ارواح ښاد استادنصرالله حافظ په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې نړۍ ته دحافظانو په کلي کې نړى ته سترگې غړولې وه. خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته رسولي دي او نورې زده کړې يې په ۱۳۳۱ لمريز کال په کابل کې بشپړې کړې و.
د فراغت نه يې وروسته د ښوونې او روزنې په وزارت کې ښوونکی شو ، چې د خوشحال خان په ښوونځي کې د ښوونکي دنده درلوده، او په ۱۳۳۳ لمريز کال کې پښتنۍ تجارتي بانک ته تبديل شو او هلته يې د ((وېسا)) د مجلې مسلکي غړۍ شو و هلته يې په هغه مجله کې چې د پښتني بانک له خوا خپرېدله نږدې پنځه يا شپږ کاله کار وکړ. 1
په ۱۳۳۹ لمريز کال کې د پښتون غږ د مجلې مرستيال او په همدغه کال کې د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده هم ور په غاړه شوه او وروسته بيا د راډيو د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وټاکل شو.
په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د راډيو د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وټاکل شو.
څه موده د راډيو د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده ور په غاړه شوه.
په راډيو کې يې د پښتو ډرام او ډيالوک د مدير په توګه هم دنده سرته رسولې ده.
په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د راډيو د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال ؤ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ لمريز کال راهيسې بيا تر نن پورې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کوي. د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ لمريز کال راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي.
نوموړي ګران او تکړه شاعر ډېرې ادبي او کلتوري جايزې ګټلي دي، چې يوه له هغو څخه په ۱۹۸۲ زېږديز کال کې يې شعرونو د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه تر لاسه کړې ده، همدا ډول د حافظ صاحب يوه اثر چې د (مينې ډيوه) نوميږي په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمان بابا ادبي جايزه وګټله، د (ننګ) په نامه د ده يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې لومړۍ جايزه وګټله، د (بېدارۍ غږ) په نامه يې بل اثر دی، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، د (شاعر مرګ) تر سرليک لاندې يې يو بل اثر دی، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، او (د سباوون نغمه) د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله او د ۱۳۵۷ لمريز کال نه را په دېخوا تر اوياوو کلونو پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولګو ادبي جايزې ګټلې دي .
نصرالله حافظ ډېرو بهرنيو هېوادونو ته کلتوري سفرونه کړي، چې د هغو له ډلې څخه لومړی سفر د سعودي عربستان هېواد له خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يو بلنليک راغلی هغه هم د حج لپاره، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نصرالله حافظ غوندې ليکوال ورته کافي وبوله او هغه ته يې دا وياړ ور وباښه، چې د سعودي عربستان ته حج لپاره سفر وکړي، کابو يوه مياشت په سعودي عربستان کې و، ډېرې کلتوري مؤسسې يې وليدلې او ويې ارزولې.
حافظ صاحب پنځه وارې شوروي اتحاد ته تللی دی او په دې ټولو سفرونو کې يې کلتوري موضوعات څېړلي، ليدلي او ارزولي دي.
د حافظ صاحب وروستۍ صفر د عراق هېواد پلازمېنې بغداد ته و، چې په بغداد کې د صدام حسين په وخت کې به شعري جشنونه کېدل، چې د همداسې جشنونو اتم جشن ته يې حافظ صاحب بللی و، چې يو کلتوري سفر و او کابو يوه مياشت يې په عراق کې تېره کړله، ډېرې فرهنګي کړۍ او مؤسسې يې وليدلې او د عراق د مهمو ښارونو څخه يې ليدنه هم وکړه. يوه بله خبره، چې په دغه سفر کې يې هند هم وليد، ځکه په هغه وخت کې ايران د افغانستان الوتکې ته اجازه نه ورکوله، چې د ايران په خاوره کې کښيني، نو ځکه د حافظ صاحب الوتکه د هند د ډهلي له لارې عراق ته لاړه.
حافظ صاحب پنځه پنځوس کاله په راډيو افغانستان کې د پښتو ادبياتو په برخه کې کار کړی دی. له کومې ورځې چې حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې په دنده ګمارل شوی دی د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې، چې د سندرغاړو (ښځينه او نارينه) له خوا په راډيو کې ثبتېدلې د هغو ټولو اصلاح د حافظ صاحب له خوا کېده.2
په مختلفو موسسو کې يې کار کړى دى خودکارزياته برخه يې راډيو افغانستان وۀ چې ٥٥ کاله يې هلته دنده ترسره کړې ده. ډيره موده يې دراډيو افغانستان دهنر اوادبياتو په څانگه کې کار کاوۀ . ليکنې يې کولې شعرونه يې ليکل اوکيسې يې ليکلې .
ډېر نکلونه يې له فارسي نه پښتو ته اړولي دي . خپل شعرونه يې پخپله لوستل اودکلمه کول به يې . ښاغلي حافظ ددرنو مشاعرو وياند اوانانسر وو. خپل اوپردي نظمونه يې پخپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي اودکلمه کړي دي. درې زامن اودوې لوڼې لري اودکابل په شاشهيد کې اوسيږي.
حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي:
سهارنۍ نزرانه، د حق پتنګان، شومه دم انګازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د طاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ، او نورې. چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي.
نصرالله حافظ په ۱۳۷۴ لمريز کال کې خپل تقاعد واخيست، چې نور وخت په ارام په خپل کور کې تېر کړي. او د حافظ صاحب اوسنۍ بوختياوې د زړو او پخوانو کاغذونو نوي کول دي، هغه په دې خاطر چې ډېرې ادبي پنځونې يې کړي دي، چې هغه ټول سره راټول کړي او د اوسمهال او راتلونکي مهال وګړو ته يې د ګټورې ادبي پانګې په ډول جوړ کړي.3
حافظ صاحب په ډېرو ادبي آثارو ډېرې ادبي مقالې ليکلې دي، چې په د وخت په ورځپاڼو کې خپرې شوې دي.
حافظ خپله ټوله پاملرنه ژباړې ته ګرځولې ده او خپل ډېر کار يې هم د ژباړې په برخه کې کړی دی.
ده چاپ شوي آثار دا دي :
- دشمشاد هسکې څوکې : دا شعري ټولګه د حافظ صاحب لومړۍ ټولکه ده چې په (۱۳۶۲) لمریز کال کې د لیکوال ټولنې له خوا خپره شوې ده .
- دنغمو کاروان : په دې کتاب کې د حافظ صاحب هغه د پښتو سندرې، چې درادیو په آرشیف کې ثبتې شوې دي، لیکل شوې دي . دا اثر په (۱۳۵۶) لمریز کال کې دنړیوال سمینار په ویاړ د بیهقي کتاب خپرولو د موسسې له خوا خپور شوی دی .
- ستا د چم ګلونه : دا شعري ټولګه په (۱۳۶۵)لمریز کال کې د چاپ او خپرولود دولتي کمیتې له خوا چاپ شوې ده .
- ستا د چم ګلونه : دا د شعرونو بله ټولګه ده، چې په (۱۳۶۵)لمریز کال کې د چاپ او خپرولود دولتي کمیتې له خوا چاپ شوې ده .
- سهارنې نذرانې : دا هغه دیني برنامه ده ، چې حافظ صاحب په رادیو افغانستان کې جوړوله .
- دحق پتنګان : دا دیوې خپرونې نوم دی، چې حافظ صاحب د خپل اوچت قلم په وسیله ورته لیکنې برابرولې، چې اوس هم په رادیو کې خپریږي .
- د اتم ټولګي تاریخ : دا ژباړل شوی کتاب دی، چې حافظ صاحب په پښتوژبې ژباړلې دی او په (۱۳۴۴) لمریز کال کې چاپ او خپور شوی دی . دا کتاب دپښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی .
- مات ستوري : دا ټولګه د حافظ صاحب د شعرونو ټولګه ده، په (۱۳۷۹)لمریز کال کې چاپ شوې ده، چې په دغه ټولګه کې د ده ډیر خوندور، ښکلي او ښایسته غزلونه لیکل شوي دي .
تاترې : دا اثر په (۱۳۶۶) لمریز کال کې چاپ شوی دی، چې په دې اثر کې خوندور نظمونه لیکل شوي دي .
- دردونه او تکلونه : دا اثر په (۱۳۶۹)لمریز کال کې چاپ شوی دی ، چې په دې اثر کې ډیر خوندور او په زړه پورې غزلونه لیکل شوي دي .
- زړه پګړۍ : دا اثر په (۱۳۸۶) لمریز کال کې چاپ شوی دی .
- هیواد، سوله او جرګه : دا شعري ټولګه په (۱۳۸۷) لمریز کال کې چاپ شوې ده.
د حافظ صایب نه یوشمیر ناچاپ شوی آثار هم پاتی ده.
د ارواح ښاد حافظ یو شعری نمونه:
عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم
دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم
نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم
دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم
زړه ته چې تغمه هره نغمه په زير او بم کې شي
دغه رنګ سازونو ته وخاندم که وژاړم
سم په هر قدم چې بدرګه ورسره غم راځي
دغسې وختونو ته وخاندم که وژاړم
دي مې چې د خيال پښو کې زلفې زولنې
دچا شرنګ د پايزېبونو ته وخاندم که وژاړم
ښه ده ته يې ووايه ستا په خوله به زه کوم
څيرو ګرېوانونو ته وخاندم که وژاړم
جوړ مې له ګوګله لاله زار د يار د مينې شو
دې سوو داغونو ته وخاندم که وژاړم
ته خويې شراب بولې زه وايم نه وینې دي
ستا د لاس جامونو ته وخاندم که وژاړم |