په زړه می را وریږی لکه ستا بنګړی
کلی می یادیږی لکه ستا بنګړی
ګورو د باران وریښمینو څاڅکو ته اخ !
څنګه شرنګیږی لکه ستا بنګړی
بره په اسمان کی سپوږمی ګور ی ته
هسی نه ځلیږی لکه ستا بنګړی
ستا سپینو څنګلو کی بیل خوند کوی
زړه زما درلویږی لکه ستا بنګړی
ځکه د ګلونو تماشه کوم
سره راته غوړیږی لکه ستا بنګړی
راکړه تورو سترګو نه یو څو توری
غزل رانه خوییږی لکه ستا بنګړی
شوی په انجان څه دی کوڅو کی ستا
ښکته پورته کیږی لکه ستا بنګړی |