کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

عبدالغفور لیوال

    

 
ببیتا

 

 

ببیتا،
ځه ورځه په مخه دې ښه!
تر دېرشو ډېرکلونه وشول، چې په خوب دې وینم
خال مې دې نه هیریږي
او له مړوند نه دې راتاو زېړـ نارنجي تارونه
ببیتا،
ځه ورځه په مخه دې ښه!
"هیندوګذر"نور له رنګونو تش دی
"آسه مایي" شو د باروتو ماڼۍ
د زلزلو او بوړبوکیو کېږدۍ
موږ ملامت یو
ګنهګار یو
ځه ورځه، شاته راونه ګورې
ببیتا!
ځه، خپله نانځکه دې هم مه هېروه
دا ناوکۍ دې هم په غېږ کې یوسه
موږ غله یو
غله
ستا د نانځکې پرحیا باندې مو سترګې سرې دي
موږه د ټولې زمانې "غیرت" تر سرتاوکړی.
ببیتا
ځه او خوږ کابل دې هېرکړه
هغه رڼه ویاله هم مه یادوه
چې یوه ورځ دې په کې سور د تندي خال ولوېده
کټ کټ دې وخندل
وړې کوڅۍ دې وخوځېدې
ببیتا!
اوس زموږ اوبه خړې دي
د غیرتونو په ډېران کې دې سور خال بېرته موندلای نه شې
ورځه په مخه دې ښه !
وړه نانځکه دې زموږ له سترګو پټه یوسه
موږ د باروتو اسمايي سره یوازې پرېږده
اې په ژوندون مؤمنې!
ورځه "ګنګا" کې دې سورخال پیدا کړه
زموږ اوبه خړې دي
موږ له نانځکو څخه کرکه لرو
ستا له نانځکو ناوکیو سره جنګ روان دی
زموږ د ایمان باروت لا ډېر دي،
اسمايي خو لا پرځای ولاړ دی.
ببیتا!
نورڅه ته په تمه یې لا؟
زموږ اوبه خړې دي
ستا ترمړوند راتاو تارونه نارنجي ول که ژېړ؟
اوس خو زموږ په دې ویاله کې خړ شول
په دغو خټوکې به ستا له تندي سور پرېوتی خال چېرته وي؟
ورځه او نور یې دلته مه لټوه !
خپله نانځکه دې په خوا پورې در ټینګه نیسه
سترګې او مخ یې پټ کړه
ناوکۍ مه پرېږده، چې موږ وویني
زموږ د ویالې رڼې اوبه اوس په غیرت خړې دي
ستا ناوکۍ لا په دې نه پوهیږي
ببیتا،
ځه ولاړه شه!
ورځه په مخه دې ژېړي ګلونه
هغسې ژېړـ نارنجي
لکه ښایسته تارونه،
چې لاهم دېرش کاله پخوا ستا تر مړوند راتاو ول.
ورځه
په مخه دې
ژېړي ګلونه.
-------------------
ببیتا، په ښوونځي کې زما هیندوباوره ټولګیواله وه.
نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د اسد په پینځمه نېټه خبر شوم، چې زموږ یوه ډله نور هیندوباوره پاک، ریښتیني او هېوادپاله افغانان له بدې ورځې هیندوستان ته کډه شول، د هغوی د هریوه په څېره کې ببیتا راښکاره شوه، ببیتا راسره خبرې وکړې، زما په لیدو یې وخندل، خو له وطنه په پردېسۍ یې وژړل، نانځکه یې خوا پورې ټینګه کړه او ولاړل...
دا شعر ببیتا ته ډالۍ دی، دا شعر ټولو هیندو باوره افغانانو ته ډالۍ دی، چې تردې نورو یوه لویه اخلاقي غوره لوړتیا لري او هغه دا، چې د دوی په لاسو بل افغان وژل شوی نه دی.

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۶۵     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        اسد ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی                 اول اگست  ۲۰۲۰