ځينې ساده
مفاهيم هم كله ناكله تعريف ته اړتيا لري. همدا سببب دی چې موږ تر اوسه په
خپله ټولنه كې د دين، ملا او روحانيت په اړوند يو روښانه تفسير نه لرو· په
علمي لحاظ د دين او روحانيت توپير ډير زيات بريښي. د دين مانا د روحانيت په
نسبت يو څه محدوده او په يوه خاص تفكر او اعتقاد پورې تړلې ده· خو ترمخه
تردې چې د روحانيت په باب څرگندونې ته راشو، اړه ده چې د دين اصطلاح وڅيړو.
دوه گړنې بايد سره جلا شي؛ يوه د دين فلسفه او بله خپله د دين مفهوم دی.
د دين فلسفه
يعنې د دين په باب فلسفي تفكر يعني د ديني اعتقاداتو څخه فلسفي دفا ع ده. )
د دین فلسفه د هغو بحثونو مجموعه ده چې د دین په اړه له موجودو پوښتنو څخه
را منځته کیږي. د دین ماهیت او هغه ته د انسان اړتیا راپېژني.) د دين فلسفه
د الاهياتو د عمل او نقش دوام وركوونكی ده چې له "وحياني" مفهوم څخه جلا
پيژندل كيږي. يا په بل عبارت د عقلي دلايلو په بنسټ د خدای د شتون ثبوت دی.
چې د وحي مدعيانو ته لاره هواروي. په اسلامي فرهنگ كې د كلام علم دغه دنده
تر سره كوي. خو دا چې د دين مفهوم څه دی؟ بيله پوښتنه ده.
په مجموع كې په
بشري معارف كې زيات شمير تعريفونه وركړل شوي او وړاندې شوي دي. له دغو
تعريفونو څخه ځينې د فنومنولوژي په بنسټ دي او هڅه كيږي هغه څه چې د دين له
پاره د منلو وړ وي توضيح كړي. لكه چې وايي: «د يو فوق بشري موجود پيژندنه
چې د مطلقه قدرت لرونكي وي اوپه خاص ډول په خدای باور درلودل چې د اطاعت او
پرستش وړ دی. بل تعريف د دې اصطلا ح شرح او تفسير وړاندي كوي چې كيدای شي د
دين اروا پوهنيز تعريف وی لكه چې وايي: « د افرادو احساساست، اعمال او
تجربې چې كله له ځانه سره يوازې وي هر هغه څه چې الهي يې بولي ځان د هغه په
وړاندې وويني.» (ويليام جيمز )
يو هم
ټولنپوهنيز تعريف دی، چې وايي: د هغه باورونو، اعمالو، سننو او ديني
اساساتو ټول دی چې بشري افرادو په بيلابيلو ټولنو كې را منځ ته كړي دي. (ت.
پارسونز )
له يوې بلې
زاويي چې وايي دين په دې حقيقت باندې اعتراف دی چې ټول موجودات د هغه ځواك
تجلي ده چې زموږ د معرفت او پوهې نه لوړ دي.
خو كله چې د
روح او روحاني او"روحانيت" سپړنې ته راځو نو په دې خبره تأمل اړين دی چې
روح يعنې څه؟ افلاطون چې د لويديځې نړی په مدنيت يې لوی اغيز پروت دی په
منظم ډول د روح اوجسم په دواليزم يا دوه گونۍ باندې خبري كړې دي. د خپل
استدلال له مخې يې د روح په ابديت ټينگار وكړ. افلاطون داسي استدلال كاوه
چې جسم د شهودي عالم پورې اړه لري او د هغه په بدليدونكي ماهيت كې ونډه لري
او عقل د ثابتو حقايقو سره تړاو لري. د هغه په باور كله چې مرگ پيښيزي جسم
پناه كيږي؛ خو روح د ابديت په لور ځي او متعالي دی. همدارنگه ژاك مارتين چې
د مشهور فيلسوف توماس اكويناس آثار يې شرح كړي په دې باور دی چې: «روح چې
روحاني دی په فساد كې نه ډوبيږي. دا ځكه چې روح مادې نه دی. نه تجزيه
كيدونكی دی. خپل فردي وحدت له لاسه نه وركوي. روح خپله درونې قوه له لاسه
نه وركوي. انساني روح نه پناه كيږي. همدا چې كله په هستۍ كې گام ږدي نو له
منځه نه ځي بلكه د تل له پاره دوام كوي. له دې امله د هغه فلسفي دليل دادی
چې توماس اكويناس په دې برخه كې خپل استدلال اوج ته رسولی دی او هغه قادر
دی چې د روح نه پناهكيدنه د استدلال له مخې ثابته كړي.»[1]
د پورته
نظرياتو له مخې چې اسلامي فرهنگ ته ورته دي . روحاني او روحانيت د روح د
مفهوم سره تړاو لري.
روحاني په باب
يو اسلام پوه اواسلامي فيلسوف په زړه پورې استدالال وړاندې كوي. هغه په دې
باور دی چې د روحانيت اصطلاح يوه اسلامي او شيعي اصطلاح نه ده . په اهل سنت
كې خو چې د امام او اجتهاد لړې نشته هيڅ مورد يې نشته. هغه وايي چې روحاينت
يوه اسلامي مفكوره نه بلكې له عيسويت نه راغلي ده. بلكې په اسلام كې د
روحاني او جسماني په ځای عالم او فقيه مفاهم زيات كارول كيږي او مصداق لري.
په داسې حال
كې چې روحانيت د انسان د وجودې ماهيت سره تړاو لري· نن ورځ په نړۍ كې زيات
كيتونه، مذهبونه، فرقې او اديان شته چې هر يو ځانته خپل دلايل لري. خو د
روحانيت د مفهوم دايره پراخه او د انسان د باطنيت پورې اړونده بلل كيږي·
باور داسې دی
چې د روحانيت گړنه يا مفهوم له عيسويت نه په اسلامي فرهنگ كې را زيات شوی
دی خو پاتې دي نه وي چې روحانيت يعنې لكه څنگه چې يو، هغه ډول ځان وښايو·
يعنې صداقت او رښتينواله ولرو. يعنې د خپل همنوع له درد او كړاو نه خبرشو.
ښه نيت ولرو. اوداسې نور زيات صفات .
په متداول او
رواجي فرهنگ كې هغه څوك چې د نفس او عقل عالم او پوه وي په فقه او دينې
پوهنو باندې بشپړه احاطه ولري، روحاني يې بولي. په ټوله كې په اسلامي فرهنگ
كې موږ اسلامي عالم پيژنو چې قران پيژندونكي وي، چې پيغمبر پيژندونكي وي،
احاديثو او سنت باندې پوهه ولري. او په نهايت كې هغه څوك چې په اسلامي
فرهنگ وپوهيږي. په يوه اسلامي پوهنه كې متخصص وي. خو ځينې كسان دي چې ډير
ځان روحاني ښۍ، ځان سپيڅلي ښۍ دا بيا بيل بحث دی.
د علي شريعتي
په قول چې د طنز په ژبه يې تشريح كوي وايي: « هغه نازنين خلك چې نوراني دي،
سپيڅلي دي او داسي نور چې هيڅ شی او هيڅ څوك نه پيژني خو روحاني شخصيتونه
ورته وايي زه يې نه پيژنم. هر څومره چې ځان گواښم چې ولې يې نه پيژنم· بايد
وې پيژنم خو څه وكم؟ خدای ماته دا استعداد نه دی راكړې.»[2]
د هغه له دې
تشريحاتو را ووځي چې اسلامي ټولنه روحاني نه پيژني بلكې د دې پر ځای دقيقه
گړنه اسلامي پوه اسلامي عالم او اسلامي فيلسوف دی.
د اسلام
سپيڅلی دين د افغانانو په فرهنگ او ټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري او يا په
بل عبارت ټول او بدون او جوړښت يې له اسلامي عالي ارزښتونو جوړ دی. زموږ په
هيواد كې د اسلام مقدس دين د علم، پوهې او ترقۍ له پاره مثالي او نمونه يي
ارزښتونه را منځ ته كړي دي. اسلام او اسلامي مناسك د پرديو په وړاندې تل
زموږ د خلكو او اولسونو د يووالي او پاڅون له پاره د الهام منبع وه.
د علم او پوهې
په برخه كې موږ وينو چې زموږ په هيواد كې د اوږدې كورنۍ جگړې وروسته د شلمې
پيړۍ په سر كې مدرن تعليم رواج شو چې د حبيبې ليسې په جوړيدو سره پيل شو.
له هغه د مخه زموږ د هيواد زياتره پوهان او عالمان عارفان او صوفيان،
فلاسفه اوحكيمان، شاعران او اديبان د اسلامي زده كړو له مركزونو، مدارسو او
جوماتونو څخه راوتلي دي. په مجموع كې په اسلامي تمدن كې دا لړۍ په نورو
اسلامي هيوادونو كې هم همدا شان وه· خو زموږ په هيواد كې يې ژوندې مثالونه
موجود دي:
وايي چې د
هارونالرشيد او مامونالرشيد په وختونو كې د بغداد په نسبت په بلخ كې د
مدارسو شمير زيات و. او د دغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو
پورې محدود نه بلكې ټول مضامين او علوم په كې شامل و. خو زموږ په سنتي او
دوديزه ټولنه كې د ملا دريځ له دينې عالم نه په ټيټه سطح كې واقع وو·
ملا چاته
ويلي شي؟
زموږ د هيواد
په كليو او ښارونو كې كه هجره د ټولنيزو پريكړو مركزونه وو. خو لوې جامع
مسجدونه د علم اوپوهي د زده كړې مركزونه هم و· پر دې ټولو سربيره چې ملې
ارزښتونو زموږ د هويت په ساتلو او كره كولو كې مهم رول لوبولى دى، د
ناپوهواو د پرديو سازمانونو له خوا د استخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير
زموږ په فرهنگ او تاريخ كې پاتې شوی دى.
زياتره څيړونكي
د ملا په اړوند يو خاص تفسير لري، په دې مانا چې زياتره ملايان د اسلامې
زده كړو، پوهي او اصولو څخه ناخبره دي. د ملا په اړوند دغه تصوير په ټوله
كې د اسلام د سپيڅلي دين په باب تصور نه دى، بلكې په اصطلاح د روحانيت په
نوم او د دغه موسسې له نامه څخه د ناوړه گټه اخيستنې او ناسمو تعبيراتو په
باب تصوير دى.
اكبر ايس احمد
په خپل اثر ميلينيم اوكارزيما كې ليكي: «پښتانه د اسلامي جهاد نه ډير ژر
متاثر كيږي. او هر وخت ورته تيار دي. خو د هغوۍ مثالي ليډر روحاني (مذهبي)
او مادي حاكميت دواړه لري. هغه دا دواړه تصوره په بيلو بيلو خانو كې نه شي
ويشلی. په دې وجه د باقاعده (عيسوي پادري) يا د وليانو يوه طبقه جوړول
گرانه خبره ده . كه د هغې په تاييد كې غيرمذهبي طاقت يا د مذهب په نظر را
تلونكي مسلسل ثبوت نه وي د پښتنو ليډر صحيح نمونه احمد شاه ابدالي دي. چې
په طبع صوفي، په كسب غازي بادشاه او د تعريف له مخې مسلمان دې.»[3]
په اوسنيو
شرايطو كې په مشخص ډول د پښتنو ټولنه په سياسي، جغرافيوي لحاظ يوه تيت پرك
او خوره وره پرته ټولنه ده. د انډوليزې ټولنيز اقتصادې ودې نشتوالی ددې سبب
شوى دى چې يو ډول نه تواميت او نه انتيگريشن موجود او لاسبرى وي.
هغه څه چې په
عامه سطحه په ټولو لرو او برو پښتنوكې شريك دي، هغه پښتو ژبه او پښتنولي
ده. پښتو او پښتنولي د دوى د يووالي او نږديوالي عمده فكتور دې.چې البته په
اوس وخت كې د نوی والي او نړيوالتوب له څپې سره هم مخامخ ده.
د انگليسي پوه
والتر بيلو(H.W.
Bellew)
په قول چې په نولسمه پيړۍ كې د پښتنو د ټولنې د بېلابېلوقشرونو او ډلو
څيړنه كوي.او د (A
general report on th yusufzais)
په نوم اثر يې كښلى دي، د روحانيت په باب وايي: «روحاني د هغه په اصطلاح د
ملاطبقه (كلاس) يا د روحانيت نظم» يا استانه په برخه کې وایي، ملا د
روحانيت يوه فعاله كتله ده. د مذهبې ژوند له پاره د نړۍ يا د دنيا پريښودلو
په خاطر دوی خپله انرژي د اسلامي احكامو زده كړې او درس وركولو په لار كې
لگوي. ستانه يا استانه دار كيداى شي خپل ځان د مذهبې احكامو له پاره وقف او
يا وقف نه كړي. له دې امله كه دوى دا كار كوي نو په اټكلى توگه خپل پلويان
را پورته كوي، خو يو لوى اكثريت ورسره زيات خوښ وي. دوى دنيايي ژوند په
خوشالۍاو نيكمرغۍ سره پرمخ بيايي. دوى د مذهب له پاره خپل ژوند وقفوي. په
ټولنه كې د دوى كلاس اوس د پاملرنې وړ دى. ملا په څلورو كتگوريو (برخو) كې
پيژندل كيږي: امام، ملا، شيخ، او طالبالعلم.
امام په ساده
توگه يو د جماعت مشر دى چې په جومات كې را ټوليږي، يا جماعت ورته ويل كيږي.
همدارنگه رسمي دنده لري، د جومات په اړوند په لمانځه كې ړومبنى مقام لري او
په ځينو مواردو كې قران لولي. هغه تشريح كوي. هر جومات خپل امام لري يا
پيشوا ورته ويل كيږي. دفتر او لقب دواړه ورته ميراثي دي. ملا یا امام چې له
روحانیت څخه تغذیه کېده، له تاریخي پلوه ورو ورو په یوه ټولنیز کاست یا قشر
بدل شو، دا طفیلي قشر داسې ټولیزه عقده راخپله کړه، چې له اقتصادي پلوه خپل
محرومیت توجیه کړای شي، د خودکمتربینۍ عقدې اړ کړ، چې د خودبرتر بینۍ دریځ
ته ورټوپ کړي.
ملا يو معمول
روحاني دى، په عمومي ډول له هر جومات سره څو ډوله اړيكي لري. هغه آذان كوي،
لمونځ وركوي، او كله چې امام نه وي، د هغه په غياب كې امامت كوي. همدارنگه
طالبانوته مذهبي درس وركوي. د كلي ماشومانو ته د اسلامي دوكتورين په اساس د
لمانځه وركولو شكل او بنسټونه ورښۍ چې څرنگه د لمانځه ډولونه زده كړي،
همدارنگه دوى اكثراً د امامت په چوكاټ كې بريالي دي، لقب او دنده اكثرا
ميراثي ده.»[4]
خداى بخښلي
كانديد اكاديميسين ابراهيم عطايي ليكي: «مذهبي مشر ته ملا ويل كيږي، ملا
سربيره پردې چې مسجد ساتي لمونځونه هم وركوي. د مړې د گور او كفن خدمت هم
كوي. نكاح تړي. ملا د سپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي او كله چې د
دوو رقيبانو ترمنځ توده جگړه روانه وي نو ملايان قرانونه پر سر نيسي او د
جگړې ډگرته داخليږي او په دې ډول جگړه بندوي.
كله كله په
جرگو او مركوكې اصلي غړيتوب اخلي خو په لويو جرگوكې ملا د جرگې اصلي غړى نه
وي. بلكې د دعا له پاره هلته ورځي. په دغسې جرگو كې ملا له جرگو څخه ليرې
كښيني او كله چې جرگه فيصله صادر وي نو ملاته دعوت وركوي او هغه دخير دعا
كوي. د ځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كيږي، د هغه سرپرستي په منظم ډول د
ملا په لاس وي.»
[5]
استاد عطايي
مرحوم پخپله شننه كې يو ښه ټكي ته اشاره كوي او هغه دا چې ملا د ټولنې يا
كليوالي ټولنې د لوړ كاست پورې تړاو نه لري بلكې په دوديز ډول ملا د گاونډي
يا همسايه په كتگوري كې گڼل كيږي.
اړينه ده چې
دگاونډي مفهوم هم لږ څه روښانه شي. گاونډې د پلوان شريك او يا د كلا او كلي
په خوا اود ځمكو سره وصل ځمكه لرونكی نه دی. بلكې گاونډې هغه چا ته هم وايي
چې له بلې سيمي دغه يا د كلي يا سيمې ته راغلي وي. خپله ځمكه او جايداد و
نهلري. بلكې د هستوگنو خلكو د جايداد او شتو په مرسته ژوند وكړي. ملايان
زياتره له يوې بلې سيمې يا د بېل خيل او تپې مربوط خلك وي چې په يوه كلي او
علاقه كې ميشت كيږي. او د ځانگړو مذهبې (پاتې دې نه وي چې ګاونډی یا همسایه
یوازې مذهبي خدمات نه کوي، بلکې ریښتیني خدمات ارایه کوونکي لکه ډم، میراو،
جریبګر، پادوان، دجومات خادم او نور هم ګاوندی یادیږي.) خدماتو په بدل كې د
ژوند او روزگار مرسته تر لاسه كوي. آخوند درويزه مشهور ملا وو چې په سوات
كې ميشت شو، د پير بابا مريد شو. څه روزگار او معيشيت يې د پير بابا له
بركته اوڅه يې هم د مذهبې خدماتو دتر سره كولو له ليارې تر سره كاوه.
خوشحال بابا د
آخوند درويزه په باب وايي :
درويزه له كومې
لورې را پيدا شه په لږ علم په دا ملك كې لوی ملا شه
چې يې حال د
دې عالم مشاهده كړه خپل كتاب يې په كاغذ مسوده كړه
د روښان
خيرالبيان يي وو ليدلی د هغه په مضمون نه وو پوهېدلی
يا د ملا چې د
زيات نفوذ او اقتدار خاوند شو، د سيمې اصلي اوسيدونكی نه وو· روايت دی چې
هغه له پلار سره د افغانستان له شمال نه راغلي وو او په ځينو متونو كې هغه
درويزه ننگرهاري په نوم يادشوی دی. خو دا چې ملا په جرگه كې اصلي غړی نه
وي، مانا يې دا هم ده چې د دغه عنعنوي غونډې او مجلس غړيتوب د سټې او قوميت
او په قوم كې دنفوذ په بنسټ دی·
همدا شان نورې
ډلي يا اقشار هم دې چې يادونه يې اړينه ده. لكه سيد، پير، ستانه، ټولنيز
موقف د ملا له موقف څخه توپير لري.
د اصيل مفهوم
هم په دې برخه كې د پام وړ دی. د عطايي صيب په باور په قبيلوي اشرافيت كې
هغه څوك چې اصيل وبلل شي نو په نورو تفوق لري دا متل په دې متن كې زيات
تكراريږي چې وايي: «اصيل خطا نه لري او كم اصل وفا نه لري.» هغه قبايل يا
خيلونه چې ځانونه اصيل بولي نور د ځان كفوه او سيال نه بولي چې دا خبره د
وينې او وراثت پورې اړونده وگڼل شي.
يو بل مفهوم د
ستانه په نوم ياديږي. ستانه د بزرگ مانا وركوي. سيدان، صاحبزادهگان ستانه
بلل كيږي. ټولنه د هغو مړی هم ستانه بولي. په قومونو او قبيلو كې هم يو نيم
قوم ستانه بلل كيږي. ستانه په زياترو مواردو كې په نورو قومونو كې مدغم
كيږي. دغه كتگوري خلك د ننواتې په مراسمو او روغه جوړه كې گډون كوي. سيدان
خپله شجره د امام حسين (رض) يا حضرت علي كرم الله وجه يا پيغمبر ته رسوي.
خلك او قومونه ورته په درنه سترگه گوري؛ خو هيڅكله د ملا په سطحه كې نه گڼل
كيږي. (د سیادت دعواګانې هم اقتصادي او د برترۍ موندنې د رغبت له امله دی،
ډېرو کسانو چې دپ ښتنو منځ ته له نورو سیمو څخه راغلي وو، د ځای موندلو او
ډوډۍ او ملکیت ترلاسه کولو لپاره د تاریخ په اوږدو کې د سیادت دعوې کړې دي)
دلته په ضمني
توگه دېوي بلې خبري يادول هم بې گټي نه دي: «د معاويه په زمانه کې (٤١-٦١)
پنځوس زره عرب سپاهيان د خپلو کورنيو سره نيشاپور، بلخ او مرو په کليو او
تخارستان اود خراسان په نورو سيمو کې ځاى پر ځاى شول. د نرشخي له قوله وايي
چې قتيبه وويل چې د بخارا خلک دې دخپلو کورونو نيمايي عربو کورنيو ته ورکړي
چې عرب له دوې سره وي او ددوي له احواله خبر وي چې د اړتيا په موقع مسلمان
ويي، په دې ډول يې مسلماني څرگنده کړي او د شريعت احکام يې په زور پر هغو
لازم کړم جوماتونه يې جوړ کړل او د کفر او گبري آثار يې له منځه يوړل»[6]
له بلې خوا
همدي عربو فاتحانو چې په شرقي سيمو کي ميشت شولو وروسته د تاريخي شواهدو له
مخې د سيد او نورو په اصطلاح سپيڅلو نومونو ياد شول او ځانونو ته يې نوى
شجرتالنسب غوره او جوړ کړ . همدې عربو بومي اولسونو ته عجم يعني گونگ او
موالي يا آزاد شوي غلامان ويل چې ملا خيلو د دې ذهنيت په ټينگ ساتلو کي لوى
رول درلودي دى.
د بيليو په قول
استانه دار چې د يو مقام مالك دی په ليرې پرتو سيمو كې د بزرگ په نامه هم
ياديږي. سيدان اكثراً يا په ټوله كې عرب دی چې له مخه مو يادونه وكړه.
همدارنگه پير
هغه چاته ويلی شي چې افغان يا پښتون وي او په خپل ژوند كې د معجزې
اوكراماتو خاوند وي. د هغه پاتې شونې هم د پيرانو په نوم ياديږي. د آخوند
درويزه په تذكرتالابرار والاشرار كې په خپل وخت كې د پيرانو شمير سوونه ته
رسيده. خوشحال خان دغه قشر هم په خپلو اشعارو كې غندلي دي او وايي:
چې په علم وعمل
جوړ دي رباني دی
بې عمله علم
واړه شيطانی دی
نيم ملا بلا د
دين او د ايمان دی
نيم طبيب خطره
د تن دی هم دځان دی
مدعي ملا كه
ډېر علم حاصل كا
دی چې علم په
دنيا پلوري باطل كا
مياگان هم هغه
پاتې شوني دي چې له ټولنيز امتياز څخه برخمن دي. مياگان هم پيرانو
اوصاحبزادهگانو ته ورته دي د دوې اجداد او اسلاف هم سره له دې چې افغانان
نه دي خو خلك يې خدمت او قدر كوي. او دپيرانو په څير له امتيازاتو برخمن
دي.
صاحبزاده هم د
پيرانو اومياگانو په څير او يا هغو ته ورته دي چې له صاحبزاده له درجې نه
وروسته دي. دا ځكه چې د دوې اسلاف په اصطلاح د"روحانی" په كښته سطحه كې
واقع دي. خو په پورته يادشوو كتگوريو سربيره د ملا اوطالبالعلم ټولنيز
موقف جلا او فعال دی. د دوی درناوی په ټولنه كې د دېنې او مذهبې مراسمو د
مجريانو په بنسټ دي. دغه كړنې د دی سبب شوی چې په ټولنه كې نفوذ او قدرت
پيدا كړي·
په كليوالو
سيمو كې د دوې نفوذ دجوماتونو په سطحه كې دی. په وړو كليو كې يو او په
لويوكليوكې ترڅلورو پورې جوماتونه وجود لري، د كلي خلك په گډه سره د جومات
له پاره ملا نيسي، د كلي خلك ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي) د
اوړي او مني په درمندونو كې غنم، جوار د (اړى) يا امامتۍ په نوم وركوي.
پردې برسيره ملا ته سرسايه، خيرات، زكات، شكرانه او د اوسيدلو له پاره كور
يا كوټه هم وركوي. همدارنگه خلك د غم اوښادۍ په حالاتو كې د ملا له پاره
برخه هم ورليږي. ملايوازې د خپل ځان او د كور د افرادو له پاره جامې اخلي
چې په ځينو وختونو كې د كلي شتمن اشخاص ملاته د جامو د اخيستلو له پاره
نغدې پيسې هم وربخښي، په كليو كې ملايان دا دندې تر سره كوي:
1.
د كليو د خلكو له پاره پنځه وخته لمونځ وركوي، اذان وركوي او مذهبي احكام
تبليغوي.
2.
په جوماتونو كې ملايان نجونو او هلكانو ته درس وركوي او لمونځ ور زده كوي،
نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي، په جوماتونو كې دوه ډوله
كسان درس وايي:
طالب څوک دى
او ټولنيز موقف يې څه دى او څه و؟
يو هغه كليوال
هلكان دي چې يا سهار د وخته او يا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي او هلته
مذهبي درس وايي.
بل هغه ماشومان
يا هلكان دي چې په جومات كې په دايمي توگه مذهبې درس وايي. دوی په لومړي
قدم كې د چړي په نوم ياديږي، د چړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو او ملا ته د
كلي د كورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې د ټوك يا چنډې په نوم هم ياديږي،
راټولوي. همدغه چړيان چې كله لږڅه زده كړي اولږ لوي شي نو د طالب په نوم
ياديږي.
د چړې نوم هم
تصادفي هغه نه دی. يعنې هغه څوك چې چړ كوي له كورونو خيرات او ټوك را
ټولوي. وايي چې چړې او طالب هغه څوك دی چې ډوډۍ د كليوالو له كورونو را
ټولوي اوخپل كالي پخپله پري منځي او خوب په جومات كې كوي. چې له دې امله د
دوې په منځ كې د زيات اخلاقي فساد د موجوديت گومان هم كيږي.
ملا همدارنگه د
نوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې د اذان كولو دنده لري. كله ناكله دم او تعويذ
وركوي، د قران مجيد په ختم كې برخه اخلي او ختم كوي. د مړي د تدفين او
تكفين مراسم او مذهبى مراسمو څارنه او پالنه هم كوي.
[7]
الفنستن چې د
نولسمې پيړۍ په سر كې افغانستان ته راغلي او يو معتبر كتاب يې كښلى دى، د
ملا په باب او د هغه د نقش په باب داسې يو تصوير وړاندي كوي وايي: «په
ټولنيز ډول دوى فعال او په نسبې توگه لايق كسان دي او د خپلې ډلې د گټو ښه
پروا ساتي او احتياط كوي چې خپل لوړوالی خوندي وساتي. دوى د خپل ملك د ډيرو
برخو خاوندان دي، د ځوانانو روزنه د قانون تنفيذ او په ټول ملك كې د قضا
اداره چې د پاچا تر واك لاندې، دوى ته ورسپارل شويده او دغه امتيازات له
هغه احترام سره يوځاى چې په ناپوهو او خرافات خوښو خلكو كې د دوى د علم په
وجه دوى ته كيږي، په دې يې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو كې په افرادو
او ان د اشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري. حاكمان او نور
ملكي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي، اوځينې وخت پخپله پاچا و بيروي او زيان
ورته ورسوي. په مسلمانانو كې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف كارونه كيږي، له
دغه قدرت څخه بده استفاده كيږي، خو په عين وخت كې زياتره وخت د ملايانو له
دغه نفوذ څخه د مملكت په ډيرو برخو كې چيرته چې د عامه سولي د ټينگولو له
پاره نور وسايل وي، د شخړو او دعوو په فيصله كولوكې په گټور ډول استفاده
كيږي. د دغسې مذهبې شخصيتونو لښكرې زياتره وخت د هغسې دود، دولسونو په منځ
كې له اوږدو چپنو سره ښكاره كيږي چې دجنگ له پاره تيار او آماده وي.»[8]
بايد وويل شي
چې د الفنستن نظريه په دې برخه كې د ملا يانو د نخبه قشر په اړوند ده چې له
دربار سره نږدې شوي او د قضا او شريعت چارې پر مخ بيايي دا بهير په كليوالو
او ليرې پرتو سيمو كې نه وو. دې كې شك نشته چې د مركز ي دولت په منځ ته
راتلو سره ملايان هم گام په گام په سياسي واكمنۍ كې ورگډ شول. د مذهبې
مناسكو د اجرا برسيره يې د قدرت خوند هم وڅښه.
الفنستن
زياتوي: «له هغوملايانو پرته چې دينې منصبونه لري، يا له دولت څخه وظيفې او
معاشونه اخلي ... او تر هغو لا ډير د كليو ملايانو ته چې د فصلونو يو څه
ورته وركول كيږي، ډير نور ملايان د ځمكو يوه برخه د بخشش په توگه په لاس كې
لري، چې يا يي پاچا يا يي د كليو مشران وركوي. او يا ځيني افراد يې د ميراث
نه ور په برخه كوي. ځينې نور ملايان د شرعي قانون په تدريس او تمرين ژوند
كوي، نور يې په مكتبونو كې تدريس كوي او يا د شتمنو كسانو د زامنو شخصي
معلمان وي. ځينې نور يې د تبليغ په كار لگيا دي. او اولس يې ژوند ور
تامينوي، ځينې په هغو وقفي وظيفو ژوند كوي، چې دولت او كلي يې شاگردانو ته
ور په برخه كوي چې د هغو په ملك كې سفر كوي اوځينې نور ملايان يا كوم كسب
اويا دهقاني كوي. او يا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي. په خپله
خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي او مشغوليت لري.»[9]
د اكبر اس احمد
دا نظر په دې برخه كې په زړه پورې دی· البته د هغه دا نظريه د سوات او
قبايلي سيمو د ټولنې په اړوند ده چې په افغانستان كې يوڅه توپير لري. چې
وايي : «پښتانه چونكه مذهب ته هيڅ يو خطرې سره مخامخ شوي نه وو نو هغوۍ ته
د غيرمسلم د موجودگۍ خلاف څه حفاظتي تدابيرو ضرورت نه وو. هغوۍ ملا ته د
معاشرتي مذهبي رسوماتو له اجرا نه پرته د بل څه له پاره ضرور نه وو. كومه
معاشره چې رسمي پادرې توب نه وي. هلته داسې كرښه چې لا مذهبې او مذهبيت سره
بيل كړي عموماً نه ښكاري. يو ځل چې مذهبې سړی سياسي لوبې ته را پريووځي نو
هغه ته ټولې سختې ورپيښيږي، كومې چی نورو ته ورپيښيږي. هيڅ ترې منع كيږي
نه. د سيد احمد شهيد بريلوي انجام چې پيښور يې په
۱۸۳٠
كې حكومت وكړو او بيا ژر خپلو قبايلي ملگرو پريښودو او د كال دننه شهيد كړی
شو په سياسي طاقت د مسلسلې قبضې خلاف د پښتنو درد عمل صحيح نمونه ده.»[10]
خو يادپوه دا
خبره لږه نوره هم راسپړي او وايي چي په سياست كې د په اصطلاح مذهبي مشر او
خان په يوه سطحه كې تصور كول سم نه دی. مذهبي مشران ملا وي او كه بل څه
يوازې د لوی مذهبې بحران پر مهال مشرولۍ ته راځي. او هغه هم د غير مسلمانو
ځواكونو سره د مقابلي له پاره. كنه نو د ملا كار دستورې او گډوډ دی. هغه
وايي چې خلك د ملا عزت او درناوي كوي. خو رعب نه لري او نه خو ترې خلك
ويريږي. هغه د فريدريك بارت دا خبره را نقلوي چې په سوات كې يې په طنزيه
توگه كاروي چې وايي «ورځه د ملا ښځې!»
[11]
په هر صورت په
افغانې ټولنه كې يو اساسي عنصر چې د ملا د قدرت اوځواكمنئ سببب شوی په
هيواد د بهرنيو هيوادونو اوځواكونو يرغل او اشغال وو. افغانې ټولنه چې د
بيلابيلو قومونو اوقبايلو او مليتونو اويا نژادي واحدونو (اتنيك ډلو) نه
جوړه وه او ده د بهرنيو ير غلگرو په وړاندې د اسلام سپيڅلي دين د خلكو د
پاڅون او يوالي له پاره قوي انگيزه وه. ددې انگيزې پيدايښت مشرتابه ته په
رسيدو كې له ملا سره مرسته وكړه خو له بلې خوا همدغه قشر چی له سياسي بصيرت
نه بې برخې او د هيواد په جغرافيه معتقد نه وو، په ډيره ارزانه بيه د
بهرنيو يرغلگرو يا پرديو له ملاتړ او حمايت نه برخمن هم شو. په همدې ډول يې
د سياسي اقتدار او حاكميت مزه وڅښله. دې خوند او مزې هغه نور هم د قرانې
احكامو د پلې كولو له چارې وويست. نور يې هم افراطي كړ. بې رحمه يې كړ او
دپر مختگ په مخالف لوري كې يې ودراوه. دين او دينې ارشادات او قراني احكام
يې له ياده ووتل او په سياست كې دخيل شو. سياست او دين يې سره يو ځای او
يويې دبل له پاره وسيله كړل.
لکه څنگه چې د
افغان او انگليس ترمنځ جگړې وروسته ملا ځواكمن شو. د شوروې پوځونو له راتگ
نه وروسته دغه انگيزه لا پسی پياوړي شوه. د افغان ـ شوروي د جگړې پر مهال
ټولې جهادي ډلې د يادې انگيزې له مخې د مذهبې توندلارو له خوا مشرې شوې. دا
هغه ملايان اويا مذهبې توندلارې وو چې په آسانۍ د گاونډيو هيوادونو له خوا
د خپلو موخو د عملي كولو له پاره لا له پخوا پلان شوې وې نه د هيواد د
خپلواكۍ او اعمار له پاره. د شوروي پوځونو د موجوديت په مهال د ولسونو په
منځ کې د پرديو سره د مخالفت انگيزه د دې سبب شوه چې له يوې خوا د اسلام د
سپيڅلي نوم څخه په گټه اخيستنې سره يو شمير کسان د خلکو د سياسي قدرت د
اهرم راس ته راشي. د سياسي اقتدار دترلاسه کولو له پاره په پردي هيواد کې
جوړ شوی حکومت په افغانانو وتپل شي. او په دې ډول د نويو تراژيديو لړۍ پيل
شي. سره له دې چې دغه ياد حاکميت دخپلو موخو په اظهار کې هم محافظه کار وو.
خو طالبې رژيم چې کله د دوی ځای ناستی شو لايې پسې د دوې د فکر طرز او
باورو نه لوڅ اوڅرگند کړل.
نوى دور او
دطالبانيزم پروژه:
له هند نه
دبريتانيا وتل او په سيمه کې نوي بدلونونه د دې سبب شول چې د لويديځو
ځواکونو په تېره د امريکا او بريتانيا د گټو دساتلو يوه نمايندهگي موجوده
وي . د دې موخې له پاره پاکستان غوره شو . د هند دلوې وچې نه را بيل او نور
ې گاونډي سيمو کې يې هم خپله ولکه ټينگه کړه . دا کمزوري هيواد وو . چې نه
يې تاريخ درلود او نه يې سمه جغرافیه درلوده . ډېر ژر د گاونډي هند سره لاس
وگريوان هم شو . خو سخته ماتي يې وخوړه . دې هيواد پاکستان د خپل ځان ساتني
له پاره څو هدفونو باندي فکر وکړ . يو داچي ديو زبر ځواک پوري چې دامريکا
متحده ايالات وو، ځان ونښلوي . دويم دا چي يو اسلامي ايديو لوژي باندي
ټينگار او هغه غوره کړي اودريم دا چې دخپل رسمي پوځ په خوا کي يو بل غير
رسمي پوځ له ځانه سره ولري.
په
۱۹۴۱
كال كې يو ديني عالم ابو العلا مودودي يوه ټولنه يا گوند چې د پاكستان
اسلامي ټولنه يا اسلامي جماعت نوميده جوړ کړ. دا گوند له نورو توپير درلود.
نوموړي د منځنۍ طبقې كارپوهانو ته بلنه وركړه چې را ټول او د اسلامي
ارزښتونو په احيا كې نقش ولوبوي. مودودي هم د هندې مسلمانانو څخه وو. او د
منځني ختيز د اخوانالمسلمين طرز افكارو څخه يې الهام اخيستی وو. مودودي د
حسين حقاني په قول يو پياوړی ليكوال وو. د هغه په باور اسلام تر زياته حده
نسبت مذهب ته يوه ايديو لوژي ده.
د مولانا
مودودي هدف دا وو چي د دوديزو ملايانو په نسبت په منځنۍ طبقې او مسلکي
کسانو او دولتي کارکوونکو کې د مبارزې له پاره اسلامي روحيه را ژوندۍ کړي.
مودودي دپ اکستان د جوړيدو په کمپاين کې برخه نه درلوده، او ان تر دې چې د
پارتيشن نه د مخه يې د مسلم ليگ په وړاندې انتقادي نظر درلود. ان تر دې چې
د مسلم ليگ مشرتوب يې غير اسلامي باله. خو د هغه ليکنو دغه اسلامي تيوري
پياوړې کړه چې مسلمانان يو ملت دی او د غيرمسلمانانو سره اختلاف لري. حقاني
د ولي نصر له قوله دې ټکې ته اشاره کوي چې د مسلمانانو حقوق گډ او مشترک
دي. په دې اساس دواړه سازمانونه مسلم ليگ او جماعت اسلامي مودودي د وخت په
اوږدو کې يو بل ته مشروعيت ورکړ. له ليگ سره يې مرسته کوله چې د اهدافو تر
لاسه کولو له پاره داسې يوه وسيله يا بنسټ پيدا کړي. چې په مذهبي سمبول بدل
شي. مسلم ليگ په تدريج سره د سياست په اسلاميزه کولو کې پر مخ ولاړ اوجماعت
له دې نه گټه واخيستله چې داسې مناسبه سياسي لاره کې د ننوتلو له پاره ورته
دروازه خلاصه شوه.»[12]
خو تاريخ وښوده
چې دپاکستان اسلامې ايديولوژي د ننگونو سره مخامخ شوه. د پاکستان د اسلامي
ايديولوژۍ په وړاندې ډېر پياوړۍ اعتراض د نوي جوړ شوي پاکستان په ختيز ه
برخه کې را منځ ته شو. بنگالي ژبو مسلمانانو چې اوس د بنگله ديش په نوم
هيواد دی د زياتو نفوسو په درلودلو سره يې زياتې هيلې درلودلې چې لږ ترلږه
په نوي جوړ شوې هيواد پاکستان کې چې د جوړيدو ملاتړ يې کاوه. د بنگالي اولس
د برابرۍ ضمانت وشي. خو غربي پاکستاني افسرانو، سياست پوهانو او ملکي
مامورينو چې د پاکستان په حکومت او اداره باندې قابض وو د بنگاليانو له
غوښتنو سترگې پټولې. له آزادۍ نه وروسته د يوکال په موده کې بنگاليانو په
سرکونو ته راووتل او اعتراض يې وکړ. هغو غوښتنه کوله چې د دوی ژبه بايد د
يوې ملې ژبې په توگه په رسميت وپيژندل شي. له دې نه ډېر ژر وروسته په
لويديځه برخه کې سندهيانو پښتنو او بلوچانو هم دا غږ پورته کړ «چې د
پورتنيو غوښتنو په خوا کې په ملکې خدماتو او پوځ کې ټول افسران پنجابيان او
هغه اردو ژبې مهاجر ول چې د شمالي هند نه کډوال راغلي وو»[13]
د پاکستان له
جوړيدو وروسته يوه بله ستره پيښه دا وه چې په
۱۹۵۳کال
کې په لاهور کې د احمديه فرقې په وړاندې بغاوت پيل شو. بغاوت کوونکو ادعا
کوله چې احمدېه پيروان مسلمانان نه دي. او په دې ترڅ کې يې سر ظفرالله خان
چې لومړنی خارجه وزير او قاديانی وو د خارجه وزارت له څوکۍ ليرې کړ.
قاديانان په دې هم متهم وو چې هغوۍ جهاد نه منلو. او خپل مشر غلام احمد يې
پيغمبر باله. د پنجاب مشر وزير ممتاز دولت انه غوښتل چې له دې مذهبي پيښي
گټه واخلي او د صدارت څوکې ته ورسيږي. خو پوځ را د مخه شو او د حالاتو
دخرابۍ په نتيجه کې يې کنترول واخيست. دې پيښې د پاکستان د کورنيو درې عمده
پيښو سره تړاو درلود:
لومړې حکومتی
چارواکو د مذهب کارت کارولو او ترې گټه يې اخيستله. مذهبي ډلو د سياسې
هدفونو له پاره د مذهبي ډلو پراختيا ته لاره پيدا کړه، نفوذ يې زيات شو
لاسبري شول او له کنترول څخه ووتل. پوځ قدم په قدم له دې ډول پيښو نه گټه
اخيستله يعنې هغه گډوډې چې د ديني ـ سياسي ډلو د تبليغاتو په اثر رامنځ ته
کيدله پرته له دې چې عوامل يې ولټول شي او ورسره مبارزه وشي د پوځ حاکميت
ته يې لاره اواره کړه.
د مولانا
مودودې موخې په عمده توگه په درې ټکو کې خلاصه کيدلې: ليک لوستي او د فكر
او ذهن خاوندانو كې يو ه جذبه را پورته كول چې انقلابي تفكر پيدا كړي او د
اسلامي ارزښتونو په احيا كې رول ولوبوي.
دويم هغوۍ چې
اسلامي باور لري او خپل ژوند يې د اسلام د عقيدې سره گډ كړی دی د اسلامي
قدرت د پياوړي كولو په لار كې مبارزه وكړي.
دريم: د ژوند
په ټولو ابعادو كې د اسلامي اصولو قايمول او د اسلامي اصولو په رڼا كې ژوند
كول اړين دي.
د پاكستان د
زيږيدو په لومړيو كلونو كې برتانوي او هندي افسرانو په پوځ كې كار كاوه خو
د پاكستاني منځنئ پوړی افسرانو د چلنج سره مخامخ او ليرې شول. پوځ او
بيروکراسي هغه فكتورونه وو چې د جناح نه وروسته د پاكستان د واكمنو د سختې
پاملرنې لاندې راغلی وو.
په دې ډول گورو
چې د پاکستان په سياسي حاکميت کې په تدريج سره د سيکولريزم خوب له منځه ځي
او پوځ او اسلامي ايديولوژي يوبل ته اوږه ورکوي.
لياقت علي خان
د پاكستان دب هرنيو اړيكو د تعريف له پاره درې مهم ټكې په دې ډول فرمولبندي
كړل:
د پاكستان
يووالي او تواميت، اسلامي كلتور او د اقتصادي پرمختگ اړتيا.
د پاكستان د
تواميت له پاره د پوځ پياوړتيا لومړنی هدف وو. لياقت علي خان دغه درې موخو
ته د رسيدو له پاره دا غوره وبلله چې په هر شان چې وې بايد له امريكا سره
اړيكې ولري او د هغه هيواد په مرسته د هيواد پوځ اقتصاد او اسلامي هويت
برجسته كړي. د خزاني وزير په ډاگه دا خبره كوي چې پاكستان دشوروي په وړاندې
د يو سپر حيثيت لري او د شوروي مخه يوازې په دې ډول نيول كيدای شي چې د
پاكستان پوځ او دولت پياوړی شي (د کمونيزم په وړاندې اسلامي بارير جوړ شي)
چې دې مسالي په خپل وخت کې د امريکا له پاره زيات اهميت درلود.
په
۱۹۵۰كال
كې لياقت علي خان واشنگتن ته ولاړ او له ترومن سره يې ملاقات وكړ د كوريا
په مساءله كې يې د امريكا له تگ لارې نه كلكه دفاع وكړه او دا يې هم وويل
چې آسيا بايد د كمونيزم څخه په امن كې شي. همدارنگه لياقت علي خان دا خبره
په ډاگه كړه «چې زموږ پوځ ستاسو پوځ كيدای شي كه تاسو غواړی.» «Our
army can be your army if you want»
په هر حال د
واشنگتن توقع هم دا وه چې په داسې يوه ساحه كې ځای په ځای شي يا د پښې
ايښودو ځای پيداكړي چې د شوروي په وړاندې په ممكنه حالاتو كې عمل وكړي.
د ايوب خان په
راتلو سره هم دپاكستان پوځې مشر دپاكستان له پاره دامريكې توجه راوړوله
اودرې مهم ټكي يې وړاندې كړل:
نوموړي د
پاكستان د پوځ د پياوړي كولو د ټول قيمت او مصارفو اټكل وكړ. چې پاكستان په
طبيعي توگه نه شول ادا كولی. دويم دا چی د پوځ لگښتونه د ملكې عايداتو او
بودجې څخه نه شول تمويل كيدای. واشنگتن ورته د مشكل د حل له پاره ممكنه
لاره وړاندې كړه. او د پوځ او اقتصادي ودې له پاره يې بيدريغه مرستې
وركړې. د دغه مرستو په تر لاسه كولو سره ايوب د يو قهرمان په توگه را څرگند
شو. چې دواړه شيان يې تر كوره كړل يعنې ټوپك او كوچ دواړه.
دريمه موخه يې
داوه چې ايوب په دې ښه پوه وه چې پاكستان دهند په وړاندې يو پياوري پوځ ته
اړتيالري. يواځينۍ لاره چې پاكستان ته پاتې وه هغه دپراکسي
Proxy
يا
نماينده پوځ په توگه دمطرح کولو لاره وه چې دامريكا له پاره يې لرله. په دې
شرط چې كه واشنگتن د هند په وړاندې د پاكستان د ساتنې تضمين وكړي.
ايوب خان په
خپله تگ لاره كې درې ټكې ډير برجسته كړل يو دا چې هند دپاكستان تلپاتې
دوښمن دی. اسلام د ملي يوالي تامينوونكی دی. او متحده ايالات د پاكستان د
پوځ او اقتصادي ودې مرستندوی دی. چې وسله اومرسته وركوي. ايوب خان د يو ډول
معتدل اوروښانه اسلامي افكارو زړی وكاره خو مودودي دا فتوا دجناح د خور په
اړوند صادره كړه چې ښځه کيدای شي د يو اسلامي هيواد مشره شي خو دا به ډېره
د رضايت وړ نه وي.
په هر حال د
پاكستان نورو وروستيو مشرانو هم په وار وار سره هڅه كړې ده چې د امريكا د
متحده ايالاتو دوستي خپله كړي اوپه سيمه كې پاكستان د امريكا د يو بدمعاش
عسكر په توگه دنده ترسره كړي. حقاني د اسلامي افكارو او ايديولوژي اوب يا
په بنگله ديش كې عام قتل پوره وضاحت كوي او همدارنگه د نوي زرو په شاوخوا
كې د پاكستان د پوځ بنديانيدل او تسليميدل چې په تاريخ كې د حقارت ډيره بده
او ناوړه پيښه وه د پاكستان په برخه شوه، گوته نيسي.
ضياءالحق د هند
د يو مولوې زوی وو چې ان په زلميتوب كې چې كله پوځ ته داخل شو په زوره يې
په مسلمانو عسكرو عبادت كولو د روژې په مياشت كې يې د افسرانو دډوډۍ خوړلو
خونه بندوله چې دا كار د انگريزي افسرانو ښه نه ايسيده. خو كله چې دپاكستان
واكمن شو. د اسلامي شريعت د تطبيق له پاره يې مټې را ونغښتې لومړۍ يې بوټو
په خپله لاره رخصت كړ. اوخدای ورته وركړه چې په افغانستان كې د ثور پيښې
رامنځ ته شوې. درې تنه برهان الدين رباني مسعود او گلبدين حكمتيار لا د مخه
د بوټو په وخت كې په پاكستان كې ديره وو.
هغوۍ ته دای اس
ای له خوا روزنه وركول كيده چې په افغانستان كې د داوود پر ضد گډوډي جوړه
كړي. دا ځکه چې داوود خان په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو د داعيې يو مشهور
شامپيون په توگه پيژندل شوی او د پښتنو د آزادۍ مساله تل پاکستان ته د اشيل
پونده وه. د افغانستان پر ضد د بغاوتيانو پروژه نوره هم پياوړې شوه. د
امريكې او لويديځ او د سعودي مرستو پايپلاين را وغځيد. پاكستان دخپل پوځ د
تقويي او د اتومي وسلې د ترلاسه كولو پروژه هم پيل كړه.
حقاني دا خبره
توضيح كوي چې: پاكستان وروسته دامريكا په خواكې په اسلامي هيوادونو كې نور
متحدين هم ولټول اوهغه دعربو شيخان اوسعودي عربستان وو چې هغو ته اسلامي
هيواد په توگه ځان وښايي.
پاکستان چې
دجوړيدو راهيسې د ملې هويت له بحران سره مخامخ وو ، او د بنگله ديش د
جوړيدو نه وروسته تل په دې اړوند انديښنه کې وو هڅه يې کوله چې اسلامي هويت
خپل کړي. پاكستاني مشرانو د اسلامي هويت په تر لاسه كولو ټينگار كولو او
ويل يې چې خدای مه كړه كه تركان نامسلمان شي نو بيا هم د هغو هويت ترك دې
او كه عرب نامسلمان شي بيا هم د هغو هويت عرب دی خو كه پاكستان نامسلمان شي
نو بل هويت نه شي پيدا كولي.
د حسين حقاني
په اثر کې دا خبره جوته ده چې پاکستان د خپل ځان د ساتلو له پاره د حل لاره
لټوي او په دې باور دى چې: پاکستان د جنگي افرادو له مخې نيکمرغه دی. په
سيمه کې ځينې خلک د نامنظمې جگړې ډيره اوږده تجربه لري. اوس دغه خلک خپل
هيواد (پاکستان) لري. دولت چې د دوی د ايديولوژی په اساس جوړ شوی. دوی د دې
له پاره چې په لوېه کچه خپل هدف وښايي د ځاني دفاع په برخه کې محدوديت لري.
نو ولې دغه غيرمنظم جنگيالي چې د پاکستان د موجوده صنعت له مخې کيدای شي
سمبال او مجهز شي ونه روزل شي. ؟ البته دوی بايد په سياسې لحاظ شعور ولري.
دوی بايد په دې خبره پوه وي چې په داسې جگړه کې ښکيلتيا لري چې محدوده ده
خو ډيره اوږوده هم ده. د دوی روزنه اوسمبالښت به په پراخه پيمانه په اصرار
او ټينگار سره وي. غيرمنظم جنگيالي به ډير ځيرکه وي. له چاپيريال يا اراضي
سره به پوره بلدتيا ولري د خپلو خلکو او د دوښمن له سيکالوژی سره به ښه بلد
او آگاه وي او د جگړې په سياسې بهير باندي به پوره خبرتيا ولري. د همدغه
غيرمنظمو جنگيالو يوه عمده بيلگه له پخوانو جهاديانو او له اوسنيو طالبانو
نور څوک کيداى شي؟
غير منظم جگړه
مار مرسته کولی شي چې دپاکستان له پاره په پيل کې دجگړې طبيعي اهميت رالږ
کړي. کيدای شي مرسته وکړي چې داوږدې مودې له پاره جگړې ته پراختيا ور کړي.
ددغه غيرمنظمو جگړه مارو ماهيت په دې کې دی چې ددوښمن دهر هدف نه انکار کوي
اوبيا پرې په غير متوقع ځای کې بريد کوي يعنې دخرپ اوترپ جگړه کوي. دپوځې
کارپوهانو له سترگو څخه دپوځي فرماليتې نشتوالی دا ښۍ چې غيرمنظمې جگړې ته
لږاهميت ورکړ شي. خو په واقعيت کې دا ددغه رسمي منطقي سيستم نشتوالی دی چي
دتوغنديو اوهستوي وسلو په دور کې نور هم اهميت پيداکوي.[14]
حقاني د بنگله
ديش جگړې ته په دقت سره اشاره کوي او د هغه وخت حالات څيړي :
د بنگله ديش له
جوړيدو نه وروسته پاكستاني واكمنو هڅه وكړه چې دخپلې كهتری او حقارت عقدي
په افغانستان كې د جهادې مشرانو په وجود او مرسته هواري كړي. دوی له پخوا
نه د افغانستان په اړوند يوه ستراتيژي درلوده خو په افغانستان كې د روس
مداخلت اود پوځونو راتلل يوه ښه بهانه شوه. پيسې د امريكې او سعودي او
سازماندهي د آی اس آی په غاړه شوه. په دې باب په كتاب كې ښه ژور او دقيق
مالومات را ټول شوي دي. حقاني دا خبره په بشپړه توگه تشريح كوي چې څرنگه د
ضياء الحق په دور اوبيا د مشرف په دوره كې پاكستان د نړيوال جهاد د مركز په
توگه رامنځ ته شو او د په اصطلاح د جهادي اورپكو صدور افغانستان، كشمير ،
سينكيانگ، آذربايجان، فلسطين ازبكستان، تاجكستان او نورو هيوادونو ته له دې
ځايه پيل شو.
لکه چې د مخه
وويل شول په لومړي سر کي دپ اکستان يو مشر په بربنډه توگه د امريکا يو
جمهور ريس ته وايي: «تاسو اړ نه ياست چې جنوب ختيزي آسيا او منځي ختيځ ته
پوځ را واستوي . موږ د څه له پاره يو؟»
د اسلامي
ايديولوژي د افراطيي تفکر د خپلولو له پاره يې د خليج دملکونو سره اړيکي
ټينگي کړي او او له بلي خوا کله چې مولانا مودودي له هند نه پاکستان ته
مهاجر شو. د پاکستان اداره، جومات او په پاى کې يې پوځ په افراطي او بنسټ
پالو ځواکونو سمبال کړ . دهند سره په شخړه او جگړو کي يو غوره درس پاکستاني
اداري او پوځ ته دا وو چې بايد د خپل پوځ په څنگ کې يو غيررسمي پوځ باندي
کار وکړي او د وروسته پاتي عقب مانده ناليک لوستي ځواک باندي پانگونه وکړي
. د دې کار له پاره د وروسته پاتي پښتنو قبايلي سيمي او په هغو کي د اسلامي
ايديا لوژي نفوذ موثريت پيدا کړ د مودودي د فعاليتونو او دافراطيونو په
روزلو کي دا پروژه اغيزمنه ثابته شوه .
د مجاهدينو
دحاکميت په مهال چې په هيواد کي يې د همدي پاکستاني پروژي په پايله کې
متمرکز، خپلواک نظام له منځه تللي وو او هيواد د قدرت په ټاپوگانو ويشل شوي
وو دا کار قصدي تر سره شوي وو يوه ښکاره ثبوت يې .
عبدالرحيم مسلم
دوست او بدالرزمان بدر د "گوانتانامو
ماتي زولني"
ليکلوال دي،
وايي:
̒«موږ
ډېر کوښښ وکړ او شيخ جميل الرحمان سره مو بيا بيا خبرې وکړې چې خپل پرکټې
او وراره اصلاح کړي او د جماعت مسير د انحراف نه را واړوي خو هيڅ گټه يې
ونه کړه . آخر خبره دې حد ته ورسېده چې د دغې ډلگی امير د پاکستان چارواکو
ته ېوه عريضه ليکلي وه او ماته يې را وليږله چې په اردو يې ورته واړوم، په
عريضه کې يې د پاکستان له چارواکو نه غوښتنه کړي وه چې افغانستان د پاکستان
سره يو ځائ او په پاکستان کې مدغم کړي. د افغاني جهادي تنظيمونو په شمير
افغانستان په اتو صوبو وويشي او هر يو تنظيم ته يوه صوبه جوړه کړي . او موږ
ته يې را حواله کړي. دا عريضه د تنظيم امر او شورا امضا کړه او د آي اس آی
له لارې يې جنرال ضيا الحق ته وليږله .. . . . »
د کتاب
۱۷
مخ د نورو مالوماتو له پاره هم دا کتاب وگوري.
[15]
وروسته د
همداسې موخو له پاره د طالبانو تنظيم جوړ شو. د احمد رشيد له قوله د طلبانو
تحريک اساس د کويټي په 0،٥ نمبر د ويژن يا لواء کي کيښودل شو په ١٩٩٤ يا
١٩٩٥ کلونو کي په پيښور کي د شهادت ورځپاڼي وليکل چې د نوي تحريک له پاره د
طالبانو نوم په اسلام آباد کي د بريتانيا د سفير له خوا غوره شو . دوي د
مجاهدينو اخلاف دي. په هماغه مهال د کوهاټ سيمه کې يو لړ تمرينات پيل شول
چې امريکايي پوځي سلاکارانو ورته روزنه ورکوله او آوازه وه چي د هغو شاته
امريکا وه چې طالبانو ته يې روزنه ورکوله.
په هر حال له
هيڅ چا پټه نه ده او په هغه مهال د نصيرالله بابر طالبان خپل بچي بلل دا
خبري په اخبارونو کي راغلي دي. کله چې طالبانو خپل بريدونه پيل کړل ځينو
مجاهدينو ورته لاري خلاصې کړې . نړيوال ترهگر د اسامه بن لادن په شمول لا د
مخه د مجاهدينو په سيوري کې په افغانستان کې ځاى پر ځاى شوي وو . د ٢٠٠١
کال د سپتامبر يولسمي پيښه عامل چې هر څه وو طالبان يې مات کړل خو مات نه
شول دوې په تورې بوړې کي مرکز جوړ کړ او له هغه ځايه مستقيم ډول پاکستان ته
دا خل نه شول بلکې مشوره ورکړل شوه چې وزيرستان ته ولاړ شي او هلته انتظار
وباسي . هلته ځاى په ځاى شول او دپاکستان د استخباراتو له خوا بيا تنظيم
شول.
ولي پاکستان په
طالبانو حساب کوي؟ سبب دا دى چې دا د هغه غيررسمي پوځ يوه برخه ده چې
پاکستان پرې خپل هدفونه عملي کوي .
د پاى خبري:
گوره چې د
پاکستان د موخو او هدفونو د پوره کولو له پاره عمده ظرفيت ملا او طالب وگڼل
شو. پاکستان د همدغه نامنظم پوځ د جوړولو او روزلو له پاره په زرهاوو ديني
مدرسې جوړې کړي دي . چې هم يې کشمير ته صادر کړي او اوس خو افغانستان د دغه
صادراتو يوه سيمه ده. پاکستان چې د بنگله ديش په جگړه کې په بې ساري توگه
سپک او تحقير شو اوس هغه عقده په افغانستان کي هواروي او دا هدف لري لکه
څنگه چې اختر عبدالرحمان هم ليکي چې افغانستان د يو شاتني سيمي په توگه
وکاروي او خپل استراتيژيک ژور والي تر لاسه کړي.
پاکستان د دې
موخو له پاره په لومړي قدم کې د مجاهد په نامه برى ته ورسيد . د افغانستان
قانوني حکومت يې ړنگ کړ. خو دن ړيوالو بدلونونو په ترڅ کي لږ شاته شو اوس
يې د خپل غيررسمي پوځ يعني طالب په وسيله هغه اهداف تر لاسه کوي.
د حيرانتيا
خبره دې کي ده چې د افغانستان ځيني مشران طالب ته ورور وايي، يا طالب د دې
وطن بولي. د دې کسانو په سياسي درايت شک پيدا شي، او هغه دا چې هغه څوک چې
د مور حرمت نه ساتي هغه هيڅکله د مور زوى نه بلل کيږي.
پاى.
[1]
جان هيك (ترجمه بهزاد سالكي )·فلسفه دين · چاپ ځای مالوم نه دی ·
مخ
۲۹۷
[2]
علي شريعتي ·درباره روحانيت · چاپ تهران ·۱۳۹۲
ص۱۳۸
[3]
اكبر ،اس ،احمد·ميلينيم اوكاريزما · پيښور پښتو اكيديمي ·كال
۱۹۷۸·(دسيد
تقويم الحق كاكاخيل اوقلندرمومند ژباړه )مخ
۱٠۷
[4]
H.W.
Bellew. A general report on the Yusufzais.
2001
p.188د
[5]
عطايي كانديد اكاديميسين محمد ابراهيم · دپښتنو دقبيلوي حقوقي
اصطلاحاتو قاموس· د پښتو څيړنو نړيوال مركز كال:
۲۵۶
مخ
[6]
علي مير فطروس . ملاحظاتي درتارېخ ايران ۔ نشر فرهنگ . چ.چهارم .
سال ٢٠٠١ . ص87
[7]
دپښتنو
ټولنيز اقتصادي جوړښت·دپښتو څيړنو نړيوال مركز ·علومو اكاډيمي ·كال
:
۲۰۸ ·
مخ
[8]
مونت ستيوارت الفنستن· دكابل سلطنت بيان (د استاد حسن كاكړ ژباړه
) د پيښور چاپ· دانش خپرندويه موسسه ·كال :
۲۲۱
مخ
[10]
ميلينيم او كارزما
۱٠۱
مخ
[12]
Haqqani .Pakistan between Mosque and Military .Wshington .D.C P21
[15]
عبدالرحيم مسلم دوست او استاد بدرالزمان بدر . دگوانتانامو ماتې
زولني .پيښور ١٣٨٥ مخ ١٧
|