کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
مهجور ولاړ، خو چېرته!

 

 

 

تېره ورځ د استاد مهجور د مړینې خبر خپور شو. څه په خوله نه راتلل، چې د وېلو وي! بیا د معمول خلاف د شپې خوب نه راته، نېږدې دولس بجې وې، چې دا خیال راغی: 
«که دغه تن، دغه رنګ، دغه پوست، دغه ذهن او فکر او عقیده او اخلاق...چې یو، ونه اوسو؛ نو څه شی به ؤ؟ څرنګه به ؤ؟ 
که د ژوند مدرسه، دغه درس او تجربه له ځانه سره ونلري، نو بیا مو څه شی لوستي او څه شی زده کړي او موږ پخپل څه شي نوم ږدو او د څه په خاطر مشهورېږو؟»
د استاد مهجور اروا دې ښاد وي. تېر کال دغه وخت یې د بېدل کلني عرس د خپل کور په باغچه کې نیولی ؤ. زه یې هم ور بللی وم، په بیدل وغږېدم؛ خو ونه غږېدم! ما د ټولو مخکې له ځانه وپوښتل: په بېدل «بیدل» ښه پوهېدلای شي، که زه ښه؟!
ژوند څومره بې اعتباره شی دی!
لا دوه درې ورځې به تېرې نه وي، چې منځوي زوی یې (عبدالقادر آرزو) په تیلفون راته ووېل، چې «لحظات پیش احوال ګرفتم، استاد به هند رسید...اما خواسته که اول او را به زیارت خواجه نظام الدین اولیا ببرند!»
ما ووېل، دا یې حق دی. څه چې غواړي، هغسې چې ورسره وشي، ښه ده. 
ها زما د مرحوم پلار خبره مې ده، نه پوهېږم له چا یې اورېدلي ؤ، یا یې کتابو کې لوستلي ؤ او که به یې زړه ورته وېل چې «ارواوې زړې دي!» او هغه دا درس موږ ته را کاوه! خو درس چې تجربه نشي، بیا په کاغذي الفبا بدلېږي. زما عمر ددغه درس د لارې مصرف دی.
زما خپله تجربه ده، اتلس کاله دمخه، پېښور کې ؤ. مور مې سخته ناروغه وه او ما به کله یوناني طبیب ته کښېنوله او کله پاستوریزه طب ډاکتر ته بره د معاینې په تخت څملوله، چې ډاکتر یې مرض معلوم کړي! 
دې ورځو شپو کې مې «ابو» ته به مو دوا په «زور» ورکوله. 
د اختر ورځې وې، ها وخت هر چا او هر کاله کمره نلرله، نو ما دفتر کې له خپل تخنیکي همکار مرحوم انجنیر عمر علیم نه کمره راوړې وه او اوس لګیا وم، د مور عکسونه مې د کورنۍ تر هر بل غړي ډېر اخستل. اخر یې راته کړل: انوره! لکه چې مرم، چې دومره مې عکسونه اخلې؟!
له موږ سره د مور دا وروستی اختر ؤ. نو ځکه داسې راته برېښي، چې اروا پوهېږي، چې چېرې یې مزل دی، ځکه نو د زړه او دروني احساس له مخې سړي ته وایي، چې څه وکړي؟
اوس زه د خراساني عرفان استاد، مرحوم محمد عبدالعزیز مهجور یادوم. هغه لا تېره ورځ د بدن کور پرېښود او د خدای نالیدلو دنیاګانو ته په سفر ولاړ: روح یې خوشحاله اوسه!
تېره شپه په زړه را اورېدل: 
سړی پیدا شي، خاپوړې وکړي...هله هله، ماشوم انسان د ګرځېدلو شي. د منډو او بیا پهلوانۍ شي. اخر ګورئ، چې لوی انسان شي!
خو بله ورځ درب را وغورځي. خلک په وېره وېره وایي: «...» مړ شو! پاتې عمر یې تاسو ته در وباښه!!
دا څه ؤ؟! دا عمر د څه لپاره ؤ؟! دا زمکه څه شوه!؟ 
دا زمکه هرشی را باندې خوري، خوري، خوري! چې بیا په فکر او عقل د ژوند لپاره ښه تیار شو، بیا مو زمکه خوري!
انسان د زمکې د خولې میوه! 
خو آیا میوه شوي یو؟
اوس ټول خواخوږي وایي: «عزیز مهجور مړ شو!» «او فوت کرد!»
هغه کالبوت پرېښود. هغه نور به کالبوت کې نشته...خو اوس چېرې دي؟ څنګه دی؟
ووایئ، هغه اوس چېرې دی، یا څنګه دی؟
آیا څوک زما غږ اوري: هغه اوس چېرې دی؟
وګورئ، دا د علم، عرفان، روان او انسان پېژندنې ذهني- رواني ګاڼې مو چې پر ځانونو را ځړولي، څومره کڼې، ړندې، بیکاره او جاهلې دي. 
مینه دې ژوندۍ وي.
یوازې میېن زړه پوهېږي، چې هغه څه شو او دی به خپله څه شي؟

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۹۲    سال  سیـــــــــزدهم           سرطان/اســــــد    ۱۳۹۶         هجری  خورشیدی           شانزدهم جولای  ۲۰۱۷