پسرلی سو ژمی والړی مخ یې تور سو
ګل پر څانګه غوړېدلی باغ سمسور سو
شالمار به په زلمیو هوسېږي
انار ګل د ارغنداو پر بګړۍ سپور سو
بیا نارې د یا قربان سوې له کیږدیو
بیا د ښکلیو پر تندیو اوربل خپور سو
د مرګي لښکري بند پر بند ماتیږي
د زلمیو د مستۍ اتڼ پر زور سو
عزارییله پښه نیولی قدم اخله
چي د جنګ پر نغارو باندي بل اور سو
ماشومانو ته به کومي کیسې یوسي
چي یې قبر د بابا ورته پېغور سو
چي مي ستونی په دعا وو ستړی کړی
خپل وطن خپل یې څښتن سو خپل یې کور سو
نور به نه کوم ګیلې له توره بخته
چي زوړ یار مي له اغیار سره خمسور سو
له اورنګه یې عبرت نه وو اخیستی
د فرنګ پر کهاله ځکه شور ما شور سو
جهاني غزل دي نوی شرنګ اخیستی
له نمرود څخه د کبر جام نسکور سو
د ۰۲۰۲ کال د مارچ دوه ویشتمه، ویرجینیا |