کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

خالق رشید

    

 
سپي نور د زغم وړ نه دي ...

 

 

لنډه کیسه 

ډالۍ : ننیو  ګلاب مخو شهیدو ژور نالستانو او قربانیانوته  !

 

 

 

               د ډيلی هوایي ډګر ته نوی ننوتی وم چې زموږ د فترد ملازمې زنګ راغی ، لږ سره تلولي شوم ، فکرمی وکاوه چې کواکي کومه ورقه رانه پاتې ده او یا کوم بل کاردی چې دا سې په بیړه راپسې وشرنګیده ، د موبل ټنۍ مې کيکښه چې له سلام نمستې، وروسته یې راته وویل :

ـ  دکورپه شاوخوا کې مې سپي ډیرشوي ، که زحمت نه و ، یوڅه زهرمر چې د سپیودحقونووال راباندې خبرنه شي  له کابله درسره راوړه ، چې کله کله یي یوه یوه ته ورکوم څو ځان او داخپله  کوڅه ترې بې غمه کړم ...

زموږ ملازمه تراوسه درځلي دغو کوڅه ډبو سپو داړلې وه ، ځکه خویې د دښمنۍ لاره ورسره نیولې ، دي به تل راته ویل چې په هرځای کې سپي ډیرخوروړي وي ، هلته ښه  زهر یا کوچوله هم پیداکږي چې دغو هرجایي سپیو ته یې هسې په ډوډۍ او دالو ودړوې بس ځای پرځای یې پریباسي ،په تیره بیا دکابل هغه چې د کابلیو سپیو لپاره کاریدلې وي... نو وا وا ...

ما هم ورته وویل چې سمه ده ، که مې ومونده نو خامخا به یې درته راوړم ... هو خامخا ... تورتوتان تریار قربان ... موبل مې په جیب کې کیښود او دخپل سفر په خیال کې شوم، په لاره کې مې پام شو چې د سپیو زهرپه کابل کې له کومه شول،  بیامې فکرته راغله چې کله موږ ماشومان وو اودچا سپي به څوک وداړل ، نو سپي ته یې لومړۍ سزا همدغه زهر چې خلکو به  کوچوله بلله داسې چې خاوند به یي نه خبریده په ډوډۍ او یاهم کومه ټوټه غوښه کې ورکړه چې ترستوني به یې نه وه رسیدلې چې بیا به یې کوړنجا پورته وه ... یوشمیر خولا داهم کوله چې وړې ستنې به یې په ډوډۍ او غوښه کې ورته کیښودې چې وبه یې خوړې نو بیاکله هم دپاتې نه و...

زه کابل ته راورسیدم ، پرون د ماما زوی چې هغه هم پس له څو کالو له امریکي راغلی و راسره یوځای شو. هغه ته مې د خپل دفتر دنوکرې خبره وکړه  را ته په خندا شو... ښه په کړیس کړیس یې راته وخندل... او راته ګډ شو...

-  هغه نه ده خبره چې کابل خپله په سپیو پکو شوې ، کابلي سپي اوس دومره چاغ شوي چې د کوچولې او زهرو  زور هم نه پرې رسیږي ... دومره هوښیارشوي چې انسانان غولوي ... دکابل سپي اوس هغه سپي نه دي چې ډوډۍ به دې په هوا کې ورته واچوله دوی به ترمځکې پورې نه پریښوده ... اوس ډوډۍ ښه ګوري ، ښه یې اړوي را اړوي بیایی خوري ...  دوی اوس خپل خوراکي شیان پیژنې او پرې پوهیږي ... ځکه چې د دوی یوشمیرخوهم هغه دامریکایي پوځ بګیل شوي هغوی دي چې اوس یي د وژلو پرځای دکابل په کوڅوکې ایله کړي دي... ماناداچې لومړی روزل ، بیا بګیل شوي اواوس ...

دماما د زوی خبره بې اساسه نه وه، پرون شپه چې کله موږ له نوی ښاره د کورپرلور را روان وو، ددغو سپیویوې ډلی مو پرموټرحمله راوکړه ، شپه وه ، له موږ سره هم نه کومه لکړه وه او نه هم کومه تیږه ،  دوی غپل او موږ په موټرکې ورته ناست وو ، زموږ ترموټر د دوی حرکت ډیرتیزو ، یوه خو یی له ډیره قهره زموږ د موټرمخې ته ځان را واچاوه ، موټروان آشناهم صرفه پرې ونه کړه او موټریي سم دم پرې ورتیرکړ، یوډریی شو ... اوپرمځکه لیښ ... زموږ یوه ملګري ددغه قهرجن سپي په مرګ وخندل او په اشاره کې یې ترخوله راووتل :

ـ دا زموږ وطن دی  ، دلته سپي دومره بي ارزښته دي چې ترڅو ژوندي وي ، غپایی اوریدل کیږي ، خو چې مړه شي ، په مرګ یې ډیرخلک آرامیږي ، او شکرانی  پرې کوي ... سپي ورک ، مخ یې ورک ...  هغه هم چې دنورو ...

بل وویل  :  افسوس ددغو سپیو پرحال ، د دوی له حقو هم څوک لکه د خارجیانودسپیو په شان ننګه نه کوي ... ځکه چې دوی خپله جنایت کوي ، تاوان رسوي اود سمو سپیو له ښیګړو یوه هم په کې نشته ...  کله چې زموږموټرچلونکي آشنا هغه قهریدلی سپي ترموټرلاندې کړ، نوپه آرامۍ سره یې وویل :

- زورکم قهربسیار ، دا دسزا ...

دماما زوی لکه چې ما یې کیسې کړې په امریکا کې لوی شوی د سپیو دا شان مرګ ښه نه بولي او زړه یې پرې سوزي ، دی وایی چې سپي هم حقونه لري ... په امریکا کې ډیرخلک د سپیو د دفاع په حق کې ولاړدي ،ځکه خو زه پوهیدم چې زموږ په موټرچلونکي آشنا په قهرشو :

ـ هرڅه چې و، په دغه توره شپه کې د دومره لویې سزا لایق نه و...

خو موټرچلونکي آشنا ورغبرګه کړه :

ـ ته نوی راغلی یې څومره ستونزې چې موږ ددغه سپیوله لاسه ګاللې دي ، پرهغو یوازې یو خدای ښه پوهیږي اوبس ...

زه هم په دغه چلند یوڅه سره نیولی شوم ، خو دومره نه لکه د ماما زوی ... ما ځان آرام ونیو چې دماما د زوی بیا ترخوله راووتل ...

ـ که زما ښځې دا کارکړی وای ، په خدای چې اوس به دوخته راڅخه طلاقه وه ...

موټرچلونکي آشنا چې چالاکه سړی و او دماما زوی یې پیژاند په ځواب کې ورغبرګه کړه :

ـ بی ښځې به دې څه کول ؟

-  بله مې کوله ...

خوما ځان آرام نیولی و، هیڅ مې هم ورته ونه ویل ، نه مې د ماما د زوی ننګه وکړه اونه هم دسپي ، ځکه چې ما هم سپي پيژندل او هم دماما په امریکا کې پیداشوي زوی ...  یوازې په دې سوچ کې وم چې دخپل دفتر دملازمي د غوښتني غم باید وخورم . ځکه چې هغه هم له سپیو ترستوني راغلې ، او هغې هم د سپیو د داړلو منډې ترړې اوغمونه لیدلې دي...

ورو مې له موټرچلونکي آشناڅخه پوښتنه وکړه چې د سپیودمرګ لپاره څه چاره کولای شي ، هغه وار دواره ځواب راکړ :

ـ یوازنۍ ښه سزایی همدغه ده لکه چې ما ورکړه ...  دلته تردغې ښه سزا بله نشته ، څومره سپي چې په تیرو دوو لسیزو کې دلته مړه شوې، دهغوي لپاره همدغه زما نسخه ټک پتري وه ...  یوشمیرسپي خودلته په خپلو خاوندانو دومره ګران وو چې اوس یې په قبرونه جنډې هم ور درولې دي ،نا بلده سړی حیرانیږي چې دلته سپي ښخ دی که سړی  ... له هغې ورځې چې دلته د سپیواو سړیوځای او توپیرورک شوي موږ په خپل وطن کې ښه ورځ نه ده لیدلي ...  ښه ورځ ، آرامه ورځ ...

دماما زوی هیڅ هم نه ویل ، اونه یې سم ورته کتل ... په خپل موبایل کې اخته و ... اوځان یي هم هلته بوخت ساتلی و...

زما راتګ ته دوې ورځې پاتې وې چې د کابل په زړه کې په سلګونه خلک په یوه بم کې تبا ه او برباد شول ، موږ په هغه ورځ  غوښتل چې د پغمان پرلور له ملګرو سره ولاړشو ، پغمان وګورو اوهلته دآزادۍ په دروازه کې دغلامۍ دا اوسنۍ ننداره هم وکړو ...   موږ په همدغه تابیا کې وو چې تلویزیونو دکابل  دننۍ غمیزې خبر په ژوندۍ بڼه په یوه لړۍ کې ښود او ښود ... بد خبرو ، بدې وینې تویې شوې وې ، اوبدې چغي اوفریادونه خواره وو ...  تصویرونویوازې هغه څه ښودل چې ارواوې یی دجنتود ټیکدارانو له بمونو سره ختلې وې ، موږ تصویرونه ته کتل او ژړل ، دهیچا له خولې سوڼ هم نه خوت په موږ ټولو کې یوازې دماما د زوی چې ماما به خپله دسپي زوی باله بي توپیره غږ پورته شو... دا به فلم وي ...

دیوه جسد لاس له تنه پرې شوی هلته لږ هغې خواته پروت و، تیاره یوه یوازې کمرې هلته لرې یوڅه لیدای شول ، له لیرې یوسپی را ښکاره شو، یوډنګرد خدای په قهرککړ ناولی سپی، چې هغه پرې شوي لاس یي په خوله کې ونیو اوځان یي د سترګو په رپ کې له صحني ویوست ... لږ یی هغې خوا ته نه و وړې چې  نورو سپو پرې راودانګل او یو تورغوبل یې ورباندې جوړکړ، یوتورغوبل...

موټرچلونکي آشنا غږ راباندې وکړ:

ـ سپي دې ولیدل ... چې دلته یې څه حال جوړکړې ... 

ما چې د اوچت ویلوپه نامه څه نه درلودل، دده ځواب مې یوازې دسرپه ښورولو سره ورکړ ....

ځکه یې مخ د ماما زوی ته ور واړاوه اوپه ټوګه کې یې ورته وویل: 

ـ سپي لکه تا غرور نه لري ... ځکه خو یي ان په لویدیزکې هم ډیرخلک نه خوښوي ... اوپرموږ یې تپي ...

زه ورته موسکي شوم راته ځیرشو ، یاني مطلب یي داو زه ورته ووایم چې :

ـ نوڅه باید ورسره وشی ... ؟

 ده پرته له سوچ اوعاطفې درزوهل :

ـ سپي باید مړه شي ، هو، سپی هغه هم په کابل کې ، ځکه چې په دوی کې دلیونتوب یواثردپردیومیراث دی ... هو ، د پردیو...

 لا موانځورونو ته کتل ... انځورونو اوخبرونو ته ...  آته تنه ځوان خبریالان په دغه پیښه کې ...

او شهید انځورونه په پرده ژوندي روان وو ... د مړو ... د شهیدانو ... دیوچا د ژړا غږ پورته شو ... شا ته مې وکتل چې زموږ موټر چلونکی آشناو ، هغه ژړل ، داسې چې موږ یې هم په ژړا کړو ، خوهغه همدا چغې وهلی :

ـ د سپیوزموږپرهډوکو جنګ دي ... ترهغو چې سپي زموږ پرهډوکو اخته وي ... ترهغو به زموږ هم دغه حال وي .... سپي موږ خوري ، موږ وژني ... اوموږ ... شرموي...

سپي باید ووژل شي ... سپی نور د زغم اوتحمل نه دي...

او موږټولوله ده سره ددغه لوی غم ژړا یوازې په اوښکو بدرګه کړه ....

 پای

د ۲۰۱۸ کال د اپریل ۳۰

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۱۱           سال  چهــــــــــــــــــاردهم                    ثور ۱۳۹۷          هجری  خورشیدی          اول مَی    ۲۰۱۸