کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

لیکوال: لایق جان خوستی

    

 
د افغانستان کثیر التألیف شخصیت
 پروفیسور عبدالله بختانی د ۱۲۵ اثارو خاوند

 


استاد عبدالله خدمتگار بختانی

 

لیکوال او شاعر عبدالله بختانی ما هغه وخت وپیژندو چې په قاهره کښې د افغانستان سفارت له خوا د بختاني صاحب (د دین څو ستوري) په نوم کتاب چاپ شو، مخکې ددی چې ښاغلی عبدالله جان بختانی خدمتګار وپیژنم ما ویل چې په افغانستان کښې د پوهاند حبیبی څخه زیات آثار څوک نلري، خو د پروفیسور بختانی خدمتګار ژوند ته په نظر کولو سره پوه شوم چې مونږ لا هم داسی شتمنې  لرو چې ژوندې دي او مونږ يې نه پیژنو، شاید داسی ډېر ځوانان وي چې د بحتاني خدمتګار په شان لوي هستي نه پیژنی، ځکه ماهم وپتیله چې د پروفیسور بختیاني په هکله یو څو کرښي ولیکم.

عبدالله جان د ملا آقا جان طبيب زوى د ١٣٤٣هـ ق کښې د ننگرهار ولايت د سره رود په چهار باغ صفا کښې زيږيدلى، لومړنۍ زده کړی يې له خپل مور او پلار نه پيل کړى او بيا د نورو استادانو څخه يې پر مخ بيولى ده .

څېړنپوه عبدالرحيم بختاني د استاد بختاني زوي د خپل پلار په هکله داسي لیکي: عبدالله بختاني عربي ديني علوم ، فقه ، تجويد ، تفسير ، حديث ، اصول فقه ، اصول حديث ، عقايد ، ميراث ، صرف و نحو ، بديع ، بيان ، معاني حکمت او منطق  يې د ننگرهار او کابل په اولسي مدرسو کښې د کابل عربي درالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د (( مولوي )) درجى ته رسيدلى دى، فارسي او عربي ادبيات ، پخوانى طب او رياضي درسونه يې د هغه وخت د اولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي، تاريخ ، جغرافيه ، فزيک ، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توگه مطالعه کړې ده، په فلسفه ، ټولنپوهنه ، سياست او سيکالوژي کښې يې  پراخه مطالعه کړې ده .

په پښتو شعر او ادب کښې يې لارښود استاذان ، استاد گل پاچا الفت ، استاد قيام الدين خادم ، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بينوادى .

عبدالله بختیانی په روسي ژبه پوره بلديت لري، د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه يې د لومونو سوف په نامه د مسکو په دولتي پوهنتون کښې په ١٩٦٣ ميلادي کال کښې تر سره کړي ده ، او د ژبې د تدريس او درسي موادو دتيارولو د ميتود په برخه کښې يې د ډيپلوم تر لاسه کړى دى.

نوموړي د خپل ژوندانه زياته برخه د هيواد په علمي، تعليمي، څيړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کښې تيره کړي ده، په دې لړ کښې ٢٣ کاله په پښتو ټولنه او ١٤ کاله د علومو اکاډمۍ کښې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت پاتي شوى دى .

پورفیسور بختانی د ١٣٢٥ هـ ل کال د حمل په لسمه د دولت د ماموريت لړۍ د ننگرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په توگه پيل کړى، په ١٣٢٦ هـ ل کال د ننگرهار د مطبوعاتو په مديريت کښې د ننگرهار د ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنه پورى مربوط وو.

د ١٣٣١ هـ ل کال د اسد په مياشت کښې د زيري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو .

د ١٣٣٤ هـ ل کال نه تر ١٣٣٩ هـ ل کال پورې په ترتيب سره د ننگرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر وه، چه پښتو ټولنى پورې مربوط و، د ننگرهار مجلې مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننگرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننگرهار مجلې مسؤول مدير په توگه يې دندې تر سره کړي دي .

په ١٣٣٩ هـ ل کال کښې د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو . ددغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ هـ ل کال کښې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه.

 وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کښې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر، د خلکو د فرهنگ ( فولکلور ) د ادارې آمر، د پکتيا د مجلې مسؤل مدير، د هيواد د ورځپاڼى رئيس او سر محرر په توگه وظيفې تر سره کړي دي.

 په ١٣٦٤ هـ ل د افغانستان د علومو اکاډمئ علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکاډمئ د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى  منشى وه، او بيا د علومو اکاډمى د علمي غړي په توگه پاتى شوى دى .

 په ١٣٧٣ هـ ل کال کښې متقاعد شوى استاد د یادو شويو وظيفو تر څنگ وخت په وخت په ښونځيو او کورسونو کښې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو تاريخ ته د استاد په حيث خدمت کړى دى .

په ١٣٨٢ هـ ل کال کښې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير و، او په هماغه کال د علومو اکاډمئ د ضرورت له مخه تقاعد يې رفع او د ١٣٨٥ هـ ش د سنبلې تر پيله پورې يې ددې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى دى .

الحاج امین الدین  سعیدي چې د  دکتور مولوي  محمد سعید  « سعید افغاني » زوی دی،  د استاد بختاني په هکله داسی لیکي: ښاغلی عبد الله خدمتګار زما د مرحوم  پلار دکتور سعید افغاني نږدې  دوست  اوملګری  وو.

 هغه په کال  ۲۰۰۷ میلادي کې د جرمني دکولن ښار  ته د یو فرهنګي سفرپه ترڅ کې ددی فرصت مساعد شو چی دهغه سره وگورم او په ضمن کی  دهغه څخه مې اجازه واخیسته چې دهغوی د ژوندلیک په هکله یوه لیکنه نشر کړم .

فاضل استاد عبدالله بختیانی خدمتګار ددغه رسالې په پوښ باندې، په خپل  خط  او  قلم  داسې  ولیکل :

د محفل یاران  چې  ټول وي او زه  نه یم

د کاغذ تصویر ته  ګورئ  او ما  یاد کړئ

 

د استاد بختاني وروستنئ دولتي رتبه مافوق ده، استاد په ١٣٥٥ هـ ل کال کښې د پښتو ټولنې لخوا د څيړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې ، وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمي درجه د سر محقق په علمي درجه واوښتله او په همدې  درجه ومنل شو ، چه دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا (( پروفيسر )) د درجې سره معادله وه.

د استاد بختاني د زيږېدو اتيايمه کليزه د افغانستان د علومو اکاډمى له خوا په يوه درنه علمي غونډه کښې نمانځل کيدله، د افغانستان د علومو اکاډمئ لوى رئيس پخپله پرانيستونکې وينا کښې وعده ورکړه چه نوموړي استاد ته د (( اکاډميسين )) د علمي درجې د ورکولو په باب لوړو مقاماتو ته وړانديز کوي.

استاد بختاني د هېواد او سيمې مشهور دانشمند، د ژبو، ادبياتو او تاريخ تکړه څېړندوى، منلى شاعر، ماهر ژورنالست او فرهنگي ټولنيز ملي شخصيت دى، هغه په پښتو او دري ژبو نظم او نثر ليکي او څيړنې کوي، له عربى او روسى ژبو څخه يې علمي، څيړنيزې او ادبي ترجمې کړي دي، د یوسل پنځه ویشت په شاوخوا کښي علمي او ادبي آثار تاليفات او ترجمې لري او تر زرو زياتې ټولنيزې او سياسي مقالې او مرکې يې د هيواد او بهرنيو هيوادونو په رسنيو کښې خپرې شوي دي.

نوموړى د هېواد او بهر په ډېرو علمي _ ادبي څيړنيزو غونډو، سيمينارونو، سمپوزيمونو او کنفرانسونو کښې فعاله برخه اخستې ده، او په دى لړ کښې يې پاکستان، هندوستان، عراق، تاجکستان، اوزبکستان، قزاقستان، روسيې، سپينې روسييې، اوکرائين، گرجستان، ارمنستان، ملدییف، جرمني، فرانسې، هالنډ، بلجيم، پولينډ، چک اوسلواکييې هېوادونو ته علمي فرهنگي سفرونه کړي دي.

 

 

د پروفيسور خدمتگار يو لړ آثار

چاپ شوي کتابونه او رسالې:

۱ په اسلام کښې د ښځو حقوق _ د مصرد ((المنار)) د جريدې  د مدير ، رشيد رضا ، د ((الوحى المحمدي)) له کتاب څخه ترجمه _ د ١٣٢٩ هـ ش چاپ ( د کابل مجلې په ٢٣- ٢٥٩ مه گڼه کښې ).

٢. مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) _د مصر د ((الازهر)) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغاني د عربي کتاب ترجمه_  د ١٣٣٢ هـ ش چاپ .  ( په کابل مجله کښې ).

٣. اراده  (روحيات) د پروفيسور غلام حسن مجددي له دري ليکنې څخه ترجمه او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ارتيکلونو  ترجمه_د ١٣٣٢  هـ ش چاپ .

٤. شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه - ټولونه ، سريزه او اهتمام - د ١٣٣٣ هـ ش  چاپ . د پښتو ټولنې له خوا .

٥. د زړۀ راز – د شعرونو لومړئ مجموعه _ د ١٣٣٥ هـ ش چاپ، د مطبوعاتو مستقل رياست له خوا .

٦. پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې – ١٣٣٥ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا .

٧.ميرزا عبدالرحيم رحيمى (احوالواشعار) بزباندرى – ١٣٣٥ هـ ش د تاريخ ټولنې له خوا.

٨. پښتني خويونه _ ادبي ټولنپوهنيزه څيړنه _ ١٣٣٥ هـ ش د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا.

٩. د ملنگ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ١٣٣٥ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا،  دوهم چاپ له زياتونو سره _ ١٣٤٨ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا.

١٠. خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه_د ١٣٣٦ هـ ش چاپ، په کابل مجله کښې او د ځانله کتاب په بڼه – د ١٣٩٠ هـ ش چاپ پخپله د ليکوال په مالي لگښت .

١١. علمي از ميښتونه په ساده و سايلو _ ساينسي درسي مرستيال _ د موريس پارکرليکنه _ د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې څخه پښتو ترجمه _ ١٣٤١ هـ ش، د پوهنې د وزارت له خوا .

١٢ . راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ١٣٤٢ هـ ش، د پښتو ټولنې له خوا .

١٣. دشوروي اتحاد سفر (يونليک) - دکابل مجلې د ٤- ١٣٤٣   هـ ش په گڼو کښې .

١٤. پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ١٣٤٥ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا .

 ١٥. شرنگ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ١٣٤٦ هـ ش، د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .

 

١٦. معاصر اديبان _ تذکره _ ١٣٤٧ هـ ش . د همدغه کال په ((افغانستان کالنئ)) کښې .

دوهم چاپ د ځانله کتاب په بڼه-١٣٩٢هـ ش - د خدمتگار په مالي لگښت –

١٧. توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه ، ترتيب او سريزه _ ١٣٤٧ هـ ش، د پښتو ټولنې له خوا ، دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش . د ختيځو سيمو د ژورناليستانو او ليکوالو د خپلواکې ټولنې له خوا.

١٨.پښتو لنډې کيسې_دلنډو داستانونو مجموعه_١٣٤٧ هـ ش، د هېواد په ورځپاڼه کښې.

١٩. د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملگرو سره _ ١٣٤٩ هـ ش . د پښتو ټولنې له خوا .

٢٠ د پښتو ټولنې رئيسان او غړي(تذکره)_١٣٤٦هـ ش ، په کابل مجله کښې .

٢١. ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش، د خدمتگار په مالي لگښت .

٢٢. مرغلرې_د ادبي نثرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش، د خدمتگار په مالي لگښت .

٢٣. د پښتوپت _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٥٢ هـ ش، د خدمتگار په مالي لگښت.

٢٤. د خواجه عبدالله انصاري ژوند پېښې _ د ١٣٥٥ هـ ش چاپ، د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .

٢٥. ديونس خيبري ديوان _ نقل، سمون، سريزه، اکادميک متن او اهتمام _ ١٣٥٦_ هـ ش،  د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا.

٢٦. دپادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ١٣٥٦_ هـ ش، د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .

٢٧. پښتانه شعرا ء څلورم ټوک –١٣٥٧ هـ ش. د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا.

٢٨. پښتانه شعراء- پنځم ټوک ١٣٦٧ هـ ش – د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا .

- دوهم چاپ – په ((پښتانه شعراء- بشپړ متن)) کښې – د ښاغلي مطيع الله روهيال په زيار – د علامه رشاد د خپرندويې ټولنې له خوا – کندهار – ١٣٩١ هـ ش.

٢٩. پښتانه شعراء – شپږم ټوک – ١٣٩١ هـ ش د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا.

٣٠. پښتانه شعراء – اووم ټوک – ١٣٩٢ هـ ش – د افغانستان د علومو اکاډمئ له خوا.

٣١. د افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ١٣٥٧ هـ ش . د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا .

٣٢. پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٥٧هـ ش، د اطلاعاتو اوکولتور د وزارت له خوا .

٣٣. د گلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه _ ١٣٥٩ هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا .

٣٤. د چکوسلواکيې او پوليند سفر (يونليک) – ١٣٥٩ هـ ش، د هېواد د ورځپاڼې په پاڼو کښې .

٣٥. يوه هفته په اوزبکستان کښې (يونليک) – د ((دوستئ مجلې)) د ١٣٦٠ هـ ش کال په پنځمه ، شپږمه گڼه کښې.

٣٦. څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ١٣٥٩ هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا.

٣٧. د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ١٣٦٣ هـ ش، د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا .

٣٨. شفق _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٦٣هـ ش، د افغانستان دليکوالو د ټولنې له خوا .

 

 ٣٩. تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا .

٤٠. د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا .

٤١. زمونږ وطن د جرگو وطن _ تاريخي _ ١٣٦٤هـ ش، د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا .

٤٢. د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ١٣٦٦  هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا .

٤٣. د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب، ټولونه او سريزه - ١٣٦٦ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا.

٤٤. د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٦ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا.

٤٥. د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .

٤٦. سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې  _ ديني څيړنه _ ١٣٦٧هـ ش - د علماء و او روحانيونو د ټولنې له خوا .

٤٧. د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٨ هـ ش د قومونو او قبايلو د وزارت له خوا.

٤٨. د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ١٣٦٨هـ ش، د هېواد د ورځپانې له خوا .

٤٩. د ملي ادب او ژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ١٣٦٨ هـ ش د افغانستان د ژورناليستانو د ټولنې له خوا .

٥٠. فراقنامه _ منظومه _ ١٣٧٨هـ ش د ښاغلي اولسمل په مالي مرسته .

٥١. زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠هـ ش، د الفت اکادمئ له خوا .

٥٢. خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه ١٣٨٠ هـ ش - په بلجيم کښې د افغانانو د فرهنگي ټولنې له خوا .

٥٣. ادبي سوغات – ١٣٨٠ هـ ش – د الفت اکادمئ له خوا .

٥٤. گلنامه _ بولـله  _ ١٣٨١هـ ش د خدمتگار په مالي لگښت .

٥٥. د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ١٣٨١هـ ش . د جمال ناصر پرهيز په مالي مرسته . 

٥٦. ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ١٣٨١هـ ش د برکت الله کمين مجددي په مالي مرسته. دوهم چاپ له زياتونو سره – ١٣٩٣ – د شاعر په مالي لگښت.

٥٧. ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٨١هـ ش د جمال ناصر پرهېز په مالي مرسته .

٥٨. خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنې _ ١٣٨٢ هـ ش - د ميا وکيل شاه فقير خيل په زيار او مالي مرسته.

٥٩. د علم قراءت ضابطه – ضبط، ثبت، سريزه او اهتمام – د ١٣٨٣ حمل – د خدمتگار په مالي لگښت.

٦٠. د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسې _ ١٣٨٣هـ ش د خدمتگار په مالي لگښت .

٦١. د بياض ديوان _ نقل، سمون، حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ١٣٨٣ هـ ش - د الفت اکادمئ له خوا .

٦٢. زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ١٣٨٣ هـ ش د خدمتگار په مالي لگښت .

٦٣. د باچا خان ليکونه _ دوهم ټوک _ ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي ١٣٨٤هـ ش - د خدمتگار په مالي لگښت. د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش -
په جرمني کښې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا .

٦٤. بشريت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ١٣٨٤ هـ ش - د خدمتگار په مالي لگښت.

٦٥. پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ١٣٨٤ هـ ش د ښاغلو فضل الله رښتين او نعمت الله بختاني په مالي مرسته .

٦٦. حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ د دوکتور عارف عثمان ليکنه – د خدمتگار ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ١٣٨٤هـ ش - د لوړو زده کړو د وزارت له خوا .

٦٧. د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ١٣٨٥ هـ ش، د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت له خوا .

٦٨. د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ١٣٨٦هـ ش، د خدمتگار په مالي لگښت.

٦٩.ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي آخوانزاده _ ١٣٨٦هـ ش - په جرمني کښې د افغانستان کولتوري ودې ټولنې له خوا. ستارۀ دين مولانانجم الدين آخونزادهء هده _ ترجمۀ دری محترم فضل الرحمن  فاضل _ ١٣٨٧ هـ ش د حج او اوقافو د وزارت له خوا.

٧٠. د سپين غره په لمنو کښې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ١٣٨٦ هـ ش - د حاجي محمد حسن حسام په مالي مرسته .

٧١. شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابي _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه او اهتمام _ ١٣٨٦ هـ ش، د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت له خوا .

٧٢. د گلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ١٣٨٧هـ ش په کابل کښې د گويټه انيستيتوت له خوا .

٧٣. پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ١٣٨٧- د عتيق الله سخي په مالي مرسته .

٧٤. بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ١٣٨٧هـ ش - د خدمتگار په مالي لگښت.

٧٥.  دوه ادبي ليکونه _ ١٣٨٧ هـ ش په جرمني کښې ((د حق لار)) ټولنې له خوا .

٧٦. د کوشاني دورې ځينې يادگارونه _ تاريخي لرغون پوهنه . ١٣٨٧ هـ ش - د خدمتگار په مالي لگښت .

٧٧. د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ١٣٨٧ هـ ش - د حاجي شفيق الله بختاني او وروڼو په مالي مرسته.

 ٧٨. فخر افغان او افغانستان _ ١٣٨٧ هـ ش -  په جرمني کښې د افغانستان دکولتوري ودې ټولنه – دآغلې ((مينه)) غريب په مالي مرسته.

٧٩. د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ١٣٨٨ هـ ش په بلجيم کښې د افغان فرهنگي ټولنې له خوا – د سيد ميرويس سيدي په مالي مرسته.

٨٠. ابن سينا اديب طبيب _ ١٣٨٨ هـ ش – په جرمني کښې ((د حق لار)) ټولنې له خوا .

٨١. يودوه گوتې کاغذ _ د خدمتگار مکتوبات ـ ( په درېو ټوکونو کښې ) د۱۳۸۸هـ ش چاپ - د جمال ناصر پرهيز په مالي مرسته .

٨٢. رنگين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند او فن د ١٣٨٨ د کب شلمه _ کابل د افغانستان د علومو اکادمي د سيمه ييزو مطالعاتو  د مرکز له خوا. دوهم چاپ د ١٣٨٩ د وري شلمه _ پېښور يونيورسټي بک ايجنسي له خوا.

٨٣. تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان، د خدمتگار په مالي لگښت.

٨٤. سيدو ملنگ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې _او د هنري موضوعاتو په باره کښې څو ليکنې _ ١٣٨٩ هـ ش د خدمتگار په مالي لگښت.

٨٥. د خدمتگار يوه ادبي موندنه ( کشف ) _ ١٣٨٩ هـ ش د خدمتگار په مالي لگښت.

٨٦. د ستر خدايي خدمتگار  وياړلي يادونه _ ١٣٨٩ هـ ش د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت له خوا .

٨٧. د بينا د ماشومانو لوبې – د خدمتگار ټولونه ، سمونه ، اوډنه ، سريزه او چاپڅارنه – د دانش خپرندويه ټولنه – ١٣٨٩هـ ش.

٨٨. د خدمتگار د زړه آواز – د اشعارو کليات – په دوو ټوکونو کښې – ١٣٩٠ هـ ش – د خدمتگار په مالي لگښت .

٨٩. رساله (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى - نگارش عبدالرحمان پژواک، استنساخ، تصحيح ، تنقيح، پيشگفتار، حواشى و هزينه چاپ – ١٣٩٠هـ ش .

٩٠- مناجات کُن فيکون و شعر هايى از شاعران نامور و گمنام – استنساخ ، تنقيح ، ترتيب ، حواشى ، مقدمه، اهتمام و هزينه چاپ – ١٣٩٠.

٩١. د خدمتگار د ژوند سفر – لومړئ دوره - نازولى ماشوم – ذکي شاگرد – ١٣٩١ هـ ش – د خدمتگار په مالي لگښت .

 ٩٢. د خدمتگار د ژوند سفر- دوهمه دوره- د ويښ زلمو له کاروان سره ، دافغانستان د علومو اکاډمۍ ، ۵۳۲ مخونه ،١٣٩۴ هـ ش .

٩٣- د عشق سوغات – د کمين کليات – ترتيب ، ايډيټ، اوډنهاو سريزه – ١٣٩١ هـ ش – د بي بي حاجي د کمين صاحب د مېرمنې له خوا.

٩٤. ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغي _ نقل ، تنقيح، مقدمه و تعليقات (متن اکادميک) – د خدمتگار په مالي لگښت – ١٣٩٢هـ ش.

٩٥- د عبدالقدوس پرهېز- ادبي ليکنې- ايډيت، حاشيې، سريزه او چاپڅارنه- د جمال ناصر پرهېز په مالي لگښت ١٣٩٢ هـ ش.

٩٦- د غرونو پژواک – د خدمتگار په مالى لگښت ١٣٩٢ هـ ش .

٩٧- راحت زاخيلى- د ناراحتې ټولنې شاعر - د خدمتگار په مالي لگښت – ١٣٩٢ هـ ش .

٩٨- د ښاغلي پرهېز ((ژمني گلونه)) – ايډيت، سريزه او چاپڅارنه-١٣٩٢ هـ ش - د ښاغلي جمال ناصر پرهېز په مالي لگښت.

٩٩- د دين څو ستوري ، د مصر په عر بي جمهوریت کې دافغانستان سفارت فرهنګي څانګه – ١٣٩٤ هـ ش کال ۲۹۴ مخونه .

١٠٠- د ادب څو ستوري ، د مصر په عر بي جمهوریت کې دافغانستان سفارت فرهنګي څانګه – ١٣٩٤ هـ ش کال ۱۸۲ مخونه .

۱۰۱.  تازه گلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام، دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت ،۱۳۹۴ هــ ل کال .۵۹۵ مخونه.

۱۰۲- پیر هرات خواجه عبدالله انصاري لنډه تذکره ،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ،۱۳۹۴ هــ ل کال ،۹۴ مخونه .

۱۰۳- مقایسه نثر خواجه عبدالله انصاري پیر هرات و با یزید انصاری پیر روشان ،افغان مسلکي مطبعه ،۱۳۹۴ هــ ل کال .

۱۰۴- مولانا منصور انصاری ، د مصر په عر بي جمهوریت کې دافغانستان سفارت فرهنګي څانګه ،۱۳۹۵ هـ ش کال ۹۲ مخونه .

 

ناچاپ آثار :

          ١٠۵. افغان ، افغانستان او اقبال .

         ١٠۶.  د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _

         ١٠۷. دستور وانجمن _ څيرې او څيړنې .

         ١٠۸. د کتابو کتنه _ بيبليو گرافي .

          ١۱۰- پښتانه شعراء – اتم ټوک (د کار لاندې)

          ١۱۱. در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .

          ١۱۲. د ملي شاعر ژوند او هنر  ( د ملنگ جان په باره کښې ) 

          ١۱۳. د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .

          ١١۴. د احمد گل شاعري .

          ١١۵. د ملک نعيم سندري .

          ١١۶. د خاطراتو دفتر .

          ١١۷. فِغانستان _ د شعرونو مجموعه .

          ١١۸. تشد د او نفرت _ څلوريزې .

          ١١۹. د زړه زخمونه _ بوللـه .

          ١۲۰. د ميراث ضابطه _ فقهي .

           ١۲۱. د عراق سفر .

          ١۲۲. د بن سفر .

          ١۲۳. چکچکستان زنده باد ! ( خاطرې )

          ١٢۴. د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې ، بېبليو گرافي.

          ١٢۵- افغاني نومونه.

په اخر کښې بختاني خدمتګار ته د الله جل جلاله څخه د لا توفییق، اوږده عمر، او په آخرت کښې ددی لوي خدمت بدل ورکولو دعاء کوم، د ځوانانو او په خاصه توګه د محصلینو څخه هیله کوم چې د پروفیسور عبدالله بختاني کتابونه ولولئ، د بختاني خدمتګار په آثارو کښې که د هرفن کتاب چې تاسو اوغواړئ پیدا کولای شی، چې د بختاني نه ستړي کیدونکو هڅو درک درته معلومیږې، د لویو هستیو د ژوند څرک در معلومیږې، او د کتاب لوستلو، مطالعه کولو حوصله مو زیات ولی شې.

 

 

سرچینی:

1 ددین څو ستوري

2 د ادب څو ستوري

3 افغان، افغانستان او اقبال

4 مولانا منصور انصاري

5 د څېړنپوه عبدالرحيم بختاني  لیکنه.

6 د الحاج امین الدین  سعیدي لیکنه.

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۰۷              سال  چهــــــــــــــــــاردهم                    حوت   ۱۳۹۶                       هجری  خورشیدی   اول مارچ ۲۰۱۸