کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

فرید بارانی

 
 
د فروغ فرخزاد د مڼې نومي شعر ژباړه



 
 
 

   

مڼه

د دېوال څنډې ته ولاړه وم ، موسکۍ شوم درته
زه پوهېدم چې
تا په څومره وېره
د همسایه له باغه سېب غلا کړ
په ډېره بېړه زما پلار ستا پسې منډې کړلې
خو ته لا نه پوهېدې
د ګاونډي د باغ باغوان
زما سپېن ږېری پلار وو

د دېوال څنډې ته ولاړه وم ، موسکۍ شوم درته
مخکې له دې چې ستا د مینې ځواب
ستا ښکلې زړه ته په اخلاص درکړم
راته نږدې شوې
سیب دې ماته راکړ
زما د پلار وېره له ورایه را څرګنده شوله ستا په سترګو
او ستا د سترګو ویرې
زما لاسونه په لرزه واچول
ستا په خولګۍ کپ وهل شوی ښکلی سیب رانه په ځمکه ولوېد
زړه مې وې پرې ېې ږده نور
ځکه چې زړه مې دا هرګز نه غوښتل
چې ستا له اوښکو نه د ډکو سترګو ترېوه غرېوناکه ژړا
زما د غمجنې حافظې د درد مضمون وګرځي
ما درنه مخ واړوه
او درنه وکوچېدم
زه پوهېدم
چې زما موسکا
او ستا د منډو تلوسې
د یو سپېڅلي مېني رنګ نېولی
دا دی کلونه تېر شول
خو لا تراوسه
ستا د ښکلو سترګو
د بغض د وېرې د حیرت کاته
آرام آرام زما ماغزه ځوروي
او زه تراوسه پورې
بس په همدې جمله کې فکر کوم
چې خدایه څه به کېدو
که زمونږ د کور د ګاونډې باغچې مڼې نه درلود .
++++
درد مې خولې وکړلې
تبه لرم
زړه مې رنځور دی
طبیبان ترېنه عاجز پاتې شول
او ته هماغسې نن هم لکه پرون
په بې احساسو پښو
د ورځی زر ځله په ښار کې قدمونه وهې
دورځې یو ځلې هم
زموږ د کور په کوڅه نه تېرېږې
دا چې زما او ستا په مینځ کې پرون څه تېر شوي
دا دې یوې خواته وي
انسانیت څه شولو
د انس مانا دې هم له یاده وتې
ګاونډیتوب دې خلک ستا نه زده کړي
بس هغه ورځ به درنه لرې نه وې
چې دې وړوکې ورور نارې کړي درته
خورې!
ها باراني د زړه د درد له ناروغۍ نه مړ شو
هلته به بیا یوه یوه درته یادېږي
په خیالاتوکې زما د زړه د درد خبرې

++++


د ژوندون سپینې پاڼې
د اوسپنیزو قلمونو په کاږلو سره
له سره وسوزېدې
نوی ژوندون بېرته خفه شواو ترشاه یې قدم واخیستلو
دېرش کاله وړاندې یادوم
د نظامونو سپیمه ده
د فطرت په سپینه پاڼه حکومت چلوي
د بې سواده قومندان له کوره
یو بدمعاشه بې سواده اولاد
بې اجازې د حکومت کوڅو ته ننوتي
فرق یې همدا دی چې اوس
د پوره دېرش کاله د وړاندې ذهن
ترخې خبرې یې
د پریکنده تمثیل په بڼه
په خوله خندا
په رسنیو باندې وویشلې
++++




خفګان اوږه راکړې
بس ته به وایې چې د ستر بابا آدم مړی مې
آن له جنت نه په اوږه کوز کړی
سیګریت مې لاس کې مړ شو
پیچلی دود یې لاهم
زما د ستړې خاموشۍ له وجې
په توره شپه کې ورک ګوګړ لټوي
نور به ترڅو ټپروم لاسونه
پرې میږده پرې میږده چې غرق ویده شم
یوې سودا او یو قمار لره مې زړه شوی دی
چپه پښتۍ مې په قرآن خالي ده
ولې دې لاس راته اوږه کې کیښود ؟
اوه
یاره کلي رانه د قلف دننه ماته شوله
دا پریشاني به اوس په چا وپلورم
دلته انسان او بازار
دواړه له خامو ورستو خښتو جوړ دي

++++

وې سره لمبه چې تر آسمان تیره شوله
تندر له خوبه پاڅید
د غورغوري بابا چلم تازه شو
ورېځې را غونډې شولې
چا وې باران وریږي
مشرې خورکۍ دې هم را منډې کړلې
په زوره زوره یې ژړل چې زما همزولي نشته
چې د باران د لاندې لوبي وکړي
د کلي کار دی
چا تپکې د بام
چا له تنو نه خپل هوار او وچ کالي ټولول
او چا د خپلې ناکاګل او زړې خونې پر سر
ژر ژر لیلون هواراوه ، چې بیا څڅوب ونه کړي
مور مې ویل – ته په همدې ورځې کې وزیږېدې
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۵            سال نهــــــــــم                      سرطان    ۱۳۹۲                اول جولای   ۲۰۱۳