ګړۍپيړۍ ده چې دنيمې شپې له ټكي ځني نه خوځيږي
ستوري سو ځي،
شمعې مري،
دترږميولېونۍ د زنداني شېبو د ژوند خړې آينې ته ناڅي
كاڼه په لار كې د ميږيو د راتلو شېبو ته غوږ آيښى دى
* * *
د دوو دښتو د كمڅو پر سر سپوږمۍ بندي ده
او مساپرې پښې د غوړ ګود كاله پر لوري لاره باسي
مټې زخمي دي،
بې نو كانو ګوتې څڼو كې د شپې پاتې دي
ړوند د ګلونو د رنګونو تماشې ته ناست دى.
* * *
ګړۍ زموږ د ژوند سپېڅلى او محكوم كلام دى
ګړۍ، بيړۍ ده چې كږه ملا سمولى نه شي
ګړۍ غريبه
د پيړيو د سكون پېټى په سر ګرځوي.
* * *
كاڼه په لار كې د ميږيو د راتلو ښكالو ته غوږ ايښې دى
ړوند د ګلونو د رنګونو تماشې ته ناست دى.
١۴ / ٣ / ١٣٧١
كابل
|