کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

دیا سنگهـ انجان

    

 
دلته

 

 

په شمار دوه څاڅکی مینه او سیلاب د کرکی دلته
هر څوک کوی په نره لوړ حساب د کرکی دلته

څلــورو ټکــو مینه زړه کــــی نــشی ځـایـولـــی
ساتی په ماغـــزو کی لوی کتاب د کرکی دلته

چی الفت چيرته پناه شو پدی کیسی پوی نشوم
هر چا له خولی وریږی اوس ځـواب د کرکی دلته

څوک خوشال که خفه کیږی زه کوم ګناه د مینی
ګټی خلک په څه دومره ثواب د کرکی دلته

هر څوک پکی لمبیږی د هر چا بدن پری لوند دی
بهــیږی په مستیو لـوی دریاب د کرکی دلته

په کومه به ورځی اوس ته انجانه د زړه کور ته
پرانیستی هر چا زړه کی دی یو باب د کرکی دلته

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۳۲۱      سال  چهــــــــــــــــــاردهم                میزان ۱۳۹۷          هجری  خورشیدی      اول اکتوبر    ۲۰۱۸