آسمانه بس دی نور مې مه زوروه ،
نوره مې زړه کې شيمه پاتې نه ده .
نور مې د سترگو په غمجنو شپو کې ،
وروستني ستوري هم راونړېدل .
بس دی همدومره چې تر اوسه پورې ،
لکه د شمې غوندې ،
وسومه ،
څاڅکی ،
څاڅکی ويلې شومه .
څو مې د هيلو کرونده د اور په گاټو ولې ،
څو مې په سترگو کې د اوښکو توفانونه کرې .
څو مې شعرونو ته د تورو وينو رنگ ورکوې ،
څو مې پر شونډو د شينکي آرمان غزل وژنې ؟.
بس دی نور نه شم ليدای ،
د تورو وينو د څپو پر اوږو
د سرو گلونو رژېدلې غوټۍ ،
او د باروتو په ترخه دود کې ،
د اور په لښتو کې ښکېل شوې رژېدلې پاڼې .
ما مې په ستړو سترگو وليدل چې ،
شپه د آسمان له بامه ولوېدله .
لمر له ژورې څاه راووت او غونډۍ ته وخوت .
باران د ونو په شينکي ذهن کې ،
د سرو گلونو پسرلی و کاره .
څپه د سين پر غاړه ماته شوله
او د توفان نفس په لار کې وسو .
او د شنو ولو له ښاخونو ځنې ،
د ليرې سيمو مسافرې مرغۍ والوتلې .
او د بلبل اوښکه ،
له سترگو وڅڅېده لاړه وروستی ټکی شو د غم فصل ته .
ما د وږمې په آيينه کې پسرلی وليده ،
چې له اوږدو مزلونو ستړی زموږ باغ ته راغی ،
او د غوټۍ غوږ کې يې وويلې :
چې ورېځه ، يعنې گلان .
چې اوښکه ، يعنې شعر .
چې شعر ، يعنې مينه .
چې مينه ، يعنې ژوند .
يعنې زموږه هلې ځلې او اوږده مزلونه ،
ټولې د مينې په نوم ،
ټولې د ژوند له پاره .
خو لکه خوب غوندې ،
لاړه له سترگو نه پناه شو او له ذهنه ووت .
او زه په ستړو سترگو وينمه چې ،
زموږ د کلي کږلېچنه لاره ،
د اور اغزو نيولې
او د ژوندون سوداگر ،
د پسرلي د شنو خوبونو وږمه ،
د اور په گاټو ولي .
او د عشقونو خندا ،
د گل پر سرو نازکو شونډو وژني .
او لا تر اوسه پورې ،
په شنو گلبوټو باندې ،
د شنه شبنم پر ځای ،
د اور او وينو بارانونه اوري .
آسمانه بس دی نور يې نه شم ليدای ،
نوره مې زړه کې شيمه پاتې نه ده .
که د سکروټو ژبه گونگه نه شي ،
او که د وينو د باران څاڅکي ،
زموږ د کلي لاره هېره نه کړي ،
زه به په کومو سترگو لمر ته ګورم ،
او په کومه خوله باندې به ،
د گل سپېرو څانگو ته وخاندمه .
او د ژوندون شعر به ،
څنگه په خپلو رېږدېدلو گوتو وليکمه ؟؟
آسمانه بس دی ...
نور مې مه زوروه .
کابل
۱۵ – ۱۲ - ۱۳۶۴ |