يو ځل
دریودهن نقشه جوړوي، چې د خپل تره پنځه سره زامن او د هغوی کورنۍ ووژني، د
دې لپاره په خپله ماڼۍ کې د مذهبي جشن په پلمه یو لوی مجلس جوړوي او دوی هم
ورته راغواړي. د دریودهن کسان ماڼۍ ته اور اچوي او غواړي د تېښتې پر مهال د
تره زامن ټول سټ کړي، خو د پانډو زامن چې په نقشه خبر شوي دي، له خپلې مور
(کونټي) سره له پېښې څخه ژوندي وځي او مخ په ځنګلونو تېښته کوي، چې بیا
هلته د کلونو کلونو لپاره سخت ژوند تېروي. ځنګلونو ته نږدې په یوه بله
پاچاهي کې یوه ورځ پاچا د لیندۍ وېشتلو لوبه جوړوي او یوه لویه لیندۍ
رامخته کوي، چې که هر چا کش کړه او غشی یې تر موخې ورساوه، نو دی به ورته
خپله لور په انعام کې ورکوي، پنځه واړه پانډوان دې لوبې ته ورغلي دي، په
دوی کې یو ورور (بهیما) یو لوی پهلوان دی، خو د پانډو درېیم زوی (ارجن)
تکړه غشی وېشتونکی او نیمه اسماني موجود دی، ځکه خو لوبه هم همدی ګټي، د
پاچا لیندۍ راکاږي او غشی تر موخې ور رسوي. پاچا په خوشالۍ سره ارجن نازوي
او خپله ښکلې شاهزۍ (دروپادي) ارجن ته ورکوي. وروڼه په خوشالۍ ځنګله ته
راستنیږي، چې خپلې مور ته زېری ورکړي. دوی له ځان سره ښکلې او نازولې
دروپادي هم راروانه کړې ده، چې ګوري مور یې په کوم کار بوخته ده، یو زوی په
خپلې مور
(کونټي)
باندې غږ کوي: مورې وګوره چې موږ څومره لوی ګنج راوړی دی، مور لا هماغسې په
خپل کار بوخته ده، پرته له دې چې پوه شي (ګنج) یوه نجلۍ ده،
خپل زوی ته ځواب ورکوي: ښه ده زویه! په برابره توګه یې
تر
خپل منځه
سره ووېشئ! اوه دا څه وشول؟ بس د مور خبره اسماني حکم و او غریبه دروپادي
باید په یوه وخت کې د پنځو وروڼو مېرمن شوې
وای. کونټي کله چې په حقیقت پوه شوه، نو له خپلې خبرې څخه پښېمانه وه، خو
تقدیر داسې و، چې هغې خپله خبره بېرته نه شوه اخیستلای، د (مور) امر پرځای
شو او پنځه واړه وروڼو له یوې ښځې سره واده وکړ.
له دې
کیسې څخه د پانډو وروڼو ړوند تره دریتراشترا خبریږي او خپل ورېرونه بېرته
دلاسا کوي او د خپل مړه ورور پانډو له جایداد څخه یوه برخه خپلو ورېرونو ته
وربښي. پانډو کورنۍ خپل مشر ورور (یودشترا) د پاچا په توګه ټاکي اوعادي
ژوند پیلوي، خو دریودهن لا هم د رخې او تربورګلوۍ په اور کې سوځي او هره
شېبه غواړي، چې د تره زامن وچیچي. دا ځل بله حیله سنجوي، یودشترا قمار وهلو
ته وربولي، له مشر پانډو یودشترا څخه بخت مخه ګرځولې، ځکه خو په قمار کې
خپل ټول جایداد، وروڼه او ښکلې مېرمن دروپادي بایلي، دریودهن دوی خپل
غلامان او مینځې کوي، خو د پانډوانو تره دریتراشترا بیا پر ورېرونو زړه سوی
کوي او هغوی ته خپلواکي او جایداد بېرته سپاري، دریودهن بیا خپل تربور قمار
ته بولي او دا ځل شرط ږدي، چې که هر چا قمار بایلوده،
نو ځنګله ته به ځي او پوره دولس کاله به هلته تېروي، تر دولسو کالو وروسته
به یو کال په ښار کې پټ ګرځي، چې څوک یې ونه پېژني. دا ځل هم یودشترا قمار
بایلي او د شرط له مخې يو ځل بیا له خپلو وروڼو او کورنۍ سره ځنګله ته ځي.
د شرط دوره چې پای ته رسېږي، نو پانډوان راځي او له دریودهن څخه خپل جایداد
بېرته غواړي، خو درېودهن یې نه مني، پانډوان په زارۍ ورته وايي: ایله دومره
ځمکه راکړه، چې ژوند مو پرې وشي، خو تربور تربور دی، دلته نو د ځینو قبیلو
مشران د پانډوانو په پلوۍ دریږي او د خپل حق لپاره جګړې ته چمتو کېږي. د
دوه وروڼو د زامنو او نورو ملاتړو تر منځ د سترې جګړې د پيل ورځې دي. تر
جګړې مخکې دواړه لوري سره کیني او د جنګ قوانین ټاکي:
پیلان
د پيلانو په وړاندې، بګۍ د بګیو په وړاندې او پیاده د پیاده جنګیالیو په
وړاندې، هر څوک باید له خپل سیال سره وجنګیږي، هغوی چې تښتي یا نیول کېږي،
هغوی چې توروم (شیپور) او ډول وهي، ځناور او کمزوري وګړي باید ونه وژل شي.
دا جګړه د (کوروکشترا) په دښته کې پېښه شوې ده (کوروکشترا د کوروانو سیمه
معنا لري او دا د سترې قبیلې کوروانو ځمکه وه، چې په دې جګړه کې یې د
پانډوانو پر وړاندې جګړه کوله).
جګړه
اتلس ورځې اوږده شوه، ارباب الانواعو هم په کې خپل زور وواهه، (کرشنا) په
دې جګړه کې ځمکې ته راکوز شوی دی او د (ارجن) د بګیوان دنده پر غاړه لري،
ارجن په اسانه جګړې ته غاړه نه ږدي، خو کرشنا يې په دې پوهوي، چې دا جګړه
مهمه ده. د دوی دواړو خبرې اترې د مهابهارت د تر ټولو غوره کتاب (ګیتایا
بهګودګیتا) منځپانګه ده. د مور له خوا د ارجن یو ورور (کرن) نومېږي، دی یې
مور په یوه اسماني پېښه کې له بل چا څخه زېږولی دی، کرن په دې جګړه کې د
خپلو ناسکه وروڼو پرضد د درېودهن له لښکر سره ملګرتیا لري، په اتم پرب (د
مهابهاراتا په اتم کتاب یا فصل) کې د ارجن او کرن تر منځ د جګړې پېښې راغلې
دي، چې تر اوږدې جګړې وروسته کرن د خپل ورور ارجن په لاس وژل کېږي.
دا
لویه جګړه اتلس ورځې دوام کوي، چې پایله یې د پانډوانو بریالیتوب او د بد
تربور (دریودهن) وژل کېدل دي. د پانډو پنځو زامنو جګړه وګټله او له خپلې
مېرمن دروپادي سره یوځای خپلې پاچاهي ته ورستانه شول. تر دې وروسته یودشترا
شپږ دېرش کاله پاچاهي وکړه. تر اوږدې پاچاهي وروسته ټولې کورنۍ، وروڼو او
مېرمنې پرېکړه وکړه، چې د همالیا د غرونو څوکو ته ورشي چې د ارباب الانواعو
د اوسېدو ځای دی، دوی غواړي هلته جنت ته ځان ورسوي. په لاره کې ډېرې سختۍ
راځي، څلور وروڼه او دروپادي په لاره کې یو یو مري او یوازې یودشتراچې په
دوی کې پاک سړی دی او د ارباب الانواعو حریم ته د ور ننوتلو اجازه لري، ځان
خپل مقصد ته رسوي. خو جنت ته رسېدل اسانه نه دي، له ده سره یې سپی هم ملګری
دی، هلته د دروازې په خوله کې (اندرا) چې د سپیو واک ورسره دی، د ده مخه
نیسي او ورته وايي: ته ننوتلای شې، خو سپي ته اجازه نشته. یودشترا خبره نه
مني او وايي دا زما رښتينی او وفادار ملګری دی او زه به له ده پرته ولاړ نه
شم. د یودشترا او اندرا تر منځ اوږد بحث کېږي، چې پایله یې د اندرا قانع
کېدل دي، دا د یودشترا په مخکې لومړی ازمون و، ځکه وروسته پوه شو، چې سپی
په حقیقت کې د ده د ښو کارونو او صالحو اعمالو تجسم دی.
اوس نو
باید دوهم ازمون ورکړي او هغه داسې؛ همدا چې یودشترا جنت ته ننوځي، نو
ګوري، چې ټول دښمنان یې هلته دي، سړی خپه کېږي او د خپلو وروڼو کورنۍ او
دوستانو پوښتنه کوي. هلته ورته ویل کېږي، چې هغوی ټول په دوزخ کې دي، اوس
نو ته په خپله پرېکړه وکړه، چې په جنت کې له خپلو دښمنانو سره اوسې، که په
دوزخ کې له خپلو دوستانو سره؟ تاسو پوهېږئ؟ عجیبه پېښه ده، ځوانمرده
یودشترا پرېکړه کوي: (همدلته پاتې کېږم، په دوزخ کې، ځکه هر هغه ځای چې
دوستان په کې وي، هماغه زما جنت دی!)
له دې
پرېکړې سره یودشترا دوهم ازمون هم ګټي او تیاره خپله لمنه ټولوي، یوه سپینه
رڼا پړک وهي او پاچا یودشترا او د هغه ټوله کورنۍ، وروڼه او خپلوان و ملګري
یې له ده سره یوځای جنت ته ځي.
په دې
توګه د مهابهاراتا لویه کیسه پای ته رسېږي.
اوس به
د مهابهارت د يوې مهمې برخې، چې د هندوانو لپاره د سپېڅلي کتاب ځای لري،
یعنې د بهګود ګیتا له متن څخه یوه برخه په پښتو ولولو:
(( ...
ارجن چې پر بیرغ یې د بیزو څېره وه، د (دریتراشترا) لښکر ولیده
چې
جګړې ته ولاړ دی او د وسلو برېښنا یې ولیدله، بیا یې خپله لیندۍ راوویستله
او
کرشنا ته یې وویل:
زما
بګۍ د دواړو لښکرو منځ ته وروله، چې ټول جنګیالي ولیدلای شم.
غواړم
پوه شم، چې سبا ته باید له چا سره وجنګېږو؟
غواړم
وپوهېږم، چې څوک د بدنهاده (دریودهن) په لوري دي او جګړې ته راغلي؟
سنجایا:
اې
(بهاراتا) (کرشنا) لویه بګۍ وخوځوله او د دواړو لښکرونو تر منځ یې ودروله
هغه
بګۍ د (بهیشما) او (درونا) ترمخ وروستله او د نورو پاچایانو تر مخې یې تېره
کړه او ارجن ته یې وویل: وګوره ټول کوروان د جګړې لپاره راغلي دي.
ارجن
دواړو لښکرو ته وکتل، پلرونه او نیکونه یې ولیدل، استادان، ترونه او خپل
وروڼه ټول یې ترنظر تېر کړل.
خپلو
بچیو او لمسیو ته یې وکتل، خپل خسران، ملګري او خپلوان یې ولیدل.
څه
ګوري، چې دواړو خواوو ته یې خپل خپلوان ولاړ دي، ډېر غمجن شو او په خواشینۍ
یې وویل:
اې
(کرشنا)! دا دی خپلوان مې ګورم چې جګړې ته راوتلي دي.
پښې مې
سستې شوې او غوني مې زیږه شول.
د
(ګاندیو) لیندۍ مې له لاسونو څخه لوېږي.
او د
ځان پوستکی مې سوځي.
زه نور
نه شم درېدلای
زړه مې
هغه ګرداب ته ورته دی، چې په توندۍ سره څرخي.
زړه مې
بده ګواهي راکوي.
کرشنا!
زه نه بریالیتوب غواړم او نه پاچاهي او خوشالي.
د خپلو
خپلوانو له وژلو څخه به څه ترلاسه کړم؟
بریا،
خوشالي او ان په خپله ژوند په داسې یوځای کې څه ګټه لري؟
وګوره!
زما
استادان، پلرونه، زامن، نیکونه، ترونه، وروڼه، خسران، اوښي ګان، لمسيان ټول
خپلوان مې، هغوی چې ورته پاچاهي، عیش او خوشالي غواړم.
خو اوس
یې هر څه، خپل شته، خپل ژوند او هر څه پریښي دي او یو د بل پر وړاندې جګړې
ته ولاړ دي.
کرشنا!
زه د هغوی وژلو ته زړه نه شم ښه کولای، که څه هم هغوی زما په مرګ پسې راغلي
وي.
د دې
ځمکې پرمخ پاچاهي نو څه ده؟ که د درې واړه جهانونو (ځمکه، اسمان او د دواړو
تر منځ هستي) پاچاهي هم راوبښي، زه به دا کار ونه کړم.
زما د
تره (دریتراشترا) د زامنو په وژلو به موږ کومه خوشالي ترلاسه کړو؟
هغوی،
که څه هم ملامت دي، که څه هم ګناهګار او وژونکي وي، خو د هغوی وژل به موږ
په ګناهونو ولړي، موږ به تورمخي شو.
د خپلو
خپلوانو وژل له موږ سره نه ښايي.
های
کرشنا!
د خپلو
خپلوانو له وژلو څخه نېکمرغي غوښتل، څه معنا لري؟
د دوی
د عقل پر سترګو کومه پرده غوړېدلې ده؟
چې د
خپلو خپلوانو په وړاندې خیانت او دوکه نه شي لیدلای؟
له
دوستانو سره دښمني نه شي پېژندلای؟
خو
موږ، اې کرشنا!
موږ خو
په هر څه پوهېږواو د دې بدرنګه کار په بدۍ خبر یو
نو موږ
ولې له دې جګړې څخه مخ ونه ګرځوو؟
ولې؟
ګورې
به یې، چې کورنۍ اړیکې ویجاړې شي
پخواني
دودونه او اداب به ړنګ شي.
د دې
معنوي تباهي په پایله کې به
فساد
او بدعملي پر دوی وزرونه خپاره کړي
ښځې به
ووینې چې څنګه له لارې وځي
او له
بدکارۍ څخه به ناشولته نسل وزېږوي
او
فساد به د دوی په کورنیو کې دومره خپور شي
چې ټول
به د دوزخ پر لوري ور وخوځوي.
بیا به
نو له خوارانو سره مرسته
د
وریجو او اوبو خیراتونه هم ودریږی.
د دې
کورنیو مړي به سپک شي.
د دې
کورنیو د بدکاره زامنو له لاسه به د دوی د نسل عزت تباه شي.
زاړه
مذهبي دود دستور به له منځه ولاړ شي.
د
کورنۍ غړي به، چې دغه دودونه پرېږدي، دوزخ ته به ننوځي.
ای
(کرشنا!) دا هر څه مو اورېدلي او لیدلي دي.
حیران
یم، چې څنګه د پاچاهي او شتمنۍ لپاره ځان په ګناهونو کې لتاړوو
او د
خپلوانو د وژلو لپاره مو ملا تړلې ده.
نو دا
به راته ښه وي چې تر جګړې مخکې
پرته
له دې چې خپل لاسونه د چا په وینو سره کړم
او
وسلې ته لاس وغځوم
دا به
راته ښه وي، چې د (دریتراشترا) د زامنو په توره ووژل شم.
سنجایا:
هو!
ارجن په ډېر خپګان، د جګړې د لیکوتر منځ داسې وویل:
خپله
لیندۍ او غشي یې لرې وغورځول او په خپله بګۍ کې کېناست.(۶۳:۶۷)
دغه
شاعرانه او عاطفي سرود موږ ته راښيي، چې په دې حماسي اسطورې کې انساني او
عاطفي ارزښتونه په څومره مهارت ځای کولای شوي دي. ارجن د خپل تربور
(دریودهن) له ټولو ناخوالو او بدیو سره سره جګړې ته زړه نه ښه کوي او نه
غواړي وینې وبهوي. د مهابهاراتا تراژیدي همدلته ده چې تربور د تربور وینې
بهوي او یوه کورنۍ، د يوه نیکه اولادونه باید يو بل ووژني. دا منظومه ښيي،
چې (شر) او (خیر) ان په یوه وجود کې هم راټولېدلای شي، خو دا یو وجود باید
د خیر او شر تر منځ جګړه وزغمي. د دوی حتمي برخلیک دا دی، چې بالاخره باید
خیر بریالی شي، د خیر بریالیتوب مهم دی، که د خپلې کورنۍ د غړیو د وژلو په
قېمت هم وي. مهابهارت ګڼ همداسې په زړه پورې او شاعرانه انځورونه لري. د
مهابهارت ادبي ارزښت خورا لوړ دی. په دې اسطوره کې د ارباب الانواعو د
پرېکړو، مرستو او دښمنیو په کشمکش کې د انساني ژوند سرګردانۍ ګورو، چې څنګه
د اسماني پېښو په خاطر یو ورور بل وژني او تربور د تربور پر مرۍ تېغ
راکاږی. حرص او ځانغوښتنه د اهریمنانو وسلې دي، چې انسانان پرې يو بل وژني.
مهابهاراتا د بشريت تر منځ د هرې جګړې پر وړاندې د پوښتنې نښه ږدي. د ارجن
غمجنه پوښتنه، لا هم د تاريخ په پېچومو کې انګازې کوي، چې ولې باید
وجنګېږو؟ او ولې باید وینې وبهوو؟ زرګونه کاله کېږي، چې د ارجن پوښتنه
بېځوابه پاتې ده او انسانان لا هم يو بل وژني.
ستر
هندوستان ګڼې نورې اسطورې هم لري. د نامتو هندي ډرامه لیکونکي او شاعر
کالیداس شهکار ډرامه (شاکونتالا) همداسې یوه ستره اسطوره ده، چې د مینې،
وفادارۍ، له خاوند سره د مېرمنې او له ماشوم سره د مور د اسماني پیوندونو
تمثیل کوي.
د ټولو
هندي اسطورو یادونه او پېژندنه به د دې بحث له حوصلې وتلې خبره وي، موږ د
همدې څو بېلګو په یادولو سره ورځو د هند ګاونډي او ډېره ځله ګډ مدنیت ته او
د اریايي اسطورو په پېژندنې سره د نړۍ د سترو اسطورو بېلګه یي شننه پسې
غځوو.