کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

 ژباړه: هميم جلالزی

 
 
بوی
کردی شاعر شير کو بيکس


 
 
 

   مرغه د توت يوه دانه يووړه
يوې ډبرې ته يې ورکړه
ډبرې باران وغوښت
باران راغی او ډبره يې ښکل کړه
د مچې پر ځای، يو ګل راوټوکېده
له هغې خوا څخه يو مين راغی
د ملاقات ځای ته روان و
ګل يې له تنې راغوڅ کړ
خپلې مينې ته يې ورکړ
محبوبې ګل په زلفو کې کېښود
شېبه وروسته باد راوالوت
او د محبوبې له زلفو يې ګل له ځانه سره يووړ
ښار د مينې بوی په سر واخيست…!
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۵            سال نهــــــــــم                      سرطان    ۱۳۹۲                اول جولای   ۲۰۱۳