لکه یو باد را درومي
زما د پلار جیب ترې ډک دی
او زمونږ د خور دسترخوان ټوله نیستي
زما د وړې خورکۍ د وچو کولمو ځواب نه لري
زه یې د سترګو له شهیدو کتو وڅرخیږم
تیږې به څنګه په نسونو تړو
غریبي
لکه یو باد را درومي
چې زما پلار یې پوره درې وخته
له تشویشونو ، له ګولیو سره نه حضموي
ښه دی چې زمونږ د کور له شاوخوا څلورو دیوالونو څخه
صبر په خپل استقامت ولاړ دی
صبر په خپل استقامت ولاړ دی ....
|