کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

ژباړه هميم جلالزی

 
 
   شيرکو بيکس په ۱۹۴۰
ميلادي کال کې د عراق د کردستان په سليمانيه کې زېږېدلی دی. دی د کردي معاصرو شاعرانو په منځ کې تر ټولو مخکښ او پياوړی شاعر بلل کېږي.
شيرکو بيکس

 
 
 


د اسمان د سترګو پر وړاندې يې
وريځ
د وريځې د سترګو پر وړاندې يې
باد
د باد د سترګو پر وړاندې يې
باران
د باران د سترګو پر وړاندې يې
خاورې غلا کړې
او بالاخره د ټولو سترګو پر وړاندې يې
دوه ژوندۍ سترګې تر خاورو لاندې کړې
هغه سترګې چې غله يې ليدلي ول

شيرکو بيکس
ژباړه: هميم جلالزی
د يوې پاڼې په وړو رګونو کې
ځنګلونه وينم
د اوبو په يوه څاڅکي کې
دريابونه
په يوه وړه لوټه کې
ځمکه
او ستا په سترګو کې
يو لوی اسمان وينم





شيرکو بيکس
ژباړه: هميم جلالزی
پيمانه
تاريخ راغی او
خپل اوږدوالی يې
ستا د غم د قامت له لوړوالي سره پرتله کړ
ستا غم ترې لږ لوړ و

کله چې سمندر غوښتل
د خپل ټپ ژوروالی له تاسره پرتله کړي
نو چيغه يې وکړه
نژدې و چې
په تا کې غرق شي....

-----
شير کو بيکس
ژباړه: هميم جلالزی
سهار مې په غېږه کې ونيو
لاسونه مې د لمر پر واټونو بدل شول
او ستا سترګې پرې تېرې شوې

د غره لبان مې ښکل کړل
زما شونډې پر چينه بدلې شوې
يو پېچلی غږ ترې پورته شو

سر مې د شپې په پښو کې کېښود
له خوبونو مې د شعر هېنداره جوړه شوه
خلکو ستا ښکلی قامت او ستا مينه پکې وليده.
----
شيرکو بيکس
ژباړه: هميم جلالزی
غر شاعر دی
ونه ، قلم ده
دښته ، کاغذ ده
سيند، لکيره ده
ډبره ، ټکی ده
او زه
د تعجب نښه يم!

----
شيرکو بيکس
ژباړه: هميم جلالزی
زما له سندرو څخه
که ګل و ايستل شي
نو يو فصل به ومري
که عشق ترې و ايستل شي
نو دوه فصلونه به ومري
او که ډوډۍ ترې وايستل شي
نو درې فصلونه به ومري
خو که ازادي
زما له سندرو څخه
ازادي وايستل شي
نو کال
ټول کال به ومري






------
شيرکو بيکس
ژباړه: هميم جلالزی

باران ته مې بلنه ورکړه چې کور ته مې راشي
راغی، و اوسېد او ولاړ
د ګل يوه څانګه يې راته پرې ايښې وه

لمر ته مې بلنه ورکړه چې کور ته مې راشي
راغی، و اوسېد او ولاړ
يوه کوچنۍ هېنداره يې راته پرې ايښې وه

ونې ته مې بلنه ورکړه چې کور ته مې راشي
راغله، و اوسېده او ولاړه
يوه زرغونه ږمونځ يې راته پرې ايښې وه

تاته مې بلنه درکړه چې کور ته مې راشې
ته د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ
راغلې
له ماسره و اوسېدې
او د تګ پر مهال دې
ګل، هېنداره او ږمونځ له ځانه سره يووړل
ما ته دې يو ښکل شعر پرې ايښی و
او زه بشپړ شوم.



 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۶            سال نهــــــــــم                      سرطان/اسد    ۱۳۹۲                ۱۶جولای   ۲۰۱۳