کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

م. اکبر کرګر

    

 
د موسی شفيق عبقريان او نورې كيسې

 

 

 

دا خبره به تاسې هم اورېدلې وي، چې يو ښه اديب او هنرمند چې هم هنري پنځونې كوي او هم سياست، كله ناكله ورته داسې خطاب كېږي چې كاشكې سياست يې نه كولاى او يوازې ادبياتو، شعر او داستان ته يې ځان وقف كړى واى. د دې خبرې له كولو موخې زياتې دي خو له شعر او ادب، داستان او ناول سره د مفرط شوق او عشق انگېزه خاصتاً د دې سبب كېږي چې دا ډول وويل شي.

يوه خبره به بله هم راواخلو چې ډېر لږ سياستپوهان يا سياسي كاركوونكي وي، چې له هنر او ادبياتو سره لېوال وي يا پخپله اديب او هنرمند وي، په سياسي لحاظ دې لوړه څوكۍ ونيسي. په افغانستان كې نور محمد تره كى لومړني داستان ليكوال و چې د واك په راس كې واقع شو خو له بده مرغه چې ډېر لږ عمر و. همداراز له تره كې صيب تر مخه موسى شفيق داسې څوك و چې هم يې لوړي زده كړي كړې وې او هم په څو ژبو لاسبری، هم شاعر او هم كيسه ليكوال و او بيا د لومړي وزير تر مقامه ورسېد چې د ده د واك عمر هم ډېر لږ و.

موږ دلته غواړو چې د محمد موسى شفيق په لنډو كيسو باندې خبرې وكړو. موږ په دې ليكنه كې د هغه په سياستونو او سياسي تگلارو هېڅ نه وايو، بلكې زموږ كار يوازې د هغه په يو اثر چې پنځه لنډې كيسې دي، څه ويل غواړو. د دې كيسو د ليكلو كال ۱۳۳۸ په شاوخوا كې دى. دا هغه كلونه دي چې په افغانستان كې لومړنی پنځه كلن پلان عملي كېږي. شهيد محمد داوود خان له يو شمېر هېوادونو په تېره د وخت له شوروي اتحاد نه مرسته راجلبوي او دوه كارونه په عمده توگه په حركت راځي. يو د ملي اردو عصري كول او بل په هېواد كې د اقتصادي پروژو او لويو لارو جوړېدل او رونق. يا په بل عبارت د «سنت او مدرنيته» جگړه يو وار بيا په درز پيلېږي. تر هر څه د مخه دا پرمختگونه روښانفكري ذهن ته لاره كوي په تېره هغو روښانفكرانو چې نوره دونيا يې ليدلې وي. په همدې كلونو كي د پښتونستان د ازادۍ غورځنگ هم په جوش كې وي، نو د داسې شرايطو په بستر كې لاندې كيسې كښل شوي دي. راځو كيسو او د هغو په باب څو خبرو ته:

د شفيق داستاني اثر «عبقريان» نومېږي. په دې ټولگه كې پنځه لنډې كيسې دي چې یوه يې يعنې «عبقريان» يې په فارسي او څلور نورې يې لكه: «هفته كوك، داكتر صيب، بركت او د تمې كاروان» يې پښتو دي.

 

عبقريان: د كيسې اصلي كركتر «نيس» نومېږي. نيس په يوې اشرافي كورنۍ پورې اړه لري. يوه اشرافي كورنۍ چې فكر كوي خارق العاده استعداد لري. د داستان د رواي له قوله كله چې د هغې د كورنۍ په اړوند فكر كولو ته اړ شوم چې دا بې گټې كار وو. «په داسې حال كې د ښه ژوند كولو د اصولو له مخې نارينه هېڅكله د خپلو معشوقو د كورنۍ په باب فكر ونه كړي. دا دى چې زما د فكر او قوت او خيال ځواك له يو ساعت نه زيات د هغي په لټه كې دی.» راوي په ډېر مهارت د هغې د كړو وړو عمر او ځانگړنو په باب انځورونه كاږي. اصلي كركتر نيس هغه نجلۍ يا پېغله وه چې په سخته سره د هغې د عمر په باب اټكل كېداى شي. د هغې باريكه او ظريف اندامونه سړي ته داسې احساس وركاوه، چې گويا اووه لس كلنه ده. خو د هغې د اداب معاشرت درانه خوى او د هغې فيزيكي او روحي حالت چې د هغې پر جسم لكه غرونه برېښېدل؛ نو هغه يې شل نه تر پنځويشت كالو ښودله.

په كيسه كې د دوه تنو خبرې ارومرو بايد د كورنۍ د يو غړي په باب پيل شي. د مارتين د ترور لور چې همدا اوس په برازيليا كې ژوند كوي، يو ليك درلود، چې نسبتاً اوږود او په كافي اندازه معمولي و، خو د كورنۍ په ميتولوژي كې ثبت دى چې د عبقريانو هېڅوك بايد عادي او معمول نه وي. د نيس سترگې گردې شوي او د سترگو په رپ كې يې وينم، لكه د دعوا وكيل چې ښه هوډمنه او په خپله خبره ټينگه ده بدلېږي. په هماغه شېبو كې د خپلې ترور د لور ليك ما ته وايي او په هغه تبصره كوي. «زه» په همدې حالت كې راوي چې له يوې خوا د هغې ليك متن اوري خو له بلې خو د زاړه ښوونكي تجربي ته ورځي او هغه ورته نيغ درېږي. د خپل زاړه ښوونكي په ياد كې كېږي چې دا مهال كلونه كلونه په خاورو كې ويده دى. د ليك له لوستلو ځخه د ترور له لور سره د نيس رخه او رقابت او له بلې خوا د هغې په ستاينه كې ځان تمثيلوي. چې له همدې زاويي د عبقريانو د يوې كورنۍ غړي په توگه يعنې ځان معرفي كړي، هڅه كوي.

راوي د ښوونكي او زده كوونكي او د شنو عينكو خبره كوي؛ خو كله چې د نيس حوصله پاى ته رسېږي نو راوي دا كيسه راولاړوي او بيا د شرقي او غربي علومو او تمدن له اختلاف سره ارتباط وركوي. په كيسه كې د پاريس ماښام او عاشقانه فضا په ډېره هنرمندانه توگه پر مخ ځي. كله چې راوي د هغې د لاس د گوتو لمس كوي، نرۍ خندا او عاشقانه انداز دا ټول څه تمثيلېږي خو كله چې د شرقي علومو او ختيځ پيژندنې په باب خبرې كوي، غواړي يو څه وليكي او مرسته ورسره وشي. نو كيسه له عاشقانه رويې څخه يوې فلسفي هغې ته داخلېږي او دلته دى چې هغوی چې شرقي تمدن د غربي مستشرقينو له څېړنو تفسيروي يا ويني په هغو نيوكه كوي. نيس چې د شرقي علومو په برخه كې فارسي ژبه زده كوي، فارسي ادبيات لولي.

نيس چې له كوچنيوالي څخه خپله له «پردۍ پالې» اشرافي كورنۍ سره په بريتانيا كې د ژوند پر مهال بلدتيا درلوده او ډېر كلونه يې د ژبو او فرهنگ په مدرسو كې چې د انگلستان د كيمبريج پوهنتون تر پام لاندې اداره كېدلې، زده كړه كوله. داسې زده كوونكي وه چې د هغه مدرسې قيام د پاريس د شرقي ژبو او علومو مدرسه كې د هغي لباس د چا خبره د هغي په تن برابره گنډل شوې و. هغې فرانسه د انگليسي ليكوالو له زاويې پېژندله. دلته د راوي اشاره هغه روښانفكرانو ته هم ده چې خپله ټولنه د ختيځ پيژندنكو له عينكو گوري. يو مهال د خبرو په لړ كې راوي ژر د خبرو لړ بدلوي او يو ليك له جيبه راباسي چې د ټول داستان جريان له عاشقانه فضا نه فلسفي او فرهنگي فضا پيدا كوي.

راوي يا ليكوال يو له ځانه پردي روښانفكر څېړي. له اوږدې مباحثې او مشاجرې وروسته راوي خپل ليك چې شرق ته يې ليكلی دی، لولي په دې ليك كې هغه د ځان په باب كيسه نه كوي. د حافظ شعر وايي:

قدح پر كن كه من در دولت عشق

جوان بخت جهانم گرچه پيرم

چنان پر شد فضاى سينه از دوست

كه فكر خويش گم شد از ضميرم

 او بيا وايي:

بفريادم رس اى پير خرابات

بيك جرعه جوانم كن كه پيرم

برآ اى آفتاب صبح اميد

كه در دست شب هجران رسيدم

راوي په دې برخه كې د خپل غربت او ليري والي نوستالژيك احساس په غېږ كې نيسي او د دغه شعر په ويلو برسېره ورته د عاشق او معشوق له مفهومه تېښته كوي، يوازي په عشق تكيه كوي.

په كيسه كې وروسته كله چې فلسفي بحثونو ته داخلېږي نو د مولانا او ژان پل سارتر يادونه كوي.

د سارتر هدف له انسان نه دا دى چې وايي له انسانه پرته بله دونيا نشته. هر څه انسان جوړ كړي او جوړوي يې. دا د سارتر ځانگړې ليدتوگه ده. هغه په دې باور دى چې انسان يواځينى موجود دى چې له تعريف نه ترمخه په خاصو مفاهيمو سره وجود لري يعنې وجود يې پر ماهيت مقدم دى. نو انسان نه تعريف كيدونكي بولي. دا ځكه هغه څه چي د انسان انسانيت ته شكل وركوي د هغه غوراوي دي. انسان داسې مفهوم دى چې له هغه وروسته چې په عالم كې يې ظهور وكړ، ځان يې مطرح كړ، بشر هېڅ نه دى خو هغه څه دى چې هغه يې جوړوي.

 همدارنگه چې د يوه څېړونكي په قول مولانا يا د شرق عارف او صوفي هم چې د خداى، د نړى، د روح او د هر څه په باب خبرې كوي. د انسان د تكامل سير له جماد نه تر نبات او له نبات نه تر انسان او ملك پورې گوري. د انسان د جبر او اختيار حدود تعقيبوي او په ازادۍ ورته قايل دى. د هغه په نظر د فنا په پايله كې خپل ځاى خداى ته وركولو كې انځوروي. دا ټول كارونه كله په ډاډ او يقين سره او كله هم په شور و هيجان سره بيانوي.

گورو چې هم لويديځ فیلسوف او هم د شرق عارف دواړه د تعالي په لور حركت كوي، دواړه هم سارتر او هم مولانا پر انسان متمركز كېږي. كه سارتر انسان د هر څه مبدا او اساس بولي، نو مولانا هم انسان هغه موجود بولي چې په پايله او فنا كې خپل ځاى رب ته پرېږدي. د عبقريان ليكوال هم په ډېر مهارت دغې له رمز اوراز نه ډكې مسألې ته اشاره كوي.

د كيسې راوي په خپل ليك كې دا خبره په ډاگه كوي، چې د شرق صوفي او عارف د انسان معنوي شخصيت د تكامل په حال كې ويني او دا تكامل او وده د زمان په اوږدو كې حاصلېږي. شرقي عارف لكه څنگه چې د ديالكتيكي حركت تكاملي سير دی او صوفي دې بهیر ته بشپړه پاملرنه كوي، هغه په خپل كلام كې منعكسوي. سارتر هم دې مسالې ته د انسان وجودي ماهيت ته په ژوره توگه پام كړي. د انسان ازادي او اختيار ورته ارزښت لري.

همدارنگه په كيسه كې گوري چې څوك د چا تقليد كوي. په قوي كليماتو د «ځان پردی كېدنې مسألې» ته اشاره كوي. دا ځكه چې په پردي فرهنگ كې دا وېره شته چې سړى خپلې ځانگړنې له لاسه وركړي. د پردي فرهنگ ارزښتونه هم په اپوټه ډول په ځان كې جذب كړي او يا پخپله پر هغو كې مضمحل يا اكلچرايز A culturize شي.
د دې كيسي اړوند ويل شوي دي چې دا يو ډول ژباړه ده يا دا چي نامنظمه او ناسمه اوډل شوې ده يا دا چې د كيسې تكنيك نه لري يا نيمگړې ده او بشپړه شوې نه ده. زه دا ټولې نظريې او احكام ناسم او غیرعادلانه بولم. واقعيت دا دى چې دا كيسه په اروپا كې يا په فرانسه كې په
۱۹۵۵ كال كښل شوي ده. ليكوال د فرانسوي او د دویمې نړيوالې جگړې وروسته له رايج ادب سره ښه اشنا برېښي. دا هغه مهال دی چې كيسې او رومان خپله هغه رنگ چې د بالزاك او نورو رياليستو ليكوالو يې اخيستي وو، له لاسه وركړی دی. مودرن او پوست مودرن ليكوال د كيسې په برخه كې په هغو زړو او پخوانيو ميتودونو او روشونو پسې نه گرځي چي وايي: «د كيسې كړ بايد څنگه وي؟ بدنه او پلاټ يې څنگه وي؟ څومره كلمې ولري؟ د سهار چاى څښلو په مهال كې څومره وخت ونيسي او څنگه پاى ولري؟» ليكوال دا چوكاټ مات كړي دى. په فرانسوي ادب كې هم لكه چې د شعر د قوافيو باستيل (د فرانس تاريخي زندان) ړنگ شوى دى. دغه راز د كيسي ليكلو هغه كلا هم چې څنگه له دروازې داخل شي او څنگه ترې راووځي هم ړنگه شوې ده. كيسه چې كله د شرقي او غربي فرهنگ پرتلنې ته راځي، د معاصر بشريت يوه ستره ستونزه مطرح كوي او هغه دا چي معاصر انسان غوره بولي چې معنويت ته پناه يوسي. څرنگه چې ترمخه هم وويل شول د شرقي فرهنگ يوه برتري هم دا ده چې معنويت په كې حاكم دی. لوېديځ انسان نن ورځ له ماشيني ژونده ستړې دى. غواړي كوم پناه ځاى پيدا كړي چې په اروايي لحاظ په كې تسكين او ارام شي. زما په اند كيسه ډېره قوي پايله لري.

كيسه ليكوال د وخت روښانفكرانه ژوند او كركتر ترسيم كړى دى. له ځانه پردی كېدنه او د شنو عينكو له لارې د خپل فرهنگ او اصالت ليدنه انځوروي.

د شرقي او غربي تمدن ژورتيا څېړي چې شرقي تمدن د عشق په باب خبرې كوي خو غربي تمدن د عاشق او معشوق په باب. په شرقي فرهنگ كې عشق چې د عشق په مفهوم متمركز دى، له معنويت او لاهوتي دونيا سره كار لري، خو د عاشق او معشوق مفهوم له لوېدیځې نړۍ سره اړه لري چې بيا هم مخكيني خبرې ته ورگرځو. د مولانا يادونه يعنې د صوفي د شخصي تجاربو يادونه ده چې انساني موجوديت باندې اتكا ده او سارتر هم له انسان او د هغه له وجودي ماهيت سره سروكار لري.

پورتني كيسه د شرق او غرب ترمنځ د يو فرهنگي تقابل ښكارندوى هم ده.

نيس د غربي فرهنگ تمثيل كوي خو د شرقي فرهنگ په برخه كې زده كړه كوي. په ډېرو ځايونو كې فرهنگي تقابل وينو، نيس د اشرافيت ارزښتونه تمثيلوي له راوي نه مرسته غواړي چې هم عشق وكړي او هم سودا.

د داستان پاى د شرقي او غربي فرهنگ اصلي ستونزې راسپړي. د معاصر انسان ستونزه له دويمې نړيوالې جگړې وروسته لا ډېره ځلېږي. انسان له تخنيكي او د تمدن د ماشيني ژوند نه ستړى برېښي. دلته هم د سارتر او د مولانا پيغام كې يو تركيب موجود دى.

هفته كوك: ځينې څېړونكي وايي چې دا كيسه يو طنز ډوله هغه ده. دې كې شك نشته چې د طنز ريښې هم په واقعيتونو كې دي.

طنز د كميدي پر خلاف چې په كميدي كې خنده وروستی هدف وي، خو په طنز كې خنده د معايبو د بيان له پاره وسيله ده او د اذهانو د روښانه كولو لپاره يوه تگلاره ده چې د رذالتونو او خباثتونو د روښانولو لپاره ليكل كېږي يا منځ ته راځي. طنز ليكوال په ظاهر كې لوستونكي خندوي خو په ماهيت كې انسان تفكر ته هم رابولي. په دې كيسه كې موږ له همداسې يوې مسألې سره مخامخ يو. په ټولنپوهنيزه شننه كې ليكوال د يو داسې وگړپوه يا انتروپولژيست په توگه چې په خپله په ټولنيز گروپ يا طايفه كې ژوند كوي او ټولنيزه ډله له نژدې مطالعه كوي. له هغه ځايه منظركشي كوي، د ليكوال په كار كې له ورايه ليدل كېږي.

دوه خبري دي، يو خو دا چې چا له نژدې داسې كسانو سره لكه د «هفته كوك» كركترانو سره له نژدي كار اوروزگار نه وي كړي نه شي پوهېداې چې څرنگه عكس برداري وكړي او بل دا چې د لومړي ځانگړنې په خوا كه انځورگر ليكوال وي، نو بيا خو د مسايلو ژورو ته داخلېږي. داسې مالومېږي چې د اثر ليكوال دواړه تجربې لري.

په ټولنپوهنيزه اصطلاح كې د «طالب» او «ختم كوونكي»، «قاري» او په مجموع كې د ملاتوب موسسه ډېره لرغوني ريښه لري. دا داسې قشر دی، چې پخپله ځانته ډوډۍ نه پخوي. پخپله فيزيكي او عايداتي كار نه كوي. خپل كالي پخپله پرې مينځي، خو چې ماښام شي هرې دروازې ته درېږي او د خير راوړه غږ كوي او چې كله د ختم او خيرات واوري نو كوچني، لوى اختر، نوروز، دولسم او نور ټول ورسره يو ځاى شي.

په دې اساس ليكوال زموږ په ټولنه كې د يوې مهمې او ډېري ژورې ريښه لرونكې دودېزې موسسې حالت بيانوي: جومات، قاري، ختمونه، محروميتونه د خلكو عقايد د قاريانو كړه وړه اوداسې نور.

نوموړى د ښار كوڅه، جومات او د چړيانو ژوند ډېر ښه انځور كړى دى.

ولې ليكوال د خيرات او دسترخوان او ډوډۍ مفاهيم دلته په «ورشو» افاده كوي. فكر كوم دا د مفهوم ډېر ښه مصداق دى، انسانيت دلته سقوط كوي او د حيوانيت مرحلې ته رسېږي. راوي وايي:

«همدغه يوه ببره ورشو ده چې زموږ حافظ جي صاحب يې په دې مازديگر په هغه كوټنۍ كې د خپلو ملگرو نه جلا كښېنولي دي او د هغه په ببرو شونډو يې يو مالومداره تبسم رسم كړى دى. د همدې ببرې ورشو بركت دى چې وړوكي هلك (عصا كش) حافظ جي صاحب ته نژدي ناست دى. نن د هغه بوټانو د اصلي خاوند تلين دى چې يوه مياشت كم يو كال يې زموږ د حافظ جي صاحب سره وشو. زموږ حافظ جي صاحب له نورو ملگرو سره نن ماسپښين د هغه مرحوم د زوی په كاله كې سيپارې ختمې كړې او اوس د ماښام انتظار په ډېر ه بې صبرۍ وباسي. د خيال دونيا يې ټوله حلوا حلوا او پلو پلو كېږي، خو له يې دم په دم اوبه پرېږدي او ذهناً ځان دې ته هم نه شي حاضرولی چې د خپلو د وو ملگرو سره په خبرو اترو كې شريك شي او د دونيا د نيمگړتيا او له هغه دغه نه شكايت وكړي.»

دا د يو داسې روحي حالت ترسيم دى، چې د حافظ جي باندي د امام د دوعا گانو تسلسل څومره بد لگېږي. «خداې پاك خو بينا او دانا او سميع او عليم دى. دومره اوږدې دوعاگانو ته څه حاجت دى.» ځكه چې ډوډۍ ته يې تلوار وو. داستان په دې پاى ته رسېږي چې بلې پنجشنبې ته به له خيره چېرته ځو.

په پورته كيسه كې يوه مذهبي موسسه او د هغې كردارونه په ډېر دقت ښودل كېږي. دا مذهبي موسسه په مفت خورۍ، حرص، لوږه او له مذهب نه په ناوړه استفادې او كړنو ولاړه ده.

داكتر صاحب: په دې كيسه كې هم د غربي او شرقي فرهنگونو ترمنځ تقابل په گوته كېږي.

دا كيسه هم د معاصر روشنفكري او اشرافي ژوند ترمنځ واټن ښيي، ټوله مسأله په دې څرخي چې دا كتر نو د څه داكتر دى؟

داكتر څرنگه فلسفه او ادبيات زده كړل او څرنگه غواړي د كابل اشرافي محافلو ته لاره پيدا كړي، د دغه محافلو د ذهنيت جاج اخلي او د داكتر صيب د سويې او هغوی له ذهنيت سره توپير برجسته كېږي. «يعنې چې څوك په ادبياتو باندې پوهېږي او زموږ د دې سندرغاړو غوندي ښه ښه شعرونه يې يادوي، يوازې د هغوی داكتري كوي او د بل چا نه؟»

يا دا چې:

ــ «له پاريس نه كله راغلي يې؟»

ــ «درې څلور مياشتې كېږي.»

ــ «ايا ته هلته وي چې د بريژيت باردو زوی وشو؟»

ــ «نه، زه د فرانسې جنوب ته تللي وم.»

ــ «عجب؟ ته څنگه په هغه وخت كې له پاريس نه د باندې تللي چې د بريژيت باردو زوی كېده؟»

او كيسه په دې جملو پای ته رسېږي.

د هوسۍ ( يو كركتر)  بلي ترور پوښتي:

ــ «هومره څوك دې هم نه وو چې تا ته يې ويلي واى: يو بل سبق ووايه؟»

په همدغه وخت كې داكتر صيب د يو ليك د ليكلو عزم وكړ او هغه د پاريس ملگری ته يې راتگ بلنه وه. دلته فرهنگي تقابل په څه كې دی. داسې ټولنه چې داكتري او يا تخصص يوازې په سندرو كې خلاصه كوي. ادبيات يوازې په اشعارو كې او هغه هم د مجلسيانو په كمپوزونو كې لنډوي، خو له بلې خوا دومره غرب زده گي چې د بريژيت باردو د زوى تصور هم سړی ته نېغ دروي. تقريباً د دې كيسو د ليكلو زمان ته نژدې په شرقي فرهنگونو كې يوه څپه راپورته شوه. دا څپه د ناسيوناليستي غورځنگونو تر اغېز لاندې وه چې د لوېديځ فرهنگ په وړاندې كركه او نفرت ښودل كېده. البته په كيسه كې يوازې دا مسأله نه ده. كه له يوې خوا لوېديځ ځپنه رټل كېده  نو له بلې خو په ٬٬نويو دوران ته رسېدلو٬٬ كې يو اشتياق هم ليدل كېږي؛ خو د وخت د كابل محافل چې له يوې خوا د ادبياتو او د طب د داكتر توپير نه شي كولی، له بلې خوا د لوېديځ زده كړي داكتر ته ټول په څو وي او هغه ورته يو خارق العاده او د معجزو خاوند هم برېښي.

 

د تمې كاروان: د تمې كاروان او هفته كوك كيسې سره نږدې تړاو لري. د دواړو كركترونه په هماغه «ورشو» كې دې چې ليكوال ورته اشاره كوي، يو وخت مې د بالزاك په باب لوستي و، چې له بده مرغه دقيق قول يې اوس له ما سره نشته. يو نقاد وايي چې بالزاك د  فرانس مشهور رياليست ليكوال په ډېر دقت د فرانسې ټولنه ترسيم كړه چې يو ټولنپوه يې هم نه شي كولی. كله چې د طالبانو او «چړيانو» د گروپ شننې ته راځو. د جومات له تاخچو نه نيولې د سياسي اقتدار تر مقامه په دوې كې كوم بدلون نشته او دا كار شفيق په ډېر دقت كړی دي. شفيق هم د دوى اروايي كركتر څېړلی او هم يې د دوی حرص او اشتها او هم يې د دوې شوق او ذوق او هم يې د دوې بې نهايته ژور فكري محدوديت څېړلی او انځور كړى دى.

د كيسې منظر كشي او تصويرجوړونه يا كښنه يې په زړه پورې او دقيقه ده.

 د تمې د كاروان د داستان قهرمان سپين پگړى دى. سپين پگړی مفهوم په پښتني فرهنگ كې روښانه او څرگند دى. دا كلمه ملا ته كارول كېږي، قهرمان تر پايه نوم نه لري. تور پگړي او سپين پگړي دي. يوه ډله ده چې په مدرسه كې سره اوسي. د مدرسې كيسه ده، ليكوال د چاپيريال ډېر په ژوره توگه انځور كښلى دى، په يوه ځاى كې داسې لولو:

«په چوتره باندې ناست سپين ږيري د تلیفون د زنگ تر اورېدو وروسته خپل ښی غوږ له ٬٬كوڅو٬٬ نه راويستلي و، په نورو خبرو خو يا پوه نه شو او يا يې د تبصرې وړ نه گڼلې، مگر چې د تور پټكي خاوند وويل: «ده توپ؟» اوچت ودرېده، كوڅو له يې يو نرې شان تاو وركړو او له ځان سره غلې وپسېده، چې ايله به مقررو پرښتو اورېدلي وي. ده غضب خدا شوه، خدام باز كی ره ده توپ می ته؟»

«دسپين ږيري د اخيري عمر ارمان دا و، چې يوه ورځ دې كوټې ته راننوځي او د ميز شا ته به تور كوټ نغښتى سړى ونه گوري او واوري چې هغه د شپي خپلې سراچې ته د ختلو په وخت كې له زينې نه رالوېدلې او نور ده ته بدې بدې نه شي كتلى ځكه چې سترگې يې دا ابد لپاره پټې شوې دې دي.»

همدلته د كيسې غوټه پيلېږي. «په لاره دې ته هم وزگار و، چې د شپې له ډوډۍ نه هم يوه خاموشه استغنا خپل ځان ته اعلان كړي. بيدو لكه هغه دم چې سړى يې د بلياتو د دفعې لپاره په خپل گريوانه كې چف كوي، نن شپه كه نوبت ښه دى او كه خراب څه فرق كوي. بېگا ته لاڅه سبا او بلې شپې له هم د چا پروا نه راځي... دا دوه شپې خو به مې زړه د چړي له راتلو د وخت په نژدې كېدو رازونه او درزا نه كوي.»

په دې كيسه كې د يوه كينه كښه او عقده من بې زده كړو او كم زده كړي ملا او د مدرسې د ښوونكي انځور دى. خبره يې ټوله په ټوك او خيرات راڅرخي او د كنجوسۍ ستونزه يې عروج پيدا كوي. چې څه گټې هغه د كتابونو په قات كې ږدي خو چې كله كيسه اخير ته رسېږي نو په يوه لنډه جمله يې غوټه خلاصېږي. هغه هم په دې ډول: «... مگر د ده گومان خطا وو او هغه څوك ورپسې راغى چې د هغه په راتگ د كتاب د پاڼو  په قات كې اېښي نوټونه نه كنډويدل،(نه مصرف كيدل )  هغه راغى او دى يې له درد نه بېغمه كړ، مگر څنگه بېغمه، داسې بېغمه چې بيا هېڅ غم ونه گوري او زما په عقيده دى عزرایيل وو.»

په دې كيسه كې د بانجاني كوټ خاوند او د هغه حرص او دروني دونيا ډېره ښه راسپړل شوې ده. مرگ او بيا ساه وركوي، حريص توب، كنجوسي د گېډې مزدوري بيكاره او بي فعاليته د بل دسترخوان ته په كتو، محدوده دونيا، تنگ نظر، د گېډې غم... دا ده د ملا او د طالب د ليد جغرافيه.

بركت: دا چې يو زيارت څنگه جوړېږي، د كيسي په سر كې ورته ښه شرايط جوړ شوي دي. خو كله چې زيارت جوړېږي عايدات يې پورته ځي، دلته ده چې مذهبي  خرافات د خاني له موسسې سره ټكر كوي. مجاور ته دسيسه جوړېږي او له ځايه گوښی كېږي يا بندي كېږي.

زيارت او ملنگ چې د قلنگ او خيرات له لارې د خانۍ د موسسې لپاره تهديد گرځي، مذهبي موسسه فتوا وركوي او د خان د ځواك تابع كېږي. زيارت بل چيرې انتقالېږي او هلته هم د هغه مجاوري په اجاره وركول كېږي.

د اكيسه د دود او سنت پر ضد د مذهبي دوگماتيزم او تحجر پر ضد يو روښانفكرانه افشاگري ده. په دې كيسه كې څرگندېږي چې عنعنوي ټولنې دغه دوه موسسې يعنې خاني او مذهبې احسساسات يا افكار له حكومتي موسسي سره په موازاتو كې څوك د چا له خوا او لورى نيسي. خرافي مذهبي ذهنيت څرنگه خپل رنگ او وزن د گټې او سود په وړاندې له لاسه وركوي.

د بركت كيسه د مذهب او خانۍ ترمنځ د سازشونو ښكارندویه ده. په اول قدم كې دا څرگندوي چي كله مذهب په خرافاتو بدل شي پخپل ذات كې خپل جادويي عمل كوي، انسان مسخ كوي. د فيورباخ خبره، د انسان د مغزو محصول بېرته پر انسان حاكم کېږي. اوس چې كله خپلې خبري را ټولوو نو څو ټكو ته پاملرنه كولي شو:

په دې كيسو كې درې خطونه وينو:

يو: د عبقريانو كيسه چې په فارسي كښل شوې ده. دا په نوې طرز يا مودرن ډول كښل شوې ده، څو مسألي په كې راگډې شوې دي. د مينې او عشق مفهوم او د ختيځ پېژندني گوډ حالت او بل د لوېديځ او ختيځ فرهنگونو د تقابل مساله. هلته په وروستې برخه كې د سارتر او مولانا نومونه راغلي دي، سارتر په همدغه وخت كې يو بې بديله نظريه پرداز روښانفكر او هم وجودي فيلسوف و چې ترننه د هغه افكارو په اروپا سيوری غوړولی دى او د هغه مهمه مسأله د انسان د وجوديت هغه ده. مولانا د شرق د فرهنگ او مدنيت يو سمبول دى. هغه متفكر، صوفي او عارف دى. داسې عارف چې عارف انسان په مجموع كې د تعالي او د كايناتو او د هستۍ د پېژنگلوۍ په توگه پېژني او د هغه تكاملي سير څرنگه مطرح كوي، چې د مخه مو وويل.

 دويم: د داكتر په نامه كيسه په واقعيت كې بيا هم په روښانفكري ټولنو كې د لوېديځ تمايلات او د دواړو فرهنگونو ترمنځ واټن انځوروي. سره له دې چې «د غرب ځپني» ټكي هم لري خو د نويو راټوكېدلو مناسباتو او كورنيو محافلو منځ ته د هغو لاره كول انځوري.

درېيم: هغه درې كيسې دي چې د تمې كاروان، بركت او هفته كوك كيسې دي چې درې واړه نژدې پر يوه موسسه را څرخي او هغه د مذهب او له دين نه د ناوړې گټې اخيستني مسأله ده. په دې لړ كې يو داسې قشر تشريح كېږي چې يو ټولنپوه اويا يو وگړپوه يې نه شي تشريح كولی خو ليكوال هڅه كړې د هغه ډلې چې هېڅ فيزيكي او عايداتي كار نه شي كولی. تل د ټوك او خيرات په ډوډى را لوېږي. په ټولنه كې هېڅ ځاى او مقام نه لري ان له دين او ديني متونو ناوړه گټه اخلي يعنې طالب، چړي او ملا، قاري انځوروي.  چې په وړيا اوختم په خوراكونو يې  د تن اوبدن  بڼه هم بدليږي . سور پيدا كوي ۔شلميږي ۔ د هغو رواني حالت انځوروي چې څومره د خپلې ګېډې غلامان دي. څومره د دونيا او هيواد له حاله ناخبره دي. يوازې خپلو پښو ته گوري،.

وړانديز : كه  دانسان ياران كولي شي دا اثر له سره په ښه صحافت چاپ كړي  دا به  ډير اغيزمن كاروي .

پاى

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۶۱     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        جوزا ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی                           اول جون  ۲۰۲۰