کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               ليکواله: تورپیکۍ آرین

    

 
پښتو لنډیو کې د ښځو محرومیتونه

 

 

 

سریزه:

 

زموږ ولسي ادبیات د پښتني ژوند رښتینې هینداره ده چې د ټولو پښتنو انځور په کې له ورایه ښکاري که موږ د ولسي ادبیاتو هر صنف وڅیړو نو خامخا به د خپل ولس څیره په کې په روښانه توګه  وګورو او ځای، ځای به د خپل ولس له هیلو، ارمانونو او محرومیتونو سره مخ شو او په دې لړ کې به د هغوی له شوق او ذوق سره هم تر ډيره بريده اشنا شو. ولسي ادبیات یوه بڼ ته ورته دي چې ډیر ښکلي او رنګین ګلان په کې روزل شوي او هر ګل یې ځان ته ښکلا او خوشبويي لري او د ولس هیلې، غوښتنې او محرومیتونه په کې نغښتي دي.

 د ولسي فورمونو په لړ کې له ټولو ښکلی او زړه راښکوونکی فورم لنډۍ ده چې د ولسي ژوند رښتینې انځورګري کوي "لنډۍ د پښتني ژوند و ژواک هغه خوندوره وینا ده چې زیاتره مهال په کې یو محرومیت انځوریږي، د پښتني ژوند او اخلاقو هنري انځور دی.یو داسې لوړ هنري ارزښت دی چې د پښتني ټولنې تجربې راسره شریکوي، د تیر ژوند په هنري تجربو کې مو ګډوي، ذوق مو خړوبوي."( ۲۴۴،۶مخ )

  

 

موږ په لنډیو کې د یو خاص قشر غږ ډیر اورو، د هغې د ژوند بیلابیلو انځورونو سره مخامخيږو او د هغې د ژوند هر محروميت او هر کړاو راته سترګو ته دريږي چې هغه د دغې رنګینې وینا یوه حساسه ویناواله يعنې  ښځه ده، چې د پښتنې ټولنې له جوړښت او دودونو مو خبروي، خپل حال راته په هنري ژبه  وایي.خپل محرومیت او وفاداري راته په انځوریزه او سندریزه ژبه وایي، د زړه خبره راته کوي، د زړه خبره خوږه او منلې وي، ځکه په دې خبره کې تکلف او تصنع نه وي، څه یې چې حال وي، هغه بیانوي. دغه ډول خبرې یو روڼ انځور وړاندې کوي(۲۴۴،۶مخ)

 

 

 

په پښتو لنډیو کې د ښځو محرومیتونه

 

 

 دا یوه خبره خو روښانه ده چې ټولنیز نظام تل مدام د بدلون په حالت کې دی چې دغه بدلون هم د ټولنیز ژوند په برخه کې را منځ ته کیږي او هم د انسانانو د ژوند په اقتصادي جوړښت کې، کله چې دغه اقتصادي جوړښت ژور بدلون کوي نو په دې وخت کې د انسانانو په ټولنیز موقف کې هم بدلون راځي. اقتصادي بدلون راساً د انسان په اجتماعي ژوند باندې اغیزې لري ځکه د دغو دواړو اړیکې نه شلېدونکې دي او یو بل باندې اغیز ښندي.

د آلماني فیلسوف کارل مارکس په وینا " اقتصاد د انسان د ټولنیز دریځ په تعینولو کې پریکنده رول لري." دا چې د نورو ټولنیزو پدیدو تر څنګ هنر او ادبیات هم ټولنیزې پدیدې دي. نو کله چې د ټولنې اقتصادي اړیکې بدلیږي او ورسره نیغ په نېغه ټولنیز ژوند هم بدلون کوي نو په دې ترڅ کې ادبیات هم چې د ټولنې هینداره ده خپله بڼه اړوي. د ادبیاتو په اړه ویل کيږي چې د ټولنې هینداره ده نو په همدې اساس د ادبياتو رسالت د ټولنې رښتينى انځور وړاندې کول دي، په ولسي ادبياتو کې د ټولنې رښتينې څېره له ورايه څرګنده وي.

 د ځینو ټولنپوهانو په اند کله چې مورواکه نظام بدلون کوي او پر ځای یې پلارواکه نظام را مينځ ته کیږي. ښځې د اقتصاد له ډګره شړل کیږي او د اقتصاد واګۍ ترې اخیستل کیږي چې دغه کار د ښځو په ژوند او ټولنیز دریځ باندې خورا ناوړه اغیز کوي.

 دا چې اقتصاد د انسان د اجتماعي دریځ په تعینولو کې مهم رول لري په همدې اساس کله چې ښځې د تولید له ډګره ويستل کیږي. دغه ویستل د دې سبب کیږي چې د ښځو په اجتماعي دریځ کې ژور بدلون رامينځته شي. نو د ښځو محرومیتونه هم له همدې ځايه پیلیږي، ځکه له همدې وخت نه ښځې خپله بشپړه آزادي له لاسه ورکوي چې تر ننه پورې د دغې آزادۍ په لټه کې دي او د هغې د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

 

"زموږ په ټولنه کې داسې کسان شته دي چې فکر کوي نسبت نارینه ته د  ښځې د مقام ټیټوالی د انسان له خیر او د هغه د ژوند له حکمت سره برابر دی، دا کسان باور لري چې د ښځې جنس نسبت نارینه ته کمزوری دی ښځه نه شي کولای د خپل جسمي توان او زغم له پلوه له نارینه سره برابري وکړي، داسې کسان هم شته چې ښځه نه یوازې له جسماني نظره بلکې د دماغي قدرت په وجه هم تر نارینه کمزورې بولي، مګر معاصره پوهنه او علمي څیړنې د نرسالاري دا نظر ردوي او دا ثابتوي چې پر نړۍ باندې د بې استعداده ښځې د سالارۍ دوره(مور واکي) هم تیره شوې ده، چې له استثمار نه فارغه دوره بلل کیږي."(۵۹،۱ مخ)

 

لکه څنګه چې مو مخکې وویل چې ادبیات د ټولنې هینداره ده. نو دلته زموږ په ټولنه کې هم ادبیات په تېره بیا ولسي ادبیات د ښځو د ژوند هغه رښتينې څېره او د هغوي د ژوند محرمیتونه په روښانه ډول ښکاره کوي.

 په پښتني ټولنه کې ښځې له بېلا بېلو ناخوالو سره مخ دي که مبالغه و نه شي ویلې شو چې ټول ژوند یې له محرمیتونو سره مل دی. د ژوند په هره برخه کې خورا ډير محرمیتونه لري چې د تاریخ په اوږدو کې پښتنې ښځو د دغو محرمیتونو د بیان لپاره د ادبیاتو لمن ته لاس غزولى او په هغې کې یې خپل غږ اوچت کړی.

په دغه برخه کې لنډۍ چې د پښتو ولسي ادبیاتو یو مشهور فورم دی تر ډېره بريده یې دغه تاریخي رسالت پر ځای کړی دی، په سلګونو ښځمنې لنډۍ شته دي چې د نرواکۍ پرضد د پښتنې ښځې اعتراض او تاریخي عصیان بیانوي.

ښځه پرته له دې توپیر نه چې په کومې اجتماعي طبقې او قشر پورې تړلې ده، د لنډیو په نه چوپیدونکي او تل پاتې بهیر کې پرله پیسې چیغې وهي او د ځان په هکله د نارینه تیری او ستم بربنډوي.

 

صورت مې خپل واک یې د بل دی      صورته خاورې شې چې نور دې واک کوینه

 

په پورتنۍ لنډۍ کې ښځه خپل هغه تاریخي موقعیت چې د نارینه له خوا د ځانګړو تاریخي شرایطو په مرسته پر دې باندې تحمیل شوی دی بربنډوي او د هغه اجتماعي نظام پر ضد د اعتراض غږ اوچتوي چې له ښځې نه یې د خپل ځان واک اخیستى او دا یې د خپلې آزادۍ او واک څخه محرومه کړې ده، د دې اعتراض منطق دومره روڼ، ساده او قانع کوونکی دی چې د هر ډول مخالفت او منفي مقابلې مخه نیسي. په دې لنډۍ کې په ډېر ښکاره ډول د ښځې د ژوند ډېر ستر محرومیت انځور شوی چې یوه ښځه په خپل ژوند کې د خپل ځان واک نه لري او د ژوند واک او اختیار یې تل د بل لاس کې دی که هغه پلار، ورور یا خاوند وي.

 

 

 

ښځې په دغه برخه کې مدام خپل د اعتراض غږ په لنډیو کې اوچت کړی.

 

خدایه د کنډو پناه ګير شې                   چې میراث خور یې په لېوانو خرڅوینه

په نیمه شپه سوې نارې شوې                  مور له لورانو بیلوي کوکې وهینه

پر ما د بنې بنتوب تیر دی                    زه د دوزخ د لنبو څه پروا لرمه

 

 

دلته د هغه ناوړه دود په وړاندې غږ پورته شوی چې کونډې به په زوره بیا ځل ودېدلې یا په بله وینا په نارینه باندې خرڅېدلې او د هغې د راتلونکي ژوند پایلو ته پاملرنه نه کېدله. چې بیا وروسته ښځې له ډېرو ناخوالو سره مخېدلې او د بې وسۍ له امله یې خپل دغه اعتراض د ادبیاتو په ژبه ټولنې ته وړاندې کاوه.په پښتنو کې دا ډیر پخوانی دود دی چې کونډه په جبر سره بیاځلي ودوي

"کوم پښتون به د دې واقعیت نه انکار وکړای شي چې پښتون اولس د خپل پیچلي او رنګین تاریخ په اوږدو کې له خپلو خویندو او لورانو سره، له میندو او میرمنو سره د خپل میراثي مال په توګه چلند   کړى  او لا یې هم کوي، په پښتنو پرګنو کې لا تر اوسه پورې ښځه د خپل ځان او تن واک نه لري او د دې واک د تر لاسه کولو لپاره د هغې هر ډول هڅه ضد اخلاقي توجیه کیږي"(۶۱،۱مخ)

 

 

د پښتونوالي درانه پته                   زما په خوله دې لاس نیوه ګونګه دې کړمه

خرڅه دې کړم ښاده دې نه کړم          شیرینه وروره ودې مه وزه ارمانونه

 

په پورته  لنډیو کې پښتنه ښځه د پښتونوالي له دود او دستور څخه چې د فیوډالي نظام د جبر او ستم له امله یې د ښځو خوله تړلې ده اعتراض کوي، په دې لنډۍ کې دا ستر محرومیت را نغښتې دی چې ښځه به په خپل شخصي ژوند کې د خپلو عشقي علایقو او تمایلاتو هیڅ راز څرګندونه نه کوي، اجباري واده ته به غاړه ږدي او د خپل ځان په خرڅلاو کې به پلار یا ورور ته تسلمیږي او د خپل ژوند واک به هغو ته سپاري.    

  

ځوانانو ننګ راباندې وکړئ                 پلار مې ظالم دی ما ښارمار لره لیږينه

 

دلته یوه لور د پلار له ظلم څخه شکایت کوي، مګر پوښتنه دا ده چې دا پلار د لور په حق کې ولې ظلم کوي. دلته موږ باید د ټولنې جوړښت ته پام وکړو د ټولنې جوړښت طبقاتي او نظام هم پلارواکی دی، نو په دې حالت کې جنسیتي ستم چې له طبقاتي نظام سره  نه شلېدونکې اړیکې لري بلکې د هغه سیستم زېږنده دی، ښځه یې ناچاره کړې چې د پلار د ملکیت یوه برخه واوسي او همدغه جوړښت پلار ته دا واک ورکوي چې د خپل لور په حق کې دا ډول ناروا وکړي. ځکه پلار په نرواکې ټولنه کې یو مستبد انسان دی چې لور خپل مال ګڼي او ځان ته دا حق ورکوي چې د هغې ټولې آزادۍ ترې واخلي او خپل ځان د هغې واک دار وګڼي.

 

دا چې موږ وایو هنر او ادبیات په تېره بیا ولسي ادبیات د ټولنې انځورګري کوي، په لنډیو کې دا خبره په پوره ډول اثبات ته رسیږي. چې ګواکې ادبیات په ریښتیا هم د ټولنې انځورګري کوي او د یوې ټولنې رښتينى انځور وګړو ته وړاندې کوي. لکه دا لاندې لنډۍ چې د یوې ښځې د ژوند  د یوه ستر محرومیت انځور وړاندې کوي. چې له خپل حقه حقوقو نه څنګه محرومه شوې ده او خپل واک درلودلی نه شي. نو ځکه خپل مین ته خپله دغه بې وسي او محرومیت په هنري ژبه داسې بیانوي.

 

له ما نه ولې مرور یې                        کم عقله یاره په پردي اختیار کې یمه

 

 

 همدا راز ځینې نورې لنډۍ دي چې د ښځمنو د ژوند هغه محرومیت ته ګوته نیسي چې په پښتني ټولنه کې ښځه حق نلري چې خپل د ژوند ملګری په خپله خوښه انتخاب کړي دا خو لا پریږده حتی د دې واک هم نلري چې د پلار یا ورور د ناوړه پریکړې پر وړاندې غږ اوچت کړي بلکې مجبوره کیږي چې د هغوی تصمیم ته غاړه کیږدي او که هغوی وغواړي چې له هر چا سره د دې سرنوشت وتړي نو ښځه باید په پټه خوله هغه ومني او د انکار غږ پورته نه کړي.

لکه په دې لاندې لنډۍ کې چې د یوې مظلومې ښځې غږ د همدې ډول ظلم پر وړاندې د لنډۍ په ژبه اوچت شوی دی

 

خاونده بیا دې ماسختن کړ                چې نارضا کټ ته مې ریږدي اندامونه

صورت زما واک یې د نورو            ربه ته واخلې دا بې واکه صورتونه

(۲۶،۵مخ)

 

د ټولنپوهانو په اند کله چې د ټولنې جوړښت بدلون کوي او بې طبقې ټولنه په طبقاتي ټولنې بدلیږي او مورواکی نظام خپل ځای پلارواکي نظام ته پریږدي، نو دغه بدلون د ښځو په ژوند کې طوفان راولي او د هغوی ژوند په بشپړه توګه بدلوي، د ټولنپوهانو په اند  دغه بدلون د ښځو ټولې آزادۍ  ترې واخیستلې،  دغه وضیعت ورو ورو  په ټولنه کې عمومیت پیدا کړ او ښځې د پلار،ورور او خاوند ملکیت وګڼل شوې، د دې ترڅنګ د دغه نظام فرهنګ هم وزیږیده خو دغه فرهنګ په بیلابیلو هیوادونو او د هیوادونو په بیلابیلو ملیتونو او قومونو کې جلا جلا ډولونه درلودل،

 اوس راشئ زموږ د پښتنو فرهنګ ته، زموږ فرهنګ که خورا ډیرې ښیګڼې لري خو د دغو ښیګڼو ترڅنګ پریمانه منفي خواوې هم لري چې دغو منفي دودونو د پښتنې ښځې د ژوند دایره  ډیره تنګه کړې ده او دغه دودونه له پیړیو راهیسې په يو قانون  بدل شوي دي، ځکه خو ډیری وخت پښتنې ښځې له دغه قانون نه سرغړونه نه شي کولی او مجبورې دي چې ټول ژوند تریخ تیر کړي، خو د پښتو لپاره غږ پورته نه کړي د دغه ناوړه دود د بقا لپاره خپلې خوښۍ قربان کړي خو خپل غږ اوچت نه کړي، او په دې توګه ټول عمر د لاچارۍ ژوند تیر کړي.

" پښتني ټولنه یو ډیر ټینګ قبیلوي ساختمان لري، په دې ټولنه کې د ښځې د ژوند شرایط په خاصه توګه سخت دي، دا ټولنه د هر څه نه د مخه د میړنو او جنګجویانو ټولنه ده چې نارینه وو جوړه کړې او د نارینه وو دپاره جوړه شوې ده او په هغې کې یوازې هغه بالغ نارینه د کامل عضویت حق لري چې په یو خاص ټبر پورې تړلى وي. د دې ټولنې اساسي ارزښتونه د (نارینتوب) ارزښتونه دي او د ژوند قواعد یې د پښتونوالې کود ټاکي."(۲۵۳،۳ مخ)

 

 

موږ پښتانه یو مشهور متل لرو چې وایي: صبر له ناکامه دی

یعنې دغو ناوړه دودونو د پښتنو ښځو لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلي دي او له ناکامه يې دغه ژوند ته غاړه ايښې.

لکه په دې لنډۍ کې چې وایي:

 

خدایه میراته دا پښتو کړئ                        خوشحاله نه یم له ناکامه ناسته یمه

زما بې بې دادا ته وایه                            خوشحاله نه یم له ناکامه ناسته یمه

                                                                                    (۲۶،۵)

 

"په پښتنې ټولنه کې د ښځې انساني طبیعت تر پښو لاندې کیږي، نارینه ورته په سپکه سترګه ګوري او د خپل ځان څخه یې مقام ټیټ بولي، د نیمګړي فکر او د شریر طبیعت خاونده ورته وایي، د کورني ترمينځ تبادله کیږي او یوازې د کورنۍ مشر د خپل فامیلي او قبیلوي سیاست په بنا د هغې سرنوشت ټاکي. نو ځکه د بیلتون سندره د لنډیو ډیره مهمه برخه ده، وجه یې دا ده چې پښتنه پیغله تل د خپل میین څخه جلا ده، زلمي یا لرې وطنو ته غریبي پسې تللي وي او یا په کلي کې دي خو پیغلو ته د لیدو اجازه نشته او د ښځې له خوا د مینې اظهار لویه ګناه او لوی شرم ښکاري.......میړه یا سپین ږیری وي او یا یو کوچنی هلک"(۲۵۳،۳)

 دغه حالت په خپله ستر محرومیت دی چې د پښتنې ښځې د ژوند ستره برخه رانغاړي.

 

 

لاندې لنډۍ یې ښیې بیلګې دي:

 

ولې به نه ژاړم عالمه                        چې زوړ سړی مې د پالنګ تمه کوینه

مورې ستي شې پلاره ومرې             زه د نیکه په کټ کې خاورې ایرې شومه

زه دې زاړه غوایي ته ورکړم          کور دې ویران شه خپله پلاره لور دې ومه

زما په برخه دې کمکی کړ                 زه چې کمکی یار لویوم زړه به شمه

خاونده بیا دې ماسختن کړ                  چې نارضا کټ ته مې ریږدي اندامونه

 

 

 

 

د دې ټولو خبرو ترڅنګ په پښتنو کې یو بل ناوړه دود دا دی چې د ولور په نامه باندې خویندې لوڼې خرڅوي او هسکه غاړه ګرځي، هیڅ د شرم او خجالت احساس هم نه کوي خو په دې ترڅ کې د قرباني شوې ښځې د ژوند عواقب ډیر دردناک او ژوند یې ډیر تریخ وي ځکه هغه د یوه جنس په توګه خرڅه شوې وي او هیڅ انساني حقوق نه لري او د ژوند ټول ارمانونه یې په اوبو لاهو کیږي.

خرڅه دې کړم ښاده دې نه کړم              شیرینه وروره و دې مه وزه ارمانونه

ورشه له هنده دنیا راوړه                     په کورنۍ پیسو مې پلار نه درکوینه

همزولو غم راسره یو کړئ                 پلار مې ظالم شو په بوډا مې خرڅوینه

 

 

پایله:

 

په پایله کې ویلی شو چې د ځینو ټولنپوهانو په اند جنسیتي ستم په طبقاتي نظام کې ژورې ریښې لري او له دغه نظام سره جوخت رامينځته شوی او له همدې چینې اوبه څښي،ترڅو چې دا سیستم شتون ولري نو دا ستم به هم ژوندی وي لا به پیاوړی کیږي او بیلابیلې بڼې به غوره کوي.

دا چې ادبیات د ټولنې له زیربنا سره نه شلیدونکې اړیکې لري، په تیره بیا ولسي ادبیات چې د ولس د ژوند هینداره ده او د هغوی د ژوند رښتینی انځور وړاندې کوي نو په همدې اساس زموږ په لنډیو کې هم د ښځو د تريخ او له کړاوه ډک ژوند انځور له ورايه لیدل کیږي، ترڅو چې ښځې په خپل ټولنیز ژوند کې دا ډول محرومیتونه ولري او بلا ارمانونه یې په زړه وي، نو زموږ ادبیات به هم همدا محرومیتونه منعکسوي او بیرته ته به یې ټولنې ته وړاندې کوي. زموږ ولسي ادبیات په تیره بیا لنډې له داسې محرومیتونو نه مالامال دي او د پښتنې ښځې د ژوند بیلابیل اړخونه رانغاړي، د ښځو د اعتراض غږ پورته کوي او په دې برخه کې خپل تاریخي رسالت پرځای کوي، په رښتینې توګه د یوې پښتنې ښځې د تریخ او له ارمانه ډک ژوند انځور خلکو ته وړاندې کوي

       

 

ماخذونه:

۱ـ  لایق،سلیمان.(۱۳۶۱).پښتو لنډۍ.نیو کابل کتاب پلورنځی.

۲ـ انګلس،فردریک.(۱۳۵۴).منشا خانواده،مالکیت خصوصي و دولت.

۳ـ  مجروح،سیدبهاءالدین.(۱۳۹۵).څو فلسفي او ادبي لیکنې.خپرندوی: کابل پوهنتون. چاپځی: دانش مطبعه.

۴ـ ازمون،لعل پاچا.۱۳۹۵ل).پښتو فولکلوري ادبیات.پکتوس خپرندویه ټولنه.

۵ـ شاهین، سلما.(۱۹۹۴).روهي سندرې، دویم ټوک. خپرندوی: پښتو اکاډمي، پیښور یونیورسټي.چاپ ځای: لاهور ملت پرنټرز.

۶ـ  ازمون،لعل پاچا.(۱۳۹۷).پښتو نظم پوهنه.خپرندوی: د علومو اکاډمي او د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځی.چاپ ځای: د ختیځ خپرندویه ټولنې تخنیکي څانګه، جلال آباد.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۳۹۳     سال هــــــــــــــــفدهم                       میزان ۱۴۰۰                       هجری  خورشیدی   اول اکتوبر   ۲۰۲۱