کابل ناتهـ، Kabulnath


































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 
 
 

 

 
 
د غږ او رڼا لاروي کتاب له چاپه راووت
 
 

   

 

دغه کتاب، د محمد انور وفا سمندر د ادبي-هنري پنځونو او کارونو په اړه، د نقدونو، تقریظونو، مقالو او نظرونو ټولګه ده، چې د هوسۍ وفا په زیار راټولې شوي او د لندن مېشتي افغان شیرین محمد سیدي په مالي ملاتړ د افغان مسلکي مطبعې له خوا د ۵۰۰ ټوکو په شمېر، په ښه کاغذ کې له چاپه راوتی دی.

کتاب ۱۴۴ مخونه لري. د کتاب پېل کې، د وفا سمندر د آثارو په اړه مېدیوتیک ادارې جوړ شوي سیمنار مقالې او وینا، په دویمه برخه کې د افغانستان قلم ټولنې لخوا د لیکوال د دوو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې وړاندې شوې لیکنې او ویناوې او دریېمه برخه کې د بېلابېلو لیکوالو د ژبې او ادب د استادانو او ځوانو پنځوالو، مقالې، نقد او نظرونه را اخیستل شوي دي.

د افغانستان میدیوتیک ادارې په نوښت، د 1391 لمریز لېږدیز کال د چنګاښ په ۱۵مه، د افغانستان د معاصر لیکوال محمد انور وفا سمندر، د پېنځو وروستیو چاپ شویو اثارو، «په کور یو لیونی» (ناول) «د غږ چینه»، «دوازده بال» (رمان)، «غږ او رڼا زما وزرې»، «چشمۀ آوا»، په اړه، ددغې ادارې په مرکزي دفتر، چې د کابل ښار د قلع فتح الله دویم سړک، مدینه بازار کې موقعیت لري؛ علمي-ادبي سیمنار جوړ شوی وه، چې د ویندوېۍ چارې یې اغلې جمیله ظریف مخته وړې.     

په دغه لنډ سیمینار کې، د افغان ادبي بهیر ځنو غړو، کابل، کندهار، لغمان، مېدان او نورو سیمو مېشتو لیکوالو، فرهنګیانو او پنځوالو، ګډون کړی وه.

 په دغه سیمینار کې عبدالغفور لیوال، اکبر کرګر، اسمعیل اکبر، احسان الله درمل، عزیز تحریک او عنایت الله دیدار مقالې او کره کتنې وړاندې شوې او ډاکتر لطیف بهاند، نجیب منلي او سهیلا حسرت نظیمی ویناوې وکړې. د سیمنار پای کې د محلي موسیقۍ لنډ کنسرت وړاندې شو.

د غږ او رڼا لاروي کتاب په څلورمه پښتۍ لولو:

زه دده په آثارو کې معرفت، پېژندنه، او د انسان د یوې دروني فلسفې پر بنیاد یوه مولانایي تفکر وینم چې انسان ګام پر ګام خدای ته نږدې کوي.                                                                       فاروق فردا

انور وفا هغه سمندر دی، چې لفظونه له مینې او له خوبونو ډکوي. پیرمحمد کاروان

انور وفا سمندر زموږ د سیمې-مېدان درې- یوازنی سړی دی، چې...جهانمل

...هغه ځلېدونکی ستوری دی، چې د مدار په څرخېدو سره به یې ډېر تت ستوري د پیاوړې رڼا برخمن شي. احمد

...زموږ د هېواد د یوویشتمې پېړۍ د ډېرو لیکوالانو په څنګ کې د یوه ځانګړي خوی او فکر څښتن دی. مومند

رمان دوازده بال مانند سایر آثار انور وفا سمندر محتوا گرا و بیانگر اندیشه است. راوی از سنگینی تراکم میراث گذشته یا ناخودآگاه جمعی خود در خروش است. او میگوید: " اگر من نتوانم این چند میلیون فکر و اندیشه را از خوابگاه های ژرف شان، از اعماق درونم بیرون بکشم به قافله ای می‌مانم که در راه بود و صوت و صدایی از آن به جز زمزمه‌های نا مفهوم بیرون نمی آمد..."                                                                           اسمعیل اکبر

وفا سمندر د يوه تكړه ارواپوه په څېر د كركټر په تحت الشعور كې په شا وهل شويو هيلو بېرته غبرګون او د هغه په وجه راپيدا شوى اضطراب، د هغه په وړاندې د كركټر مقاومت او ناتواني په خپل سحرګر قلم داسې انځوروي: لاهو

زه نه شم کولای په هغو نړیوالو مکتبونو کې چې له یونانه تر نن پوری رامنځته شوي؛ د سمندر صېب آثار وتلم. بهاند

په دغه شعري ټولګه کې استاد له فلسفي اړخه د انسان او د کایناتو د خالق او په کایناتو کې د شتو موجوداتو په معنوي او فزیکي شتون باندې پوښتنې مطرحه کړي او بېرته یې قناعت بښونکي ځوابونه ورته پیدا کړي. پاکیزه آرزو

«په کور يو ليونی» د انسان په باب خبري کوي. مرکزي او محوري مساله يې انسان دی...هغه چا چې ددغه روزګار څپيړې خوړلې وي، په دې خبره ښه پوهيږي، چې وفا څه ليکي او د چا له پاره يې ليکي او د نوموړي د ناول مرکزي او اصلي محور څوک دی، هغوی پوهيږي، چې لیکوال د معاصر انسان کيسه کوي...او د اوسني دوران په بستر زموږ د انسان ستونزه بيانوي. اکبر کرګر

زه د سهیلا جانې خبرې سره موافق یم، چې ویې ویل چې دا یوه نوې لاره ده. پدې باید اعتراف وکړو. حمید ځاځی

مګر وفا په خپل فلسفي قلم، دغه خاموشي او سکوت مات کړ او دا ټکی یې روښانه کړ چې...نبي صلاحي

وفا سمندر هغه مهال، چې څه لیکي، له ځان سره په مشاجره او مجادله بوخت دی. هغه د لوستونکی حضور نه احساسوي...وفا سمندر څه وکړي، مشوره ورکړئ. غفور لیوال

خدای خبر، چې وفا سمندر به مونږ له څه رایادوي!!؟ دی به زموږ د لاشعور په تیارو او د وجود په لرې ویرانو او کنډوالو کې د کوم ماضي په یاد کې کله ساندې اوکله سندرې وايي؟ د ارټ عظیم شاهکار د یوه خوب په څېر وي، ځکه چې دا دواړه لاشعوري عملونه دي، عنایت الله دیدار

د هغه په خپله خبره، په لومړیو کلونو کې یې له ښوونځي تېښته وه.

هغه لیکوال دی. هغه ژباړن دی. هغه ټولنپوه، ارواح پوه او فلسفي انسان دی. هغه...د لیکوالۍ په هنر کې نوښتګر او فنکار شخصیت دی. هغه د راتلونکو نسلونو د لیکوالو...عزیز تحریک

چې ما ته دده آثار په جرمني کې راورسېدل، او ما ولوستل؛ نو پوه شوم، چې په پښتو ادبیاتو کې یوه نوې لاره پرانیستونکې ده! سهیلا حسرت نظیمي

نو زمونږ د وفا سمندر په اثارو کې داسې سمبولونه کارول کیږي، چې هغه یا ددوی خپل پیداوار وي او یا له داسې ځایونو را اخیستل شوی وي، چې زمونږ لپاره نا اشنا وي. نجیب منلی

میدیوتیک افغانستان ویاړي، چې نن د هېواد د یوه وتلي او پیاوړي او د پیاوړي قلم خاوند لیکوال، ښاغلي محمد انور وفا سمندر د پینځو وروستیو چاپ شویو آثارو په اړه یو علمي سمینار لري. عبدالغني هاشمي

آرامه او تل متفکره څیره، له فلسفی سره مینه او فلسفي لیکنو یی هغه زموږ په کاري وړی کړۍ کې، د ( آرامه فیلسوف)  په نامه مشهور کړی وو. عارفه بهارت

وفا صاحب هڅه کړې چې د شعر او نثر ترمنځ پولې له منځه يوسي. علم ګل سحر

«نه پوهېږم څنګه يې ووايم، هغه څه چې شوي، د دغه يوه لوېشت قلم له قد څخه ډېر لوړ دي».

«زه چې کله د وفا سمندر اثار لولم، خپل ساینسي منطق پر خدای سپارم او کاملا متفاوت هویت پیدا کوم». احسان الله درمل.

 زړه مې همدا شېبه وایي، چې هغه څه چې باید تالیف شي؛ لا ما نه دي تالیف کړي. وفا سمندر

تر دې دمه د وفا سمندر اته کتابونه له چاپه راوتي، خو لکه څرنګه چې لازمه ده، دده ادبي-هنري پنځونې نه دي پېژندل شوي او یو شمېر لوستوال وایي، چې د وفا سمندر پر هنري لیکنو یې سر نه خلاصېږي. ځکه نو یادونه کېږي، چې ښایي غږ او رڼا لاروی، ددغه لیکوال پېژندلو لپاره، څه نا څه لاره اواره کړي.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۹۰              سال نهــــــــــم                      حمل/ثـــــــور    ۱۳۹۲                ۱۶ اپریل   ۲۰۱۳