کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               هنر بیکس‌یار

    

 
شین غاښې لیکوالي
Bluetooth

 

 

کله چې موږ د لیک کلمه کاروو، ښکاره ده چې ټول لیک په خپله لمنه کې رانغاړي، خو دلته زموږ اتیا سلنه تاکید پر تخلیقي لیک باندې دی .
لیک پر کلمو اډانه وي او ژبه ترې جوړه ده . مانا دا چې زموږ د لیک تر ټولو اهمه او اصلي وسله او وسیله ژبه ده . د یوې ژبې په چوکاټ یا دننه کې چې څومره خلک په څومره برخو کې لیک کوي هغه ټول د هماغې ژبې د لغوي ذخیرې په دننه کې ایسار وي، دا اوس په هغې ژبې پورې اړه لري چې لغوي ذخیره یې څومره ده ؟ .
ویل کېږي چې لویې ژبې لکه انګرېزي، روسي، عربي تر یو میلیون کلمو پورې لغوي ذخیرې لري، په نورماله توګه یو بالغ انسان له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۷۵۰۰۰ پورې لغتونه کاروي را کاروي، او د دوهم دریم ټولګي د ماشوم لغوي ذخیره له ۵ - ۱۰ زرو پورې رسېږي .
کله چې په ژبه کې د تخلیق خبره را منځته کېږي نو دلته بیا د کلمې د څنګه کارونې پوښتنه مخې ته راځي . په مجموع کې ټول تخلیق نثر او نظم دواړه ژبني هنرونه دي خو په ځانګړې توګه بیا شعر داسې ژبنۍ هنر دی چې د ژبې پوره پوره هنرمندي غواړي .
یو ساده مثال به راوړو، فکر وکړئ رباب یا باجه یا د ساز بله هره اله ژبه ده، له دغو الاتو څخه هر یوه ټنګ ټونګ اېستونکي ته موږ استاد او هنر مند نه وایو، له ربابه ټنګ ټونګ خو دوه کلن ماشوم هم اېستی شي، ټیک لکه هماغه شان چې خبرې هم کولی شي، خو نغمې، زمزمې، راګونه او سرونه پرې نشي غږولی، په حقیقت کې شاعري د ژبې نغمې، زمزمې، راګونه او سرونه دي چې د ژبې د هنرمندانو کار دی، نو که موږ غواړو ژبني تخلیقات په تېره بیا شعر ولیکو نو لغوي ذخیره مو باید تر نورمالو انسانانو ارو مرو زیاته او د کارونې پوره پوره مهارت یې ولرو .
د لیکوال دوهمه وسله او وسیله خدای ورکړی استعداد یا هنري تومنه ده چې انسان یې باید په طبعي توګه له پیدایښته له ځانه سره ولري او لکه د رحمان بابا خبره ملایکو په خټه کې ورګډه کړې وي .
خټه د عاشق چې یې اخښله ملایکو
غم یې لکه بوس هسې ورګډ کړ په خمیر کې
کله چې دغه هنري تومنه په طبعي توګه د بنده په وجود کې موجوده وي، بیا نو قواعد او قوانین د لیکوالۍ د فن په کسبي توګه یادولی او له خپل خدای ورکړي استعداد سره جوړه کولی شي . که هغه اوله نیمايي نه وي پر دا دوهمه نیمایي کار نه کېږي، موږ په خپل ورځني ژوند کې د ادبیاتو پوهان او ډاکتران پېژنو چې د ادبیاتو ستر ستر کتابونه یې لیکلي، تیورۍ یې رامنځته کړي او په سترو سترو پوهنتونونو کې درس وتدریس کوي په زرګونه شاګردان سالانه روزي خو یو لیکه شعر نشي لیکلی، هر ډول شعري تیورۍ یې زده دي، شعر نقدولای شي خو لیکلای یې نه شي .
د لیکوال بله ستره وسیله مینه ده، مینه هماغه شان لکه په عام مفهوم کې چې د هر افت، بلا، ناخوالې، او نادودې د پاره دوا او دارو ده په لیک کې هم مرکزي اهمیت لري، د دنیا هره چاره هم بې مینې که ناممکنه نه وي نو نیمګړې خو به خامخا وي .
په تېره تېره د داسې یوه کار د پاره چې هغه د ګېډې د مړولو د پاره نه بلکې د ذوق د خړوبولو د پاره کېږي، د یوه احساس او یوې جذبې او عاطفې له مخې کېږي نو پداسې یوه عمل کې خو به د بنده مینه او ورسره په خوا کې اراده ستر رول ضرور لوبوي .
ځای یعنې موقعیت او حالت دوه نور هغه ضروري څیزونه دي چې لیکوال ته د لیک د پاره مهم دي، خلوت او جمعیت سره لدې چې یو د بل په مقابل کې مفاهیم دي خو لیکوال باید هماغه د پښتو د عامې اصطلاح په حساب هم دا وکړي هم دا، دی باید په یو وخت کې هم په جمعیت کې وي او هم په خلوت، هر هغه لیکوال چې په جمعیت کې د خلوت اوسېدلو په هنر وپوهېده نو وګڼه چې خښته یې د پخېدو په موخه بټۍ ته رسېدلې .
لیکوال باید له خلکو او جمعیت سره پدې سبب اړیکه ولري چې پېښې، واقعات، موضوعات او مسایل د خلکو سره په اړیکه کې رامنځته کېږي، او خلوت هغه ځای دی چې لیکوال بیا دغه راټول کړي خام مواد په هنري تابلوګانو بدلوي .
تر دې ور اېخوا د لیکوال په تېره بیا د شاعر د ذهن کامره باید د طبیعت له بې پایه او بې سارو کرشمو لکه غروب، د سپوږمۍ شپه، د باران شېبه، دسمندر او څپو محاکات، د کرړو سازونه، د مرغیو اوازونه، د پسرلي ننداره، د مني نظاره او سلګونو او زرګونو نورو او نورو انځورونو ډکه وي او داسې شېبې د امکان تر بریده په اسانۍ له لاسه ورنکړي .
پخپله د لیکوال د فزیکي موقعیت بدلون هم پدې برخه کې باید له پامه و نه غورځول شي مسافرتونه، نوي ځایونه لیدل، نوي مناظر او ښکلاوې ننداره کول له لیک سره مستقیمه اړیکه لري، د ډنمارک د لیکوالو ټولنه دننه په ډنمارک او نوره نړۍ تر چین، مکسیکو او افریقا پورې خپلو لیکوالو ته د لنډ وخت استوګنې وړیا او یا په لږ بیه کورونه لري چې لیکوال یې د خپلو لیکنیو، پروجکټونو، پلانونو او کتابونو د لیک دپاره کرایه کولای شي .
ددې په څنګ کې د لیکوال حالت یا هغه کیفیت چې دی لیک پکې کوي/ کولای شي هم مهم دی چې په نظر کې ونیول شي، الهام، امد یا بل هر نوم چې موږ ورته کاروو بل څه ندي یوازې او یوازې یو حالت دی چې لیکوال یې باید کشف کړي، د امکان په صورت کې ددغسې حالاتو د بیا بیا راوستو او یا غځولو تمرین او کوښښ دې وکړي، ځینې خلک سهار ښه لیک کولای شي، ځینې ماښام، ځینو ته بیا شپه بختوره وي .
په معاصر ژوند کې Bluetooth د الهام یا امد يوه ښه بېلګه کېدایشي چې لیکوال باید مدام دکلمو، ردیفونو او قافییو په څار وي، مانا دا چې بلوتوت دې یې فعال وي او چې کله هم سېګنال په مخه ورشي باید د واره بلوتوت فعال او سېګنال راکش کړي .
که موږ په څار نه وو مانا داچې بلوتوت مو فعال نه وي، نو هېڅکله به هم پدې نشو خبر چې کله سېګنال و او کله نه و .
که موږ هر څومره ښه او ستر لیکوال واوسو او د لیک په فکر، ذکر کې و نه اوسو او پښه مو پر پښه اړولې وي پدې تمه چې الهام راشي، ددې خبرې مانا به داوي چې د ښار په یوه ښه ګڼه ګوڼه او مرکزي برخه کې مو هټۍ نیولې وي خو روزانه بنده وي، نو څه سودا به مو وشي ؟ .
زما په ګومان تر انګېزې، عقیدې، شرایطو، مطالعې، ځایي مناسباتو ور اېخوا وروستۍ وسله او وسیله د لیکوال د لیک د پاره د هغه د حافظې رنګین یادونه، تصورات، تخیلات، هیلې، اسرې او خاطرې دي چې زه یې د لیکوال هنري خزانه بولم .
هېر دې نه وي چې که دغه ټول پورته ذکر شوي وسایل موجود وي او قلم وکاغذ نه وي نو موږ به هېڅ هم نه وي لیکلي، ویل کېږي چې پخوانیو وختو کې د قلم و کاغذ په نه موجودیت کې بلا بلا ښکلې غزلې، ادبي طرحې، نظمونه او داستانونه له خلکو هېر او ضایع شوي خو نن سبا دغه خبره تکنالوژي د ثبت او لیک وسایلو تیلفونونو، ایپټونو،ټابلیټونو او کمپیوټرونو په وسیله اسانه کړې ده .
نوټ : په انځور کې د ډنمارک هغه پاچا چې بلوتوت یې په نامه شوی

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۳۹۸     سال هــــــــــــــــفدهم                      قوس/جدی ۱۴۰۰                       هجری  خورشیدی             شانزدهم دسمبر   ۲۰۲۱