کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

فرید بارانی

 
 
یو چا ویل


 
 
 

   
تر دروازې پورې راووتلې
د اوبو ډک جام دې په لاس نیولی
سهار وختي وو
لا سپوږمۍ
بې خوبه ستورو لره
د نالیدلې لمر کیسې کولې
ستانه زما د اوس ساه ګانو اوس هیر کړی ولو
بس په همدې کې تاویدې
چې دویم ځل به مې بیا کله وینې
سترګو دې زما د بیا راتللو ستړې لار څارله
اوښکو دې څه د غم محشر زما په سینه جوړ نه کړ
خدای پاماني مو وکړه
په بیړه بېړه دې اوبه راپسې وشندلې
د دروازې څنګ ته تکیه غوندې شوې
او بیا دې څومره دعا ګانې وکړې
هو ! دا مې ټول په یاد دي
سترګو دې اوس هم زما په سترګو کې عالم ورک کړی
یوازې تا وینمه
قلم په لاس
ستا د ناپایه مینې حال لیکمه
( خدای پاماني مو وکړه
په بیړه بیړه دې اوبه راپسې وشیندلې )
او بس همدا دې ویل
د ټلیفون زنګ ته دې ناسته یمه
په هر وطن چې درېدې
حال دې حتما راکوه

++++


ما له خپل اوښکو ژړل
چې سترګې سرې د هیڅ بازار تر لیونتوبه را ونه رسیدم
نه مې ډک زړه خالي شو
نه مې د سر ویښتان خواره پریښودل
نه مې څوک ووېرول
او نه مې مینې لره خپله ستوماني وښوده
همالته پاته شومه
لا مې په یاد نه دي چې څو بجې وې
د کوم کال کومه ورځ وه
چېرته چې تا راته تر شا تر شا را وکتله
او زه مې خپلې ناکامۍ او ستومانۍ تر پښو لاندې کړمه
خدایږو زما په دې نازک پدر نعلت زړه باندې څه وشوله
چې د سړک د ګڼه ګوڼو خوبولې سترګې
لاهم د ښار له رڼا ګانو نه زما د مرګ پوښتنه کوي

++++

یو چا ویل
هر یو انسان چې په دنیا تنها شو
د قیامت د ګړي پيل به یې
د ټیک او ټاک د فاصلې تر مینځه
احتمالي مړینه وي
یو چا آرام له ډیره درده خدای ته وخندله
په خړه ځمکه یې خپل پاته تورو شپو ته د یو دروند صبر غوښتنه وکړه
ښار ته یې ولیکل چې یو ځل دې ډاکتر ته لاړ شي
او د خپل ټولو رواني ستونزو علت وپوښتي
د غریبانو د لاسونو د تڼاکو ډبرین صبر ته یې
د نامریي تندي سجده وکړله
مخکې له دې چې ددې ښار په تورو شوو لوحو
بابا آدم لره په خور او مور کنځلي وکړي
د خپلې مور د ښکلو سترګو په خاطر یې هرڅه هرڅه له خپل ذهنه پاک کړه
او بیا یې ولیکله :
( د خدای د صبر کاسه
د خړې ځمکې له دې ګیډې سره
چې یې له وږې ډبرین غرونه په کولمو تړلي
ولې له ډیره درده نه ډکیږي ، نه تشیږي ؟ )

++++

بې پاسه ژوند دی کنه
هر څه د کاشکې سره نه ختمیږي
باید حسرت ووژنې
او خپل پاسته لاسونه
د ژوندانه د ستومانیو په ایرو ولړې
تر څو چې ټولو ته جوته شي چې
د یو انسان د غلطیو د جبران لپاره زجر کاږو
او د هماغه ممنوعه مېوې لپاره چې پرې وشړل شوو
لا هم په ځمکه کې خواره واره یو
او د یوې ګولې ډوډۍ لپاره
او د یو څو بې پته ورځو ، تورو شپو په خاطر
د خپل نیکه زړو خوبونو ته جنت جوړوو
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۴            سال نهــــــــــم                      سرطان    ۱۳۹۲                ۱۶ جون   ۲۰۱۳