په رڼا باندې مين شوم ، زړه مې وسپاره لمبو ته
يه پانوسه پتنگ سوزه ، اوس مې وگوره ايرو ته
څه د ورېځو پاچاهي شوه ، تندرونه راوريږي
ځلوم د اوښکو ستوري ، ستمگرو تورو شپو ته
دا د کومې گناه غچ دی ، دا د کومې خطا پور دی
څراغونه پر اوږو وړو ، خړو خړو هديرو ته
هره ورځ د گلو لو دی ، هره شپه ښکار د خوبونو
د آرمان تاندو غوټيو ، غېږه ورکړه رژېدو ته
تا چې سره او شنه باغونه ، لټول په آيينو کې
د ساده باور غلامه ، خوب دې وايه اوس اوبو ته
توروي دې درته سترگې ، کشوي دې قربانۍ ته
يو مکار قاتل راغلی ، ستا د سوي ښار کوڅو ته
ښاپېرۍ د کوه قاف شوې ، يه زما گلمينې مينې
زخمي زړه مې هوسيږي ، ستا د زلفو شنو وږمو ته . |