کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               ليکواله: تورپیکۍ آرین

    

 
پښتو ادب کې د مدرنیزم څرکونه

 

 


کله چې د مدرنیزم او مدرنو ادبیاتو خبره کیږي نو تر هرڅه د مخه مو ذهن ته دا لویږي چې مدرنیته او مدرن ادبیات یعنې څه، نو مخکې له دې چې پښتو ادب کې د مدرنیزم په څرکونو خبرې وکړو،اړینه ده چې پر مدرنیته او مدرنو ادبیاتو څه نا څه رڼا واچوو.
که چیرې موږ مدرنیته یو حالت،کیفیت او خصوصیت وبولو نو په پراخ ډول مدرنیته، نویوالی،ابداع، ابتکار،تازه ګي، خلاقیت، مخکښي، ترقي، پراختیا، ودې او سلیقې سره همنوا ګڼو. ، مدرنیته او مدرن نظر موږ ته نویوالی، نوی زمان، له تیر سره پریکون او د ظهور په حال کې آیندې ته د ګذار حالت بیانوي.
د مدرنیته په اړه پیتراز بورن وایي:
"مدرنیته ګذار از ګذشته به حال."
د مدرنیته په اړه له دې لوړو خبرو څخه دا مفهوم اخیستل کیږي چې هر هغه حالت چې کهنه پسندي او وروسته پاتې والی ردوي او تازه ګي، نویوالی مترقي فکر بیانوي هغه مدرنیته او مدرنیزم دی.
څرنګه مو چې مخکې وویل ، مدرنیته یو حالت یا کیفیت او یو ډول فلسفي ــ فکري انقلاب دی. نو کله چې یوې ټولنې ته د دې فکري انقلاب تاثیرات رسیدلي وي نو دې فکري جریان به خامخا د هغې تولنې په فرهنګ باندې خپل اغیز پریښی وي.
دا چې ادبیات هم د یوې ټولنې د فرهنګ عمده برخه ده نو د مدرنیته دغه فکري جریان خامخا د یوې ټولنې پر ادبیاتو باندې هم خورا ژور اغیز پریږي. او د هغې ټولنې ادبیاتو ته نوی فکر، تازه ګي، ابداع او نویوالی وربخښي او له زړو افکارو، عقایدو او باورونو سره یې اړیکې شلوي.


زموږ پښتو ادبیات هم د تاریخ په یوې مرحله کې د مدرن فکر خواته ته تمایل پیدا کړی او نوی فکر د ادب په چوکاټ کې ټولنې ته وړاندې شوی دغې لړۍ په همدې توګه غځوني کړي او مدرن افکار او نظریات ډیر پالل شوي د سنتي ټولنې د بدلون لپاره د ادب په وسیله مبارزه شوې، عوامو ته مدرن ذهنیت ورکړل شوی.

خو کله چې موږ په پښتو ادب کې د مدرن فکر په اړه غږيږو، نو دا بحثونه باید د ادبیاتو د تاریخ له بحثونو سره یو ډول و نه ګڼو ځکه چې مدرن او معاصر دوه سره جلا پدیدې دي او ځانته جلا مفاهیم لري او همداراز مدرن او معاصر هم سره توپیر لري.
په دې هکله سرمحقق زلمی هیوادمل داسې وایي:
" کله چې موږ په پښتو ادب کې د مدرن فکر څرک راباسو نو دا مباحث باید د ادبي تاریخ له بحثونو سره یو شی و نه بولو، یو دا چې مدرن او معاصر دوی بیلې پدیدې دي.
او بل دا چې: ادبي تاریخ د ادبي پدیدو پیدایښت، عوامل او وده تر ځانګړو شرایطو لاندې د پیدایښت په ځانګړیو پړاونو او ادبي دورو کې مطالعه کوي او یوازې پر هغو ادبي آثارو بحث کوي چې د خپلو محتوایي ارزښتونو ترڅنګ هنري تومنه هم ولري مانا غیر( ادبي ــ هنري) آثار د ادبي تاریخ حریم ته قدم نشي ایښودای.
اما د مدرن فکري ــ فلسفي جریان د اساساتو پر بنسټ یوې دورې یا پړاو پورې مربوطو منظومو او منثورو پدیدو کې د دې جریان د مفکورو اغیز څیړل کیږي، مانا ډیر ارزښت د اثر مفکوره لري، که د یو اثر هنري ارزښتونه لوړ نه وي، خو نوي او مدرن خصوصیات ولري په دې ډول مطالعاتو کې ورته ډیر ارزښت ورکول کیږي."( ۱:۶مخ)


مدرن آثار یا مدرن ادبیات هغو آثارو ته ویل کیږي چې په فکري لحاظ او د بیان د شیوو له پلوه له سنت سره فاصله ولري، د سنت په وړاندې د تجدد او مدرنیت لپاره هڅه په کې څرګنده وي او د سنتي قالبو د پریښودو هڅه په کې ښکاري او له سنتي ادبیاتو سره یې د بیلتون کرښې څرګندې وي.

په پښتو ادب کې د مدرن فکر څرک د شلمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې لیدل کیږي او همدا وخت موږ په پښتو ادب کې د نویو مفکورو د ظهور وخت ګڼلای شو.
دلته به د ځینو لیکوالانو او شاعرانو د اثارو بیلګې راواخلو چې په هغو کې د مدرن فکر څرکونه لیدل کیږي او په پښتو ادب کې د مدرنو افکارو د راټوکیدلو پیل د همدوی له اثارو څخه کیږي.
دا څه عجب دوران دی چې راغلی پر افغان دی
رنګارنګه ترقي ده څه عجب محبوب عنوان دی
دا له کومه سوه په موږ کې چې ظاهر او نمایان دی
دا خو عصر د سراج دی چې افغان ټول پرې روښان دی
ته سراج الاخبار ته ګوره چې د ملک په تن کې ځان دی
اوس نور علي نور سو په پښتو چې دی ګویان دی

(۴۰:۵ مخ)

شاعر په دغه شعر کې نوی فکر او مدرن نظریات ځلولي دي.همداراز د نوي دوران د پیلیدو زیری ورکوي نوموړی په دې بیتونو کې د اخبار په هکله چې په هغه وخت کې زموږ په ټولنه کې یوه نوې پدیده وه خبرې کوي
شاعر د اخبار ارزښت ته اشاره کوي او اخبار چې د مدرنیت یوه نښه ده شاعر ورته د وطن په تن کې د روح درجه ورکوي او اولس د هغه په اهمیت او ګټو پوهوي، خلک له یوې نوې پدیدې سره د آشنايي لپاره هڅوي اولس ته یو مدرن او نوی فکر د اخبار په هکله وړاندې کوي.
په دې اړه صدیق روهي داسې وايي:
"په دغه شعر کې د نوي دوران د پیلیدو زیری ورکړل شوی دی د سراج او(د نور علي نور) ارتباط له روښانتیا سره مضمون ته ادبي رنګ هم ورکړی دی."
(۵۵:۴ مخ)

دغه لوړ بیتونه د صالح محمد کندهاري(۱۲۶۹-۱۳۳۹ هـ ش) دي
د مولوي صالح محمد له دغه شعر څخه زموږ په ادبیاتو باندې د مدرن او نوي فکر اغیز له ورایه ښکاري صالح محمد په پښتو معاصرو ادبیاتو کې یاد شخصیت دی، د ویښتیا پړاو ستر شاعر او لیکوال تیر شوی دی د مولوي په شعر کې د نوي او مدرن فکري جریان لومړني څرکونه لیدلی شو .
کله چې موږ په پښتو ادب کې د مدرن فکر خبره کوو نو تر هرڅه د مخه د حبیب الله او په تیره بیا د اماني دورې بدلونونه مو سترګو ته دریږي ځکه په اماني دوره کې زموږ په هیواد او فرهنګ باندې د نوي او مدرن فکر څپه راغله او په ټولنه کې ژور بدلونونه رامنځته شول مکتبونه چې په خپله د مدرن فکر زیږنده دي جوړ شول، اخبارونو په خپراوي پیل وکړ په ټولنه کې د نویو پدیدو د ترویج لپاره عامه افکار رامينځته شول لیکوالانو او شاعرانو هم په دغه برخه کې ستر او کوټلي ګامونه پورته کړل او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې يې وکړې. په ټولنه کې دغه خوره شوې مدرنه څپه یې د ادبیاتو په لمن کې راونغاړله او د ادب په ژبه یې اولس ته د مدرن ژوند ارزښتونه او ښېګڼې بیان کړې خلک یې مدرن فکر او مترقي ټولنې درلودلو ته وهڅول.


زه د قام په غم ژوندی یم دغه غم مې په زړه تل وي
په ځیګر سوی له دې یم سر کې اور مې دې نه بل وي
خدایه داسې وخت به راشي چې زمونږ جهاز به هم وي
لکه باز به په هوا شي په ترخو اوبو به سم وي
ریل به هم زمونږ پیدا شي تار به هم په هر قدم وي


په دغه پورته شعر کې شاعر په ټولنه کې د مدرن ژوند د وسایلو او اړتیاوو هیله څرګنده کړې شاعر د ادب په ژبه خلکو ته د مدرن ژوند لرلو آرزو څرګندوي، د مدرن او مترقي ژوند وسایلو سره يې آشنا کوي. شاعر په دې بيتونو کې د الوتکې، اورګادي او تلګراف چې د مدرن ژوند له وسایلو څخه دي یادونه کوي او دا هیله لري چې زمونږ په ټولنه کې هم د پرمخ تللي ژوند دغه وسایل رامنځته شي خلک مترقي او په مدرنو وسایلو سمبال ژوند ولري.


زمونږ نه وه دستور په کار وه دا ضرور
تیار که تا صفور مونږ ټولو ته منظور
ساتونکی د دستور د دین زمونږه له نقصان
امیر امان الله خان


تا جوړ کړه مکتبونه په کې لولي علمونه
د هر فن کتابونه زامن زمونږ او وروڼه
رسیږي و هرچاته فیض د علم په هر آن
امیر امان الله خان

لکه څنګه چې موږ د مخه د اماني دورې د بدلونونو بحث وکړ چې په هغه دوره کې مکتبونه جوړ شول، د تعلیم د عامیدو لپاره مبارزه وشوه د ښځو د تعلیم او د حقوقو د برابرۍ مسله د لومړي ځل لپاره راپورته شوه او د یوې مدرنې ټولنې د جوړیدو لپاره هراړخیز او کوټلي ګامونه پورته شول، د تعلیم د عامولو او د ښځو د حقوق د تامینولو ترڅنګ د اماني دورې تر ټولو ستر ګام په افغانستان کې د لومړني اساسي قانون جوړول وول، دلته شاعر په دغه پورته شعر کې د امانې دورې د همدغو بدلونونو یادونه او ستاینه کوي .
د دغه نظم په لومړي بند کې د امان الله خان په دوره کې د لومړني اساسي قانون د جوړیدو او تصویب یادونه شوې په همدې ترتیب په بل بند کې یې د اماني د دورې د ښوونځیو، علومو او د تعلیم د عامیدو یادونه شوې ده. چې دا واړه یادونې د یوې مدرنې ټولنې د جوړیدو او د مدرنیت د خوریدو لپاره تبلیغ ، د یوې مدرنې ټولنې د جوړیدو او مدرن ژوند څرګنده نښې دي.


دا پورتنۍ دواړه نمونې د پښتو ژبې د مبارز او د نوي فکر خاوند شاعر فضل محمود مخفي (۱۹۸۸ ــ۱۸۹۰م) شعرونه دي.
"مخفي صاحب هغه شاعر دی، چې ژوند یې په مبارزه، د خلکو په بیدارۍ د وطن د بچیانو په روزنه او په افغانانو کې د تعلیم د عامیدو په تلاشونو کې تیر شوی دی"( ۴:۴مخ)
د مخفي د شاعرۍ په اړه عبدالاکبرخان اکبر داسې نظر لري:
"ذهني انقلاب د مخفي صاحب شاعرۍ په پښتونخواکې پیدا کړی وه."
(۶: ۴مخ)

د هوښیار سړي فطري دا وظیفه وه

 چې خبره د حکمت د ده غوښته ده
شپه او ورځ یې د حکمت طلب مطلب

 ګه بیګاه د دې مطلب دی په طلب
هر چیرې چې د حکمت خبره مونده

 هم هغه ځای له پر سر ځي نه په پونده
فرق یې نسته چې د چا او د چا د خولې ده

 چې حکمت و د ده دین دنيا هورې ده
د دښمن د خولې کې مقصد ادا سي

 دښمن سي ځینې هیر په خندا سي
او کی دوست کړي بې حکمته حرکت

 په دوستي کې یې نه غواړي برکت
دا خاصه د سړیتوب ده په اجماع

 د خلاف په دې کې نسته هیڅ سماع
د دلیل او د برهان احتیاج یې نسته

 وجداني ذوقي قبلیږي نه په لوسته
او که ستا وجدان یې نه قبلوي وروره

 پرده واخله له وجدانه بیا یې ګوره
دا وجدان وجدان چې موږ په ژبه بول

و په مجمع کې د ځوانانو دا مزولو
دا وجدان نه دی خواهش د طبیعت دی

 تحریفونه د الفاظو لوی آفت دی
که وجدان د سړیتوب وای دا خواهش

 اتفاق به وو پر حسن نکوهش
زما ممدوح به ستامبغوض هیڅکله نه

 و بد د ټول انسان به بد او ښه به ښه و
دا اخلاف بې د وجداني دی پیدا کړی

 طبیعت د خپل خواهش نوم ادا کړي
که سړی یم اول کار مې د وجدان سو

 چې وجدان پیدا سو ټوله کار آسان مو
که وجدان وای جنګ به چیرې و په مځکه

 که وجدان وای خوښ به نه وم ستا په ورکه
که وجدان وی ټول حقوق به مو ادا وای

 پر دنیا به نه بډایه او نه ګدا وای
که وجدان وای زه او ته یو، یو انسان

 ولې زما کمیس کرباس دی ستا د سان
که وجدان وای ټول عالم به یکسان وای

 جلوه ګر به پر دنیا خوی د انسان وای
ټول عالم بې وجداني دی رسوا کړی

 هر سړي وجدان په طبع سودا کړی ۷۹:۴مخ)

دا لوړ بیتونه د مولوی عبدالواسع کندهاري د یوې اوږدې مثنوي دي دا مثنوي د محتوا له پلوه د خپل وخت له شرایطو او حالاتو سره سم نوې خبرې نوی فکر او مدرن مفاهیم افاده کوي او مثنوي یې په یو مدرن فکر بنا شوې او ویل شوې ده

عبدالواسع کندهاری (۱۲۹۰ــ ۱۳۴۸هـ ق) د افغانستان د مشروطیت غورځنګ له سر لاریو څخه و. د خپل وخت ښه شاعر، لیکوال او مدرس تیر شوی او د نوي فکر خاوند و.هغه د مصلح په توګه د افغانانو د بیدارۍ او تنویر لپاره ډېر خدمتونه کړي او زحمتونه یې ګاللي دي. چې په پورته مثنوي کې هم د هغه د مدرنو افکارو څرک لیدل کیږي.

د مولي عبدالواسع کندهاري د همدې مثنوي د محتوا په باب صدیق روهي داسې لیکلي دي:
"د وجدان په باب د مولوي عبدالواسع کندهاري نظریه د ده د ژور فلسفي تفکر زیږنده ده او ځان ته جلا بحث غواړي
دلته به په لنډه توګه یادونه وکړو چې د ځینو فیلسوفانو په نظر وجدان د انسان فطري صفت دی د دوی په عقیده د وجدان حکم د شخصي ګټې تابع نه دی، د مثال په توګه یو سړی د بل شخص د نجات د پاره له سرنه تیریږي............. دا ټول د وجدان فطري صفت نه دی بلکه په ټولنه کې د انسان د موقف، د ده د ژوند د شرایطو، د پوهې د سطحې او داسې نورو عواملو په اساس ټاکل کیږي وجدان له وظیفې سره نږدې اړیکې لري او مولوي عبدالواسع هم دغه موضوع د قانون له رعایت سره مربوطه کړې ده مولوي عبدالواسع وجدان فطري خاصیت نه ګڼي، ځکه که دا خبره ریښتیا وای نو د ټولو ممدوح او مبغوض به یو شانته وه په داسې حال کې چې د اکثرو خلکو ممدوح هغه څوک وي چې ګټې یې ورپورې تړلې وي." (۷۹:۴-۸۰ مخونه)


هر کله چې په پښتو ادب کې د مدرنیزم د څرکونو په اړه غږيږو او یا هم د نويو افکارو او ذهنونو لټون کوو نو په دې برخه کې د حبیب الله شاه قادري نوم له سترګو نه شو غورځولی ځکه دی هم د هغو لیکوالانو او شاعرانو په ډله کې راځي چې په پښتو ادب کې د نويو افکارو د ترویج او بیان لپاره لومړني او اساسي ګامونه پورته کړي دي او د دغه ستر کاروان له لومړنیو سرلاريو څخه دی، تل یې په دې لاره کې ګړندۍ هلې ځلې کړې ترڅو یې نویو افکارو، تجدد او تنویر ته په پښتو ادب کې لار خلاصه کړې او ځای یې ورکړی دی.


رقص و سرود شبینه ترڅنګ معشوق رنګینه
ورسره مونځ د سحر دا دې لابله ووې
سیل د موټر مازیګر مې د معشوق مسیر
ټپه د مونځ مازیګر دا دې لابله ووې
خوند کوي ناچ و ډنز چې ګډ شي ښځې او نر
پرده حیا او ستر دا دې لابله ووې
منطق د مل پریږدمه قول د هیګل پریږدمه
او منم شق د قمر دا دې لابله ووې
پریږدمه قول د هیوم او کړم عمل په موهوم
مرګ او ژوندون او حشر دا دې لابله ووې
سوټ او کالر نکتایي پریږدمه هیټ پادشاهي
واخلي پڼې او څادر دا دې لابله ووې
(نذیره) ځان کړه خبر حال د دوران شه دیګر
سرونه غواړي شمر دا دې لابله ووې
(۷:۶ مخونه)

دا لوړ بیتونه د حبیب الله شاه قادري دي، دی د نوي فکر خاوند شاعر و. په خپل شعرونو کې یې تل مدام نوي نظریات ځلولي دي او د تجدید لپاره یې ډیر کار کړی دی، تل یې هڅه کړې چې په پښتو ادب کې نویو افکارو او مدرنو نظریو ته ځای ورکړي. په خپلو شعرونو کې یې د یوې مدرنې ټولنې او مدرن ژوند اصول او ارزښتونه لوستونکو ته وړاندې کړي.


د نوموړي شاعر په هکله سرمحقق زلمی هیوادمل داسې وایي :

"شاعر د مدرنیتې او نوښت تقابل په خپل پښتو شعر کې په شاعرانه ډول تمثیل کړی دی او موږ کولای شو دا شعر په هغو اشعارو کې حساب کړو چې د مدرن اروپایي ژوند کړه وړه یې رانغښتي دي.
زما د معلوماتو له مخې دا به په پښتو کې د تاریخ له مخې لومړی شعر وي چې په اروپا کې د مدرنیتې د دوران د فکري او فلسفي جریان د منطق ، فلسفې او فکر د علماوو او روزونکو دریو علماوو: مل ، هیوم او هیګل نومونه په کې یاد شوي دي."
۸:۶-5 مخونه)
په پښتو شعر کې د مدرنو افکارو د پیدایښت مرحله د پښتو ادبیاتو د تاریخ د معاصرې دورې د روښانتیا له پړاو سره سمون لري.
چې په دغه وخت کې ډیری داسې شاعران او لیکوالان د ادب میدان ته راغلل چې نوي مدرن افکار یې درلودل، د تنویر او تجدد پلویان وول ،د هغوی په آثارو کې مدرن افکار او د مدرنیتې څرکونه له ورایه لیدل کیږي.
په پښتو ادب کې د مدرنو افکارو څرک موږ د همدغو لیکوالانو له آثارو را ایستلی شو. د دغو شاعرانو له ډلې څخه ځینې لومړني سر لاري موږ دلته یاد کړل او د هغوی په اثارو مو خبرې وکړې. چې نوموړي شاعران په پښتو شعر کې د مدرنو افکارو له لومړیو مبلغینو او مروجینو څخه دي او په پښتو شعر کې د نویو او مدرنو افکار د دودولو پیل د همدوی له نوم څخه کوو.
پښتو مدرنو آثارو او اشعارو کې د رومانتیزم او ریالیزم خواته لیوالتیا لیدل کیږي خو د پښتو په هغه لومړنیو مدرنو آثارو کې بیا د نړۍ له نورو ادبی جریانونو سره خاص تړاو نه لیدل کیږي.


په پښتو ژبه او ادب کې د مدرنو افکارو دا څپه همداسې غځونې کوي او دا دود په ښه توګه پالل کیږي او یو شمیر نازکخیاله شاعران او لیکوالان د مدرنو ادبیاتو د ترویج لپاره مټې رانغاړي. په دغې برخه کې پښتو ژبې او ادب ته تل پاتې او نه هیرودونکي آثار وربخښي. د پښتو له لومړنیو مدرنو ادبیاتو را وروسته چې کوم مدرن آثار پنځول شوي دي په هغوی کې هر اړخیز بدلون لیدل کیږي.
زموږ په مدرنو ادبیاتو کې که عمده ادبي میتودونه ریالیزم او رومانتیزم دي خو وروسته بیا د ډیری لیکوالانو په آثارو کې د انتقادي ریالیزم میتود هم په ډیره پیمانه لیدل کيږي. چې په عمده توګه د اداري فساد، بروکراتیزم، اختناق، ارتجاع، ظلم او استثمار پر ضد مبارزه یې منعکسه کړې ده.
په دغه وخت کې ډیری لیکوالانو هڅه کړې چې د شعر او نثر سنتي قالبونه مات کړي او مدرن نظریات په نویو شعري او نثري قالبونو کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم د دغو مدرنو آثارو هنري تومنه لږه وه خو د هغه وخت له شرایطو سره سم یې زاړه موضوعات پریښودل، نوې او مدرني مفکورې یې په ادب کې ځای کړې او د خلکو پام یې له سنتي ادب او سنتي فورمونو څخه نویو فورمونو او سوژو ته راواړوه. په دغې برخه کې تر ټولو ستر ګامونه زموږ مدرن او د نوي فکر خاوند شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت پورته کړي دي، الفت د خپل وخت له شرایطو سره سم یو مدرن لیکوال و.
دې ده په شعر او نثري آثارو کې چې کومې مفکورې بیان شوي ،زیاتره یې زموږ د شعر او ادبیاتو له عامو بیاني روشونو څخه خپله لار بیلوي او یوه داسې لار پرانیزي چې د افغانستان د بیرته پاتې او تر ظلم لاندې ولسونو د آزادۍ غږ یې بللای شو. الفت زموږ په مدرنو ادبیاتو کې نوی فکر تولید کړی هغه په ټولنه کې د موجود فساد، ظلم، بې عدالتۍ او وروسته پاتې والی پر وړاندې مبارزه کړې او خپل انتقادونه یې په هنري ژبه وړاندې کړي دي. او خپلو آثارو کې یې تر ډیره حده له انتقادي میتود څخه کار اخیستی.

د الفت د انتقادي روش په باب صدیق روهي داسې لیکي :
"الفت یو انتقادي ریالست و چې د حاکمې طبقې ارتجاعي څیره یې افشا کوله او د فساد، ارتجاع او اختناق پر ضد یې کله علني او کله په رمزي توګه مبارزه کوله." (۱۱۰:۳ مخ)

د الفت د انتقادي نظر یوه بیلګه:
انسان یانې څه؟

"رجب خان خو به تاسې پیژنئ، چې وظیفې یې نه دي خوړلي، مګر ملا شوی دی، د ادبیاتو په فاکولته کې یې څه نه دي لوستي، خو مقالې لیکلی او شعرونه ویلی شي.
د استدلال قوت یې هم بد نه دی او په فیلالوجۍ کې لاس څه، چې پښې هم لري، څنګه چې د ده خبرې عجیبې غریبې دي هغسې یې دلایل هم دي.
هغه ورځ چا ور نه پوښتنه وکړه، چې انسان یانې څه؟
ده وویل: منطقیان ورته حیوان ناطق وایي یانې هغه حیوان، چې خبرې يې زده وي.
ډاروین وایي: انسان د بیزو زوی یا لمسی دی، مګر زه بې خان صاحب بل چا ته انسان نه شم ویلای، ځکه چې پاک خدای انسان ته ظلوم او جهول ویلي دي او له خان نه زیات ظالم او جاهل نه پیدا کیږي.
رجب خان د لغوي تحقیق په وخت کې کله، چې پښتو یا فارسي لغتونه عربي ته راکاږي، نو خان او خاین له یوې مادې نه مشتق بولي، مګر کوم وخت چې عربي لغتونه پښتو کوي، نو بیا وایي چې (انس) یا انسان له (نس) نه ماخوذ دی، نو د هر چا چې نس لوی وي او په پردیو مالونو هم نه مړیږي، هغه خان او حضرت انسان دی." (۲۹۶:۱ مخ)
په دغې نثري ټوټه کې موږ د انتقادي میتود ښیې بیلګې لیدلی شو چې استاد الفت د ټولنې په طبقاتي اړیکو باندې په زغرده نیوکه کوي او د خان کرغیړنه څیره او کړنې د هنر په ژبه غندي.

همداراز د استاد الفت د مدرن فکر دا یوه بیلګه:
"شاعر ته نه ښایي چې د زاړه منطق درس د عقل له زاړه بوډا نه واخلي او په زړه لار او زاړه فکر پسې ولاړ شي، د شاعر خیال باید ډیر لوړ پرواز وکړي او له ډیر هسک ځایه دغه جهان ته وګوري." (۱۰۱:۴ مخ)

د ګل پاچا الفت ترڅنګ ډیرو نورو شاعرانو او لیکوالانو هم مدرن نظریات درلودل او دغه نوي نظریات یې په خپلو آثارو کې پاللي دي، چې د هغو له ډلې څخه یو هم عبدالروف بینوا دی.
کله چې موږ د بینوا آثار مطالعه کړو نو دا موضوع به موږ ته لا ښه روښانه شي چې بینوا د خپل وخت له شرایطو سره سم نوګرا او مدرن لیکوال او شاعر و. په خپلو آثارو کې یې تل مدرنې مفکورې وړاندې کړې دي او ادبي لار یې له سنته فاصله لري. بینوا زاړه شعري او نثري قالبونه مات کړي او نوي نظریات یې په نویو فورمونو کې ځای کړي دي.

استاد روهي د بینوا د شاعرۍ په اړه لیکلي دي:
"د بینوا په شعرونو کې رمانټیک سوز او هیجان او رومانټیک خیالات لیدل کیږي"

بینوا د پښتو معاصر شعر له لومړنيو سیمبوليستو شاعرانو څخه دی.
په دې اړه عبدالغفور لیوال وایي:
"سیمبولیست شاعران هغه دي چې پخپلو شعرونو کې یوه سیمبولیکه پروسه د تصویرونو په مرسته داسې بشپړه کړي، چې لوستونکي د خپل فکر په مرسته د ټولو کلماتو او انځورونو تر شا پراته مفاهیم درک کړي او له دې استدراکي پروسې څخه یې هنري تنده خړوبه شي."(۶۱:۶مخ)

څرنګه مو چې مخکې يادونه وکړه، چې بینوا قالب شکني هم کړې او زاړه قالبونه یې تر شا کړي، نو دا بيتونه يې ښه بيلګه ګڼلاى شو

نسیم ووې د ګل غوږ کې ، بدل شوی د یارانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ
ورسره نوي رنګونه ، رنګا رنګ تحولونه
کړي سمسور به دا راغ رغونه
نوی ساز نوی آواز دی ، هم شو نوی د نغمې رنګ
غلی شانته انقلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ
(۴: ۱۱۱ مخ)



پایله:
په پښتو ادب باندې د مدرن فکر اغیزې د شلمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې لیدل کیږي او همدا وختونه په پښتو ادب کې د مدرنو افکارو پیلامه ګڼله کیږي.
په دغه وخت کې د لومړي ځل لپاره نوي او مدرن نظر پښتو ادبیاتو ته لار ومونده او پښتو ادبیات د مدرنو افکارو په ګاڼه وپسولل شول، ډیرو پښتنو شاعرانو د شعر او نثر په قالبونو کې خپل نوي نظریات ټولنې ته وړاندې کړل، که څه هم د هغه وخت مدرنو آثارو د هنري اړخ له پلوه څه نا څه نیمګړتیاوې درلودلې، خو د ټولو نیمګړتیاوو سره، سره دا آثار زموږ په ادبیاتو کې د ځانګړي ارزښت او اهمیت وړ دي ځکه چې د لومړي ځل لپاره یې د ادب زاړه موضوعات رټلي او نوی فکر یې د ادب په رنګین چوکاټ کې ځای کړی.
په پښتو ادبیاتو کې د مدرنو نظریاتو د دودولو لپاره ډیرو لیکوالانو هلې ځلې کړي، دا لړۍ له مولوي صالح محمد نه نیولی، بیا تر ګل پاچا الفت، بینوا او د ویښتیا پړاو تکړه شاعرانو او لیکولانو پورې غځونې کوي، د ویښتیا پړاو ډیری شاعران او د نثر لیکوال په دغې برخه کې ګړندیو هلو ځلو، کې سره ملګري دي، که موږ د الفت یادونه کوو نو د بینوا نوم نه شو هیرولی او که د بینوا نوم اخلو نو بیا د نورو لیکوالانو نومونه له پامه نه شو غورځولی، خو دلته د ټولو هغو لیکوالانو چې ترقي پسنده او د مدرن فکر خاوندان وول، یادونه د دې مقالې له حوصلې څخه بهر ده.


ماخذونه:
۱ـ الفت، ګل پاچا.۲۰۱۷. د الفت نثري کلیات. د محمد اسماعیل یون په زیار.کابل: دانش خپروندویه ټولنه.
۲ـ باجوړی، بریالی.۱۳۹۷ ل م. د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ د ویښتیا پړاو. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۳ـ روهي، صدیق. ۱۳۶۰ ل م. ادبي څیړنې. ننګرهار پوهنتون.
۴ـ روهي، صدیق. ۱۳۸۴ ل م . د پښتو ادبیاتو تاریخ دویم ټوک. پیښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۵ـ روهي، صدیق.۱۳۹۰ ل م. پښتو معاصر ادبیات. د افغانستان ټایمز پبلکیشن سنټر.
۶ـ هیوادمل، زلمی.۱۳۹۸ ل م. د ماسترۍ دورې لکچر نوټونه.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۳۹۶     سال هــــــــــــــــفدهم                       عقرب/میزان ۱۴۰۰                       هجری  خورشیدی                شانزدهم  نومبر   ۲۰۲۱