کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

نقیب الله متونوال، مشال راډیو

 
 
'هغه ورځ دې خدای راولي چې خپل محبوب وطن ته راشو'
 


خوست - په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو او کورنيو جګړو له پيلېدو سره له دې هيواده د وګړو د مهاجرت یوه بله لړۍ پیل شوه.

په دې کې د افغاني هندوانو خوست مېشتې کورنۍ هم وې، چې په پېړیو، پېړیو دلته اوسېدلي او د جګړو له امله هندوستان ته لاړې.

د خوست ښار په ختیځه برخه کې اوس هم د هندوانو په نوم کلی شته خو هندوان په کې نشته ؛ خو ورځې کېږي، چې د دوی یو څوکسان راغلي، چې د خپلو کډو را وستو ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.

هغه ورځ دې خدای په خیر راولي چې موږ خپل محبوب وطن ته، خپل ګران وطن ته ور وګرځو.

د دوی له ډلې یو تن شنکرلال وایي چې دوی هم د نورو افغانانو غوندې هېواد پرېښودلو ته اړشول.

نوموړی وايي دوی افغانان دي ((او پښتو مو ژبه ده)) او په هند کې یې نوی نسل هم په کورونو کې په پښتو خبرې کوي؛ او غواړي چې خوست ته را ستانه شي.

((دا که هندوان دي یا سیکان، چې هند ته یې مهاجرت کړی نه یواځې، هند ته بلکې نورې نړۍ ته تللي دوی د دې افسوس کوي چې له وطن لرې دي ځکه زموږ کلتور او د هند اوسنی کلتور سره توپیر لري. موږ اوس هم په کورونو کې په پښتو خبرې کوو.))

شنکر لال زیاتوي: ((هغه ورځ دې خدای په خیر راولي چې موږ خپل محبوب وطن ته، خپل ګران وطن ته ور وګرځو.))


نو د خوست یا افغاني هندوانو ژوند په هندوستان کې څنګه دی؟

په دې اړه د دوی له ډلې ارجن سینګ وایې، چې ژوند یې په هند کې د مهاجرو ژوند دی او غواړي چې ژر بېرته خپل کلي ته راشي.

((موږ هلته په هندوستان کې د مهاجرو په صفت ژوند کوو. د هند حکومت موږ ته د اوسېدو وېزې (stay visa) راکړي او موږ اکثره وخت له یو ښاره بل ته کوچنۍ سوداګري کوو. دومره څه را ته پاتې کېږي، چې یواځې زموږ ور باندې یو څه ګوزاره کېږي هلته خپل کورونه نه لرو او په کرایه اوسېږو.))

والي صاحب او نورو چارواکو راسره ټینګه ژمنه وکړه، چې زموږ خپل کورونه او ځمکې به بېرته راته سپارل کېږي. خو د دې ترڅنګ زموږ کلي او کورونه وران شوي او درمسال مو وران شوی خو هیله ده، چې حکومت راسره په دې برخه کې هم مرسته وکړي.

نو له تګ وړاندې دوی په خوست کې څنګه اوسېدل او د دوی د کورنیو شمېره څومره وه؟ شنکر لال یې په اړه وایي، دوی ښار ته نېږدې په یوې کلا کې ۱۵۰ کورنۍ وې او په ولسوالیو کې هم د دوی ګڼ شمېر کورنۍ اوسېدلې.

موږ د ښار په کلا کې، چې ۷۰ کاله وړاندې جوړه شوي ده ۱۵۰ کډې اوسېدو او د دې ترڅنګ په ولسوالیو لکه باک ، یعقوبیو، ګربز ، لکڼو او نورو کې هم زموږ اهل هنود اوسېدل او زموږ شمېر اوس ۱۲۰۰ کورنیو ته رسېږي.))

خو اوس د خوست مېشتو هندوانو کورونه او ځمکې ځینو کسانو یا خو په زور نیولي او یا یې هم له موقع څخه په ګټه اخیستنې په کې اړولې ده.

ايا دا خلک دوى ته کورونه او ځمکې بيرته ورسپاري؟

په اړه یې د خوست يو سیک کان سنګ وایي(( موږ د خوست هندوانو دې ډلې، له خوست والي او نورو ځايي چارواکو سره لیدنې وکړې او له دوی مو د مرستې غوښتنه وکړه.))

خو ایا ځایې ادارې دوی سره د مرستې څه ژمنې وکړې؟

په اړه یې کان سنګ زياتوي:((والي صاحب او نورو چارواکو راسره ټینګه ژمنه وکړه، چې زموږ خپل کورونه او ځمکې به بېرته راته سپارل کېږي. خو د دې ترڅنګ زموږ کلي او کورونه وران شوي او درمسال مو وران شوی خو هیله ده، چې حکومت راسره په دې برخه کې هم مرسته وکړي.))

باید وویل شي، چې په تېرو کالونو کې د خوست مېشتو هندوانو له لسګونه کورنیو یواځې یو تن پاتې وو، چې د دوی د مذهبي عبادت ځای یانې درمسال خدمت به یې کاوه.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    211       سال نهم           دلو/حوت             ۱۳۹۲  خورشیدی      اول مارچ ۲۰۱۴