کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

اسحاق ننګیال

 
 
كه سپوږمۍ نه واى...

 
 

   هغه ورځ...
بيا به سره ليچې درامبېلو
زموږ د كلي د ګلابو
له شينكي قده راتاو، راتاو شي؟
بيا به د سرې غوټۍ ډولۍ
د پسرلي پر مر مر ينو اوږو
راشي زموږ د كلي باغ ته؟
بيا به د غرونو
دزاړه شپونكي په شونډوكې
د بين زړه
زخمي اسوېلي سا واخلي؟
بيا به زموږ د كيږدۍ مخه
دور يو له سپېڅلو او معصومو آوازو ډكه شي؟
هوكې !
همداسې به شي
غرونه به هست شي
او دادښتې به
له ډېرو ترانو ستړې شي
خو هغه ورځ چې .
زما پر قبر
د پولادو شناختې هم ويلې وې.

۶٨ ١٣ / ٧ / ١٨



كه سپو ږمۍ نه واى...
كه سپوږمۍ نه واى
زموږ د شنه ښكلي آسمان كلي كې
زموږ د باغ خوږو انګوروبه
د چاله حسنه رنګ اخيسته؟
او د كوچيانو كاروانونوبه
پر كوم لوري مزلونه وهل؟
* * *
كه سپوږمۍ نه واى
زموږ دشنه ښكلي آسمان كلي كې
د مساپرو سلامونه به له لرې وطنونو
د آشنا سترګو ته چا رسول؟
اوزموږ كيږدۍ به
د تورتم له خونړيو لاسو چا ژغورلې؟
* * *
كه سپوږمۍ نه واى
زموږ د شنه ښكلي آسمان كلي كې
د شعر پېغلې به تنكيو آننګيو ته
د مينې خال له چا پوراوه؟
او دوختونو تروږمۍ كۍ به
دژوند او د اميد ګامونه چا اخيستل؟
كښت دې سمسور سپوږمۍ!
ژوند دې زرغون.
ځواني دې هسكه اوښېرازه اوسه!.

١٣۶٨ / ٧ / ٢۴
كابل
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۵         سال نهــــــــــم                      قوس   ۱۳۹۲                اول دسمبر   ۲۰۱۳