کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

اسحاق ننگیال

 
 
   مور ته مثنوي


 
 
 

بوسم؟ مورې د اغر د غمو چيرته
ېوسم داهد يرې پر اوږو چېرته
دى راته ميراث يو سور ګريوان خونه
دى دايو يعقوب او يو كنغان خونه
يوسف هره لوېشت څاه ده هره څاه كې
يوسف د هر كاروان د پښو درزاكې
* * *
چړې مورې په وينو كې خوټېږي
چړې لكه باران پر موږ ورېږي
دا پر ېو ( حسين ) ژړا خونه ده
دا يو څو ورځې كربلا خو نه ده
راغې په سر راته بادشاه شويزيد
زموږ د كلې شهنشا شو يريد.
* * *
مورې په زړه كې ېو پرهر خونه دى
مورې تنها قتل د لمر خونه دى
دلته هر ستورى او سپوږمۍ قتله ده
دلته هر ګل، هره غوټۍ قتله ده
مورې لوګې شو او سوزېږي وطن
مورې په سرو توروقتلېږي وطن.

* * *
مورې ېو وير او ېو ناكام خونه دى
دايو خوشحال او ېو بهرام خونه دى
دلته ېوازې مسيحا خونه دى
دلته ېوازې يهودا خونه دى
دلته هركاڼى او انسان شو قابيل.
هر يو لستوڼى هرګريوان شو قابيل
* * *
مورې يو غر دلته آباد خونه دى
هغه پامير، هغه شمشاد خونه دى
دلته كبان دلته سيندونه سوزي
دلته له تندې بارانونه سوزي
د باغ ناموس راته اغزيو لوټ كړ
پت دكېږديو مې پرديو لوټ كړ.
* * *
مورې شملې شته خو سرونه نشته
ديرې مو شته پكې كټونه نشت
چلمونه مات شول بادونه راغلل
چنارونه مات شول هغه دكلي
ګودر موري زخمي دى موري وران دي
دي ګودر يو جل وهلي بيابان

* * *
دي مورى يو غم او زړه چاودون خونه
دي موري دوينو يو جيحون خونه
موري دلته هر كاڼي كي جيحون دي
موري دلته په خپل كور كي بيلتون دي
ولګيد موري يو تندر دې پر كور
ولګيده ستا پر سپيڅلي لمن اور
* * *
ژاړوم موري زړګي دي راچي ويې
ژاړوم دا مات منګى دې را چى ويې
شومه زه دې د مړې ونې بلبل نه
مه سويوكمڅو ته دي ګل نه شو
خواركه ستر ګو ته اوښكې څو پيالې
دعادې نه غواړم ښير ې خوراكه
١٩/٨/١٣٧٣
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۳            سال نهــــــــــم                      جوزا    ۱۳۹۲                اول جون   ۲۰۱۳