير و سلوک له لارې يا د ژور يزدانيت (خداى پرستۍ) د پوهېدو په طريقې سره چې د مشخصو تمرينانو په ترسره کولو حاصلېږي د يو لړ متعالي تجربو تدارک ترسره کېږي.
۲. د کايناتود پېژندنې اړوند د ځانگړې پوهې ترلاسه کول او د پاى د ورځي پېژندنه د دغو تمرينونو د پايلې په توگه.
۳. د رضايت احساس يا خداى ته نږديوالى يا په دې عقيده درلودل چې خپله د فرد شخصيت صيقل شوى يا سپېڅلي شوى اوبدل شوى دى.» (۲: ۵۹)
د زردشت په باب دا کيسه ډېره مشهوره ده چې وايي: «زردشت په خندا سره وزېږيد. البته دا تجربه په مسيحي يا اسلامي عرفان کي نشته. او که وروسته په صوفيانه ادبياتو کې زياته شوې وې نو له زردشتي عرفان نه به يې سرچينه اخيستي وي او يا به د زردشتي کيت له اصولو راپيدا شوې وي. د اځکه چي حضرت مسيح او... له خندا سره نه دي زېږيدلي. روايتونه وايي چې له يو استثنايي مورد نه پرته د خوښۍ او خندا حالات د هغو په څېره کې يادونه شوي نه ده. په دې اساس بايد ووايو چې که په متونو کې له خوښۍ او سرمستۍ مسالې سره لکه د سيمابو په څېر مخامخ شو نو د اريايي عرفان او ان د وروستيو ځلېدنو يعنې صوفيانه عرفان سره مخامخ شو چې دا ځلېدنه پخپله زردشتي ټاپه لري.» (۲: ۶۱)
«پر ځينو نورو اديانو سربېره چې د هغو اديانو د عرفان اصلي هدف له متعال خداى سره اتحاد يا په هغو کې فنا ده، داسې برېښي چې په زردشتي کيت کې د پيروانو احساسي تجربې څرګندوي چې د خدايي تدبيرونو او مقاصدو ته کمال وربښي. هغه خدای چې «د پوهې» په نوم يادېږي، لاسرسي ورته نشته او نه بيانېدونکى دى، په يو محسوس ډول نېک دى او په فعاله توگه د جهان چارې ترسره کوي. د پاکو ناچټلو هستونو ليرې دى چې اوه امشاه سپنده (پرښتو او ملايکو) په پيدايښت او هوښيارۍ سره پکې موجوديت پيدا کړى، څرگند دى. ويلي شو چې د زردشتي عرفان د پرمختگ پړاوونه د کردگار په حضور باندې د ژور پوهاوي د ترلاسه کولو ضمانت کوي. او ژر بل پړاو ته تلل له هستۍ نه يعنې چې دننه يا (درون بود Enstasy) کې ده خو له هغه د مخه يې پاملرنه بيروني يا (بيرون بودEcstasy) هستۍ ته ده.» (۲: ۶۲)
«ميترا (مهر) په زردشتي کيت کې هغه ارماني رب النوع ده چې د هغو په مرکز کې د اهل (حق و طريقت) ځاى شوى دى. هغه د لمر ځوانه او ښکلي الهه ده چې د انساني فضيلتونو ملاتړ کوي. وعده او پيمان يې دستم او اهريمن او بدۍ پر ضد د جگړې ښکارندويه ده. لکه چې اهورا مزدا او انگره مينو(شر يا شيطان) د کايناتو د جگړې مظهر دي نو کله چې اهوراه مزدا او انگره مينو (شر) د کايناتو د جگړې د حدودو پر سر موافقه وکړي مهر حضور لري او دا حضور د کيهاني رازونو نه خبر دي. د جاماسپ د يادگارونو د کتاب عبارت چې شا کد(يو څېړونکي) هغه په خپله مقاله کې چې د «زردشت باطني تمايلاتو» په نوم کې را نقل کړي، لولو چې دا ميترا (مهر) دى چې «زياتره پټ رازونه» (په پهلوي ژبه پټ رازونه) د نړۍ په پاى کې يو فرد ته چې د سيند په غاړه موقعيت لري او په پدرش خورگر (Padasxvargar) کې ځاى لري چې د شمال په لور د البرز په غره کې د خزر سمندرگي مقابل کې د ماوند غره ته نېږدې واقع دى او احتمال لري چې دا «رازونه» د اهريمن پر ضد د نږدې پېښيدونکې جگړې ضمانت کوي.» (۲: ۷۲)
«ځيني څېړونکي لکه ريخارد هارتمن، ماکس هورتن او نور... تصوف د هندي منابعو څخه د ويدانتا فلسفې د هندوانو د کيت څخه رامنځته شوى بولي. د هارتمان په عقيده هغه سيمه چې د زردشتيگرې او بودايي کيش او اسلام د يو ځاې کېدو قلمرو و، هماغه منځنۍ اسيا ده ا وله منځنۍ اسيا څخه د هندوانو د عرفان نفوذ او د هغو د عملي زهد د اريايانو په وسيله په اسلام کې ځاى نيولى دى. آ گارد لوسکي روسی عالم هم د دې نظر ملاتړ کړى دى، خو دا نظر يوازې فرض او مفکوره وه چې په واقعيتونو او مدارکو نه ده اثبات شوې. دلته هم يو وار بيا هم د نژادپرستۍ نظريه مشاهده کېږي دا ځکه چې تصوف د عربيت په مقابل کې د هند اواريايانو عکس العمل دى، ماکس هورتن د بودا د کيت نفوذ او د ويدانتا متقدم شکل په تصوف کې ويني.» ( ۳: ۳۳۲)
په زياترو متونو کې دا خبره څرګنده شوى ده چې په زردشتي کيت کې رمز و راز زيات ځاى لري. دا خبره پخپله د دې دليل کېداى شي چې زردشتيان يو قوي عرفاني تمايل لري چې دې بهير په خپل ذات کې د وروستي تصوفي بهير لپاره لاره هواره کړې ده. د زردشتيانو په بل مشهور اثر د بستان المذاهب کې هم په دې اړوند زياتې اشاري شته. د مثال په توګه: «وايي چې ناروغۍ، لړم، د هغه په څېر نور شته شوې چې رټلي دي، له اهریمن څخه دي. جاماسپ وايي: ناروغي لکه جهالت، حماقت، غفلت او غرور، ځناور او وحشيان موذيان، غضب او شهوت طمع او حرص، کينه او حسد، کينه او بخل، مکر او حيله او د هغه په څېر نور باور دى چې په روح پورې اړه نه لري، بلکې د طبیعت يو عنصر دى.
وايي چې د خير فاعل پرښته او د شر کوونکی اهریمن دي او يزد يا خداى له دې دواړو پاک دى. مشهور حکيم جاماسپ وايي: پرښته هم روح دى او هغه د نېکۍ فاعل دی او که په حواسو برتره وي او نېک کردار او نېک انسان ترسره کړي نو خير دى. اهریمن چې شيطان دى، په دې مقام کې مطلب طبعيت حواس دي. که حواس په روان غالب شي هغه حسي لذاتو ته هڅوي، لکه څنګه چې وطن هېر کړي، دا شر دى او يزد تعالى بنده ته دا اختيار ورکړى او له خير و شر نه پاک دی. (۴: ۱۱۴)
څرګنده ده چې د دبستان مذاهب وينا چې ليکوال يا مولف يې هم زردشتي و، اعتبار لري او په صراحت سره په زردشت کيت کې د روح او طبيعت او د دې دواړو رسالت په ډاګه کوي. دلته کېداى شي د وطن نه هم هدف د انسان يا بنيادم طينت او دروني بود و باش يا هستوګنځی وي چې روح په کې په حرکت دي. زردشتي کيت سره له دې چې په ثنويت باندې باور لري خو د نېک کردار، نېکې وينا او نېک عمل ډګر په خپله په روح او روان کې ګوري. انسان هڅوي چې له شيطاني او اهريمني کړنو لاس پر سر او روح صيقل کړی.
همداراز په وروستيو پېړيو کې په هند کې د زردشتي دين له سر لارو له لارښوونو هم په ډاګه جوتېږي، چې د معرفت او اشراق په برخه کې پراخ تعليمات پر ځاى پرې اېښي او ان د اسلامي نړۍ په عالمانو او فلاسفه وو باندې دا اثر په ناسيده يا سيده توګه موجود وو.
بهرام بن فرشاد د زردشتي روحاني کورنۍ د حلقې يعنې اذرکيوان پورې اړه درلوده، هغه د دې لپاره چې په هند کې له خپلو مريدانو سره ژوند وکړي نو شيراز يې پرېښود او هند ته ولاړ. اذرکيوان او مريدان يې په ژوره توگه د شيخ شهاب الدين سهروردي د تعليماتو تر اغېز لاندې وو او ځانونه يې اشراقي ګنل. په د بستان المذاهب کې د څو شخصيتونو يادونه شوې چې اشراقي اعتقاد يې درلود. سهروردي سره له دې چې په اسلامي مدنيت کې راپورته شوی او د اسلام شيخ وو، خو د زياتو څېړنو په اتکا هغه له زردشتي کيت نه سخت اغېزمن و او د اشراق تګلاره هم په ټوله کې په زردشتي کيت پوري تړي، نه اسلامي. د سهروردي د زده کړو پراختيا چې تر مخه «د زردشتيانو پرښته پېژندنه» د اسلام په عرفاني بعد سره يو ځاى کړي وه په زردشتي ټولنو او غونډو کې يې د پېړيو اوږدو کې د اسلامي نړۍ په لمنه کې لوى شوى و. د سهروردي د زده کړو د پراختيا يوه بله هيجاني بڼه د شرق په وروستي معنوي تاريخ کې يوه بله څانگه ده. په حقيقت کې لازمه ده چې د اکبرشاه په دربار کې په ديني ژوند کې د هغه نقش او د اسلام او هندويزم تر منځ د يو پل په جوړولو کې بېلابېلې هڅې په سمه توگه روښانه کېږي. په داسې حالت کې شک نشته چې د سهروردي عقايد او نظريات له بېلابېلو کانالونو څخه لکه د فتح الله شېرازي او د داراشکوه د مکتب د تصوف جريانات او د اذرکيوان پاڅون د هند د نيمې وچې د عقلاني او معنوي ژوند کې خپل اغېز وساته. (۵: ۲۶۶)

پايله
۱. زردشتي دين يو اريايي کيت دى، چې د دې سيمي د ولسونو په روح او روان کې اوس هم په بېلابېلو اشکالو ځاى لري. د دې کيت په اډانه او جوړښت کې يو فرهنګ زېږېدلي دي. په دوعا، تقوا، نيکو اعمالو او کړنو باندي تاکيد، د ژبې او وينا په کنټرول او داسې نور ټول اړخونه يې د دې ګواه دي.
۲۔ د دغه کيت بنيادي اصول نېک کردار، نېکه وينا او نيک عمل دى. د زردشتي کيت دا اصل په واقعيت کې سمې لارې ته د انسان هڅول، له بدو کارونو څخه ژغورنه په حقيقت کې د انساني نفس د تزکيې لپاره يو پل دى. د نفس پر تزکيې په دغه کيت کې ډېر ځل تاکيد کېږي.
۳۔ د خير او شر جګړه: زردشتي کيت په دوواليزم باندې ولاړ دى. د دبستان مذاهب په قول چې يزد له هر څه پاک او سپېڅلي دی، خو د شر او خير تر منځ جګړه د بشري ژوندانه ناموس او هسته ده. روح د ښو کارونو او د خير او نېکيو سرچينه ده. روح هڅه کوي چې تعالي ته ورسېږي.
۴ ۔ د روح برتري او د روح تزکيه، د مسايلو په محراق کې ده چې له تصوف او عرفان سره سر خوري او د وروستيو تصوفي جريانونو په وده او تکامل کې يې بشړه اغېزه درلود. په تصوفي اصولو کې هم په روح باندې زيات ټينګار کېږي. تصوف او عرفان په خپله يوه رواني تجربه ده، دا تجربه کولي شي انسان تعالی ته ورسوي. زردشتي کيت په دې اصل ټاکيد کوي.
اقبال لاهوري په خپل اثر فلسفه ايران کې د زردشت په باب ليکي:
«زردشت د يو حکيم په توګه د ستر درناوي وړ دى. هغه نه يوازې د کايناتو کثرت ته په فلسفي نظر وکتل، بلکې هڅه يې وکړه چى ثنويت په ډېر عالي او ښه بڼه په وحدت کې ځاى کړي. زردشت هم د هاغه عارف الماني موچي په توګه چې پېړۍ پېړۍ وروسته يې له زردشت نه وروسته ژوند کاوه پوه شو چې هېڅکله يې نه شول کولي د طبعيت تشتت او تيت پرک والى بيان کړي، خو په هغه حال کې چې نفي کوونکي او اختلاف جوړوونکي ځواک ذات ته نسبت ورکړل شي، خو د هغه پيروانو ډېر ژر د هغه په درسونو پوه نه شول. ډېر وخت تېر شو چې مناسبه زمينه پيدا شوه او د زردشت افکار له معنويت سره په ځينو فکري جریانونو کې منعکس شول.» (۶: ۲۶)

يادښتونه
۱ـ سعيد نفيسي، سرچشمه تصوف در ايران. (تاثير تعليمات بودايي در فرهنگ ايران) و (تصوف ايران از نظر فلسفي) چاپ پنجم – کتابفروشي فروغي.
۲ـ پروفيسور جيمز.آر. راسل. رازداري در آين زردشت (عرفان زردشتي)، ترجمه و گردارنده: شيوا کاوياني، دویم چاپ، کال: ۱۳۷۹، ايران، تهران.
۳ـ دکتر سيد حسين نصر. سنت عقلاني اسلامي در ايران، ترجمه: سعيد دهقاني.
۴ـ دبستان مذاهب، مجلد اول.
۵ـ دکتر سيد حسين نصر. سنت عقلاني اسلامي در ايران ، ترجمه: سعيد دهقاني.
۶۔ محمد اقبال لاهوري. سير فلسفه در ايران. مترجم: ا.ح. اريانپور، انتشارات امير کبير، تهران: ۱۳۸۳.


 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۳۹۹     سال هــــــــــــــــفدهم                    جدی۱۴۰۰                       هجری  خورشیدی           اول جنــــــوری   ۲۰۲۲