کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

صدیق کاوون

    

 
تصويرونه

 

 


د تقويم په چوکاټونو کې بندي يو
دخپل ذهن زندانونو کې بندي يو

چې امکان د الوتو ورځنې تښتي
ماتو گوډو وزه رونو کې بندي يو

نه دېوال ، نه دروازه ، نه يې زنځير شته
څه عجيبو زندانونو کې بندي يو

خپل صليب راته په خپلو اوږو بار دی
په قاتلو باورونو کې بندي يو

د آرزو تنکۍ غوټۍ سېليو يوړې
درواغجنو بهارونو کې بندي يو

په لوگي مو د دنيا سترگې ترخې کړې
سرې سکروټې يو ، اورونو کې بندي يو

نه مو رنگ او نه مو بوی چاته رسيږي
لکه عطر په گلونو کې بندي يو

اور چې هرچېرته بليږي موږ پرې سوزو
لکه درد غوندې زخمونو کې بندي يو

زړونه ډ‌ک له نښتېځلو ارمانونو
تصويرونه يو،قابونو کې بندي يو .

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۳۲۷          سال  چهــــــــــــــــــاردهم             جدی۱۳۹۷          هجری  خورشیدی   اول جنــــــــوری   ۲۰۱۹