کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               صدیق کاوون

    

 
د نوي پسرلي، نوي کال او نوې پېړۍ د پيل په پلمه

 

 

ساه د پسرليو
په خړو دښتو وغوړېده ساه د پسرليو
بلېږي په بيديا کې څراغونه د رېديو
د دښتې گرېوان ښکلی شو د پرخې په غميو
د مينې نغمې راوړې په وزرونو کې مرغيو
وږمې زلفې خورې کړې په ناوونو، په غونډيو
د عطرو په سين ولمبل په غرونو کې شنېليو

 

را واوښتل د ورېځو د اوښانو قطارونه
انډيو کې يې راوړل گل نفسه بارانونه

 


*****


را خيږي د بلبلو زخمي چيغې له گلباغه
شغلې د ښکلا جگې شوې د گلو له څراغه
سپرغۍ راپورته کيږي د نرگس د زړه له داغه
را والوتې چمن ته سارایي مرغۍ له راغه
خوشبويه مستي څاڅي د گلابو له اياغه
د عطرو په ځوليو وزر مه وهه کلاغه

 

دا سوی، نښتېځلی باغ به بيا شي د مستيو
دا شنې ونې به واغوندي ټيکری د سرو غوټيو


له عشقه چې خالي وي نو معنا د دې ژوندون څه
فرهاد چې بې اسرې شي بيا جذبه د بې ستون څه
چې هيلې را و نه سپړي بدلون څه ، اوښتون څه
تيارې چې ورکې نه کړي ، بيا سهر څه ، سباوون څه
په تورو تروږميو کې د سرو سپرغيو يون څه
فکرونه چې اسير وي ، افسانه يې د بدلون څه

 

معنا د ژوندون څه ده؟ رالوېدل او جگېدل دي
له ځانه تېرېدل دي، خپل منزل ته رسېدل دي

*****
آزادو ارادو ته افسانه د تقدير څه وي
د مينې لېونو ته زولانه او ځنځير څه وي
د زرو په زندان کې زنده گي د اسير څه وي
د رزم په ميدان کې د مړو هيلو بهير څه وي
د عصر غلامانو ته خندا څه وي وير څه وي
خبره د ملا څه وي ، سندره د پير څه وي

 

د شپې تورې لښکرې به ستنېږي له مورچله
د لمر د سر ښندونکو سر بازانو له یرغله

*****
ژوندون لويه دونيا ده، کوزه ړۍ د اودس نه ده
فضا د الوتو ده ، دروازه د قفس نه ده
دا سره خونړۍ لاره د هر ستړي د وس نه ده
د اور په واټ کې تله دي اندېښنه د نَفَس نه ده
ټول عمر خوځېده دي څو گامونو ته بس نه ده
د ماتو او بريو سلسله ده ، هوس نه ده

 

ژوندون د هڅو سين دی چې غورځنگ وهي بهېږي
د مستو څپو شور دی چې تمام عمر خوځېږي

*****
د شپې پر گرېوانه د سپين سهر ستوری ځليږي
د سره افق پر څنډو د رڼا پېغلې نڅېږي
د وخت له زخمي پښو نه طلايي ځنځير ماتېږي
د باغ پر وچو ونو باندې شنې وږمې چليږي
له خوبه د پېړيو، دا ويده چمن ويښېږي
د زړونو کروندو کې امیدونه راټوکيږي

 

خاموشو ماښامونو ته به شور د خندا راشي
د ژوند شاړو کوڅو ته به د هيلو رڼا راشي

*****
د ژمي له منگولو به دا شين چمن آزاد شي
د باغ له پښو به ماتې زولنې د استبداد شي
د گلو سر به جگ شي، د بلبلو زړه به ښاد شي
ويجاړه ميکده به د مستيو د ايجاد شي
د شپې په کنډوالو به د رڼا کلی آباد شي
گلمخی پسرلی به د زخمي زړونو مراد شي

 

شینکۍ وږمه به راوړي په لمنه کې گلونه
د غره غاټول به و وېشي د سرو ميو جامونه.

*****

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      /۳۸۰۳۷۹          سال هــــــــــــــــفدهم      حوت ۱۳۹۹/۱۴۰۰      هجری  خورشیدی       اول/شانزدهم مارچ  ۲۰۲۱