کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               صدیق کاوون

    

 
 ته ځې ...

 

 

امريکايي سرتېري ته چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اگست په یودېرشمه يې خونړی ماموریت ختم شو او نيمه شپه له افغانستان څخه و ووت.

 


ته ځې ...
ته ځې، خو خدای خبر چې زړه کې به دې څه تېرېږي.
لږ وېرېدلی، لږ ترهوره ښکارې،
د وياړ موسکا خو دې پر شونډو باندې نه وينمه.
هغه غرور او تکبر دې هم په وچلي باندې نه ځلېږي،
چې د راتلو په ورځ دې،
لکه د وسپنو باران، زموږ پر شنو فصلونو و ووروه.
دومره په بيړه بيړه چېرته درومې؟
لږ څه را وگرځه، راځه يوه شيبه خو تم شه،
مخ دې را واړوه يو ځلي دې تر شا وگوره.
هغه د وينو درياب وينې چې څپې يې ستا تر پښو رسيږي؟
او پکې لامبي د بې شمېره آرمانونو ډوبې شوې بېړۍ.
هغه د کلي د مسجد سپين منارونه چې تر اوسه لا په وينو سره دي؟
او یا د هغې ځوانې مور په وينو سره لمنه،
چې غوړولې يې د خپل زخمي ماشوم پر رژېدلي بدن.
یا د سپين ږيري پلار پگړۍ چې ترېنه څاڅي د سرو وينو څاڅکي.
او یا د ورور سورۍ سينه چې د شهيدې خور په سره ټيکری يې ملا تړلې؟
ته ځې، خو خدای خبر چې زړه کې به دې څه تېرېږي.
ستا په سينه کې به لا اوس هم سرې لمبې د دښمنۍ بلې وي؟
اوس به دې هم ککره ډکه وي له تورو شيطاني فکرونو.
راځه، رښتيا و وايه،
هغه د وينو کرښه هم نه وينې؟
چې له دې ځايه غځېدلې ستا تر کوره پورې.
هغه تنکۍ، هغه د سرو گلو نیمزالې غوټۍ ښکاري درته؟
چې يوه ورځ دې د ټوپک په مردکيو باندې پاڼې پاڼې و رېبلې.
نه، ته يې نه شې لیدای،
د تا پر دواړو ښيښه يي سترگو يې
د استعمار د اورني هوس پردې تړلي.
تاته د وينو ډنډ، ډنډوکی د لمبلو ښکاري.
ته ځې خو خدای خبر چې زړه کې به دې څه تېرېږي.
درته په ياد ده که نه،
هغه نجلۍ چې د واده په شنو کاليو کې د بم په ټوټه ولگېده،
ټوټې، ټوټې شوه او په خپلو وينو ولمبېده،
په شنو نکریزو باندې سرې گوتې يې
ذرې، ‌ذرې د نړېدلي کور لمبو وخوړې.
هغه ويجاړه ښوونځی هم درته نه ده په ياد؟
چې يوه ورځ دې په مرگوني توغندي و ويشته
او له تنکيو، گلاليو ماشومانو سره
د تا د روي استبداد په دوزخي لمبو کې وسوځېده؟
تم شه، يوه شيبه تر شا وگوره
د شل کلنو حوادثو په هينداره کې خپل مخ و وينه.
چې راغلې، راغلې بې پوښتنې بې سلامه راغلې
پر ځان مغرور، خالي د مينې له پيغامه راغلې
او اوس چې ځې هم لکه غل له خپل انجامه تښتې
زموږ د خټينو دېوالو له انتقامه تښتې.
خو که زه ته وای، ته پوهېږې ما به څه کړي وو؟
ما به دې جگو جگو غرونو ته سجده کړې وای،
ما به د دې شهيدې خاورې په قدم قدم کې
له هرې ونې، هرې تيږې، هرې تالې، هر پټي او پولې،
د خپلو ټولو خونړيو گناهونو د بخښلو تقاضا کړې وای.
خو ته له بلې خټې جوړ يې، ته زموږه د خټينو دېوالونو رسم نه پېژنې،
ته خو يواځې د خپل زور په خوله خبرې کوې،
د خپل خوني ټوپک د اور به خوله خبرې کوي.
ته مينه نه پېژنې،
تا د جگړې په مدرسه کې د سرو وينو تويول زده کړي
ته د مردۍ او نامردۍ په معنا نه پوهېږې
ته د انسان د ژوندانه ټول ارزښتونه د دالرو ترازو کې تلې.
ته، تم کېدلای نه شې،
شا ته کتلی نه شې.
ته دې د خپلو گناهونو دوزخ نه شې لیدای
زموږ د ځوانو سوځېدلو آرمانونو دوزخ نه شې لیدای.
سترگې دې پټې کړه، پښې دې باسه،
ستا په لاسو پورې نښتي دي زموږ د گلاليو ماشومانو د سرو وينو څاڅکي.
زه درته نه وايم په مخه دې ښه.
زه درته نه وايم په مخه دې ښه.
۳۱ ـ ۸ ـ ۲۰۲۱
 

 

Keine Fotobeschreibung verfügbar.

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۳۹۱     سال هــــــــــــــــفدهم       سنبله ۱۴۰۰      هجری  خورشیدی    اول سپتمبر   ۲۰۲۱