سېلۍ لگيږي سره گلان مې له چمنه وځي
زړه مې خوږېږي ، لکه ساه مې چې له تنه وځي
د خزانونو راج چلېږي په دې سوي باغ کې
پاڼې رژېږي ، شنې وږمې له دې گلشنه وځي
د کوم کارغه د وزر سيورى پر دې ښار لوېدلی
تورې خبرې د نفرت ، له ما و منه وځي
د گلو باغه ، پر تا څه بلا راپرېوتله
چې د بلبلو ترانې اوس له زغنه وځي
مهرابه تا خو به هیڅکله داسې نه گڼله
چې به د ښکلو قافلې له دې وطنه وځي
هندوگذر د شنه کابل د شنو خوبونو انځور
اوس يې دودونه له زخمي زخمي بدنه وځي
د پسرلي اروا مو مل شه مسافرو غونچو
ستاسې په تلو ، د مينې شور له انجمنه وځي .
بوخولت
۲۷ـ ۷ـ۲۰۲۰ |