کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

اکبر کرگر

    

 
يوه بله دونيا

لنډه کيسه

 

 

 

همدا شيبه لمر په غرغړو دى . دلمر سترگه داسمان په سره څنډه کې  هلته چې دبوډۍ  تنور په غرغړو  دى دخپلو وړانگو وروستى تناب په ځان پسې را کاږي . تورتم هم ورو  ورو پلنيږي . ،زه په خپل  زړه اوحواسو هم داسې احساسوم لکه دورځي په رڼا چې توره وريځ را دبره شي او هر څه تور واړوي . په ترين کې په يوه څوکۍ ناست يم . ترين له خلکو ډک دى ،دوى هر يو له ځانه سره بوخت دى . هر يو په خپل انداز فکر کوي . ټول يو شان نه انگيري . بلکې هر يو جلا جلا  فکر  او اندي ، خو دوه تنه چې زما سره په خوا کې ناست دي يو له بل نه پوښتي وايي :

که ته يو وار بيا ماشوم شى او دې نړۍ ته راشې ، څه کول غواړي ؟

هغه غلي کيږي · څه نه وايي .

اخواته يو کوچنى ماشوم چې دمور په غيږ کې دى بغارې وهي . ژړا يې هيڅ نه غلي کيږي .

پوښتونکى بيا خپله خبره تکراروي وايي لکه چې زما خبره دې وانه وريده . لکه چي فکر دې بلې خوا تللى دى. .خو  هغه وايي :

نه ، ستا خبره مې واوريده ، خو تر اوسه مې په دې باب فکر نه دى کړى .

ـ خو اوس ووايه که چېرې بيا دې نړۍ  ته دماشوم په ډول راشې نو څه هيلې لرې اوڅه به وکړې ؟ ـ

 دويم کس  وايي : هو ، يعنې که بيا ماشوم شم .؟

 دويم کس  ځواب ته خوله جوړوي،  وايي  ولا سخته پوښتنه دې وکړه ، دا خو فکر غواړي اوته خو پوهيږي چې زه چندان دفکر سړى نه يم .

د دواړو ملگرو خبري اوږدې شوې. زه خپلو فکرونو له ځانه سره واخيستم . داسې احساسوم چې نور له دوى سره نه يم اونه خو ددوى خبري اورم . ما ته  دخپلو سترگو په  وړاندې يوه بله کړکۍ پرانيستل  شوه   اوهغه خواته يعني له کړکۍ بهر  لورې ته  گورم . په همدې شيبه کې مې  ناڅاپه مې څو ساعته  دمخه ليدو کتو ته فکر اوړي . او  هغه دمعيوبينو ښوونځى ياد ته راځي.

څو ساعته تر مخه زه دغه ښوونځي ته ورغلم . هلته ډېر مسوول کسان را غلي ول . دښوونځي کوټې په ځانگړو قلفونو بنديدلې اوبيرته کيدلي . خو ماشومانو په دې باب هيڅ فکر نه کاوه چې گويا موږ دلته په ټينگه تر څارنې لاندي يو . هغوۍ يوه بيله اوجلا دونيا درلوده . په هر ټولگي کې دبيلا بيلو عمرونو ماشومان ناست و.   

موږ ټول ټولگي ته ورننووتو ،  ټولگى په ځانگړې توگه ديزاين شوي و. درسامۍ برخه ، دلوبو دشيانو او سامان الاتو برخه ،  دموسيقۍ وسايلو برخه او داسې نورې برخې يې درلودې . ماشومان هر يو په خپلو کارونو بوخت و. يوه ماشوم يو انځور کښلي و ، سرښوونکي ورنږد ې شوه ترې وې پوښتل . دا دچا تصوير دى ؟

هغه ورته  نيغ وکتل : دا ؟

هو همدا ؟

دا  زما ښوونکي ده . هغه ډېره مهربانه ښځه ده .

بل ما شوم له بلې خوا را منډه کړه يو ناڅاپه را غاړې ووت . ماته يي وويل ما درسره  يوسه . ما ويل سر ښوونکي اجازه نه را کوي .  هغه وويل : سر ښوونکي اجازه را کوي هيڅ نه وايي .

ـ  پروا مه کوه .

ماترې وپوښتل : ته دکوم ځاى يې کور دې چيرې دى ؟

هغه وويل  زما کور دغلته دى . لاس يې په ديوال کې يو انځور ته ونيو . ما دلته کور جوړ کړي همدلته اوسم . شپه اوورځ همدلته يم . دا مخامخ وگوره زما کوټه ده . خواکې يې تشناب دى .

ما ويل دا خو انځور دى ؟

انځور نه دى  زما کور دى . زه همدلته اوسم . ا

ايا ستا دکور انځور دى ؟

نه زما خپل کور دى . مور مې هم دلته راځي . دشپي له ما سره وي . دواړه همدلته ويده کيږو .

ترې پوښتم : نو مور دى   څه شې نه پخوي ؟

هغه په ځواب ک وايي : نه ! مور مې نه پخوي . نه . مو ږ ته تياره مړۍ راځي · موږ پر پخولو  فکر نه کوو.

نو بيا چې ته سهار پاڅيږي څه کوي ؟

زه چې سهار پاڅم راکښته کيږم او دلته را ځم (ټولگي ته گوته نيسي ) اوبيا ښوونکي راځي  مور مې له د ې ځاېه درومي .

زه دماشوم خبرو ته حيران شوم . دومره وپوهيدم چې هغه په ذهن کې يو خيالي دونيا لري .زه دهغه خيالي دونيا پسې واخيستم . ما هم خپل ځان دهغه په خيالي دونيا کې ومونده .  ددې دونيا اوچاپيريال له شور اوپکړ نه يې ليري وايستم . فکر مې کاوه چې زه هم ماشوم يم . دهغه په څير دهيڅ غم را سره نشته . دزده کړې غم ،دکاليو اوخوراک غم . دکورنۍ انديښنه  دجنگ اوجگړې ستونزه .  دخپل کلي کور  ستونزه  ، اوداسې نورې .. له هر څه ناخبره يم .  دترين ورو کيدو  اوپه  تم ځاى ددريدو زما پام هغو دوه کسانو ته بيا را واړاوه  چې لا اوس هم په خبرو بوخت دي . ترين  په تم ځاى کې ودريد . يو شمير خلک تري کښته شول  اويو نور شمير ورته را پورته شول . دوى ټولو خپلو ځانونو ته فکر دى  چې څنگه اوچيرته ودريږي . خو هغه دوه کسان لا په خبرو دي  دهغو ډېرې خبري مې نه دي اوريدلي .

يو مهال زه هم ماشوم وم . هغه وخت زما دونيا هم  زما دعمر او نظر سره په  انډول کې وه  . زما دليد اسمان  هم کوچني و . دځمکي سره مې پيژندگلوي هم داسې  کوچنۍ وه .  ما به فکر کولو چې ژوند همد انن اوپرون دى . زه به همداسې کوچني اوماشوم يم . زه به هيڅ انديښنه نه کوم . خو يو وار بيا هماغه ښوونځي کې د ماشومانو ځغاستو اومنډو او شور او  چيغو ته زما ذهن ستون شو . گورم چې:

٬٬ناڅاپه دکوټې په منځ کې يو بل تور پوستي ماشوم دواړه لاسونه جگ کړل . چک چکې يې وکړي بيا راغاړي ووت . بېرته يې زه پريښودم په کوټه کې په منډو شو اوله منډو سره سم يې په جگ اواز چيغى پيل کړې . دهغه چيغو زه بيا له خپلې دونيا بهر کړم داسى لکه زما روح  اوذهن چې موم وې اواوس ددې ماشومانو په لاس کې مروړ ل کيږي . زه يې هم خپلې نړۍ ته راوبللم . هغوۍ  بى پروا وو . له دې خبر نه وو چې گواکې په بندو اويا قلف کوټو کې ساتل کيږي . يا داچي بهر ته  په وتلو کې ورسره ښوونکي وي او  دلين څخه دکږيدلو جواز نه لري . په دې خبرو هغو هډو فکر نه کاوه .  له هيڅ نه خبر نه وو. ښوونکي ويل دا ماشومان يو ډول رواني  ستونزه لري  چې له ځان سره بوخت وي او يا  له يو کار سره . احساس يې هم عجيب دى .٬٬

خو زما دهغه ماشوم جوړه شوى دونيا اودهغه په وسيله ليدونکي نړۍ خوښيدله . هغه دتېر اوراتلونکي په باب هيڅ انديښنه نه کوله . له خپل ځان سره په انديښنه کې و .يوازې چيغې يې وهلې يوازې دټولگي په لويه مستطيلي کوټه کې يې منډې وهلې .

ښوونکې په مخکې ورته ودرېدله . ورو يې ورته وويل . ناتالي  چيغې مه وهه . ولې چيغې وهي . ؟ وگوره دلته ټولگي ته ميلمانه راغلي دي . ؟ دوې بيا فکر کوي چې ناتالي ښه هلک نه دى ؟

خو هغه وايي :

زه چيغې نه وهم  ،هغوۍ ماته وايي، په چيغو يې راته وايي . زه غواړم هغوۍ خبر کړم . هغوى له ما غواړي چې په زوره اوپه چيغو يې ورته ووايم ؟

-هغوۍ څوک دي ؟

ولې تاسې يې نه وينۍ ؟ گوري دکوټې ديوال ته لاس نيسي  پر ديوال تصويرونه دي . انځورونو ته لاس نيسي . دغه کسان را ته وايي  چې په زوره خبرې کوه . که زه په ورو خبرې وکړم بيايي هغوۍ نه اوري ·

-ښه ته راته ووايه  چې پر تا پلار گران دى که مور دې درباندې گرانه ده ؟

-هغوى څوک دي ؟

ولې ته خپل مور اوپلار نه پيژنې ؟

-         زه نه پوهيږم  چې ته څه وايي ؟

-         ښوونکي له جيب نه دلسو پونډونو نوټ راباسي ورته وايي : دا څه شې دى ؟

-         - دا هيڅ  شى نه دى . هسې يو کاغذ دى . هسې يو کاغذ . زما خو ډېر بدې راځي . ماته يې مه ښايه ·

-         ښوونکي : سهار ،غرمه اوماښام څه ډول وي ؟

-         - سهار ،غرمه اوماښام يې لا څه  وي ؟ يوازې شپه اوټولگى پيژنم . تاسې پيژنم ، گوره چې انځور دې وباسم . (په کاغذ خطونه باسي اوبيا دسترگو اوخولي نښې ورکوي ). هان وگوره دا زما ښوونکې ده .

په همدې کې ترن بيا په يو تم ځاې کې دريږي . په ترين کې ديوې مور په غيږ کې هغه  ماشوم  لا بغاري وهي. ژاړي ، مور يې غواړي چوپ يې کړي  ،اوبه ورکوي خو کله چې ترين ودريږي په ترين کې دماشوم چيغي اسمان ته پورته وي .   زه  روحا او دحواسو له مخې په ترين کې نه يم بلکې دهغه غير نورمال ماشوم په کالبد کې يم ،هلته ولاړ يم. سهار ،غرمه اوماښام زه هم دا مهال  نه پيژنم . هيڅ نه پيژنم .  غواړم پوه نه شم چې کوټې را باندې قلف دي . فکر کوم چې په هماغه کوټه کې ناست يم . فکر کوم چې هماغه ماشوم چې چيغې وهي اوپه منډ و نه ستړي کيږي . هغه زه خپله يم .

ترين بيا حرکت کوي . ټول خلک  دماشومانو په څير گورم .  دترين اوازونو اوپه ترن کې  دماشوم چيغو پر سر اخيستي دي . خو زه دهغه ماشوم په تن اووجود کې يم چې څو ساعته تر مخه په يوه ځانگړې ټولگي کې و. دهيڅ شي په باب يې انديښنه نه درلوده . پيسى يې نه پيژندې . مور اوپلار نه ناخبره و . وخت ،زمان ،کوټه اودخوب ځاى ·

ماشوم له هر څه ناخبره و . يواز دښوونکي څيرې يې رسمولى شوې. په رسمونو يا انځورونو کې يې خپله دونيا جوړولى شوه   . له خپلې کورنۍ ،نږدې اقاربو او د ژوند او روزگار، دسهار اوماښام ،دمياشتې اوکال نه هډو خبر نه وو. نه يې غوښتل خبر شي . په همدې شان دماشوم په تن اووجود کې يو بل تن ځاى شوى تن او وجود ،يو روح اونفس دخپل ځان له پاره ښه دمه ځاى  بيا موتى (موندلې )  و. دهغه ارزو وه ،هيله يې درلوده ،  اودهمدې له پاره يې  څو شيبي  هلته  پناه وړې وه  . له هر څه ناخبره شو . له هر څه په تيښته  شو .

بيرته يې سترگې دترين خلکو ته واړولي په ټولو څيرو کې يې هماغه په ټولگي کې په ځغاسته ماشوم ليده . ناتالي يې ليده چې منډې وهي . چيغي وهي . اوله هيڅ نه خبر نه دى . نه غواړي خبر شي .

پاى

مارچ  ۲۶نيټه ۲۰۱۸کال  گرين فورد لندن  

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۰۹             سال  چهــــــــــــــــــاردهم                    حمل ۱۳۹۷          هجری  خورشیدی           اول اپریل     ۲۰۱۸