سترگـــې یې مړې دﻱ مولانا ولا له دیــــنه واوړﻱ
نــــن کـــه وانه وړﻱ نو سبا ولا له دیــــنه واوړﻱ
د الـــف، بې په سر چې ما څومره وهـــل خوړلـي
هومـــــره که ووهــې مـــلا ولا له دیـــنه واوړﻱ
ډېره نیـــستي ده بس الله بچا دې فضــل کوﻱ
انسانان وگـــوره چې بیـــا ولا له دیـــنه واوړﻱ
که پـــرې کېـــده د رسنـــیو دا جادو او مـــنتر
په عقـــیدې کـلـــکـه انــا ولا لــه دیـــنه واوړﻱ
حــــيا! یې پلار ته مشوره ورکړه په عام محضر کي
يار ته یې ورکړه دا لیــلا ولا له دیــنه واوړي |