لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو كاڼو غر شو
اوس حيران يم چې د كلي
دا هېلۍ به چېرې لمبي؟
* * *
نه پوهيږم، نه پوهيږم
اى د كلي مازيګره!
هازموږ د كلي چم كې
هغه سپينه كيږدۍ څه شوه؟
هغه شنۍ څپرې څه شوې؟
هالو ګرې جنۍ چېرې؟
* * *
تا ته ياد شي مازيګره!
د ګودر د غاړې لېكې؟
لكه باغ د ښاپېريو،
لكه لارې د كوترو؟
* * *
تاته باد شى مازيګره!
هغه شنې دېرې د كلې؟
پكې هسك د شملو غرونه
پكې ورېځې د چلمو؟
* * *
نه، نه وران دى
كلى وران دى
ېو ځاله پكې نشته
هادښكلو توتكيو
ېو نغرى هم آباد نه دى
د ابيو د لاس نښه
* * *
لښتي وچ شول
وېالې ورانې
سين د تورو كاڼو غر شو
اوس حيران يم چې د كلي
دا هيلۍ به چيرته لامبي!!.
٢۵ / ٣ / ١٣۶٩
كابل
|