کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

 

 
 
د کندهار "هندوان" د اوسېدنې ځایونه غواړي


 
 
 

په کندهار ښار کې هندوان د اوسېدنې ځایونو ته سخته اړتیا لري او له دولت څخه غواړي چې دوی ته دې د اوسېدلو ځایونه ورکړي. د کندهار واليتي چارواکي وايي، ډېر ژر به يې غم وخوري. د کندهار اهل هنود، چې یو وخت دوه ویشت کورنۍ وې، خو اوس یې یوه کورنۍ پاتې ده، وایي، چې ډېری دوستان یې د ځای نه درلودلو له امله کډه شوي دي. د کندهار ښار د ښکارپور دروازې یو تن اهل هنود اوسېدونکی بهادر سینګ وایي، دلته په تېرو کلونو کې د اهل هنودو دوه ویشت کورونه وو، خو اوس یې یو کور پاتې او نور یې لښکرګاه یا هم هندوستان ته کډه شوي دي. سینګ زیاتوي، چې دوی ډېر د اوسېدلو د ځایونو له درکه مشکل لري او له دولت څخه غواړي چې دوی ته یو مشخص ځای ورکړي.
هغه ګرداب ته وویل: « په تېرو کلونو کې موږ ډېر په ستونزو کې وو، خو اوس هغه ستونزې قابو شوې دي، اوس یوازې د ځای د نه شتون ستونزه لرو، زما خپل کور اوس په هندوستان کې دی او زه دلته په دغه دوکان کې اخته یم.« د کندهار یو بل اهل هنود د نوم نه ښودلو په رشط وایي، د دوی څو ځایونو د زورواکانو له خوا غصب شوي دي او هغوی لوی مارکېټونه پرې جوړ کړي دي.هغه ګرداب ته وویل: »

زه هم افغان یم، ولې زه دلته د اوسېدلو حق نه لرم، زموږ ځینې ځایونه له منځه تليل دي، یا هم غصب شوي دي، موږ له مسوولینو څخه غواړو چې زموږ غم دې وخوړل يش.« د کندهار وايل ویاند جاوېداحمد فیصل وایي، دوی په دې وروستیو کې د ښکارپور دروازې په سيمه کې یو مړو یا میت اورسپارښت ځای او د رسپوزې په سېمه کې د هندوانو څو بابه کورونه د غاصبینو له منګولو څخه خالص او خپلو مالکانو ته یې سپاريل دي. فیصل دا هم وایي چې د ښار په څو لویو برخو کې به ټولو هغو کندهاریانو ته ځایونه ورکړل يش، چې دا مهال د اوسېدلو ځایونه نه لري. هغه ګرداب ته وویل:
«لویه ویاله، میرویس مېنه، ډنډ ولسوايل او له هوايي ډګر رسه به دوی ته په لږ اندازه پیسو رسه ځایونه ورکړو.»
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۶       سال نهــــــــــم                      قوس/جدی   ۱۳۹۲                ۱۶ دسمبر   ۲۰۱۳