کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
       معرفی کتاب

    

   

قمار باز رومان

ژباړه داکتر لطیف بهاند
 
 

 

ځانګړنې :
د کتاب نوم : قمار باز
لیکوال : فيودور ميخائيلوويچ داستايوفسکي
ژباړن : دوکتور لطیف بهاند
خپرېدوی : دانش خپرندویه ټولنه
کال ژباړه : ۲۰۱۲

مالي ملاتړ : شمیم خان کټوازی
اهتمام : حمید محمد شاه ، ارشاد رغاند او اسحق غزالي .
دیزاین :
چاپکال : ۱۳۹۲ ل / ۲۰۱۳ز
دیزاین : سپین سهار

 

 


دوستانو ، دا کتاب ولولئ ، هېڅ تاوان نه کوئ . په تېره بیا هغه کسان چې غواړئ له نړیوالو غوره ادبیاتو سره له نېږدې آشنا شئ .

فيودور ميخائيلوويچ داستايوفسکي ۱۸۲۱-۱۸۸۱ نه یوازې زه ، داکتر صاحب جنبش هم لیکي :

یارانو د بهاند صاحب ژباړه – قمارباز مې ولوست ، باور وکړئ چې بلا يې کړې ده . هغه ته خپلې مبارکۍ له تاسې سره هم شريکوم. او که وخت مو درلود يې ولولئ، خوندور نثر، بېسارى خلاقيت: کيسه ښکلې، ژبه ښکلې او پښتو ښکلې.
جلا لیکي :
بلا دې کړېده زما ياره، توفان دې کړى دى په دې ژباړه! قمارباز دې دومره په زړه پورې ژباړلى چې بې وقفې مې په يوه منډه خلاص کړ. ښايي په پښتو هنري نثر کې بېلگه شي!


فيودور ميخائيلوويچ داستايوفسکي

ليکوال ، فيلسوف ، شاعر ، ژباړن ، روسي ناسيوناليست ( ۱۸۲۱-۱۸۸۱) داستايوفسکي ، د روسيې د زرينو ادبياتو يوه نه تکراريدونکې ، ځانګړې او په خپل ډول کې بې سارې نړيواله څېره ده .
هغه د ۱۸۲۱ عيسوي کال داکتوبر په ۳۰ نېټه پيدا شوی او تر شپيتو کلو ژوندوروسته ، د ۱۸۸۱ کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه مړ شوی دی.
دروسي ادبياتو وياړ ، په روسي داستان ليکنه کې د روان او رواني سپړنې ستر ماهر او پر نړيوالو ادبياتود نه بيانيدونکي اغيز خاوند دی.
د سترو نه هېريدونکو ليکنو ليکوال و ، داسې ليکوال چې نه يوازې په روسيې بلکې په نوره نړۍ کې يې تر خپل هېواد هم زيات نوم وګاټه .
داستايوفسکي دومره ادبي او رواني اغيز درلود چې اروپايي سورياليستانو د هغه د اثارو د اتلانو د کرکټرونو له مخې ، د خپل ادبي فلسفي ښوونځي بنسټونه جوړ کړل .
د هغه د اثارو او د هغه د اتلانو د بري يوه ستره ځانګړتيا ، د هغو ولسي توب ، ساده خلکو ته نېږدې والی او د هغو تصويرول دي. نور يې خپله ولولئ !

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۲۰۹،          سال    نهـــــــــم،      دلو     ۱۳۹۲  هجری خورشیدی           اول فبوری ۲۰۱۴ عیسایی