کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 

د استاد دوکتور جنيد شريف  د ېوه شعر په څنډه کې :

سرتوره ابيقوره

 

 

 

 مدخل:

د ٫٫سرتوره ابيقوره٬٬شعر  داستاد داکتر جنيد شريف  نوى شعر دى چې تر گوتو مې کړ    خو ما وپتيله او وهڅيدم  چې يو څه پرې وليکم  ،ځينې گوټونو ته يې اشارې وکړم .  په ياد  شعر کې چې په ظاهر کې دابيقور يا اپيکوروس له استعارې کار اخيستل شوې  په واقعيت کې په منفي ارزښتونو،خرافاتو  او  کاذبو  مريي ډوله شخصيتونو کلک گوزار دى . همدارنگه شعر دماضې په  بستر کې د اوسمهال  داستان هم دى .

د٫٫سر توره ابيقوره٬٬ شعر که له يوې خوا ابيقور زموږ په وړاندې دروې او له هغه  اود هغه د بڼ له ښکلو سره زموږ ددوران  شاعر راز ونياز کوي  نو له بلې خوا ناوېلي خبرې هم کوي ،اعتراض هم کوي . بغاوت هم تمثيلوي . اوپه ژوره توگه دانسانې ارزښتونو ياد هم را تازه کوي .  سرتور ابيقور را پيژنې، يو داسې انسان  چې دځمکې پر مخ دهيڅ شي پروا نه ساتي . نه دزور مريي کيږي او نه دزرو ، نه دوېرې اونه د ډار . له ځانه سره پريکړه کوي چې وچه ډوډۍ له اوبو سره وخوري خود ٫٫موزيتوب٬٬ لباس وانه غوندي . ابيقور فيلسوف دى خو ميړه  فيلسوف دى. دلته دميړه کليمه دجنسيت په مانا نه بلکې دپښتنې ارزښتونو پر مقياس اومعيار ده ،يعنې هغه څوک چې زړور تيا لري اودخير اوشر جگړې ته پښې ابل وردانگي  اوله خير نه دفاع کوي،  بلکې خير پنځوي  . يو داسې څوک چې دزور او ځواک  اود اوهامو دخدايانو له خوا هست شوې ارزښتونو پسې دېوال ته ولاړ دى او دهغو انځورونه ويجاړوي او ورانوي يې . ولي شاعر دې ته اړ کيږي چې داسې شعر ووايي ؟ ددې پوښتنې ځواب دشعر په لوستلو او پر هغه باندې ژور دقت اوغور دى  چې موږ ورپسې پر مخ ځو ·

شاعر وايي :

(۱)

سرتوره ابیقوره

په باغ کی دی یو نوی نارینه شاګرد

ته ځای شته؟

زه ستا د بی پروا سلوک مرید یم

تا ښکلی په دی باغ کی ټولې کړی

که موږ ته په تهذیب کی   تعلیم راکی

   نو به ښه وی :

دولت لری که نه لری

شانداره دسترخوان که دی لوی نه وی 

سوالګر یی لوڅ لغړ یی ،نواب نه یی

ژوندون لری که نه لری

که خوند ځینی وانه خلی

په ځمکه پریوتلی چمبر خیال یی—

  ژوندی نه یی

که ټول وطن زرغون  وی د انګورو په تاکونو

په ګوتو که یی یو یو

دانه دانه ټول نه کی

سوکه سوکه شراب ورنه جوړ نه کی

د بوټو ټیکه دار یی ملیار نه یی

شاعر  دابيقور دښکلو  دوينا له مخې دتهذيب په زده کړه ټينگار کوي ·هغوۍ بې پراو ابيقور ته وايي  چې دا مهمه نه ده چې تاسې دسترخوان لرۍ اوکه نه يې لرۍ ؟ که دولت درسره وي اوکه نه وي ؟ که سوالگر ياست اويا نواب  دا ستونزه نه ده . خبره په دې کې ده  چې په دې ټولو حالاتو کې له ژوند نه خوند اخلي اوکه نه ؟  دژوند په خوند اومتره پوهيږي اوکه نه ؟او د دې په خوا کې که له دې متضادو اومتناقضو حالاتو هم خوند وانخلي نو روښانه ده چې  وچ چمبرخيال يې چې په درد نه خوري .که سيمه ټوله دانگورو له تاکونو ډکه هم وي  خو چې يوه يوه دانه راټول نه کړي شراب ترې جوړ نه کى او پر سر يې وانه ړوې نو دبې گټې اوعبث کار پسې سر گردانه يې · څرگنده خبره ده  چې موږ په خپل پيير اوخپل دوران کې د لټو ،بيکاره ، تنبلو او تيار خورو سره مخ يو . چې دخپلو گټو يا متاع دترلاسه کولو له پاره هره ورځ پلورل کيږي ،هره ورځ سودا کيږي ، هره شيبه  دمومو په څير دنورو په لاسونو کې مروړل کيږي  خو دغيرت او شهامت مزه يې اوبو وړې ده  اويا ډېر بې خونده او بې مترې دى · له بله پلوه  د ابيقور  دبڼ ښکلي دشرابو يادونه کوي  چې که  کړاو ونه گالي او له  دانه دانه انگورو نه شراب جوړ نه کې نو هسې دچا خبره کدو يې :

. دلته  شراب دڅه سمبول دى ؟  دشرابو استعاره په صوفيانه يا عرفاني ادب کې  دذات په تجلي باندي اطلاق کيږې . خو دلته  شراب دمېنې اومحبت اور بلوي . يو شاعر وايي :

شرابې خور که جامش حسن يار است + پياله چشم مست باده خوار است  ( شبستري )

ابيقور دمينې اودوستۍ ليوال دى په مينه ټينگار کوي په همدې اساس دهغه شراب  عارفانه شراب نه دي بلکې ددې دونيا دمحبت او دوستۍ قطرې دي .  دخبرتيا اوهوښارتيا دپوهې او ځېرکۍ ماده ده .

اوسني جاري حالاتو او خونړيو جنگي پيښو زموږ دټولنې انسان بدل کړې يا په بله مانا له هغه يې انسانې مينه  پريوللې ده . د ابيقور ښکلي زموږ په اوسنې افغاني چاپيريال کې له تيت پرکۍ ،نه يووالي ، او د ځان له ورکيدو نه سر ټکوي . رښتيا وايي که موږ تهذيب درلوداى ،نه يوازې ثروت اوبډاينه  او د لوى دسترخوان درلودل به هر څه نه انگيرل کيدل بلکې انسانيت به دهرڅه محور واى . نو ځکه خو دتهذيب زده کړې ته اړه وينو . په تيار خورۍ او مفت خورۍ  ، اود بل دوينو په څښلو کې نو سړى خيالي چمبرخيال نه وي نو څه وي ؟  دشخصيت معيارونه نور څه دي نه داچې معاصر يا اوسنې ښاروند يې فکر کوي ·  اوسنيو حالاتو دټولنې له انسان  اودټولنې په انسان  دنهى او امر واکمنو يوه ځانگړې فضا رامنځ ته کړي ده : د ثروت حرص ، دقدرت حرص اودشهوت حرص په ټوله کې ددې سبب دې چې انسان نه يوازې دخپلو نفساني غوښتنو مرېې شي بلکې دپرديو مريان هم شي . داپيونو او پوډرو سوداگرې يوازې دصدور او ليږد په حال کې نه ده  بلکې خپله همدغه سوداگر داسې پرې نيشه دى  چې په رڼا ورځ يو انسان ته اور اچولي شي ، هغه په سړک کشولي شي  په لښتو يې وژلي اوپه ډبرو کې يې سنگسارولي  او وژلي شي . دلته دى  چې هټلر  ،نرون ،چنگيز ، سکندر اوتيمور ورته په قهقه خاندې او  دطنز په ژبه تاريخ ته وايي : اوس به دې ته کوم نوم ورکوي؟ خو دشاعر دا وينا هم بې ځايه نه ده چې وايي :

دا ناولي دجنت ټيکه داران به + په پلورلو دوطن باندې نيول چا

دلته  ددې له پاره چې بحث بلې خوا ته ولاړ نه شي،  تر مخه تر دې چې  شعر راوسپړو لږ څه بايد دابيقور په ژوند تمرکز وکړو چې دا څه ډول اشاه وه · دا ځکه چې  ابيقور چې د دې داستان مرکزي کردار دى.  لږه پيژندنه يې اړينه ده·

***

(۲)

ابيقور څوک و؟

په لرغوني يونان کې دوه فلسفي مکتبونه په يو مهال را وټوکيدل  چې يو يې رواقي او بل يې ابيقوري  وو· درواقي مکتب سر لارې زنو   اودابيقور  مکتب سر لارې  اپيکوروس و. دواړو يو دبل په وړاندې دريځ درلود . دابيقور زياتره اثار لا درکه شوي دي خو يو څه چې پاتي دي  اويا دهغه له پيروانو  لاسته   راغلي له هغو دابيقور  لارښوونې اوهدفونه  جوتيږي .  دهغه دفکر اوازادخيالۍ ،بى پرواېې  او استغنا  حالت جوتيږي . په بله خوا کې دمخالف ښوونځي دسر لاري پروپاگندونه اوتبليغات هم ددې مکتب  په پيژندلو کې مرسته کوي .

د رواقي مکتب پيروان دابيقور په اړوند  له رسوايي نه ډک داستانونه  بيان کړل ، خو دهغو  دروغجن داستانونه  سم نه بريښي . دمثال په توگه وايي چې دابيقور مور جادوگره وه  .ديوگنس وايي  چې : ٫٫ هغه کور په کور گرځيدله  اودپاکۍ  اوتطهير دوعاگاني يې کولي  اودژوند قوت ولايموت يا دار وندار يې پيدا کاوه . [i]٬٬

خو د  ٫٫بيلي ٬٬په نوم يو فيلسوف وايي  : که دا کيسه چې ابيقور دمور سره  د مرستندوي په توگه درويزه کوله اواوراد يې تکرارول، حقيقت ولري نو د دې خبرې احتمال شته چې هغه په هماغه وخت  چې لا ماشوم و دخرافاتو (لومړۍ شميره ضميمه  دابيقور دخرافاتو ضد دريځ وگورئ  ) په وړاندې يې کرکه کوله   چې بيا وروسته  دهغه دفلسفي  لارې عمده څپرکى شو  .  دا خبره څرگنده اومستنده ده چې ابيقور له مور سره زياته مينه درلوده . ٬٬

پلار يې کډوال وو.  ابيقور هم زموږ دنسل په څير  ٫٫يهودې ډوله سرگردانۍ٬٬ او دکډوالۍ   مزه څښلي ده . کوچنۍ اسيا ته تللي دى ،  همالته د٫٫نوسيفانس٬٬ په نوم له يو فيلسوف نه چې دديموکريتوس شاگرد و فلسفه زده کړې وه . سره له دې چې د ديموکريتوس نه اغيزمن دى خو دنوسيفانس نوم نه يادوي .

ابيقور په ۳۲۱ کال خپل مکتب تاسييس کړ . لومړى په ميتلين  اوبيا وروسته لامساکوس کې و  په ۳۰۷ کال اتن ته راغي   اوهمالته ومړ .

***

خو  شاعر له  څو بيتونو وروسته دزمان او حالاتو اصلي مسالي يا موضوع ته داخليږي . دلته لاسبري ارزښتونه  چې  دنيتچه په قول  دزور اوځواک  او په هرڅه دقابضو عناصرو له خوا  جوړ شوې  دي ، د ابيقور په څير بې پروا انسان يې هيڅ خيال نه ساتي،دهغو حريم ته  ورداخليږي  او دهغو دنفى اواز پورته کوي .  نيتچه الماني فيلسوف دخپلو افکارو اونظرياتو د وړاندې کولو په ترڅ کې موجود ارزښتونه او اخلاق  وننگول او په دې باور و چې :

دلته دشعر لوستلو ته دوام ورکوو:

ای خلکو عزیزانو

د ویری غلامانو 

دا تکه سپینه پوڅه دا توده  ډوډۍ

سهار د لمر خاته په کرارۍ کی

د وړم کال کنځلو باندی ولی تریخوئ؟

د باندی د څلی شمال لګیږی

دننه ماسختن تاوه خانه کی

ماشومان په لوبو بوخت دی

او تاسی په دی چورت کی ډوب چی --

   زر به مو د عمر کډی لاړی شی

او څه تورتم به راشی

په  دين پالي اومذهب پالي اشرافيت کې دحاکمو اواشرافو عادات فرمان چلوي . دا له پيله ناسم څه دي  چې  د ښو اونيکو اعمالو مخه نيسي . دنيچه په عقيده بشريت ددغه خامې دين پالنې په اثر ناروغه دى .

دنيچه په عقيده زور ،ځواک جنگ اوجگړه دماجراجويي يا گډوډۍ غوښتنې اوشر پسندۍ،  ښکار اونڅاه او نورې ټولې جنگي لوبې په عمومي صورت هغه څه دي چې دزور له مخې کيږي خو دين پالونکي اواشرافي ارزښتونه نورې وړاند ويني هم لري.

شاعر دابيقور   له يوې عقيدې اوباور نه يو بل پاټکي ته  گام پورته کوي   . خلکو ته خطاب کوي. په خپل خطاب کې جوتوي چې انساني ژوند اوارزښتونه  يوازې هغه نه دي چې دځواک اوثروت خاوندان پرې ټينگار کوي . يا   هغو هست کړي دي بلکې شاعر دا خبره دابيقور له  دريځه روښانوي  چې دوېرې اوترهې سرچينه چېرې ده · [1][ii](لومړۍ   شميره  ضميمه توضيحات وگورۍ ) ويره چا دانسان له پاره  دانسان په اندامونو وغځوله . ابيقور دا خبره ښه په ډاگه کوي چې ماورا لطبعيت  يا په بله مانا   تيولوجي  Theology او مرگ  ددې ترهې سر چينه ده . نيتچه نه يوازې په مسيحي اخلاقو بلکې دتيولوژې په ټولو شکلونو ،لکه چې ټول ابرهيمي اديان يې مطرح کوي ،يرغل کوي · بالعکس يونانيان  اوپه لومړۍ درجه کې  د اپيکور ستاينه کوي . داځکه چې هغه دخوند نه ډک ژوند په لټه کې و ·:

٫٫اپيکور لومړنې فيلسوف دى  چې دبلې دونيا  له سزا نه ويره يې له انسانه ليرې کړه . په داسې حال کې چې مسيحيت  ددوزخ   داور له وېرې ډار  دانسان په غاړه واچاوه اومسيحيان يې په رواني رنځ اخته کړل .٬٬[iii]

غنې خان دپښتو ژبې نوميالى شاعر هم دا خبره په بيدريغه توگه کوي .

مرگى دې راشي +چې کله يې وس وي – گل به مې لاس کې وي + اويا به اس وي .

چې څه مو بخت وي + دومره به بس وي – چې جام کې گوټ  گوټ + شراب کميږي

سپرلى خلاصيږي + گلاب کميږي  + ستار کې شرنگ هغه + دماښام نشته دى

سرور په سترگو کې + دخيام نشته دى

ځکه شاعر هم دا خبره دغني اوابيقور په څير درک کړې ده  چې ماورالطعيت دبشر يا انسان په کارونو کې لاس نه وهي ، بې ځايه مه ډرايږئ . وايي :

 (۳)

سرتوره ابیقوره

خدای ته ګوره

د باغ د دروازی په تندی ولیکه

که چا عمر خیام لوستلی نه وی

راتلای نشی

ماښام دی ابیقوره[iv]

تا څو تنه ډیسی ملګری کور ته را بللي

که تا ته ژوندون خوند دی --

    دا خلک نوپه خوند کله پوهیږی؟

که تا ته آشنایی د ژوند مانا ده

دا خلک په مانا مانا آشنا آشنا پوه نه دی

دا غټ چارتراشان

اوښان ورته سرونه خوځوی چی --

 دا پوده لرګی به څوک زمونږنه واخلی

دا لټ دوکه ماران

چی میندی یی حیرانی دی

موږ ولی دا بی ننګه  اولادونه زیږولی؟

دا ستړی نندارچیان

جامونه شرمیدلی

په شږو کی مو توی کړئ شرابیانو!

خو داسی شوده ګان را باندی مه نشه کوئ

شاعر دابيقور له  باغه  اودهغه  له گلبڼه خپله خبره کوي . ابيقور هم په ٫٫ديسې ٬٬ملگرو يا دبنگالي په ټگانو  چليپا را کاږي. شاعر هم دا کار کوي·( دديسې لغت داصلي ضد مفهوم له پاره کارول کيږي  هغه چې تقلب او چل په کې وي) .

دابيقور په درسونو کې يو دا هم دى  چې په دوستۍ او ملگرتيا کې يو خوند اولذت موجود دى . صداقت او رښتينواله  لوړ انساني ارزښت دى . بايد داخوند او لذت له پامه ونه غورځول شي . دوستي اوملگرتيا د صداقت او رښتينوالې په ارابو  دژوند په کنډو کپر واټ کې ځغلي . خو د دوکې  ،دوه مخيتوب  اومنافقت په پښو  نه درومي . هغه څه چې له دې هم زيات مهم دي  هغه ددې دوستۍ خوند او لذت دى .  شاعر سره له دې چې په دونيا کې دابيقور پر  خط پر مخ ځي ،څه نا څه دخپل فرهنگ اوارزښتونو په مقياس خپل  تريخ اوزهر جن اعتراض هم کوي .  دنامردۍ او مريتوب په وړاندې خپله کرکه اونفرت نه پټوي . ان دشرابو په ژبه وايي چې ٫٫په شگو کې مو توى کړې  خو دا سې شوده گان را باندې مه نيشه کوۍ·٬٬ .

شاعر چې کله دژوندانه جاري بهير څاري او د دې بهير لوبغاړي ارزوي ،په  هغو کې

دغټو لرگو ،پوده چارتراشو ، بې ننگه اولادونه ، لټ دوکه ماران  چې له شرم او خجالت نه يې تاريخ ته بل سوغات پرې نه ښود، اوپتيېلي يې ده  چې پرې يې نه ږدي  ،له نورو جلا کوي اوپرمخونو يې ٫٫ ابيقوري تف٬٬ کوي . پرې اعتراض کوي  . ابيقور   دهمداسې حالت په وړاندې   داستغنا لاره خپله کړې وه . په وچه ډوډى او اوبو يې ژوند کاوه  خو  دنامردو پر مخ توف کوي .

(۴)

ژوندون د خیال نڅا ده ای خیالی انډیوالانو

ژوندون خوږه خندا ده ای د غم کلا بندیانو

یو غړپ یوه خبره

یو نقل یوه ټوکه

ډار نه وی سودا نه وی

د ګټی د تاوان، د لاندی باندی پروا نه وی

په ګډه ګوښه شوی د دنیا له شورماشوره

 هغه وايي : نو دخيال په خندا کې څه کوئ  . خو کله چې خطاب کوي  نو ورته دغم کلابنديان وايي · دغم کلابنديان همدوى دى ، همدا نسل ، همدا ناخبره ، چې نه خو په دوستۍ اوملگرتيا پوهيږي اونه يې دملگرتيا څه خوند څکلى دى · خو ابيقور په دې باور و چې ويل به يې دکړاو او شکنجې لاندې حالت کې هم نيکمرغي شته . نيکمرغي په ژوند کې ده،  په يوه ساه اونفس کې ده . ډار اوترهه پخپله انسان جوړ ه کړې ده . ما ورالطبعيت دانسان دذهن اوروان محصول دى . خو دحرص اوطمعې خاوندان ،دهوس اوپه ځواکمنۍ  مينان تل هڅه کوي چې ترهه اوډار ايجاد کړي اودنورو دمريي کولو له پاره دنورو دازادۍ  دپښو لاندې کولو له پاره لاره هواره کړي· خو شاعر دژوندانه له بهير نه داسې پوهاوى لري لکه چې وايي :  . .......

 (وگورئ دويمې شميرې توضيح ته )

***

(۵)

سر توره ابیقوره

زه وایم دنیا ډهل دی شپیلۍ نه ده

چی  ټوله شپه زګیروی کړی له بیلتونه

چی مینه له نیستۍ نه پیدا کیږی

چی ړنګ شول په یونان کی دیوالونه

ساړه شول په بغداد کی بازارونه

چی سترګی د خیالونو قافلی دی

چی بیرته دی ازل ته لیږدوی

او سپینه خوله شربت نه دی کړکۍ ده

چی سپوږمۍ په کی ښکاره شی

زه جار شم له ډولچی نه چی سپوږمۍ ورته ګډیږی

زه جار شم له ډولچی نه چه اوږی را خوځوی

زه جار شم له منګی نه چی اوږو باندی نڅیږی

دا غټی غټی سترګی پلمی نه دی پیمانی دی

دا توری توری زلفی زولنی نه دی نغمی دی

دا سپینه خوله د پیغلی طالب جان ښه پیژندلې :

ولله د جنت ور دی

شاعر  په  دې برخه کې  دنى يا شپيلۍ په ژبه خبرې کوي  :  شپيلۍ چې له بيلتانه اوله جدايي شکايت کا . هغه چې له همدې بيلتونه  درد گالي او   د درد د پاى له پاره هڅه کوي چې بيا دوصلت مقام ته ورسي ·

دمولاناى روم  دمثنوي لومړى دفتر هم  د٫٫نى ٬٬ په تمثيل پيل کيږي . په دې تمثيل کې هغه  عرفاني روح چې انسان دنړيوال روح يوه برخه ده  او دوجود په پنجره کې بندي دى ،ددې ليواله دى  چې يو وار بيا خپل اصل ته ورستون شي  ،نورو عارفانو اوفلاسفه وو هم په نورو ډولونو   تمثيل کړى دى . خو دمولوي تمثيل ډير شاعرانه دى . هغه چې وايي :

بشنو از نى چون حکايت مى کند

وزجدايي ها شکايت مى کند

کزنيستان تا مراببريده اند

ازنفيرم مردوزن ناليده اند

سينه خواهم شرحه شرحه از فراق

تا بگويم شرح و وصف اشتياق

اوپه يو بل ځاى کې په دوام سره وايي :

تن زجان وجان زتن مستور نيست

ليک کس را ديد جان دستور نيست

په شعر  کې دشپيلۍ  اواز  نور هم ژور بريښي . دلته هم جهان يا کاينات دروح مطلق مظهر دى . چې له نيستۍ هستي رامنځ ته شوه.

په شعر کې تر زياته حده  دمولانا له انده د فلوطين دښکلا پيژندنې نظر را اخيستل شوى اودشپيلۍ په ژبه تمثيل شوى دى . دفلوطين په گروهه زموږ روح  دخپل طبعيت له مخې دمعقول جهان اوحقيقي وجود سره اړيکه  لري . هرکله چې له يو څه سره مخامخ کيږي چې ورسره اشناوي ،خوښيږي  اوپه حرکت راځي . اوله هغه سره په خپله اړيکه خبرتيا پيدا کوي · بيا ځان ته راگرځي اوخپل ذات اويا هغه څه چې خپله دى په ياد راوړي . نو خبره په دې کې ده چې :  دښکلو محسوسو شيانو  اومعقولو ښکلو ترمنځ څه ورته والى موجود دى ؟ فلوطين وايي  چې دمحسوسو شيانو ښکلا  له هغه گټې اوبهرې نه را منځ ته کيږي  چې  هغه دښکلا له ايديي نه اخيستل شوې  ده . اوښکلي جسم دهغه گټې او ونډې (بهرې) له لارې يا دهغه قوت څخه  چې دخدايي له  روښنايي څخه رامنځ ته کيږي، عبارت  ده . دهغه په اند  دمحسوسې ښکلا  برسيره يوه بله ښکلا هم شته  چې موږ يې په حواسو نه شو در ک کولي . هغه دې پايلي ته رسيږي چې ښکلا دانسان له روح سره تړلې ده . دا  بدرنگي ده چې له روح سره يو ځاى کيږي . ښکلا هماغه دروح رښتينى ژوند دى . اوکه ځان له ځانه سره يوازې پاتي شي  نو له بدرنگۍ يا ناوړتيا نه ژغورلي شي .

خو شاعر په بله برخه کې  وايي چې دونيا ډهل دى . ډهل دلته د عيني ،جاري اوطبيعي دونيا  استعاره اومظهر دى . شاعر دشعر په وروستۍ برخه کې بيا هم دابيقور دلذت او خوندونو مسالې ته ورگرځي . ديونان دديوالونو ړنگيدل ا ودبغداد دبازارونو شړيدل  ددې مفکوري مصداق نه دى  له دې ړنگيدلو مينه رامنځ ته نه شوه  بلکې کرکه اونفرت يې خور کړو اوخوروي يې ، بلکې خوند په همدې دونيا کې دى اوخيام ډوله غږ هم ورسره شته  چې وايي :

گویند کسان بھشت با حور خوش است +  من میگویم که آب انگور خوش است

این نقد بگیر و دست از آن نسیه بدار +کاواز دهل شنیدن از دور خوش است

يا په يوه بله رباعي کې :

چون امدنم بمن نبدروز نخست ،+وين رفتن بى مراد عزميست درست،

برخيز وميان ببند اى ساقى چست ،+کاندوه جهان بمى فروخواهم شست. [v](۳)

شاعر هم د شپیلۍ د ښکلا تصوری مفکوره نه منی او د هغه په ځای د ډهل عینی او جسمی ښکلا ته ترجیح ورکوی:

چې سترگي دخيالونو قافلي دي

چی  سپينه خوله شربت نه دى کړکۍ ده .

له بلی خوا:

 زه جار شم له ډولچي نه  چې اوږې را خوځوي .

 دا سپينه خوله دپيغلې طالب جان ښه پيژندلي

 ولله دجنت ور دى .

 دلته طالب جان  (د طالب جان او گل بشری د نقل قهرمان) هغه څوک دى  چې په دروني لحاظ روښانه شوې وې يا ٫٫نيروانا٬٬ ته رسېدلي وي ،نه هغه طالب چې واسکت په تن کل نفس ته دمرگ ذايقه ورکوي. روښانه انسان ، دزده کړي او تهذيب لرونکي انسان   ددې خوند داخيستلو  وړتيا لري . 

(۶)

په دې ډول د شعر پاى ته ورنږدې کيږو . شاعر دتيښتي لاره گوري له فلسفي درسونو څخه تيښته کوي . نوره فلسفه نه وايي اونه يې په کتابونو کې گوري . بلکې دعملي ژوند په سطحه کې  هغه لکه يو لامبوزن چې داوږده سمندري سفر نه داوبو مخ ته راشي . وايي :  اوپه دې تيښته کې شاعر  دپسرلي منظر کشي کوي  . دپيغلو  اوځلمو داتڼونو ياد کوي . بيا خپل فرهنگ  او  دخپلو خلکو د روان سره يو ځاى  ډهل ته گوري . غني خان هم دډهل اوټنگ اوشرنگ ليوال دى  :

په زړه پورې نوښت دادى  چې شاعر يو ډول سنت ماتونه کوي يا د دود پرخلاف جنډه پورته کوي اوپه شعر کې دښکلا درعايت له پاره قافيه  او بحر بدلوي . په وروستي بند کې گورو چې قافيه په بشپره توگه بدليږي .

راغی سپرلی راغی له ډهلو سره

خاندی سره ګلونه د اغزو سره

مړ به شی، سکاره به شی، ایری به شی

اور چی مخامخ شی د اوبو سره

واوره سردرو کی ویلی شوی ده

ګرځی شا ځلمیان د جنکو سره

ښکته خلک ناست دی د چنار لاندی

سپین بادام راغلی له  باجو سره

راشه ابیقوره میلمستیا ته دی

کور بختور کیږی میلمنو سره

څومره نزاکت باندی اتڼ کوی

پیغلی یونانۍ د پښتنو سره

 دشعر په  وروستى برخه کې هم مضمون بدليږي  هم فورم اوقافيه بدليږي .

دپښتو ژبې مشهور شاعر او ازادې غوښتونکي مبارز  خان عبدالغني خان چې دښکلا پيژندنې او پښتون فرهنگ په اړوند ژور نظريات لري  . په خپلو کلياتو کې غزل ډېر کم لري ،يايې هډو وېلي نه دى · دهغه په نظر چې وايي ، دغزل صنف  زموږ خپل نه دى ، زموږ دمزاج سره مطابقت هم نه لري . دا ځکه چې  غزل په لى کې يو خوبولى ترنم لري اوپښتون فطرت  تيزي ،تندي  ډنگ ډونگ، ټنگ ټکور ،شړنگا اوکړنگا خوښوي .

په پښتو فولکلور کې چاربيته او دهغې اهنگ د غني خان ډير خوښيده . په موسيقۍ کې يې د ډهل هغه ټاپ خوښ و ، چې په کې يو را لړزوونکى کيفيت دى  اوهمدا سبب دى چې هغه دخپلو نظمونو انداز دداسې اهنگونو په تړون کې دى .  دسرتوره ابيقوره شاعر  هم نى يا شپيلۍ له ډهل نه جلا کوي  داسې بريښي چې په نا خبره توگه يې  دپښتون روان  مطابق اهنگ پيدا کړى دى  اوډهل  يې غوره بللى دى ، دا ځکه چې ډهل اوږې پورته غورځوى ، داواز ترنگ يې دوجود په حواسو کې لاره کوي اوهغه په شور او زوږ راولي .

اوبيا همدارنگه دهمدې فرهنگ په موازاتو کې  دسپين بادام (سپين بادام محلي پښتو سندرغاړي و  چې په داستان ويلو کې يې زيات شهرت درلود ) د داستان او باجې کيسه يې   استعاره را ژوندى کوي . همدغه محفل ته سر ورښکاره کوي اوهلته ابيقور  دپښتون هوجري اودېرې ته بيايي . چې له يوناني پيغلو سره پښتانه  خپل  اوربلونه غورځوي .

***

گورو چې  په پورته شعر کې چې اوس يې دپاى ټکي شميرو ، ژوند په کې غزونې کوي ، خو دا ژوند کوم مصنوعي او ظاهري هغه نه دى . دلته دژوند اود ژوندانه دبهير ژورتيا متصوره ده . په هنري انداز کې په هنري استعارو کې  تر سترگو کيږي .  ديونان دمشهور فيلسوف ابيقور   دخيام اوغني  دفکري سمندرونو په څپو کې انځور شوې ده .  شعر په دې  افق کې هغه څه ويني چې نور عادي خلک يې نه ويني . شعر دخپل ليرې واټنه داسمان  په لمن کې دبوډۍ تنور گوري چې لمبې يې را پورته دي . هرڅه په کې سوزي . شاعر  دصادق هدايت ٫٫رجاله ٬٬ هم گوري . مرييان هم گوري دجهالو لښکر ته هم سترگي اړوي او دژوند له خونده بې برخي څلور بولي هم ،خو  شاعر دخپلې دونيا  په پاى کې خپل لورى  بدلوي او  دخوند اولذت کيسه را اخلي .

 دپورته شعر  ښکلاييز اړخونه :

ددې شعر دښکلاييزې ارزوني له پاره اړينه ده چې ديو ليکوال دا خبره  را واخلو چې وايي :

ټول ليکوالان په کليمو ليکنه کوي . خو يوازې شاعران دي چې کليمه ويني هغه څه چې شعر اونثر سره جلا کوي همدا دکليماتو ليدل دي . شاعر دکليمي په  لومړي احساس سره ليکي ·

له بله پلوه هغه څه چې دپورته شعر په مورد کې صدق کوي دادي چې په ټوله اوږده قصيده کې مسايل په منظم اوسيستماتيک ډول رعايت شوي دي . تصاوير او يا انځورونه يې منظم راغلي دي . په مهارت سره  له يوې برخي نه بلې ته اوښتى دى . په ټول شعر کې تمرکز په پوره قوت سره رعايت شوى دى . کله چې يوه مساله را مخ ته کيږي  په پوره وضاحت سره انځوريږي او تمرکز پرې کيږي . په شعر کې په انگيزي  ،بيان  توازن  يا انډول متضادو عناصرو وړاندې کولو ته پوره پام شوى دى .

دهيدگر په وينا کله چې هنر په ژبه راځي نو په شعر بدليږي . دلته هم دا کار شوى دى . دلته هم کليمات په نڅاه راځي.  کليمات اتڼ کوي ، شور کوي او ښکلا پنځوې . داچې وايي :

(که خوند ځينې وانخلي نو پر ځمکه پريوتلى چمبرخيال يې · ))يا دا چې : (اى خلکو عزيزانو + دوېرې غلامانو

دا تکه سپينه پوڅه دا توده ډوډۍ + سهار دلمر خاته په کرارۍ کې + دوړم کال کنځلو باندې ولې تريخوئ ؟ )

په بله برخه کې وايي : دالټ دوکه ماران + چې ميندې يې حيرانې دي  + موږ ولې دا بې ننگه اولادونه زيږولي ؟)

د شعر په پاى کې چې کله قافيه بدليږي يو ډول  د دوديز والي خلاف کار دى، خو له بلي خوا هغه څه چې شاعر يې په مدرنه توگه په پام کې نيسي  هغه دادى چې شعر او کليمات اومحسوسات   اودکليماتو رقص اونڅاه ته اهنگ ورکوي . چې دا په خپل ذات کې يو نوښت دى . نه يوازې دشعر په ښکلا کې زياتونه راولي  بلکې دشعر موسيقايي اړخ پياوړې کوي .


 

 


 

 

نښليدنې :

لومړې توضيح :

۱-خرافات  ويره اوترهه :

دابيقور په نظر  ( دوستي نه شي کولى له خوند نه جلا وي . اوپه همدې سبب بايد  هغه وروزو  دا ځکه چې له هغې پرته نه شو کولي په امان اوفراغ کې  له وېرې پرته ژوند وکړو . اوان نه شو کولې خوشاله ژوند وکړو . ) ابيقور دوېرې اوترهي په باب عقيده درلوده چې :

دوه شيان دويرې سترې منبع دې . تيوکراسي  اومرگ · اودواړه يوله بله سره تړاو لري . دا ځکه چې تيوکراسي دا نظر تايدوي . چې مړي نيکمرغه نه دي . په دې اساس ابيقور دداسې فلسفي په لټه کې و چې ثابته کړي چې ارباب الانواع په بشري چارو کې لاسو وهنه نه کوي  بلکي روح له جسم سره يو ځاى له منځه وړي .

دنن ورځي زياتره متفکران  ماوارءالطبيعت  دبشر ې خاطر دتسلي په توگه انگيري . خو ابيقور ددې عقيدې خلاف و . دهغه په نظر  دماوراء لطبعيت مداخله  دوحشت زيږنده ده  او دروح په بقا باندې عقيده دانسان  داميد  له پاره ډېره شومه اوناوړه ويني · نوموړي   دهغه عقيدو په وړاندې  چې دانسان له پاره وحشت  را وړي مخالف دى .

۲.دويمه توضيح دوستي اوخوند

هغه څه چې دابيقور په کار کې ډېر دپام وړ دي  هغه دوستي اوملگرتيا ده  انساني اخلاص دى  اوددې کار له پاره يې زيات وس او ظرفيت درلود .هغه خپلو بچو او دوستانو ته په زړه پورې ليکونه ليږل او ليکل.خپل احساسات يې په کې جوتول  کوم چې  هغه وقار او احتياط  چې دهغه مهال له فلاسفه وو نه تمه کيده  نه مراعات کول . دهغه ليکونه په حيرانوونکي توگه طبيعي او له تظاهر نه پاک ول .

دهغه فلسفي ښوونځي چې دهغه دکور په بڼ کې دايريده هم ساده و يوازې اوبه اوډوډى يې خوړله اودډير   خوند او مزې پروا يې نه کوله . ابيقور دساده ژوند نه خوند اخيست  هغه وايي :

په داسې حال کې چې په اوبو او ډوډى ورځ تېروم ځان مې له خوښيو مالامال دى . او پر تجملي خوښيو باندې توف کوم . نه يوازې دهغه خوښيو په خاطر  بلکې دهغه ستنونزو په خاطر چې ورسره ملې دي . )) هغه لومړې انسان و چې ويل يې :

انسان کولي شي  ان دکړولو شکنجې لاندې هم نيکمرغه وي .هغه په يوه ليک کې ليکي :

زه په دې ورځو کې  چې تاته ليکم په واقعيت کې خوشاله ژوند کوم . مرگ مې څرنگه را نږدي شو . زما ناروغي اودمثانې ستونزه اومعدى تکليف خپله لاره وهي  او کم وزيات په کې څه نشته . خو داچې تاسره يادونه کوم زړه مې له خوښۍ نه ډک دى . دا ځکه کومه مينه چې  دې له پخواڅخه  له ما اوله فلسفي سره درلوده ،اوس هيله لرم چې دميترو دوس د ماشومانو ښه پالنه وکړې . ( ميترودوس دابيقور  يو پخواني شاگرد و چې ومړ  او ابيقور دوصيت له مخى دهغه ژوند تامينولو.) [ii]

دريمه توضيح :

 

[iv] ابيقور دخوند په باب خاص نظر درود . ويل يې : (لذت دنيکمرغه ژوندانه پيل اوپاى ده ) ديوگنس اولاتريوس له هغه نه نقلوي چې : که زه دڅښلو او عشق ،لذت او دليدلو اواوريدلو لذت يوې خواته کړم نو بيا نه شم کولي ښه والي  تصور کړم . ) بيا زياتوي چې : دټولو خوبيو اوخوندونو سر چينه خيټه ده . ان حکمت اوفرهنگ هم بايد دهغه پورې وتړو . ) وايي چې دتفکر دروح لذت دجسم دلذتونو په په باب دې  اويواځيني امتياز يې دجسم په لذتونو باندي دادى چې چې موږ کولي شو دتفکر پر ځاى د خوشالي  د تفکر درنځ په باب  خبرې وکړو .نو په دې اساس موږ دجسمي لذتونو په نسبت زيات په روحي لذتونو تسلط لرو .

۴·توضيح : لوکرتيوس :

دابيقور يواځيني پيرو لوکرتيوس شاعر و چې دژوليوس سزار هم دوران و . هغه دابيقور فلسفه په نظم کې بيانوي.

په يو شعر کې وايي :

يوناني سړي سر راپورته کړ ،

هغه  په مړاوو سترگو خوپه قهر ورته وکتل

 لومړې کس چې ددين په وړانې ودرېد ،

نه دخدايانو افسانې، نه تندر او نه  برښنا 

هيڅ يوې ونه شول کړاى هغه له پښو وغورځوي .

بلکې په لا زيات بې پرواىى اوغرور يې را پاڅاوه

دا ځکه چې هغه لومړى کس و چې دطبعيت تړلي دروازې يې ړنگې کړې ،

همدا سبب و چې دهغه له شوره ډک  او ځواکمن روح يې بريالي کړ .

دا سې وه چې پر مخ لاړ اوپرمخ لاړ .  ..    

 

اکبر کرگر   لندن کال ۲۰۱۸ فبروري ۲۷

------------------

ماخذونه :

۱. برتر اندراسل ·تاريخ فلسفه غرب[iv](ترجمه نجف دريابندري ) چاپ اول کال · ۱۳۴۰. صفحات  ۱۹۴ -۲۰۲۲.

 ۲.فاضل غيبي · فلسفه مدرن  و..پيام .۱۳۹۰. ۶۵ مخ

 ۳[v]  يادونه : مشهور ليکوال صادق هدايت ·په خپل اثر  ترانه هاى خيام کې  پورتنۍ رباعي داسې رااخلي وايي :

 ·گويند بهشت عدن با حور خوش است + من ميگويم که اب انگور خوش است

اين نقد گيرو دست از ان نسيه بدار،+ کاواز دهل برادر از دور خوش است .

يادونه  دخيام په پورته را وړل شوي رباعي کې دوژن له پلوه سکته ليدل کيږي خو په متن کې  همدغه رباعي   حکيم عمر خيام له رباعياتو اثر  چې حکيم دانشيار په نوم يو ليکوال را ټول کړې  واخيسته ·  موږ دامانتدارې له مخې دلته  دواړه  ډولونه را نقل کړل ·

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۰۷              سال  چهــــــــــــــــــاردهم                    حوت   ۱۳۹۶                       هجری  خورشیدی   اول مارچ ۲۰۱۸