کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 

دنهروپوهنتون دپښتو څانګې پیغام

 


استاد سعدالدین شپون

 

 

اوهغه شاعر، کیسه لیکونکي او ادیب

چې ډیرڅه ترې زده کیدل هم ولاړ...

  

   په خواشینۍ او ژور درد ودوک سره مو د افغان نامتو لیکوال ، شاعراو ادیب سعدالدین شپون د مړینې نا څاپی خبر ترلاسه کړ . شپون دکلمی په رښتینې مانا د یوه سرکښ ادیب او کره کتونکي په توګه د لمریزي رواني پیړۍ ددیرشمو کلو په پای او د څلویښتمو اوپنځوسموکلونو په ترڅ کې ځان د پښتواو افغاني معاصرادب په ترڅ کې را څرګند کړ، دی دهغه کاروان سرلاری و چې نوې کره کتنه او له ادبی آثارو سره دنوي ادبي تیورۍ پربڼست چلند یې دلومړي ځل لپاره پښتوادبي څیړنو ته ورپه برخه کړاوپه دغه لوی ادبي بهیرکې یې دنوي علمی میتودلوژۍ سپارښتنه وکړه . شپون دنوي داستان، دنوي شعر پراصالت باندې دنوي نړیوال ادبی نظم په چوکاټ کې وغږید اود انتقاد ژبه یې دومره تیزه او درنه وه چې دود پالو اوله نړیوالو ادبیاتو ناخبروپرې ناوړه تورونه ولګول .  خو ده خپل سپیڅلي ادبي مقاومت ته دوام ورکړ اودسمڅی یاران یې دیوه نوي اومتمدن اند و ژوند پرلور لارښونه کړل .

شپون ډیرې ښیګړې درلودي ، خپل سبک یی درلود په ادبي برخه کې که څه هم ډیرکاری لیکوال او ادیب نه و خو دیوه بشپړنوښتي فکري او تخیلی نبوغ سپارښتنه پښتوځوان لیکوال اوشاعرته دخپل میراث په توګه پریښوده . ده د رضواني په وینا ( د ډول اوسرڼي ) شاعرانوته دشاعرۍ دنوي بهیر چل وروښود اودغه نومونه ده  خپله هم بیا د یوشمیرهغو شاعرانو په اړه هم وکاروله چې خپل کمال  اوجمال یي دنورود ډول اوسرڼي په واسطه محبوب القلوب کاوه .

شپون زموږ معاصرلیکوال ته دسرکښې او عصیان درس ورکړ ، دمعاصري پښتوکیسې په برخه کې یې نارو سورو دومره ځای ونیو چې هغه یې له یاغیستانه او بی اصولۍ څخه دتمدن او ادبی وړتیا پراوږو سپره  پښتوژبې ته ورناوي کړه . پښتو ناول ته یي نوی رنګ او نوې ژبه ورډالۍ کړه اود معاصرادیب دنده یې په مسلکی لحاظ ( دعلومو له نابغه توب) څخه یوې ځانګړې څانګې ته د ژبې او ادب د پیاوړتیا پرلامل راټیټه کړه او دایی وویل چې ادب پوهنه باید مسلکي شي اود بی مسلکو له شره باید له یوې خوا وژغورل شي اوله بلې خوا باید په مسلکي لحاظ وده ورکړه شي . چې پښتو ژبه تربل هرچا ورته اړتیا لري .

په هرډول ، دهمدغو سلګونو خوبیو د رمو خاوند شپون ، هغه نومیالی لیکوال او کره کتنونکی مو چې ډیرڅه ترې زده کیدل نن له وطنه لرې په غربت کې ، په هغه ملک کې چې د زرګونو نا بللو وحشي پوځیانو لپاره یې زموږ په وطن کې ځای شته ، او زموږ دیوه شپون لپاره  نه ، له دغې نړۍ څخه سترګې پټې کړې ، شپون د مرګي لایق نه و، هغه موږته د ژوند د رازاونیاز په برخه کې دیوه نوي ساز اوباز لارښونه وکړه ځکه خوموږ دده په اړه دخوشال په دغو بیتونو سره لاس په دعا کیږو  چې وايی :

یوه یې توره  د زبان  وه         بل  یي توره په آسمان وه

په دا دوه تورې نادري         ده  د دین کجي کړ ه لرۍ

 

دشپون روح د پرجنت او نوم یی تلپاتې 

په درناوي 

نوی ډیلی  د سپتمبر  ۱۱

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۹۶    سال  سیـــــــــزدهم          سنبله   ۱۳۹۶         هجری  خورشیدی         شانزدهم سپتمبر  ۲۰۱۷