وطن به جوړ شي خو د وینو د رودو په بــــــــیه
پښتو به مړه وي د بې ننګو پښتنو په بــــــــیه
حسن ښکلا به وي ، خو شعر به یی نه شي ستایی
حیا بي نور ورځنې وړي د ډالرو په بــــــــیه
شملې به ځوړند وي پګړۍ به هټکړۍ وي دلته
خپل به دي خپله خرڅوي بیا د پردو په بــــــــیه
د انسانیت معیار به هسې آزادي راټاکي
ښکلې حسینې به مې ځې د فاحشو په بــــــــیه
د سر سړي به ټول سرټیټي وي دنورو مخکې
قدر به وي دهرچا هرچیرې د سپو په بــــــــیه
شپونه
ورځه الله دمل زموږ عرضونه ور وړه :
دلته نازو په قرآن مري د ګل ببو په بــــــــیه
خالق . رشید
د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۳ ، نوی ډیلی
|