جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي
څه اوښكې وينې فوارې شوې دلته ،
څه تورې زلفې د خمارو سترګو،
په دې باروتو كې خورې، ورې شوې.
څه د شملو بازار مى سوړ غوندې شو.
څه د ګلونو رنګينه ښكلا مې
په دغه كلي كې په غم واوښته :
واى ،واى دا څه ظلمونه په كابل كيږي.
جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي
څه سپينې خولې له خنداګانو ډكې.
اوس د وحشت له غمه ساندې وايي
څه په نازونو نازولي كاته،
له نازولو نه مرګي اخلي ،
څه د ماښام د غريبانو آوې ،
د عاشقانو ،عارفانو څنګ كې
د سرو مردكو د بازار كريږو ارامې كړلې
واى،واى څه كوزارونه په كابل كيږي
جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي
څه پښتنې په سفر وخوځيدې
تڼاكې پښې په هغو لارو اوړي ژاړي،ژاړي
چې پرې پرون هغه سرلوړۍ روسى اوانګریزی ،
د لیوني قصاب په شان ووتل.
څه د تاجكې نجلۍ ناز نامراد شو،
چې له دې كلي مسافره درومي،
خدايه ګناه يي څه ده ،څه يي كړي
چې د سالنګ او جګدلي شمال يي ،
د سره سالو پيڅكې په قار رپوي :
واى،واى څه فريادونه په كابل كيږي
جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي
څه د مرګونو قافلې راغللې ،
څه قافلې په مرګ څپوكې لاړې ،
چې بې ګودره یې مزل پيل كړ ،
څه دروغجن په رښتياينه راغلل ،
څه رښتياني په دروغجنه لاړل ،
څه ودانۍ په كنډوالو واوښتې ،
څه ترانې دماشومانو چوپ شوې ،
كنډركنډر كوڅې سړې ډاروي ،
زموږ دمينې دكابل په ښاركې
په يوه تورتم باندې اوښتي يوموږ
كله چې نيمه شپه له خوبه جګ شې ،
اودكابل آرام زړګي ته غوږ شې ،
نویورنځور غوندې زګيروي به واورې :
واى واى ناحق مرګونه په كابل كيږي ،
جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي
كله چې نيمه شپه له خوبه جګ شې ،
او آسمايې په خوبولي نظر ښه وګورې ،
نويوانځور به دركړي ،
يوتاج محل به ګورې ،
دتورو تورو مرمري ډبرو
چې په كې سرې لمبې اورونه بل دي
سترګې به پټې كړې ژړا به درشي
او يوناڅاپه به يوغږ بيا واورې ،
ديوې غلګنې ډلې ،
چې پردې ښار راغلې ،
زړه به دې درد وكړي ،
لاس به په سرونيسې چيغې به كړې :
واى واى څه تاړاكونه پركابل كيږي
جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي
پای
|