کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

محمد اکبر کرګر

    

 
سړى څرنگ باباجي شي؟

 

 

 

 چې ماشوم وم، د كورنۍ له كوم مشر پلار يا نورو سره به كله ناكله د دوعا او زاريو او د هيلو او غوښتنو د پوره كېدو لپاره زيارت ته تللم. زموږ د كلي په خواوشاه كې كوز او بر ډېر زيارتونه موجود وو. مشر ورور خو مې د خپل عايد زياته اندازه د زيارتونو په مجاورانو لگوله. خيراتونه به يې وركول. نذرونه به يې ايښودل. خو زه چې په خپل كلي كې رالويېدم او كله به له كوم مشر سره زيارت ته ولاړم؛ نو بس د زيارت ته له ننوتو د مخه به مې اودس تازه كړ، بيا به ننوتم. زموږ د كلي زيارتونه څه بل شان وو، ډېر اوږده چې طول به يې څلوېښت گزه كېده. خو وروسته چې ډېر متبرك كسان هم مړه شوي دي، قبرونه به يې كوچني او د انسان له قد نه لږ څه اوږده وو، خو د دغو زيارتونو طول به بېخي زيات وو. وروستيو چې مكتب او تعليم عام شو، ځينو به ويل چې دا د مسلمانانو زيارتونه نه؛ بلكې له اسلام نه دمخه جوړ شوي دي. د زيارتونو ليدلو به زما په ذهن سخت اغېزمن و. كوم سوال چې به نورو كولو ما به هم شونډې رپولې؛ خو ځينو به ويل چې فلاني زيارت لاس په لستوڼي دي چي سوال ورته وكړې سملاسي دې سوال قبلېږي. زه به د دوى د خبرو تر اغيز لاندې هم راتللم ۔ ما به يو ستر او باعظمته پير تصور كاوه، د خلكو ويناوې او تفسيرونه به راته په مادي لحاظ مجسم شول.

همداشان له زيارت نه د راوتلو په مهال به ما زيارت ته شاه نه كوله؛ بلكې په څټ به راستنېدم، بيا به راووتلم او څپلۍ به مې پښو كړې.

 ورو به د زيارت له روضې راووتلم. بيا به مې هم لاسونه لپه كړل، دوعا به مې وكړه او لاسونه به مې په مخ راښكودل. راروان به شوم. لنډه دا چې كله ناكله به له ما سره هم د زيارت مقام پاس آسمان شو. تنده به راسره پيدا شوه چې كاش سړى زيارت شي چې د خلكو ته د خدمت په موخه د هغوى سوالونه او غوښتني پوره كړي.

له ډېر فكر نه وروسته د جمعي په شپه خوب ته ورغلم، بيا نو په ځان پوه نه شوم. دا مهال بيا د يوې دنگې غونډۍ په لمن كې پروت يم، د ډبرو يو لوى ديوال ترې چاپير دى. د غرنيو بوټو او ونو يو ځنگل جوړ دى. نرۍ لار مې زيارت ته راختلي ده، څاروي او ځناور ورته نه شي راختلي او يا له دېوال او دروازې له لارې نه شي رااوښتلاى. دا مهال زه اوس ځان يو سم دم زيارت احساس كوم او د خلكو د غوښتنو د پوره كېدو وسيله يم.

د زيارت مجاور چې يو دنگ او د سپينې څوكړې ږيري سړى دى، په مخ يې ږيره نشته، خو په زنه يې ښه گڼه راشنه شوې ده او ښه اوږده ده. بريتونه يې څو څو تاره راځوړند دي، كه له ليري يې څوك وويني ارومرو چې فكر به وكړي چې دا بريت نه بلكې يو څه يې خوله كې نيولي دي. مجاور چې عوام خلك ورته منجور وايي، تيار د شيطان سكه د كاكا زوي مالومېږي؛ خو زه ورباندې غرض نه لرم. وايم «هر سړی پيدا دى خپل خپل كار لره كنه.»

دا ځكه چې د زيارت د روضي په پاكولو كې ښه زحمت باسي، سهار و مازديگر جارو كوي، څاروي او ځناور نه پرېږدي چې حريم ته راداخل شي؛ خو هغوی چې شكرانه او نذرونه راوړي له هغو سره ښه مدارا كوي؛ خو هغوې چې تش لاس راځي او يوازې دوعا كوي او په زاريو وخت تېروي، هغو ته خپله كركه او غصه څرگندوي. په قهر ورته گوري، غاښونه ورته چيچي.

د زيارت مجاور وخت ناوخت د چرسو لوگي هم راكاږي. سترگه يې سره وي. په خپله كوډله كې دېره وي او د گڼه گوڼي په مهال بيا په زيارت كې گرځي. زما ارواح له ليري د دې ټولو كارروايو نظاره كوي. له ليري يې څارم، زه يې وينم چې مجاور ته چې خلك ورته منجور وايي او د منجور كاكا غږ ورته كوي، ښه گټه وررسيږي. د چا خبره چې زيارت كه خلكو ته زيارت دى؛ نو منجور ته د مغازه او د بانك د جاري حساب حيثيت لري او عايدات ورته راوړي.

منجور په تبليغاتو او خبرو كې ښه مهارت لري. زما د شان او دبدبې په معرفي كې ښې كيسې خلكو ته وايي: «خلكو او زايرينو ته وايي: «زه هم د د دې زيارت له خاندان نه يم او باباجي خو د غوث الاعظم دستگير او پيربابا له سلالي نه دی، له كفارو سره يې مخ په مخ جگړي كړي دي.» د خبرو په اورېدو يې ما ته خندا راشي چې هلكه زه خو چاكو نه شم بېرته كولی؛ نو دا جنگ مي له كومه زده کړ. خو منجور كاكا باباجي د معجزو او كراماتو خاوند بولي، چې خلك ترې وپوښتي؛ نو دی سم دواره خپل كسيټ ورته چالان كړي وايي:

«باباجي سخت د كراماتو او معجزو خاوند دى. اوس چې پرې زيارت جوړ دى، د دې سيمي خلكو ته څو واري په خوب كې ورځي. لاس په لستوڼي سړي ته وررسېږي. زه خپله د دې شاهد وم او يم چې ډېري شنډې ښځې يې چي نذر او شكرانه يې ورته راوړله او په صدق يې دوعا كوله، درې مياشته وروسته بارداره شوې دي او گوره اوس هم د جمعي په شپه خلكو ته په خوب كې ورځي.»

د دې باباجي يوه معجزه دا هم وه چې وايي كله به سمندر ته ودرېد او لاس به يې اوبو ته ونيو، دوعا به يې ولوستله نو د سمندر ماهايان به را پورته شول او د سلامي په حال به ودرېدل. يوه شپه په غرونو او ځنگلونو كي روان و، چې لويې لويې ډبرې به د درناوي په موخه د باباجي په مخ كې راتولېدلې. لېوان پړانگان او شرمښان به مخي ته راتلل او په پښو كې به يې رغړېدل او سنگاری به يې كاوه. اوس چې د همدې غره په لمنه كې زيارت دى، خلك ورته راځي او د دوعا لاسونه ورته پورته كوي. ساده خبرې نه دي(!). باباجي به منئ ارومرو به يې منئ.

رښتيا د دې كليو خلك شاهدان دي چې يوه ورځ باباجي په لاره تېرېده، خلكو ورته وويل: «باباجي موږ ته خو يوه معجزه را وښایه.»

هغه ورته كړه: «عجب خلك ياست. تاسو اوس هم له مانه معجزي غواړئ، ها! باباجي مخامخ دېوال باندې كښيناست د يوال ته يې وويل ورځه نو اوس له كوه قاف پورې او بېرته په سرانديپ باندې راوگرځه.» هغه وو چې دېوال لومړې حركت وكړ، بيا والوت او ښه شېبه وروسته د سترگو په رپ كې له كوه قاف نه راسىتون شوی او بيا سرانديپ ته تللی و او له هغه ځايه يې د بابا ادم له قبره خاوره هم راوړې وې.

خلك د باباجي په دې حركت وازه خوله پات شول. حيران شول او له ځانو سره يې وويل چې دا نو بې جوړې پير دى. د ده په كارونو كې شك كول بس كفر دى.

يو څوك را دمخه شو، له مجاور نه يې پوښتنه وكړه: «باباجي صيب زما خو كور كې بچې نه كېږي زه څه وكم؟ باباجي زما دا سوال قبول كه، د اكار به خداى كوي اوته به يې كوې؟»

باباجي ورته وويل: «ولې نه، اې غافله! ته دې كډه راوله، د زيارت شكرانه دې راوړه، دوه بيرغونه دې هم راوړه يو سور او بل تور. په اوداسه دې دوعا او زارې وكي زه به هم بندونه وركم چي سوال نه قبليږي نو څه به كيږي؟»

زه چې له ليري ورته گورم، له يوې خوا د مجاور هنر ته حيران يم او له بلې خوا دې زايرينو ته. چې كومه پخه او نيمزالې مېرمن به زيارت ته راغله او د مجاور بابِ دندان به وه، سم دواره به يې خپلې كوډلې ته بوتله او هلته به يې ورته سر د خوږ دم و چف كاوه. كوف او چوف به شروع و او بيا به يې د خپلو مريدانو په لست كې شامله كړه. بندونه به يې هم ورته په غاړه واچول.

چې رښتيا وايم زه خو خپل مراد ته ورسېدم، زه خو زيارت شوم. مرتبه مې هم مالومه ده چې دا مجاور مې هره ورځ خلكو ته ورپېژني. د مجاور خبرې چې زه اورم زما هم په خپل ځان باور راشي چي دا ټول داستانونه به سم وي. زما له ياده به وتلې وي، خو زه دې زيارت كوونكو ته حيران يم چې د چهارشنبي په ورځ ډلې ډلې راځي او له ما نه مېړونه غواړي. حيران يم. دوى فكر كوي چې گوندې له ما سره د مجردانو كوم كمپ دى. كاش چې د پخوا په څېر د عسكرۍ پشكيان له ما سره راټولېدلی؛ نو هېڅوك به رانه بينوا نه واى تللي. د ټولو سوالونه مې قبلول.

دا لا څه كوې چي يو نيم راځي دوعا كوي. وايي زما علاج وكړه، زه ناروغه يم قلنج، باد و بواسير، مردانه كمزوري او نور داسې ستونزې لرم. زما د مرض دارو په خداى دي او په تا دي باباجي. زه ورته حيران شم وايم:
«اې ظالمانو! دا روغتونونه د څه لپاره دي. كاش وسه مې رسيداي، چې په خپله روضه كې هم نسايي او ولادي كلينيكونه جوړ كړي وى او داسې نورو امراضو له پاره مې هم بندوبست كړى واى.»

د دې تر څنګ يو نيم راځي او له ما نه پيسې غواړي، دولىت او ثروت رانه غواړي. وايم اې ظالمانو! زه خو نه كوم جنگسالار يم، نه مې جخات كړ دى. نه قاچاقبر يم نه كوم غاصب يم، نه د امريكا جاسوس يم. له ما نه ولې پيسې غواړئ. كه له ما سره پيسې واى، ارومرو مې خپل منجور ته وركولې چې د نيمزالو مېرمنو له سرونو دمولو نه خلاص شوی واى او واده مې ورته كاوه.

 د دې ټولو كيسو په ليدو مې يو وار خپل منجور ته فكر شو. نه پوهېږم چې د خلسې حالت وو او كه رښتيا زيارت شوي وم خو د خپل منجور كمال او هنرمندۍ ته فكر يوړم، چې دا څومره ځواكمن اداكار دی او د دې دونيا نور اداكاران څومره په مهارت خپل هدف بيانولی شي.

خو بيا هم ستاسو دې كور ودان وي هر وخت راشئ. زما د زيارت دروازه ستاسو په مخ خلاصه ده.

لندن، د اپرېل ۲۵، ۲۰۲۰

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۵۹     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        ثور ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی  اول می  ۲۰۲۰