کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

دکتر خالق رشید

    

 

دالـــکا انــــټي

دوه رګـــــی کابلـــی ســـپی

لنډه کیسه

 

 

                   زما هندکۍ بوډۍ ګاونډۍ نن بیا پرخپله برنډه باندې له خپل کوچنۍ سپي سره راته مسکه مسکه کیده ،  خپل سپي یې راته پورته پورته کاوه، خو ما ورته کتل، په پیل کې یې په اشارو دومره پوه شوم چې بیا څه خبره وه چې سپي را ته پورته پورته کاوه ... دا کار دا کله کله د بام له سره زما د خبرتیا اوهیښتیا په خاطرکوي، مانایې داده چې بیا زموږ په وطن کې کومه درنه خبره شوې اویا روانه ده، ځکه داتل خبرونه اوري او چې کله مهم خبراو مهمې څیرې په ټي وي کې وګوري، نوبیا خپل لیده کاته ترما پورې په یو ډول نه یوډول را رسوي ... دا زما هغه ګاونډۍ ده چې څوڅوځلې سپیو ډارلې خو بیایی هم زړه نه ترې صبریږي، هرچیرې چې سپی ووینې او یاهم دسپیو کیسې، پردې هسې ښې لګیږي . هره ورځ یې د کورپه مخه کې د سپیو لیکه ولاړه وي، ځکه دا خپله سره له دې چې په ګیډه مړه نه وي، خو دهغو لپاره،له یوې اوبلې خوا خدای او وس یو څه برابروي، ماناداچې بینوا یې دکورله مخې نه شړي .

      ددې له لویوهیلو یوه داده چې کابل ته ولاړه شي اوهلته هم لکه د ډیلي  دکوڅو اوسړکودسپیو پرحال باندې ځان خبرکړي، اوبیاله هغه ځایه یو ښایسته اوپه فشن برابرښکلي سپی هم له ځان سره راولي ...  دا هسې عادي هندکۍ نه ده، درس یې ویلی، پرلویو دولتي څوکیویي هم کارکړی، ډیرهیوادونه یې هم لیدلي، د هرهیواد په تیره بیا دهغود سپیو په باره ژورمعلومات لري ... ان چې کله کله داهم وایي چې په لومړیو کې یې له سپو سره نه وه جوړه، پیشوګانې او بیزوګانې به یې ساتلې، خوکله چې یوکال د خپل ماما کره امریکا ته ولاړه، هلته یې لیدلي وو چې ډیرخلک ترپیشوګانو سپیو ته ارزښت ورکوي ځکه خو ډیری امریکایان  په کورونو کې سپی ساتي اوله پیشو ګانویی ښه نه راځي ځکه دوی وایي، پیشو چې مړه شوه بیا نه خاوند پیژني اونه یي په فکرکې وي خو سپي بیا داسې نه وي،  په هغوی کې د وفا اووفادارۍ یو رمز او یو رګ په هرحالت کې وي ...

 مامایې کلونه مخکې د بنګله دیش د جګړو په شپوورځوکې له هندوستانه امریکا ته تللې دی، هغه هم اوس دسپیو ددرملنې یو لوی کلنیک هلته لري، یوعالم خلک کارپه کې کوي، له سهاره ترماښامه پورې سرګرولو ته وخت نه لري، دا وایي چې کله دا امریکا ته ولاړه شي اوهلته د خپل ماما کاروبار وګوري، له سپیوسره دهغوی لیونۍ مینه وګوري، دا پوهیږي چې سپی یاني څه، دسپي عزت یانی څه ...  تیرکال یې دماما دسپیو دکلنیک یوه کاري ډله، افغانستان ته هم تللې وه، څو هلته هغه سپي چې د دوی له سرتیرو سره دهغوی په مټوهغه ملک ته تللي، معاینه کړي، که درملنې ته اړتیا ولري، درملنه یې وکړي او که نورې ستونزې ولري دهغو په اړه هم باید چې امریکایی چارواکوته مشورې ورکړي ... مانا داچې دا هسې ساده کلنیک نه دی بلکې د سپیو یوعصري او په نورو چمونو اوخمونو سمبال ښوونځی او روزنځي دی ...  همداوه چې په تیروڅو اوونیوکې به دې تل په دریغ سره داخبره کول

-  کاشکي مې ماما ته ویلي وای چې یوسپی یې ما ته له کابله رالیږلی وای ...  کابلي سپي زما ډیرخوښیږي ... کابلي سپي ...

خوماته به خندا راغله  چې دا وګوره او ددې دا لوی ارمان ...  دا نه پوهیږي چې کابلي سپي اوس په داسې ناروغیو اخته دي چې نه ځان ویني اونه جهان ....

 خوسږیی بیا جدی خپل ماماته ویلي وو چې ددې دا هیله خو ورته پوره کړي ...

دالکا ترور یوازنۍ هیله وه چې، دا باید په هندوستان کې یو کابلي سپی ولري، داچې دې په  کابلي سپي کې څه لیدلي وو، اوڅه ته یې خوشالیده په دغه رازیی زه هم نه پوهیدم، ما ته ترهرڅه ددې دغې تلوسې ډیرخوند راکاوه اوبس ...  خو کله کله به یې په شک کې هم واچولم، نه چې له سپي  څخه یې کومه بله موخه اومقصد نه وي ... ځکه زموږ په زمانه کې  زیات شمیر انسانان تل دخپلو هیلواو خپلو موخو نوکران اوغلامان وي چې هغو ته در سیدو په خاطرله ډیرو نارواوو وسیلوڅخه په کاراخیستو باندې هم نه شرمیږي  ... خو نه دهغې په باره کې ما ته داسې څه نه بریښیدل اونه ښکاریدل ...

هو، رښتیا را په یاد شوه، تیره اوونۍ یې ترغوږ راتیره کړه چې په دې ورځوکې یې ماما بیا له خپلې ډلې سره د کابلی امریکایي سپیودیوه پراخ چک اف او درملنې په خاطر بګرام ته رسیدلی او دې ته یې ډاډ ورکړی و چې داځل به یی خامخا غم وخوري، اویوښکلې ددې په زړه جوړ ... سپی به ورته را استوي ... ځکه خو تیره ټوله اوونۍ دا له خوشالۍ په پچه سپره وه او له ډیرې مستۍ یې کشمیرلیده . هره شیبه به یې چې زه لیدم دا به را ته موسکانه وه ... څه به یې له ځان سره ویل خو ما ته یې غږ نه رارسیده ... 

څه سرموخوږوم، نن هم چې له لرې لرې راته موسکۍ موسکۍ کیده، له کابله هم هغه سپي ورته را رسیدلی و، ځکه یې ټوله ورځ په غیږکې نیولی و، زه به یې چې ولیدم، نوبیابه یې پورته پورته را ته اچاوه ... اومانایی داوه چې بس را ورسید ... 

   د الکا ترور لوی ارمان نن پوره شوې و،  یوه دوې ورځې خویی دومره ونازاوه چې یوه شیبه یې هم له ځانه نه لرې کاوه ...  زه په هغو ورځوکې په یوه اړینه لیکنه بوخت وم، وخت مې نه درلود چې ددې کره ورشم، اوځان په اصله خبره باندې پوه کړم ...  لا یوه اوونۍ نه وه پوره شوې چې یوه ورځ مې ددې  د دروازې مخې ته د سپیو دکلنیک موټرولید،  پوه شوم چې سپی یې ناروغه دی ... خو په دې نه پوهیدم چې ځوان که زوړ ...  ځکه خویی د سپیو ډاکتر ورته رابللی دی ...زه تراوسه هم نه وم خبر چې دې ته یی ماما له کابله نوی سپی رالیږلي دی . پرته له دې چې دروازه ور وټکوم ورننوتم، د کور په وره کې یي پخواني سپی زما تر پښو تاو را تاوشو، غږمې وکړ چې زه یم، الکاترور داسې ښکاریده چې هم له ما خواشینۍ وه اوهم خپل نوي سپي ته اندیښمنه، ګیله یي داوه چې دې ته یی ماما له کابله سپی را لیږلی و او زه یي مبارکۍ ته نه وم ورغلی، اوس چې زه  ورته راغلم، دهغې دغه نازولی سپی له پرون راهسې سخت ناروغه شوی . دې خو ویل چې هوایی بدله شوې، دکابل او ډیلی هوا خو مځکه او آسمان فرق لري، ما چې ددې نازولي سپي ته وکتل، هغه هم ماته کابلی معلوم نه شو، ځکه ماته ښکاریده چې موږ په وطن کې داسې سپي نه لرو ... ما چې هغه ولید، زموږ دکلي دآدم خان آکا خبره را یاده شوه :

ـ بس حال نه دی معلوم، دهرسپي اوسړي چې اصل ونسل ورک شي، نوبیا ځآن پرموږ راګډوي اوزموږ په نامه دلالي کوي ...

 یوه ګړۍ مې له ځان سره سوچ وکړ، په فکرکې راتیره شوه، داسې لکه چې یوڅوک راته وایي  :

ـ ته هغه پخوانۍ خوبونه مه وینه، اوس هلته هم دهرڅه په نسلونو کې فرق راغلی دی او راځي، دسپیو هغه نسل چې دکلي په دروازه به څوک نه شوای ترې تیریدای اوس په خوب ووینه ... هغه شرنګ و پرنګ هغوی ته هم اوس نه دی ورپاتې ...

یوڅو شیبی له ترور سره کیناستم، نازولي سپي یې زګیروي کول، داهم ورته خواشینې وه، خوهمدایوه خبره یې کوله، چې هوایی بدله شوې، ښه به شې ... نن ډاکتر وکوت  هغه هم وویل چې کیدای ...  زه په روانیدوکې وم چې الکا ترور مخ راواړاوه :

ـ خوند یې درکړ، کابل یې درپه یاد کړ ؟

ما ورته وخندل :

ـ ماته ستا داسپی کابلی نه بریښې ...

سره وغوړنجیده :

ـ څه وایې ؟

ما بیا ورغبرګه کړه :

ـ ما په خپل ټول ژوندکې داسې او دې ته ورته نسل په خپل وطن کې نه دی لیدلی ...

دې بیا په داسې ژبه چې ګواکي زماخبره درنه پرې تمامه شوه راغبرګه کړه :

ـ ته زوړشوی یې ... له تانه کابل هیرشوی ...  داڅنګه کابلی نه دی ...

زه نورترې راووتم، داسې ښکاریده چې ترور زما پردغه خبره باندې، نه یوازې چې نارامه شوه، بلکی خپه هم شوه .

په هم هغه شپه یې خپل ماما ته زما داشکمنه خبره کړې وه، هغه یوازې ورته وویلی وو چې، ته یې لیکلي ریکارد وګوره، هلته دده په اړه ټول معلومات لیکل شوي دي، هغه لاداهم ورته ویلی وو چې دا دوه جوړه یی دي،له هغې ورځې چې امریکایان دلته راغلي  دوی هم یوځای له دوی سره هستیدلي دي، دا لومړي ځل دی چې دادواړه له یوه بله بیلیږي، کیدای شي د ناروغې یو لامل داهم وي چې هغه د یوازېتوب احساس کوي ... امریکایانودا دواړه دلته جوړه ساتلي ...

 یوه اوونۍ لا نه وه تیره شوې چې الکا انټي  زموږ دروازه را وډبوله، سپی یې هم جوړ شوی و، هغه یې هم تر پړې رانیولی و،  دابه چې تل زموږ کره راتله، خپل سپی به یې په دروازه کې پریښود. نن یې هم کټ مټ کانه وکړه . دا دننه راغله، ما یي سپی ته بیا په ځیرځیروکتل، خودکابل څه آشنا نښه مې په کې ونه لیده، الکا انتي یوه درنه کتابچه له خپل بکسه راویسته، هغه چې ددې ددغه نوي سپي ټوله تاریخچه په کې لیکل شوې وه : «... دوی دواړه په جوړیی سپیو نامتو وو...» یوځای داهم لیکل شوي وو چې امریکایانو غوښتل دغه نوی نسل سپې چې همدلته یې موندلي وو و روزي، ځکه دوی فکرکاوه چې که دغه نسل دلته کار ورکړ، نوبیا به ددغه متل ترسرلیک لاندې چې  « دوطن سوی دوطن تازی نیوی شي ...»  دغه کارته دوام ورکړي، دوی د سپیولپاره یوځانګړي تریننګ پروګرام  ترلاس لاندې نیولی و خوداسې ښکاره شوه چې دامریکایانودغه طرحه غلطه وخته، همداوه چې پرخپله دغه طرحه یې کرښه راویسته، دوی پردې پوه شول چې دوی یوهم دامریکایی پوځیانود موخو دعملي کیدو وال نه دي اونه لکه  دهغوی داصلي سپیوپه څیر دندې ترسره کولای شي ... ځکه خواوس له هغو دوو جوړییو یو الکا انتي ته هم ورسیدلی و...

په دغه ورځ چې زما دکوردروازه په بیړه بیړه را وټکیده، په زړه کې راتیره شوه چې بس داده، ځکه دې اوس هره شیبه دخپل امریکایانو رټلي سپي په اړه له ما معلومات غوښتل، هرڅه به چې ددې پرسپي باندې تیریدل، دهغو ټولو خبر به یې ماته ټکي په ټکی را رساوه ... ځکه خو په دغه شیبه کې هم تلولۍ را ننوته، کڅوړه چې ښکاریده کاغذونه په کې دي راویسته، وارخطا یې د ډوډۍ پرمیز ډډه راته ووهله او په ژړا شوه ...  زه یی هم حیران کړم، میرمنې ته مې غږ وکړ، چې زر راشه چې څه خبره ده، هغه زر راووته اوپه غیږکې یې ونیوه،  پوښتنه یې ترې وکړه چې څه خبره ده ؟، څه شوې ... ؟  ماخو په پیل کې فکروکړچې نوی سپی یې مړشوی، ځکه چې ناروغه و، خو هغه هم نه وه ... ځکه چې هغه خو ورسره و ...  ښه یې چې ځان په ژړا ستړی کړ، بیا په کڅوړه باندې اخته شوه اوهغه پاڼه یې مخامخ زموږ مخې ته کیښوده چې ورباندې لیکلي وو :

شمیره  :  ۴۲۰  ...

رنګ  : برګ، تورپرې زیات ...

نسل :  دوه رګی ...

ظاهري څیره : فریش، تازه ...

ستونزه  :   په ځان خولې لګول ...

د روزني موده  :  دونیم کاله  ...

پایله : منفي 

نورې ځانګړني :  باید نور له خپل جوړه څخه بیل شي . ځکه جوړه یي دوه رګی نه دی، دهغه دسموالي شونتیا لاشته ...  

دالکا انټي ژړا همدغه ټکي ته وه، چې ګواکي دا نورد ښې او بدې نه دي ځکه خو امریکایانوله خپل لیسته غورځولي دی،  دې وروسته  موږ ته خپله دا ژوره اندیښنه هم په ډاګه کړه او ویی ویل :

ـ رښتیا مو ویلي وو چې تاسې هلته داسې نسل کله هم نه و لیدلی ...

ما ورته وخندل :

ـ ښه شوه چې معلومه شوه ...ستا دنازولي سپي ستونزه په دې کې نه ده چې ګواکي دوه رګی دی، لویه ستونزه یی داده چې پرځان خوله لګوي ...

په واخطا څیره یې ترخوله راووتل :

ـ څه شی ؟  هغه یي لاڅه دی ؟

ما بیرته ورغبرګه کړه :

ګوره هلته دده په ریکارد کې امریکایی سپي پالودغه ټکي ته اشاره کړې ...  

هغې بیا وپوښتل :

ـ داکومه خطرناکه ناروغي ده ؟

ماځواب ورکړ :

هو، خطرناکه خوده ...

ـ څنګه ؟

ـ  کیدای شي دادلیونتوب نښه وي ...

هغې وویل :

ـ خطریي په څه کې دی، که لیونی شو، بیا به یی زه مړکړم او یا به یي له کوره وشړم ...

ـ داخو سمه ده، خو داسې نه شي چې ترڅویی ته چاره ورکوې چې هغه تا لیونۍ نه کړي ..

او الکا انټي سمه دمه په قهرسره له ځآیه پورته اوکورته روانه شوه  خو لا یی پښه زموږ له درشلې نه وه دباندې شوې چې په درانه غږ کې یې ترخوله راووتل :

ـ  دنیا نوره  د دوه رګو سپوده ... هرڅوک هغه خوښوي،  نورهغه درانه درانه خوبونه له یاده وباسئ ... پریږده چې ما وداړي، ما لیونې کړي، زه به لومړنۍ څوک وم چې داهرڅه مې دخپل دوه رګي کابلي سپي لپاره پرځان ومنل ...

او دالکا انټي دروند اوقهرجن او دروند غږ له همدغې درنې زمزمې سره زموږ له کوره ورو ورو په تیاره کې له موږ لرې کیده ... خوانګازې یې لاهم راتلې :

ـ دنیانوره د دوه رګو سپو ده  ... نورمو هغه درانه درانه خوبونه له یاده وباسئ ... وباسئ ... چې دوه رګو سپوته به مو درناوي نه کاوه ... !!؟

پای

خالق رشید

نوی ډیلی د  ۲۰۱۷ کال سپتامبر

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۹۹    سال  سیـــــــــزدهم                     عقرب   ۱۳۹۶                       هجری  خورشیدی      اول نومبـــــــــــــــر  ۲۰۱۷