د سپېرو سېليو وخت دی، سپينې واورې راووريږي
ونو تور ټيکری اغوستی، پاڼې زېړې شوې، رژېږي
تبرگی پاچا د باغ شو، باغوان وکرل بادونه
د اغزيو فصل پوخ شو، زوړ بزگر ورته ژړېږي
د کچه ښايست دوران دی، ښکلا ووته له ښاره
د سپېدو د کاله پېغلې، تورتمونو ته ودېږي
سپين طاغوت پر مسند کښېناست، دين يې وواهه په بډه
تور کارغی باغي امام شو، د مسجد پر بام نڅېږي
د گناه حُجله کې ناستې، پنجابۍ تورې کاسيرې
زُهد سر وهي په تيږه، د تقوا څلي نړېږي
د سرونو بازار تود دی، د شملو په محله کې
دعوه گير چې د خانۍ وو، اوس په دوه ټنگو خرڅيږي
سوداگر د وينو زوړ شو، د شينکي حرم په تمه
نه يې تخت ، نه يې تابوت شو، د حسرت په اور سوځېږي
|