کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               صدیق کاوون

    

 
پنځه زره کلن تاریخ والا

 

 

اوړی و. هوا توده وه. نه پوهېږم د کوم کار لپاره ښار ته تللی وم. « د افغان لوی پلورنځی» مخې ته د پوهنتون د بسونو د تم ځای پر لور روان وم.
چا را باندې غږ وکړ: کاوونه ، کاوونه.
ډېره گڼه گوڼه وه . د موټرو غرهار، د خلکو گونګوسې ، د سرک د غاړې د رستورانونوڅخه د هندي موسيقي راپورته کېدونکو اوازونو شور او زوږ جوړ کړی و. غږ مې و نه پېژاند. شاته مې وکتل. سېلاب ساپی و. سپينه ساني کڅوړه يې چې سودا پکې وه او د پیازو او گشنيزو شنې پاڼې ترېنه باندې را وتې وې په لاس کې وه. ور وگرځېدم. روغبړ مې ورسره وکړ.
گردونه يې د سر او ږيرې پر وېښتانو ناست وو او مخ يې په خولو کې ډوب و. په مهربانۍ يې راته و ويل: شعرونه دې ښکلي دي او خوښېږي مې دوام ورکړه خو فاکلته چې دې خلاصه کړه، پام کوه چې په کلتوري ادارو کې کارکولو ته زړه ښه نه کړې. په دې وطن کې څوک کلتور او کلتوري څېرو ته ارزښت نه ورکوي. نږدې يو ساعت کيږي چې سرويس ته ولاړ يم. هر سرويس چې راشي ، ور منډه کړم خو تر مذهبه ډک وي او ترې پاتې شم.
ارواښاد سېلاب ساپی هغه مهال په راديو افغانستان کې د «پښتونستان» په نامه د يوې مهمې خپرونې مسوول او چلوونکی و. شپه او ورځ يې په ځان يوه کړې وه. هېواد او د هېواد ادب او فرهنگ ته يې کار کاوه. خو له خدمتي موټر او نورو امتيازاتو څخه محروم و.
څه موده وروسته د نه کړې « گناه» په جرم بندي او و وژل شو.
د موسيقي ستر استاد او سندرغاړی اولمير د خپل فقيرانه ژوند تر پايه کور نه درلود او د ژوند ډيوه يې په غربت او بې وسۍ کې د بل چا په کور کې خاموشه شوه. په جنازه کې يې هم د هغه له څوکسو نږدې يارانو او د هغه د هنر له مینانو پرته چا د گډون «زحمت» و نه مانه.
سرشار شمالي( غلام جان سرشار روشني) تر هغه په زندان کې وساتل شو، چې عزراييل يې پايوازۍ ته راغی.
جلال نوراني مې کابل کې وليد. راته ويې ويل کورنۍ مې استراليا کې پرې ښوده، وطن ته راستون شوم چې خپلو فرهنگي کارونو ته دوام ورکړم.کار په خپل هېواد کې خوند کوي.
ما ترې پوښتنه وکړه چېرته اوسېږې؟ ځواب يې راکړ د مطبعې په پخوانۍ ودانۍ کې، ستا په پخواني دفتر کې.
څو کاله وروسته يې په هماغه کوټه کې ساه ورکړه. په جنازه کې يې څو محدودو کسانو گډون کړی و.
او دادی د رهنورد زرياب جنازه هم د څو محدودو کسانو پر اوږو د هغه ابدي کور ته ورسول شوه.
دا يواځې څو مثالونه دي، که نه د فرهنگيانو په وړاندې د بې غوريو او بې تفاوتيو سلسله له پخوا راهيسې روانه ده. نه ارواښاد سېلاب ساپی د دې کاروان لومړنی و او نه به يې زرياب وروستنی وي.
روښانه ده هماغسې چې د چا په جنازه کې د ډېرو کسانو گډون د راحل د شخصيت ارزښت نه زیاتوي، په هم هغه کچه د لږو کسانو گډون يې هم شخصيت او نېک نوم ته تاوان نه شي رسولی ، خو سړي د « پنځه زره کلن تاریخ» د دعوه گيرانو بې تفاوتيو او بې غوريو ته حيران پاتې شي.
که د خلکو د کوم خونړي قاتل او ټوپک مار جنازه وي، زرگونه کسان، فرهنگي او غير فرهنگي به ورپسې منډې وهي ، خو د قلم او کتاب په خاوندانو پسې بيا پرته د هغه د ډېرو نږدې دوستانو او مخليصينو نور څوک نه تر سترگو کيږي.
دا څو کرښې مې د دې لپاره وليکلې چې زما گران دوست، د هېواد نومیالي لیکوال احسان ارينزي راته په يوه پيغام کې ليکلي و چې:
« نن می په ځان زړه بد شو. د استاد اعظم رهنورد په فاتحه کی خورا کمو فرهنگیانو برخه اخستی وه!! دولت خو په زره بین کی هم نه شکاریده!»
ترڅو په هېواد کې د قلم پر ځای د ټوپک حاکميت جاري وي، همدا به مو حال وي. الحق چې موږ« پنځه زره کلن تاریخ » والا د خپل فرهنگ او فرهنگي مشرانو او قلموالو په قدر نه پوهېږو.

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل          ۳۷۳           سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        قوس/ جدی ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی                شانزدهم دسمبر  ۲۰۲۰