پښتو د هغه
قام ژبه ده چي وجود ئې د وخت جبر دوه ځایه کړی دئ او تر منځ ئې د ډیورنډ په
نامه منحوسه فرضي کرښه ایستل سوې ده. د قام تر دوه ځایه کېدو وروسته
بېلابېل اصطلاحات زېږېدلي دي. د لر او بر پښتانه اصطلاح د دغي تپل سوي کرښي
تر ایستلو وروسته رامنځته سوې ده. د وخت جبر خپل کار وکړ او دغه لوی قام ئې
دوه ځایه کړ، خو د شېراز د خوږ ژبي شاعر حضرت سعدي د فرمودې پر اساس چي
وايي:
بني آدم
اعضای یک دیګرند
که در آفرینش
زیک ګوهرند
چو عضو به
درد آورد روزګار
دګـر عضـوهـا
را نمـاند قـرار
یو وجود او
واحد پیکر دئ او هیڅکله به د دغه وجود فزیکي بېلوالی د هغه پر معنوي خوا
تاثیر و نه کړي. د لر پښتانه وجود که خوږ سوی د بر قام پږی هم دردمن سوی
دئ، هلته که د دې قام د سرکوبۍ او آزرده کولو هڅي سوي بر پښتانه ورسره زهیر
سوي او زوکلېدلي دي، خو برعکس هر کله چي تر منحوسي کرښي ورها خوا کوم
پښتانه د خپلي ژبي او قام د لوړېدو او هسکېدو هڅي کړي، بر پښتانه د غرور
شمله هسکه نیولې او په هغو هڅو ئې ویاړ کړی دئ. که د دې خوا پښتنو د خپل
نیمه خوږمن وجود د پټۍ کېدو ږغونه پورته کړي دي تر کرښي ها خوا دغو آوازونو
انعکاس کړی او زموږ ږغونه راغبرګ سوي دي. زما د دغو خبرو ژوندی مثال د
پروفیسور سیال کاکړ د کوچنیانو د ژبي په باب کوچنۍ لیکل سوې رساله ده، چي
تر کرښي ها خوا لیکل سوې خو پر دې رساله د بر قام دوو ژبپوهانو هر یوه
ډاکتر صاحب عبدالرازق پالوال او ډاکتر صاحب مجاوراحمد زیار سریزي لیکلي دي
او د پروفیسور سیال کاکړ کړی کار ئې ستایلی او مثبت ارزولی دئ.
په ۱۹۷۹م کال
د جنوبي پښتونخوا مشهور محقق او فوکلوریسټ پروفیسر ولي محمد سیال کاکړ (د
کوشنیانو ژبه) په نوم کوچنۍ رساله ولیکله. دا رساله که څه هم د حجم په لحاظ
ډېره کوچنۍ ده مګر د مفهوم او معنی په لحاظ ډېر لوی او ابتکاري کار دئ.
ډاکتر پالوال هماغه مهال د دې رسالې د ارزښت او اهمیت په باب ولیکل: «د
ښاغلي سیال کاکړ د کوشنیانو ژبه لومړنی اثر دئ چي زه ئې د یوه اکاډیمیشن
پښتانه له خوا څخه پخپله ژبه کي لولم. ... زه نه پوهېږم چي تر اوسه پوري به
بل چا پر دغي موضوع باندي داسي په زړه پوري لیکنه کړې وي، چي له هغې څخه دي
نور څوک برخمن سي. ښاغلي سیال کاکړ د یوې ډېري علمي څېړني ور پرانیستلی
دئ.» (پالوال: ۱۱)
د پروفیسر
کاکړ د کړي کار په باب د ډاکتر صاحب پالوال ادعا تر اوسه پر خپل ځای ده او
لا داسي بل پښتون پیدا سوی نه دئ، چي د دغي مهمي او اساسي موضوع په باب له
ښاغلي سیال کاکړ سره سیالي وکړي.
له سریزو
پرته دغه رساله په وړه قطع اته دېرش مخونه لري، چي د کوچنیانو د ژبي، د ژبي
د زده کړي او د دغي پروسې په باب بېلابېل موضوعات پکښې راغونډ سوي دي. په
دې موضوعاتو کي د کوچنیانو ډولونه، د زده کړي ځایونه، د ږغونو مخرجونه، د
کوچنیانو وینګ، ګرامري نیمګړتیاوي، ګړني اصطلاحات، فولکلوري خواوي، ویی
پانګه او پسته ژبه هغه موضوعات دي چي په لنډ ډول د هر یوه په باب څېړنه او
شننه راغلې ده.
د دې څېړني
په باب د پروفیسر سیال کاکړ ابتکار دا دئ چي خپل پنځه کلن زوی میرویس او
درې کلنه لور ملالۍ ئې له یو کلنۍ څخه تر یادي مودې پوري په پرله پسې ډول
تر څېړني لاندي نیولي دي. د هغوی د ژبزدکړي ټول مراحل هغه که د ږغونو د ادا
برخه ده یا د کلماتو د زده کړي، که د لغاتو زخیره ده او یا د دغو کلماتو د
زده کړي اولیتونه او سختۍ. دا ټولي برخي ئې یاداښت کړي او وروسته ئې د دغو
یاداښتونو او تعقیبونو پر اساس خپله نتیجه بنا کړې ده. ممکن د دې نتیجې
ځیني جزئي برخي تغیر وکړي خو د دې څېړني لويي برخي به پر خپل ځای وي. زه
باوري یم چي د دغي وړې نمونې پر اساس به لوی سمپلونه همدغسي ځانګړتیاوي او
خاصیتونه ولري.
په دې رساله
کي لومړی د کوچنیانو ډولونه راښوول سوي دي، هغوی ئې پر دوو ډلو وېشلي دي،
یوه ډله ئې چالاکه کوچنیان او بله هغه ئې پڅ دماغه کوچنیان بللي دي. د زده
کړي په ځایونو کي د مور غېږ، د کورنۍ غړي، همغاړي او عزیزان، چاپېریال،
وړکتون یا ښوونځي ښوول سوي دي. د دې تحقیق تر ټولو اساسي برخه د مخرجونو په
لحاظ د بېلابېلو ږغونو زده کړه ده. دغه جریان ئې په پنځو مرحلو کي ښوولی دئ
او دا ئې د خپلو مشاهدو او تجربو پر اساس ښوولې چي یو کوچنی په لومړۍ مرحله
کي د یوې ژبي واول ږغونه زده کوي مثالونه ئې د بابا، نانا، ماما ورکړي چي
هر کوچنی ئې د واول ږغونو په مرسته ډېر ژر یعني د یوه کال په جریان کي زده
کوي.
په دوهمه
مرحله کي چي د کوچني د دوه کلنۍ موده ده د کانسنینټونو آسانه برخه آوازونه
زده کوي چي هغه عبارت دي له پ، ت، ج، چ، ژ، ش، غ، ل او ګ څحه. په دریمه
مرحله کي چي د یوه کوچني د ژوند دریم کال کیږي د کانسینیټونو یوه بله جوپه
زده کوي چي نسبت لومړۍ ډلي ته ئې وینګ لږ سخت دئ. دغه جوپه عبارت ده له ذ،
ز، ک او س ږغونو څخه. څلرمه مرحله چي یو ماشوم د خپل منګ څلورکلنۍ ته
داخلیږي د پښتو د ځینو مخصوصو تورو تر څنګ څو نور بېواکه ږغونه زده کوي،
لکه: ت، ډ، ړ او ر. پنځمه او وروستۍ مرحله هغه سن دئ چي یو کوچنی پنځه کلن
کیږي او د ښاغلي سیال کاکړ د څېړنو او مشاهداتو له مخي: «موږ د عمومي
مشاهدې له رویه ویلای سو چي دوی خپله ژبه بشپړوي، په دې مرحله کي ماشومان
خپل ما فی الضمیر په ډېره ښه توګه بیانولای سي. د ژوند په همدې برخه کي
زموږ کوشنیان د ځ، څ، ن، س او ږ ږغونه زده کوي. خو د خپلي لیدني کتني له
مخي باید دا خبره ولیکم، چي د ښ او ږ تلفظ زموږ ماشومان خورا په ځنډ زده
کوي. تر ښه ډېره وخته پوري کوشنیان ښ په ش او ږ په ژ تلفظوي، لکه غاښ په
غاش او ږیره په ژیره بدلوي.» (سیال: ۳۵)
په پښتو
الفبې کي د مشخصو عربي ږغونو په باب د پروفیسر سیال کاکړ نتیجه داسي ده: «د
ف او ق دغه راز د ث، ح، ص، ض، ط، ظ او ع ږغونه چي په عربي پوري اړه لري، په
دې باب باید څرګنده کم چي دغه اوازونه داسي دي چي د پښتنو لویان ئې لا سم
نه سي ویلای، او که چیري یو نفر زیار هم وباسي، نو باور مي دئ، چي پلار به
ځني فلار او فقیر به ځني پکیر سي.» (سیال: ۳۴)
تر دې وروسته ښاغلي سیال یوولس ږغونه د کوچنیانو په ژبه کي د هغوی د
مثالونو سره راوړي دي او دا ئې ښوولې ده چي یو کوچنی کوم ږغ ډېر ژر زده کوي
او کوم ږغ په بل اړوي. د دغو کلمو بېلابېل مثالونه ئې د یوه چوکاټ په توسط
ښوولي دي. دغه نمونه ئې د یوولسو ږغونو د توضیح او تشریح له پاره استفاده
کړې او تر پایه پاللې ده، زه ئې یو مثال ځني ټاکم:
د /ر/ ږغ. دا ږغ پښتانه کوچنیان ډېر ژر نه سي زده کولای، په یو کلنۍ حتی
دوه کلنۍ کي د /ر/ پر ځای له /ل/ څخه استفاده کوي، په ټولو هغو کلمو کي چي
/ر/ کار سوې وي دوی ئې په /ل/ بدلوي. مثلاً: (مور) په (مول) وايي، (خبري)
په (خبلي) اړوي او (کور) په (کول) ادا کوي. د پښتو او فارسي د /ر/ او /ل/
ابدال ته په کتو چي د پارسي (دیوار) په پښتو کي په (دېوال) بدلیږي د
کوچنیانو دغه ډول تلفظ بې ربطه نه دئ. د پښتو ژپبوهانو څېړني ممکن یو څرک
ځني وباسي.
تر ږغونو وروسته د کوچنیانو په ژبه کي ګرامري نیمګړتیاوي راښيي. د اضافت،
ضمیرونو او تذکیر و تانیث په باب لنډي یادوني کوي. د اضافت په اړه لیکي:
«کوچنیان تر درې کلنۍ پوري د پښتو اضافت بیخي نه سي ویلای» (سیال: ۴۲) په
مثال کي ئې (د ماما کوټ) اضافي ترکیب راوړی چي کوچنیان ئې داسي وایي: (ماما
کوت). دغسي هم ضمیرونه یو په بل اړوي، ملکي ضمیر (زما) په (ما) او (ستا) په
(تا) بدلوي، د (زما ډوډۍ) پر ځای (ما نانا) وايي. د تذکیر او تانیث په اړه
لیکي: «زموږ ماشومان د زده کړي په ابتدايي مرحلو کي د تذکیر او تانیث توپير
نه سي کولای، البته که چیري فاعل مذکر وي، نو کوشنیان فعل مذکر راوړي خو د
مونث په صورت کي بیا داسي نه سي کولای.» (سیال: ۴۵) مثالونه ئې داسي راوړي
دي: د (جباری راغلی) پر ځای وایي: «بالی آلی» خو کله چي ووایو (زرکو راغله)
دوی وايی: «زکو آلی».
تر دې وروسته د کوچنیان د لغوي زېرمي په باب لنډ بحث سوی او ځیني مشخصي
کلمې راټولي سوي دي. که څه هم دغه ویی پانګه تر ښاغلي سیال کاکړ مخکي د
پښتو یوه بل خواخوږي او لوی فوکلوریسټ ارواښاد استاد محمدګل نوري راټوله
کړې او د خپل مشهور اثر (اصطلاحات او محاورې) کي ئې راوړې خو دا چي د ښاغلي
سیال کاکړ له موضوع سره ئې ډېر ارتباط درلود دوی هم یو لنډ لست راوړی دئ. د
دې لست څو مثالونه داسي دي: ښایسته، او ښکلي شي ته کوچنیان کوکو او واوا
کلمه کاروي، پسه او بوزې ته امبا وايي. سترګي چګي یا چګاني بولي، تریخ یا
خراب شي ته کخ وايي، وریجي ممۍ بولي او ډوډۍ ته نانا وايي. که په پښتو
قاموسونو کي زموږ د ژبي دغه برخه ثبتیږي امتیاز ئې زموږ په کوچنیانو اړه
لري.
تر دې وروسته د کوچنیانو د فوکلور ځیني مثالونه او نمونې راوړي او د کتاب
په پای کي د (پسته ژبه) تر عنوان لاندي یو اوږد جدول راځي چي ځیني ترکیبونه
او جملې د کوچنیانو په ژبه پکښې ثبت سوي او راټولي سوي دي.
ما چي کله د حاضري مقالې له پاره د نوري مطالعې په جریان کي یاداښتونه
بشپړول، یو ځای مي ولوستل چي یو کوچنی له یوه کال څخه تر یونیم کلنۍ پوري د
سلو کلمو لغوي زېرمه لري، خو زه داسي فکر کوم چي دغه کمیت ممکن د کورنیو
جوړښت ته په کتو توپير وکړي، که چیري یو کوچنی په داسي کور کي زوکړی وي چي
د هغه کور غړي محدود وي ممکن لغوي زېرمه او د ژبزدکړي پروسه ئې هم محدوده
وي خو که د کوچني کورنۍ پراخه او لویه وي، مثلاً پر مور او پلار سربېره
نیکه، انا، اکاګان او د هغوی کوچنیان ګډ ژوند وکړي نه یوازي دا چي د هغوی
لغوي زېرمه به پراخه وي، بلکي د هغوی پر ژبزدکړه هم مثت تاثیر لرلای سي.
د کوچنیانو د ژبزدکړي مهمه پروسه د ږغونو د زده کولو او ادا کولو جریان دئ
چي د یوې ژبي اساس توک بلل کیږي، د ښاغلي سیال کاکړ د مشاهداتو پر اساس د
دغي ټولي پروسې نچوړ داسي ښوولای سو: «څرګنده دي وي چي کوشنیان لومړی وار د
یوې ژبي خپلواک آوازونه
Vowels
زده کوي او بیا وروسته د بېواک ږغونو
Consonants
په زده کړه پیل کوي. په بېواک ږغونو کي کوشنیان لومړی وار شونډیز آوازونه
Labial Sounds
او بیا غاښیز آوازونه
Dental Sounds
زده کوي. بیا وروسته کوشنیان په بې ترتیبه ډول ملفوظي ږغونه
Cerebral Sounds
او ځیني نور زده کوي.
د ژبپوهني په رڼا کي موږ ویلای سو چي کمکیان په آخر کي رایه اوازونه
Trill
Sounds
او حلقي ږغونه
Velor Sounds
زده کوي او دا دي هم څرګنده وي چي کوشنیان په شرو کي اسمونه
Nouns
او پس له هغې د فعلونو
Verbs
په زده کړه پیل کوي.» (سیال: ۳۵)
زه چي د خپلي ژبي سره زموږ روانو بې پرواییو ته ګورم، خدای ته شکر کاږم چي
پر دې ژبه ئې د ښاغلي سیال کاکړ غوندي خلګ هم پېرزو کړي دي چي د کوچنیانو
ژبزدکړي ته متوجه سوی دئ او په دې باب ئې لومړۍ ابتکاري هڅه کړې ده، او
امید لرم د پښتو ژبي دغه اساسي موضوع به زموږ نوي ژبپوهان پراخه او نوره هم
وڅېړي. په پای کي به یادونه وکړم چي ممکن د دې رسالې ټول راټول سوي مواد د
ژبپوهني د اصولو سره سل په سل کي سر و نه خوري خو زموږ ژبپوهانو او د دې
لاري متخصصینو ته د اومو موادو حیثیت لري، څنګه چي یو بنا د یوه تعمیر له
پاره رېګ، خښتو، جغل او سمینټ ته اړتیا لري تر څو ښکلی او مضبوط تعمیر جوړ
کړي، همداسي زموږ د ژبي پوهان دغسي اومو موادو ته اړتیا لري چي د پښتو ژبي
د یوې مشخصي برخي بنیاد پر ودروي.
موږ د ښاغلي پروفیسر ولي محمد سیال کاکړ د کړي کار پوروړي یو، خدای دي دوی
ته روغ صحت ورکړي.
|