کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

انور وفا سمندر

 
 
   د بېدل د رباعیاتو پښتو هېنداره


 

چندی پیش آقای نجم الرحمن واج ترجمۀ از رباعیات بیدل را برایم غرض نوشتن مقدمه سپرد.
این کار تمام شد. کتاب او هنوز چاپ نشده ولی این مقدمه را برای خواننده های کابل ناتهـ پیشکش می دارم. با صمیمیت

 

 

تر مقدمې دمخه خبرې:
رښتیا خبره چې شي نو اوس د لپ تاب برېښنایي تختې مخې ته ناست یم او له تاسو مینه وړو او لوستونکو سره د خپل فکر لاندې باندې شریکوم.
مېاشت واوښته، خو زه لا نه یم وزگار شوی، چې د درانه مواج صیب په غوښتنه، د کاغذ سپینه لمن د بېدل د رباعیاتو پر پښتو ژباړه په اړه په خبرو ور ډک کړم! په رښتیا چې له ځان څخه د دا ډول نه وزگارتیا انتظار نه لرم! ځکه لیکنه زما د ژوند خواړه او اوبه دي؛ نو بیا ولې داسې شول! تر دې ځایه راورسېدم، چې بیا یوه «کار» په څټ راوگرځولم!
بله اونۍ واوښته او دادی بیا ځل دغې لیکنې ته ځان له نورو کارو را څنډم. غواړم داځل د بېدل د غږ د تالندو او برېښنا، ددغې پښتو تابلو مزل بشپړ او خپل اندونه-نظرونه دلته راټول او ختم کړم.
ښایي یو لامل د دومره ځنډ خپله د بېدل معما وي. بېدل دومره سخت، پېچلی، او د کلمو په نقاب کې ننوتی، چې څومره ورپسې تار او ستن را اخلې، نه یې شې ذهني کولای. ذهن دلیل غواړي، منطق غواړي، پوهول غواړي او بېدل ځانته دلیل او منطق دی، په دې خاطر د بېدل لوستل، موندل او کشفول ښایي یو فردي سفر وي؛ ځکه نو بېدل د هر لوستونکی سره نور هم ډېرېږي.
اوس چې لا خپلو خبرو ته نه یم راغلی، یا د ځان لپاره موندلي بېدل په اړه خیالي متاع مې لا د کلمو په قد اندم کې نه نه ده قیچي کړې، نو پوښتم آیا شونې ده، چې بېدل تر بېدل زیات تجربه شي؟ څومره شونې ده، چې زه دې پر بېدل له «بېدل» زیات پوه شم؟ هېنداره حقیقي ده که پر هېندارې د پرېوتي انځور جوهري او دروني موضوع؟
نو ولې په تفسیر لاس پورې کوو! که هغه سرچینې ته رسېدلی وي، نو زه ولې د ماشوم کانې ورسره کوم! له لاسه یې نیسم او وایم، دده ژبه سمه په خبرو نه گرځي، له دې کلمې یې دا مطلب دی، او دا بېت یې دا مفهوم رسوي!
نو که غواړئ، بېدل زما په تجربه وپېژنئ او زه بېدل درته آسانه او ساده کړم؛ نو سپینه وایم، چې ددې نه یم. زه خپله یوازنۍ اگاهي یم او بېدل خپله «بېدلي» اگاهي ده. زه، هغه، ته، ته، ته...هر یو ځانله جلا جلا خپلواکې اگاهۍ یاستو. متاسفانه چې فرهنگ مو د فردیت انکار دی. عادتونه او رواجونه مو دومره ذهني، زاړه او په قدیمي زمانو کې تالیف شوي، چې زما-فرد جوهري هستې ته د ظهور او فعل اجازه نه ورکوي. موږ د زړو شرایطو معلولین یاستو، ځکه تر ټولو لوی جهل مو «ځان» او د خپل فردیت نه پېژندل دي، ځکه نو غواړو په خپلو مودبو افکارو، اندونو، باورنو او اخلاقو سره نور اصلاح کوو. ښایي موږ لا هم خپل تر ټولو مجهول ټکی واوسو. او ځکه نو تاسو نشئ کولا ما د سترگو، غوږو، او نورو حسواسو او ذهن او حتا اند او باور له دریڅو نشی پېژندلای. هغه څه چې زما محصول نه وي، هغه څه چې ما نه وي تجربه کړي، هغه څه چې زه یې شاهد و نه اوسم، هغه څه چې نه یې لیدای، نه یې اورېدای او نه هم په شخصي تجربه ورباندې پوهېدای شم، کله زما اگاهي، زما وضعیت او زما حقیقت گرځېدلای شي!؟
ښه لکه چې ځان له پښو وغورځولم او بېدل بیا له ځان سره پټ پاتې شو؛ نو خوشحاله به شم که تاسو د بېدل جوهري رنگونه، ددغو کلمو له غژ او پژه تر لاسه کړئ.

بېدل او په دغه ژباړه کې یې نښې!
«ای مرده انتظار محشر بودن- حیف هست به هر فسانه ات خون خوردن
در صورت آنان نظر کن کاینجا- هر روز قیامت هست و هر شب مردن»
بېدل فعال روح دی. هغه د ژوند غږ اوچتوي. هغه دم په دم مري؛ خو بیا هم د ژوند بېرغ لوړ نیسي او بشري-کتله یي اگاهۍ باندې خاندي، چې سرنوشت یې یوازې څار کښېناستل دي.
ښاغلي مواج، له خپل ټول ذهني، حسي او مسلکي وس سره سم د بېدل نندارې ته وتی، او دلته یې په خپلو فردي وړتیاو د موندلي بېدل موضوع را پښتو کړې، چې موږ یې د منلو، نه منلو له حقه برخمن یو. دا یوازې یو یو لوستونکی دی، چې رایه ښکاره کړي، بېدل په خپله ژبه کې څه دی، او بیا په دغې ژباړه کې څه دی؟ نو زه به په خپل شخصي حقیقت کې د بېدل ننداره او تجرله دلته له تاسو سره گډه کړم.
«در پرده ساز ما نوا بسیار است- عیب و هنر و زنگ و صفا بسیار است
خواهی کف گیر و خواهی گوهر بردار- ما دریاییم و موج ما بسیار است.»
په هندي تفکر کې، ژوند یو روان رود دی. انسانان، حیوانات، مرغان...په رنگینو وضعیتونو مادي دنیا -مایا- ته راځي، د سرنوشت یوه څرخه بشپړوي، مري او بیا ځل په نوې څېره، او سرنوشتي کرښو را څرگندېږي او هغه څه تر لاسه کوي، چې تېر یوه ژوندانه کې یې په خپل فکر-کار سره کرلي او ثمر ته رسولي وه. ښه تناسخ هم ځانته بحث دی او مینه وال یې کولای شي، ځانله دا بحث تعقیب کړي.
دا وگورئ: «هرچند به صد چمن نظر وا کردم- نی با گل و نی با لاله سودا کردم
ممنونم دلم که در همین خلوت ناز- یا آیینه دید و من تماشا کردم.»
«زاهد که بر میکشان تخلف دارد- بر اسلامش کفر تخلف دارد
عمریست که از عقیده باطل او - شیطان در ملک حق تصرف دارد.»
بېدل سره له دې چې د ژوند سرودگر دی، سره له دې چې ژوند کوي، خو ژوند د نفس له آسارته لوړ بولي:
«جمعی که غبار هوس از دل راندند- بر آب سبک چو باد محمل راندند
آن قوم که حرص بارشان سنگین کرد- در خشکي نیز ناقه در گل راندند.»
په یوه نظر، ځمکه د روح د الوت ډگر دی. روح یو سیلانی دی، چې د ډېره غوره درسونو تر لاسه کولو او دې ترڅ کې «ځانپېژندنې» او پای کې «خدای پېژندنې» تر لاسه کولو سره، د اگاه سفیر په توگه بېرته اصلي کور ته الوت کوي. دا بیا بیا ژوندونونه هم ددې لپاره اړین بلل شوي، چې گڼې روح خپله زده کړه بشپړه کړي. او یوازې د ځان په موندلو سره خدای هم ومومي او په دې توگه د خپل سرنوشتي ټاټوبي، چې د بې قید او شرط مینې ټاټوبي دی، چې خدای تعالی په پوره قدرت، پوره پوهې او پوره آزادۍ سره جوړ کړی؛ ورستون شي.
«بر وضع ظهور تا تامل کردم- بستم نظر خویش و تغافل کردم
جز عیب متاع دیگری هیچ نبود- ناچار چراغ خانه را گل کردم.»
د انساني ذرایعو، او بیا انساني ذهن-عقل خواري څه کولای شي؟ حواس یوازې د مادې په پېژندنه معتاد دي، ځکه یې بېدل تړي او له خپل زړه سره دېره کېږي. ښایي بېدلي یې دلته سر اوچت کړی وي. دلته وگورئ:
«در قلزم زندگی که موجش خطریست- دل مرکز اتفاق بی پا و سریست
آی بیخبران غره راحت میشوید- منزل اینجا به رنگ کشتی سفریست.»
بېدل ژوندی دی، په سفر کې دی او دغه منزل یوه کشتۍ گڼي، چې د ناپېدا په لور به مو بیا یي او ددغو پېښو ډگر زړه دی. ځکه ذهن دلته ساه له لاسه ورکوي، زهن د آسمانونو د عشق او رحمت د اقیانوسونو او د ناپېدا په لور د سفر سرداري نشي کولای. دا لښکر کشي د زړه په نصیب ده او زړه هومره سرکشه سلطان دی، چې هرڅه یې د مینې په قمار وهلي او د ذهن په اعتباري سکو او رتبو او القابو ځان نه خرڅوي.
ښه ده ذهن ځمکینۍ مینې سره په معاشقه خوشې شي او زړه په بې ذهنۍ کې، د ابدي یار په لټه، د مادي- ذهني خوب ټول «تمدني ښار» خوشې کړي. چې خدای وي، وېره له څه شي ده؟ چې خدای تعالی وي، چېرې به ولاړ شو، چې به ورک شو؟؟؟ ورکه هماغه د ماشومتوب د جنت ورکه ده. دغه معامله، د مهربانو او محتاطو پلرو او میندو او قدیمي او یا اکاډمیکو مدرسینو لخوا پر جنتي ماشوم شوې او اوس په دغه ناروغ وضعیت کې خپل «ځان» را نه ورک دی.
بېدل ته «زاهد» د هوس بم ښکاري. په دغه ټولگه کې شهرت، د ژوند له واقعیت تېښته، لاس په لاس ایښوول او خبره یې بیت الخلا ته وتلې!
«زاهد هوس غنا مبارک باشد- هنگامه انزوا مبارک باشد
دل خالی کرده ای زاندیشه خلق- وضع بیت الخلا مبارک باشد.»
نشم څه ور زیاتولای. بېدل له مړو طبیعتونو سره لاره نه وهي. د هغه سرنوشت ژوند دی، تحقیق دی، ځانخبرول دي او په دې لاره کې د کلمو په سکو کې د خپل فردي جهان خزانه پټوي او موږ د هغه په پېچتاب کې گنس، خوبولي او په حدس او گمان ددغه غره پر شاوخوا را تاوېږو او د کلمو لغوي معناوې د بېدل د نا آشنا ښار لارې او کوڅې فرض کوو، ځکه بېدل بیا بیا تفسیرو، او بیا بیا پاتې راځو.
خو ښه ده لږ د هغه په شان د عشق غسل وکړو:
«یارم هرگاه در سخن می آید- بوی عجیبش از دهن می آید
این بوی قرنفلست یا نگهت گل- یا رایحه ای مشک ختن می آید.»
«امروز نسیم یار من می آید- بوی گل انتظار من می آید
وقت است از آن جلوه به رنگي برسم- آیینه ام و بهار من می آید.»
دلته بېدل د متن او تالیف له دبدبې، ځمکنۍ او مادي وزنې، او له قدرت او شهرت را آزادېږي او په روح پسې را روانه ابدي ناره-کلمه- د ناپېدا وږمو له څپو را اخلي، عطر یې په خپل تل کې کشفوي. او دا د حقیقت یوه منفرده جلوه گڼي، او په دې جلوه کې د «ځان» په ننداره اوړي او په دې توگه ځان د هغه او هغه د ځان په صورت گوري. دا هغه جام دی، چې د ځانپېژندې په شېبه کې څښل کېږي او روح د مادې او مایا له قدیمي خوبه راويښوي.
ددې رباعي پښتو ژباړه:
«نن راځي نسیم زما د خواږه یار- گلو وږم مې راځي د انتظار
چې د هغې جرگې جوگه شوم دا یې وخت دی- یم هېنداره او راځي، چې مې بهار.»
د بېدل په رباعي کې له نسیم څخه مراد، الهي پېغام او دعوتنامه ده. دا ټوله یوه کلمه ده، یو غږ دی، چې یوازې په بې قید او شرطه عشق سره تعبیر کېدلای شي، او دا په مادي واقعیت کې د فرد د تبعید د ټولې مودې بیعه ده. خو ورپسې بیا د شعر معناوې سره جلا کېږي. «وقت است از آن جلوه به رنگي برسم- آیینه ام و بهار من می آید.» دلته د حقیقت یوه جلوه یاده شوې، او دغه جلوه خپله د فرد یا روح د ذات جلوه ده، او دا جلوه د هغه هېنداره او د انساني حقیقت پسرلی دی. د روح په وېښېدلو سره رښتینی پسرلی پېلېږي او دا حقیقي زوکړه ده، خو ژباړه بل څه وایي، ښایي مواج صیب بل څه موندلي وي، نه شم کولای په ځانمحوري قضاوت سره څوک وځپم. دا زما ننداره وه او هغه هم د ژباړن.
وړاندې به ځو: بېدل د ټولې هستۍ کاروان ته ولاړ دی او دغه انځورونه را پرېږدي:
«این دشت ز جهد کاروان ها دارد- از کوشش رهروان نشان ها دارد
یک بار نمیتوان رسید به کمال- تا بدر هلال نردبان ها دارد.»
موږ که بېدل پسې پښې را لوڅو او غواړو د هغه په زړه کې د حقیقت د نندارې غورځې پرځې، پټې او ښکاره وې له خپلې فردي پوهې او اگاهۍ سره میزان کړو او بیا بیدل په خپلو شخصي قضاوتونو کې نورو ته را ښکاره کړو، ښایي متن په ډبره واوړي، ښایي کلمې په تیارو کوڅو واوړي او موږ د زرهاوو سمڅو په یوه تته مجموعه کې را ایسار شو او دا کار بېدل لا ورکوي او لا مو د ناپوهۍ چیغې زیاتېږي، خو که له دې را ساده شو، نو دغه رباعي به څه ستونزه ولري.
«زین دشت نه منزل و نه ماوا دیدیم- واماندگی کوشش بی جا دیدیم
رفتیم چو شمع مدتی سر به هوا- ره گم کردیم تا ته پا دیدیم.»
دلته د هندي تفکر لرغوني مفاهیم«مایا، توهم یا وهم» په شعر کې راوتي. د مادي منډو رامنډو ستړیا چې د شمعې په سرنوشت ختمېږي؛ خو پای کې تواضع او تسلیم دی، او د منیت سر ټیټول دي، چې مادي بېسوادي ور سره ختمېږي او هرڅه په سپین او راڼه سواد اوړي او دا د مستقیم درک حالت دی.
خو نظر مې دادی، چې ددې رباعي ژباړې بیا نظر وشي. ښایي نوې مرغلرې کشف او په پښتو ژبه کې هم را افشا شي.
له خپله نصحیته چې تېر شو، نو بېرته په بېدل ته غوږ شو:
«گردون خوان حضور این کاشانه- آراسته بهریک دل دیوانه
یاران همه عشرت طفیلی دارند- مهمان چراغ جز پروانه.»
دا ډول د سلطان محمود لټان، چې کچکول د لیلا په ښکلاوو پسې گرځوي، ټول د یوې پروانې (بورا) بیه نشي جوړولای. د روح سرنوشت بې قید او شرطه مینه ده. دا یې خدایي صفت دی. او خدای یوازې په بې قید او شرطه طریقه غوښتل کېدلای شي. قیدونه او شرطونه زموږ په زړه او حواسو او اگاهۍ را چاپېر شوي ځنځیرونه او زولې دي، چې د ذهن بټۍ د مشهورو او مخورو قصیده پخونکو په فرمایش او امر جوړ کړي او په انسان کې یې د هغه تر ټولو لوی غړی یعني زړه ور باندې تړلی او د مینې او ازادۍ له جنته تښتولی او وچه غوښه ګرځولای.
بېدل یو نغد موجود دی. نغد غږېږي. او موندنې یې هم ځان لپاره نغدې دي، ځکه نو ژوند کوي. هغه په خپله شخصي تجربه، د فهم او خرد سوداگري کوي. یو دی دی، یو یې ځان دی او یوازې په خپلو تجربو سره د حقیقت د نه لیدلې جلوې ننداره وړاندې کوي:
«از تجربه تا اثر نچیده ست کسی- بر فهم معین نرسیده ست کسی
نامعذوریم اگر زعبرت دورم- خود را به ته خاک ندیده ست کسی.»
مواج صاحب ژباړه راوړې، خو ښه ده یو ځل بیا وکتل شي، ښایي د ټایپ مشکل وي، ځکه نو باید اصلاح شي.

د دواړو متنونو پرتله کول:
تحفه یا سوغات وگورئ. «ما را نه زری است نی نثار سیمی- جز تحفه عجز بندگی تقدیمی
دلته مادي سکې ناچلېږي. دلته د غرور غرونه را لوېږي، دلته تسليمي په ټول عبادت اوړي او د حقیقت مریدان، د هرڅه په تسلیمولو سره، د ځان او حقیقت تر مینځ د اور اوه سیندونه فتحه کوي.
اوس به راشو پښتو ژباړې ته یې:
«نه مو سره شته نه د سپینو څه اېستل- بندگی عجز ډالۍ نه بل لیدل»
د بېدل د رباعیاتو مرغلرې کله کله ښې رڼې نه دي راوتې. موږ پوره ننداره غواړو، ځکه ژباړه ځای ځای موږ تږي او ځان ناخبري پرېږدي:
«هرچند به اسباب طرب کوشیدیم- اخر قدح یاس فنا نوشیدیم
زآن پیش که سر کشیم در پرده خاک- از موی سفید خود کفن پوشیدیم.»
پښتو یې: «ټولول خوښۍ اسباب که مو شو فن- د غم جام څښلو ته ومو سپاره تن
تر دې مخکې چې سرپټ کړو خاورې- لاندې وېښتو سپینو نه مو واغوسته کفن»
نه نشم کولای له قدرمن مواج څخه خپل ټول انتظارات دلته بشپړ ووینم.
لکه دا: «آن دم که حقیقت قدم پیدا شد- دانی که چگونه کیف و کم پیدا شد
ما را او دید هستی آمد بوجود- خود را دیدیم تا عدم پیدا شد.»
ژباړه یې: «حقیقت کله چې د قدم څرگند شو- پوهېږی چې څنگه کیف او کم څرگند شو
هغه موږ یې ولیدو او هستي راغله- ځان مو ولیدل ترڅو عدم څرگند شو.»
په دري رباعي کې «عدم پیدا شد» د «من» نیستي ده. خو دا: «ځان مو ولیدل ترڅو عدم څرگند شو.» څومره هغه معنا غوړولای شي؟
دغسې کوز راشئ، د «هنوز» رباعي چې په «لاهم» ژباړل شوې. ورپسې د «نفرت» پښتو یې «کرکه» رباعي هم ډېر قناعت نشي برابرولای.
وړاندې ولاړشئ او د «تبسم» رباعي وگورئ، چې په «موسکا» ژباړل شوې.
بېدل هم د معنا او مفاهیمو او هم د کلام د ډېرښت له مخې، ډېره شاعري کړې. خو بیا هم وایي:
«معني به عبارت آمد و واهي شد- پیغام جنون به شش جهت راهي شد
اسرار همان بود که دل پنهان داشت- هرگاه به لب رسید افواهي شد.
خو ژباړه یې ده: «عبارت ته معنا راغله شوه واهي- د جنون پیغام پر شپږو لوریو راهي
چې زړه پټ ساته هماغه و اسرار- شونډې ته چې ورسېد شو افواهي.»
خو دا بیا بله خبر ده:
«هر کس به خیال اصل راهی دارد- آیینه ی رفع اشتباهی دارد
مژگان بستی معنی تحقیق کو- گرداندن این ورق نگاهی دارد.»
هوښیار روح په رښتیا چې کور پسې ډېر خپه دی. ځمکه یې تېر کړی برزخ دی او ځکه نو بېدل داسې په حروفو کې مزل وهي.

بېدل ددغې ژباړې په هېنداره کې:
«گاهی غم آب و دانه می‌باید گفت- گاه از عیش و ترانه می‌باید گفت
تا مرگ همین به گفتگو باید ساخت- تا خواب همین فسانه می‌باید گفت»
په رښتیا چې ښکلې ژباړه ده:
«کله غم د اوبو کله دانه- کله هم د عیش له بزمه ترانه
مرگ تر پولې به وي دغه شان خبرې- خوب تر وخته ده همدغه فسانه.»
بېدل له هیچا سترگې نه پټوي. هغه هر شېبه هوښیار دی او د هر چا د هوښیارۍ عکاسي کوي؛ خو په غچ اخیستلو سره خپل روح نه وژني:
«از هر که درین بساط رنجی دیدم- بر جاده‌ی انتقام کم پیچدم
شعری گفتم مناسب احوالش- انگه خواندم پیش خود و خندیدم.»
«یم له هر چا دې دېرې کې رنځېدلای- د کسات واټ کې لږ را تاوېدلای
له احوال سره یې سم مې شعر ویلای- بیا مې ځان سره لوستلای خندیدلای.»
بیدل نه وایي چې دا یوه آسماني کتیبه ده. نه وایي دا وروستی مانیفست دی. لکه د ژوند د شېبو د وړانګو په څېر، د تورو دغه نقاش، ټول خبروي، خو په ټولو کې بیا خپله تر ټولو زیات پر ځان او دغو نقاشیو پوهېږي، ځکه یې دومره د نقد او بحث فصلونه او نسلونه را مینځته کړي.
شعر د خیال بچی دی. او د خیال په کار کې «علم»، «عقل» او «منطق» بیسواده دي. خو بېدل داسې علم او عقل او منطق خوشې کړی، او خیال کې یې ځان سمسور کړې:
«جمعی زبهار عیش نقد ایینند- آیینه بدستند و بهار می‌بینند
جمعی به خیال می‌نشانند نهال- ت صبح قیامت دمد و گل چینند.»
ژباړه یې:
«د پسرلي له عیشه ځینې برخمن دي- لاس هېندارې نه په لید کې د چمن دي
ځینې هم له خیاله کینوي نیالگی- د قیامت تر رسیدو گل په لمن دي.»
نه مې لیکل؛ خو اوس چې بېدل «نیولی» یم؛ نو لکه چې ډېر څه دلته زیاتوم! ښه اوس به یې که خدای کول خلاصوم:
بیدل ژوندی شاعر دی. د ژوند ملیار او ژبور دی، خو عیاش نه دی، شهوت او بدمستي یې هسې نه ده، چې ښکلاوې وداغي او د گناوو ویروس تیت کړي. هغه له انساني نفس، حرص او شهوت نه دوړې باسي:
«دردا که دمی زحرص بی‌غم نشدیم- آزاد نزیستیم و آدم نشدیم
در عالم امتیاز مردیم بوهم- یعنی که کسی شویم خس هم نشدیم.»
«اعتبار» کې ټول انساني اعتبارات که هغه اخلاق دي که باورنه که رواجونه راتلای شي، «بوهم» د مادي-ذهني اعتباراتو وهمي فضا یا توهمي فرهنگ دی، او را وروسته هم د انساني سرگردانیو لوی مقصد یعني «شهرت» په خس کېدلو ختموي او دا هغه څه دي، چې اگاه او ځانخبری روح یې په شخصي تجربې سره، په بیا بیا ځمکنیو زده کړو کې، ترلاسه کوي.
اوس یې هم د ژباړې هېنداره:
«دریغا چې له حرصه شپه بې غم نه شوو- آزاد نه وو، سړیتوب لره سم نه شوو
د اعتبار نړۍ کې مړه شولو، له وهمه- مانا داچې شوو یو څوک او خس هم نه شوو.»
بېدل ځانته موندلې، ځان ته غږېږي، او خپلو نقاشیو کې، د زړه په حواسو، خپله جلا سماع تر سره کوي:
« بيدل به یقین کوش هدایت این است- مگذر از حضور دل نهایت این است
تا چند خوری فریب قرب موهوم- هم صحبت ما باش ولایت این است.»
«پر یقین بیدله زیار کړه هدایت دادی- مه تیریږه زړه حضور نه نهایت دادی
پر موهوم قرب ترڅو به لا تیر وځې- شه زموږ د لارې مل ولایت دادی.»
دلته د کمپوز تېروتنې له امله «هدایت» د «هدابت» په بڼه او له «ترڅو» وروسته یوه «به» اضافي راغلې.
بېدل ځان موندلی او اوس یې ښه غوږونه ور خلاصوي:
«بگسل از حرص مال و زر پیوندت- کافزون طلبی می‌فکند در بندت
با فقر بساز کاین قناعت اقبال- سازد به خیال نیم نان خورسندد.»
«مال و زر له حرصه وشلوه پیوند دی- چې غوښتنه ډېره لاتنگوي بند دی
قناعت اقبال تنگسه سره کړه جوړه- خیال د نیمې ډوډۍ ډیر کړي خوښي خوند دی.»
بیدل پر ځان ور معلم شوی، دا د «ځان استادۍ» چاره ده او هر روح په دغه دریځ او سرنوشت پیدا دی، ځکه روح الهي سپرغۍ ده او هغه د کاملې اگاهۍ دریځ دي. وابه ورو:
«بیدل تدریس و وعظ عنوانم نیست- تقریر و دلیل پوچ برهانم نیست
گفتم که نبودی و نخواهی بودن- زین پیش دماغ خود فروشانم نیست»
داسي یې در واخلئ ژباړه. خو د ژباړې خوند به دلته وگورئ:
«که هر څومره پوه وینې په فنون- مینې کار کې به یې ومومي زبون
د نقاش گوته که وباسي ټول غر- له زگیرویو یې پاتې وینې او زبون.»
داسې وړاندې ځو د «کام» رباعي ژباړه را اخلو:
«ټول عالم د فنا جام د غړوپ لړۍ- هر ژوندی گڼه فنا د خولې مړۍ
په زړښت کې کېدای نشي د ژوند کار- ونه کړوپه ده فنا د دام کړۍ»
یا د وقار رباعي:
«د بې شرمو خلکو په ننني حال- نه له برمه ښکاري څه پته احوال
د شطرنج تختې پشانې هره خوا- سل کورونه یو هم نه لري دیوال.»
ته به وایې چې همدا وروستۍ رباعي ده:
«بیدل زشعور خویش بیگانه برا- برساز تجاهل زن و دیوانه برا
جز دود و غبار نیست در محفل دهر- یا چشم بپوش یا از ین خانه برا.»
«تا کی به هوای خلد خوانی مارا- یا در غم دوزخ بنشانی ما را
عمریست ز بی‌دلی به خود ساخته ایم- یا رب ز در خویش نرانی ما را.»
دومره د اګاهۍ په ګلزار کې کښته پورته شوم، خو داچې بېدل مې څومره لیدلی او موندلی او دلته له تاسو سره شریک کړی؛ ددې امانت خاوندان تاسو یاست، خو د مولانا په موندنه:
«هر کس از ذن خود شد یار من از درون من نجست اسرار من مولوی»

پای کې څو ضمني خبرې:
وړاندیز مې دادی، چې ښاغلی مواج، یو ځل بیا له ژبني پلوه ژباړه کره کړي، ځینې املایي او انشایي او د لیک نښو تېروتنې، چې په زیات ګمان، په ناخبرۍ په رامینځته شوي وي، له سره ورغوي او ژباړه لا نوره هم کره کړي. د (ی) ستونزه ځای ځای تر سترګو کېږي. (ئ) یا چې په معمول ډول د فعلي یا په نوم هم نومېږي، څو ځای د (ی) یا پر ځای کارول شوې، که سمه شي، د ژباړې د پوهاوی درجه به زیات کړي.
د «زنده گی» رباعي نیمه دری او نیمه پښتو ده، چې باید دا تېروتنه سمه شي.
معنایي تېروتنې هم شته. لکه ۵ مخ کې د «نور» پرځای« اور» کارول شوی.
پای کې ښاغلی نجم الرحمن مواج صاحب ته ددغې ژباړې د زحمت په خاطر مبارکي وایم، په دې هیله، چې د ادب او هنر د ډګر نورې رنګینې هم پښتو ژبې ته را وژباړي، د کلام له اوږدولو لاس اخلم.
دنیا مو له هغو رنګونو او بزمونو ډکه، چې زموږ یوه یوه ابدیي فردیت په کې زېږېږي، غوړیږي او د خدای تعالي لپاره په ابدي مینه ګر بدلېږي.
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۶            سال نهــــــــــم                      سرطان/اسد    ۱۳۹۲                ۱۶جولای   ۲۰۱۳