کابل ناتهـ، Kabulnath

















 

 

 

 

 

 

 

 




Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 
 
 

انور وفا سمندر

 
 
زه څرنګه دغه بحث ته را کش شوم؟
 

 

   

د زمري په پنځه ویشتمه د انترنت په جال کې نښتی دغه کتاب زما د کمپیوټرې فایلونو کپس ته ور ولوېد.

ما یې سرلیک، بیا په چټکۍ لړلیک او په لا زیاته بېړه او واخطایۍ، پاڼې له نظره کښته او پورته کړې، او نور مې پرېښود ځکه چې رسمي-ورځني کارونه راته سرپورې ولاړ وه.

«په افغانستان کې د غيرت په نوم وژنې، ولې او د څه لپاره؟» نه شول مې کولای دغو پېښو، کیسو، خاطرو او په دې اړه ارزونو، نظرونو او د لیکوال د علاقې وړ حل لارو ته سر ور کښته کړم. بس کتاب پاتې شو. خو هوډ مې درلود چې ویې ګورم او څه پرې ولیکم! خو څه؟؟؟ چې سپینه یې ووایم؛ نو زما یې له ټولنپوهنې، او د انسان په اندونو، باورونو-ښه ده ووایم سپېڅلو عادتونو- څه کار؟؟؟ هسې نه ده، چې ګڼې نه مې دي لوستي؛ خو اوس تازه غواړم له خپلې معلوماتي حافظې را سپین شم؛ ښایي د کلام سپین مرغان او ګربتان داسې را په کې لاره وکړي. ښه څه چې خدای غوښتي وي!

اه، دا وګوره؛ غواړم د زاخیلوال په کتاب وغږېږم: په ماشومتوب کې به مو چې چا پورې وخندل؛ نو مور به را ته وېل: «په بل مه خانده، چې په تا به وشي!!!» او همداسې شوه، د لیک او ادب د قلمرو ځنې مخکښ او ډېر شاغل مشران، چې رسنۍ او راز راز بنسټونه یې ګواکې په هره چاره ګړوي او یا لیک ورباندې کوي؛ ښایي ما هم انتقاد کړي وي؛ ځکه چې دا د تخصص او د علومو د شقه کېدلو زمانه ده. اوس هغه زاړه، مړه او بت شوي فیلسوفان نشته، چې له ریاضۍ نیولې تر نجوم، له طبابت نیولې تر کیمیاګرۍ په ټولو به پوهېدل!، خو دادی دومره سپین سترګی هم نشم کېدلای، چې د نجیب زاخېلوال داسې خلوصانه غوښتنې بې ځوابه پرېږدم.  

خبره دې روښانه وي، چې که مې لیک او متن له تعریف شويو معیاررونو ووت او د ادب او صنعت پر بندیزونو او تعریفونو او دود شویو سرو کرښوو ور واوښت او له متداول انتظاره بهر یې بل څه هغه ډول چې زه یي په کلام کې پنځولای شم- مطرح کړل؛ نو حوصله مو ورته غواړم. 

 

پر کتاب مقدمه یا پېله

 لومړی، د متن هندسي مرور:

«د هغه خدای په نامه، چې د انسان پېدایښت یې د ښځې او سړي څخه کړی دی.»

په دا ډول پېل سره لیکوال، «هغه»، «خدای» «د هستۍ او نیستۍ سرچینه»، «د عشق او رحمت اقیانوس» له جنسیتي حالته ویستی. ښځه او نر څه جنس کیدلای شي؟؟؟ نه، نه ورته مذکر نوم ورکولای شو او نه مونث او دا خپله ښيي، چې د خلقت سرچینه، د اروا پلار، د رحمان بابا په پېژندنه «د جلمه وو مخلوقات پلار» جنسیت نه لري، خنثی دی او ددغه سمندر څاڅکي-د روح سپرغۍ- هم له جنسیته وځي. او دې سره موږ په نوې او تازه او حاضره پېژندنه اوړو، هغه دا چې وګړی، په خپله ابدي او اولي او اذلي بڼه نه مذکر ده نه مونثه. «هغه» یوه خلاقه سپرغۍ ده، چې د ځان قانون ګرځي او د ځان لاره او پر «ځان» ور سپره لاره.

ښه دلته به همدومره تم شم؛ وړاندې ځم: «په افغانستان کې د غیرت په نوم وژنې ولې او د څه لپاره؟»

لیکوال، له ننګرهاره، له کابله، له افغانستانه پورته شوی او یورپ ته ورلوېدلی. هلته سویډن کې پروت دی. د سویډني تمدن بنسټ په یونان ور ختمېږي، او یونان د سقراط سوالونو جوړ کړی. سوالګر فیلسوف دومره سړي، لارویان، پوهان، لیونیان...وپوښتل، چې پوښتنې اورونه شوې او «شکران جام» یې وخوړ؛ خو زموږ ځوان مسافر دلته خپل ولس ته دغه پوښتنې نیولي!.

کتاب په اتلس غټو سرلیکونو او څپرکو کې را ټول شوی.

«ولې د غېرت په نوم؟» سریزه ده او د هغو دوو کورنیو په کیسه پېلېږي، چې د یوه هوایي دروغ په بیه کې د نجلۍ او هلک د کورنۍ اته تنه په کې وژل کېږي. ورپسې، ننګرهار کې یو ورور خپله خور تورنوي او ژوند ورڅخه اخلي، په دریېمه کیسه کې یې، هم پر نجلۍ تور پورې کېږي او دې سره د نارینه لخوا د غېرت وژنې قانوني دریځ خپلوي.

د جنت مخو خویندو او لوڼو نجونو په سرو وینو کې ددغو لیت پیت کیسو پای دې ته راوځي، چې لیکوال خپله خبر وکړي، دا چې افغاني ټولنه مردسالاره-سړي واک- ټولنه ده.

د خدای په نامه د کتاب له پېله برېښي، چې لیکوال له تازه، ژوندیو، او روان سوزه اورونو راوتی ذهن د کتاب لیکولو دریځ ته رسولی او یو مخ نارینه خپلسرۍ له ګریوانه رانیسي. ته وایي، چې ټولې سورکفنې پېغلې د هغه له ستوني چیغې وهي، او زموږ پر سرنوشت او ذهني- ځمکني تقدیر را سپاره فکرونه او عادتونه، د عقلي استدلال په محراب کې محکمې ته کښېنوي.

لیکوال هڅه کړې، موږ په منډه او چټکۍ سره هیښ کړي، چې د «سړي زمانه» څه کولای شي؟ له متن څخه:«دا سزا نور ډولونه هم لري، وهل، ټکول، ويښتان ورخريل، غوږونه ورپرې کول، پزه پرې کول، د سپي سره تړل او وژل...» د کتاب مقدمه د ناوې پر څوکه سړی را ایساروي او نور به له متن سره ځغلي. زاخیلوال کاږي، چې د څه ډول پوښتنو د راپورته کولو هوډ یې کړی. ښکاري، چې حواس او ذهن یې د ځوانو، په ګولیو سوریو، یا په چړو او تبرونو راغورځېدلو د ښکلا حورو، د سوزېدلو او تم شویو حواسو او عواطفو شنو زخمونو دغه سخت کار ته راپورته کړی.

کنه څوک به د کتاب د منظرو په پېل کې ودرېږي او په دې منظر سره به نندارچیان، په دومره زخمونو کې خوشې کړي: « د يو داسې افغانستان په هيله چې پکې په هيڅ ډول هيڅوک په هيڅ نوم ونه وژل شي»

«پردې کتاب» سریزه هم ښاغلي سید امرالله امید پر کتاب ورزیاته کړې. د امید په وینا: «زموږ ټولنه یوه عقیدوي، مذهبي او کلتوري ټولنه ده.» دې تعریف ته که زیر شو؛ نو ګورو، چې ټول ژوند او که دقیق ووېل شي په موږ کې هرڅه عقېدې، مذهب او کلتور نیولی!

اه، نه پوهېږم ژوند څه شو؟؟؟ آیا ژوند لومړنی نه دی؟ آیا ژوند د ټولو شکلونو، انواعو او ډولونو د شتون جوهر نه دی!؟ دا د ځنګلونو میلیون رنګه او ډوله مرغان، څاروي، ژوي، خځندې، د سمندرونو منځ کې بېشمېره چنجې، کبان، مرجانان او غرونو کې هستوګن ځناور، چې له باور او اعتقاده تش او سپین ژوند کوي او په خپلو ځانګړو غږونو سره په ځان کې ایښې لومړنۍ سندره وایي؛ هغوی زیات ژوندي دي، که موږ چې د ښاغلي امید په خبره دا ډول له ذهني-باوري اګاهۍ ډک ډک، د خلافت له تاج سره، د ځمکې پر مخ خوشې شوي یو او د ژوند پر څېره د «ښه» او «بد» روا او ناروا، ناموس او بې ناموسۍ، غیرت او بې غیرتۍ ټاپې ور نښلوو او خپلو وینو توېولو ته تر ډبرو، وسپنو او اورونو کلک دلاېل اختراع کوو؟؟؟

آه، خبره د ښاغلي امید د مقدمې وه: د هغه په ارزونه، «دا چې ښاغلی ډاکټر صيب نجيب زاخېلوال د انساني ناروغيو درملنې ترڅنګ ټولنيزي ناروغيو ته هم د درملنې نسخه لري، زموږ پر ټولنه يې احسان کړی دی.»

زه دومره نه یم، چې همدلته دې د لیکوال له ټولنیزې نسخې ورکولو سره توافق وکړم. وړاندې به ځم؛ خو مخکې تر دې، چې د کتاب اصلي څپرکو ته لاس ور وړم، وایم چې دلته په دغه عقیدوي، مذهبي او کلتوري جغرافیا کې، «ښځه» یعنې د «شرم»، «پت»، «عزت»، «غیرت»،...په ذهني کوډو کې، له ژونده تبعید شوی ګرځنده کالبوت چې نه به سړي ته ور ګوري او نه به یې سړي لیدای شي.

 

د ښځو پر وړاندې ناسم دودونه:

تر دې سرلیک لاندې لیکوال کښلي، چې د روان کتاب د لیکولو پېل یې پر دې لیکنه شوی. دلته زاخېلوال د پېښور حيات اباد ميډيکل کمپلکس روغتون کې د سترګو لیدلی حال را یادوي: شپاړس کلنه نجلۍ د کورنۍ لخوا، پرته د هغې د نظر له پوښتلو په عمر اوښتي واده والا سړي ته، ورکوي. نجلۍ  د خپل کوژدن په لیدلو سره، حواس بایلی او بې هوښه کېږي. نجلۍ وروسته کورنۍ ته ډېر وایي، چې سړي سره واده نه کوي، خو کورنۍ وایي، چې د نجلۍ په ورکولو کې پښتانه له نجلۍ نظر نه غواړي...بالاخره نجلۍ ځان د واده په ورځ له ډولۍ را غورځوي. د سړي د کورنۍ نارینه ګان دا ځان ته، خپل پت او عزت ته لوی تاوان ګڼي او نجلۍ له لغتو لاندې اچوي او داسې روغتون ته راوړل کېږي.

بله پېښه کې، جلال آباد کې یو ځوان د یوه مالداره کور ته د غلا لپاره ور اوښتی، هغه نیول کېږي او بیا په دې شرط خوشې کېږي، چې خپله خور به هغې کورنۍ ته ور بخښي؛ کنه په خلکو کې یې د غله په نامه شرموي! له دې سره نجلۍ پنځوس کلن سړي ته چې دوې نورې ښځې هم لري، په نکاح کوي. او د نجلۍ پلار وایي، چې خور او لور خو وي ددې لپاره چې د ورور په بدو کې ولاړه شي! ددې څپرکي پای کې زاخېلوال د څېړنو په غرض د یوې ډلې جوړېدلو وړاندیز کوي. او بیا حل لاره د اسلام قانون پلی کېدل ګڼي.­ په دې څپرکې کې لیکوال د ښځو دفاع را بللې. له خپله نظره یې حل لارې مطرح کړي؛ خو زما شخصي پوښتنه داده، چې د «ډاکتر» مسلک د مرض ریښه پېژندل او را ایستلی دي، که برسېرنه پټۍ ایښوول؟

ښه، زه له قضاوت سره څه کار نه لرم؛ کتاب د لیکوال خپله پنځونه او فردي مسوولیت او صلاحیت دی، خو زه په دا ټول ذهني-منطقي استدلالونو نشم خړوبېدلای! نور هم وړاندې ځم-یوځل باید د کتاب د حروفو حجمي وضعه را لنډه کړم بیا به خپلو «لویو خبرو» ته را ودانګم!

...څه وایي؟: دلته لیکوال، کوفي عنان را وړاندې کړی. دلته یې فاروق اعظم شاهد ګرځولی او دلته یې مطیع الله عابد په خبرو کړی، غواړي سم دم دغه مقدس نارینتوب راباندې هیر او ورک کړي.

عنان: «په افغانستان کې ريښتنې سوله او رغوونه د ښځو د حقوقو د ساتلو او رغوونې پرته نشي راتلای.»

اعظم: «ته زما مادي متاع يې چې څنګه کار درڅخه اخلم، اخلم یې دا زما خوښه ده»

۱۳ کلنه نجلې: «موږ تورنيږو او بيا مو کورنۍ وژني.»

عابد: «هره ګناه چې د  ښځو او هر ثواب د سړو  شي...هغه قام به څنګه ښاد او څنګه بختور شي.»

غېرت په نوم وژنو لنډه تاریخچه: دا را وروسته سرلیک دی. که غلط نشم؛ نو زاخېلوال په افغانستان کې د ښځو د تراجیدۍ لامل قبیلوي ټولنه او درمل یې د سواد زده کړو او مدني ټولنې زېږون او غوړېدل ګڼي. لیکوال له میلاد څخه ۱۲۰۰ کاله پخوا ځي او د غېرت په نوم د ښځو د قصابي کېدلو لړۍ را نیسي، بیا یې منځني ختیځ ته را روسوي او بیا پښه افغانستان ته را ږدي. دې څپرکي کې لولو: «ښځه لومړی د پلار او ورور ملکيت وي او وروسته بيا په چا چې خرڅه شوي وي د هغه ملکيت وي.» «افغانستان يې ښه بېلګه ده چې د عزت انحصار په پوله، پټي او ښځې باندې دی» «مرګ يا په پټي دی او يا په کوناټي»  «افغانستان ته دا کلتور د منځنی ختيځ او عربو څخه راغلی» ځکه نو: «ښځې د کاليو په څېر دي او د کورنۍ د حيثيت ساتونکی دي» «پر افغانستان سربېره، اردن، فلسطين، ايران، عراق، سعودي، مراکش ... شتون لري» «په مدني ټولنو کې وګړی، د قبيلې يا د خپلوۍ د نظام پورې تړلی نه دي. بلکې  هر څوک ټولنې ته د خپلې پوهې، زده کړې او علميت له مخې وروپېژندل کيږي او ټولنې په منځ کې د يو ګټور توکي يا عنصر په ډول څرګنديږي.»

 

غېرت څه ته وايي؟

لیکوال تر دې سرلیک لاندې، لومړی په قاموس کې د ناموس تعریف مومي: «ناموس واحد مذکر اسم دی چې مانا يې ده عفت، پاکې، سپېڅلتوب، عزت، ابرو، ننګ، غيرت، شرم او پت ده.» او بیا کاږي: « ښځې اړې دي چې دکاليو څخه نيولې، خبرې کول، ودرېدل او کېناستل ټول د همدغه صفت پر لور راوڅرخوي. که چېرته داسې ونکړي؛ نو سزا يې مرګ ده» ورپسې زیاتوي، چې د غیرت ريښه، بغض او حسد پېژندل شوې. ورپسې غېرت له خپله انده په سم غیرت او «ناسم غیرت» ویشي او ورسره زیاتوي، چې ملګرو ملتونو د ۲۰۰۲ کال په اکتوبر کې غیرت او د غیرت په نامه ترسره کیدونکې کړنې جرم ګڼلي. خو چې د افغانستان د جزا قانون ته راځي نو بیا: «يو څوک که خپله مېرمن يا د کورنۍ بله غړې د بل کس سره په يوه بستره کې او يا په داسې حالت کې وګوري، چې د زنا اطلاق پرې کيږي، بیا چې يو يا دواړه ووژني؛ نو دې ته د ناموس په نوم وژنه وايي.»

په کتاب کې راغلي: «د نړيوالو څېړنېزو راپورونو له مخې دا پېښې زياتره په منځني ختيځ او سويلي اسیا کې ترسره کيږي.    هر کال له ۵۰۰۰ زرو څخه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژل کيږي. دا وژنې په نزدې ۵۴ هېوادونو کې تر سره شوي. خو زياتې يې په افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، ايران، متحده عرب امارات، اردن، فلسطين، برازيل، اکوادر، مصر،لبنان، مراکش، او اسرايل کې ترسره کيږي، له دې سربېره د دغه وژنو راپورونه له ايټاليا، برېتانيا، هسپانيا، سويډن، ترکيه، يوګاندا، سوريه، سويس، کويټ، ډنمارک، فرانسه، جرمني او کاناډا څخه هم ورکول شوي دي.»  

دلته زاخیلوال، یو درجن سندونه، پېښې، سترګو لیدلې او په خپلو غوږونو اورېدلې وېرونکې ویرنۍ موږ ته-لوستونکو ته- کتار ودروي. او څوک نر دی، چې زړه ولري، او زړه یې د خدای د نوم په موسیقۍ ښوري او دلته ځان ټینګ کړای شي!!! زاخېلوال د هغه کاناډا مېشتې افغان یادونه کوي، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د لومړۍ مېرمنې او زوی په مرسته یې خپله دویمه مېرمن او درې لوڼې د غېرت په نامه ووژلې. هغه کاږي، چې افغانستان کې هر کال ۵۰۰ ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي، او کال کې د تاوتریخوالي ۲۳۰۰ پېښې تر سره کېږي.

د زاخېلوال د موندنو له مخې، «د غيرت په نوم د وژنو اووه نیمې سلنه وژنې د مينې او مينتوب، نېږدې ۳۶ سلنه د کورني توپير (خان، نواب، غريب، نايي ...) او له ۵۶ سلنې زیاتې د واده، ۷۹ سلنه د شک پر بنسټ، ۹ سلنه د بکارت پردې نه لرلو، او نورو لاملونو له لامله وژل شوي دي

۴۱ سلنه ښځې د مېړونو په واسطه، ۳۱ سلنه د پلرونو، ۱۸ سلنه د وروڼو، او ۱۰ سلنه د کورنۍ د نورو غړو لخوا وژل شوي دي.

زاخېلوال لیکي، چې د غېرت په نوم وژنې د افغانستان په ټولو قومونو کې شتون لري. د ډاکټرې ثریا صبحرنګ په وینا، د ناموس په نامه وژنې تر ډېره په کندوز، تخار، سرپل، غور، هرات، کونړ او خوست ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي. خو بیا زیاتوي، چې ترکمنانو کې ددغو وژنو د کچې د ټیټوالي لامل، د ښځو لخوا د غالیو ګټه ده.

«دا د غيرت په نوم وژل شوې مېرمنې په بېلا بېلو ډولونو، لکه په ډبرو ويشتل، سر پرې کول، په دار ځړول، ژوندي خښول، د شپې په خوب کې وژل، د زهرو په واسطه وژل  او په ټوپک يا چړو وهل او وژل شوي دي».

لاملونه:

د لیکوال د معلوماتو له مخې له پنځو نیولې بیا تر اویا کلنو پورې ماشومې او زړې ښځې د غېرت خوراک شوي دي، چې بېلګه یې کنړ ولایت کې د بوډا سړي لخوا د خپلې اویا کلنې سپین سرې ښځې د خوب په بستر کې په تبر وهل او وژل دي.

لیکوال په عامه کلتوري ذهنیت کې د «زنا» په نوم پېژندل شوې پدیده په جبري او رضایي برخو وېشي. د یوه ملا له خولې راوړي، چې ښایي د جبر پر مهال ښځه له جنسې اړیکې خوند واخلي، ځکه نو د زنا حد پرې جارې کېږي!!!» کتاب کې لولو، چې تشې ودانۍ ته په زور بېول شوې نجلۍ، چې دوو سړو ورباندې خپل جنسي اورونه تش کړي وه، د قانون د ساتونکو لخوا په دوه کاله زندان محکومېږي. او د عدلیې وزیر هم د امن کورونه د فحشا او زنا مرکزونه بولي!

لیکوال د افغانستان د حقوقي ادارو او قانون ساتونکو کړنې ارزوي، داسې بېلګې وړاندې کوي، چې ښځې د پولیسو او نورو لخوا جنسي اړیکو ته اړ کېږي. 

مینه، محبت یا عشق: «په افغانستان کې مينه کول يا پر يو چا ميېندل شرم بلل کېږي او سزا يې مرګ دی.»

نشم کولای دلته یو څه له ځان سره دمه نه شم! ماته مینه د ټولې هستۍ رحم دی. مینه لومړني اخلاق او د طلایي انسانانو د بخت زمانه ده. مینه ژوندی نړۍ لید دی او مینه د ټولو غږونو، رنګونو، نومونو، ډولونو... د ژوند علت دی.

آه، مینه مونثه ده، ځکه زموږ په مذکر کلتور او باور کې ځای نه لري. ښایي که احساسات او عواطف، د ژوند جوړولو کورنۍ اړیکې، غاړه غړۍ کېدل...که هم د مونث جنس په شان په یوه څېره او بڼه کې مجسم کېدلای؛ خدای خبر څومره به له موږ نارینه وو څخه ورباندې مفت غازیان شوي وه!

رضیه او یو هلک سره مینان دي، رضیه له بل سره له ودېدلو تښتي، بله ورځ یې د قانون ساتونکي نیسي او «د هلک ورور لومړی د جلۍ څخه سينې  پرې کوي او وروسته يې په ټوپک ولي او وژني يې »

لیکوال، افغاني ټولنه کې د ښځو لخوا د طلاق غوښتلو د عمل شرم ګڼلو موضوع څېړلو ته راځي، بیا څو پېښې را اخلي او ورپسې د غزاله جاوید وژلو ته د بحث لمن را غځوي.

د غزالې د وژل کېدلو د خبر له اورېدلو وروسته ما لیکلي وه: « آه، ځمکې څومره تیاره شوې، بې له غزالې! څومره بې غږه شوې، بې له غزالې.

آه، څه دې وکړل، ای غیرتي نارینه، تا د ښکلا او آواز د ملکې په وینو ځانته ثواب جوړاوه.

تا د غزال سپین زړه، چې ښایي یوازې د خدای نوم به خوځاوه؛ له حرکته ودراوه.

اوس ته چېرې یې او غزاله به چېرې وي؟ آیا الهي اراده ستا تیاره او خودپرسته قهر دی، چې څرنګه غواړې، ژوند چې الهي تحفه ده؛ ورباندې غوبل کړې؟؟؟

نه، زما له تا سره څه کار نشته. ته ځان ته ورله غاړې یې.»

زاخېلوال کښلي: «غزاله جاويد د خپل مېړه ملک جهانګير له خوا، په دې خاطر ووژل شوه، چې طلاق یې ورڅخه اخيستی و او دغه نارینه دا د ځان لپاره عار ګاڼه»

لیکوال، د نارینه وو لخوا د ښځو وژل، سنګسارول، زندۍ کولو...لپاره پلمې «... دروازه کې ودرېدل، د باندې وتل په تېره غرمه مهال، هلک ته بیا بیا کتل، هلک سره خبرې کول، د چا صفت کول، د بنګړي، دسمال، عطرو بوتل پټ ساتل، د کور له څنګه د سړي بیا بیا تېرېدل، چا سره خبرې کول...»

زاخېلوال چې د طب ډاکتر دی، د بکارت پردې موضوع څېړلې او لیکي: « د  ۲۰۱۱ ز کال د اپرېل په مياشت کې، راحېله د واده په لومړۍ شپه د مېړه له خوا د بکارت د پردې معاينې کولو ته اړه شوه. د راحېلې د بکارت پرده نه وه، مېړه يې طلاق کړه او د راحېلې له پلار څخه یې پېنځه لکه افغانۍ د ناغې په ډول واخستې دغه سړي د شرم او پېغور له لامله  کډه له کلي بار کړه او نالوم لوري ته لاړل . دا چې وروسته له راحېلې سره څه وشول؛ دا لا تر اوسه جوته نه ده

ډاکتر زاخېلوال له طبي پلوه د بکارت پرده څېړي او ښیي، چې دا پرده ښایي د نورو فزیکي، روغتیایي، یا زېږون لاملونو له لامله زیانمنه شوې وي او یا هېڅ نه وي. خو افغان نارینه چېرې د طب دغو بېغیرته مالوماتو ته غوږ نیسي. افغان او بیا پښتون نر دی؛ خو د علم جنسیت لا نه دی اعلان شوی.

 

د وسله والو لخوا د ښځو وژل:

لیکوال د عقل او وجدان له ډېوې سره، د ښځو او مونثو په سرو زخمونو ګرځي را ګرځي او بیا څو نور تصویرونه را ښيي: «په ۲۰۱۰ ز کال کې د اګست په اتمه نېټه، طالبان د بادغيس ولايت د قادس خوردک په سيمه کې ۳۵ کلنه کونډه بي بي صنوبر، د ناروا جنسي اړيکو په تور۲۰۰ درې وهي بیا یې ملا يوسف د تومانچې په ډز وژني. ددغې ښځې پر ګېډه ماشوم وه، طالبانو له اعدام وړاندې ماشوم سقط کړ...»

انساني ذهن هم عجیبه ماشین دی. د نفس بر بنسټ ټولو جنایتونو ته، همدغه انساني عقل لاره آواره کړې. هر جنایت د یوه پاخه دلیل په زور تر سره شوی او تر سره کېږي. د هرې جګړې او ورانۍ څټ ته انساني عقل ولاړ دی.

له افغانستانه چې پښه ور واړو پاکستان ته نو هلته هم «مذکرغېرت» پوخ غوبل پېل کړی: «د پاکستان د حقوقي څېړونکو په وينا د پت په نوم وژنې لويه د وګړو، ملکانو، پولیسو او آن د محکمې د قاضیانو لویه سوداګري ده، چې هر یو ور څخه خپله خپله برخه اخلي. په دې سوداګرۍ کې پر ګناه (وژنه) څادر غوړيږي او مجرم په ټولنه کې سرې سترګې ګرځي»

که لږ څه تند شو؛ نو ویلای شو، چې مذکر کلتور ته ښځه شرم دی. ستوری د دریېمې لور په راوړلو سره ووژل شوه. د لا زیات سپیناوي لپاره بېرته د زاخېلوال له کتاب څخه مرسته غواړم: « زموږ په ټولنه کې يو څاروی له ښځې څخه غوره دی، ځکه که هغه ناروغ شي او يا ميندواره شي؛ نو د کور څښتن يې پر اړه ډېر فکرمن وي.» که غواړئ خبره سپینه کړئ، نو کتاب ته ولاړ شئ؛ زه خو دلته په لنډو غږېږم.

 

شرم:

دا د کتاب بل سرلیک دی، خو د کتاب له لوړو ژورو دمخه، خپله خبره کړم. شرم او ګناه د یوې سکې دوه مخونه دي. شرم دومره بې شرمه دی، چې په دې نامه ډېری تر سره شوي کارونه، د بشر لپاره د شرم وړ دي. شرم په مینه او مینه ګر کېدلو کې د وګړي بیوزلي او بیچاره ګي را په ډاګه کوي. که دقیق شو؛ نو موږ د مینې د هر ډول اظهار مخه په شرم سره نیسو. آن دا چې واده شوې جوړه، مور او اولاد، پلار او اولاد، ورور او خور...د شرم جهالت له مینه ګر کېدلو او مینې کولو څخه تړلي. په مینه کې شرم ځای نه لري. شرم حواسو ته سرې دوزخي لمبې را شړي. شرم عواطف په سره خوله ځوانۍ کې شنډوي. شرم د ننګ له مالګې او مرچو سره ګډېږي، او وګړی د مینې پرضد په انتحاري بدلوي.

ښځه ولې د ژوند د ملګري له مینې وشرمېږي؟ مېړه ولې د ژوند د ملګرې مینه ناک خواله، د شرم په کنګل کې را ایسار ساتي؟؟؟

ښه، ورو به شم؛ اخر خپله هم نارینه یم!!!  

او دا هم د لیکوال له څارګر ذهنه راوتې څېړنې: «د کندز د خان اباد ولسوالۍ د چهارتوت اوسېدونکې ستوری هم د درېمې لور په راوړلو سره، خان محمد مېړه یې، لومړی کوچنۍ لور او ورپسې ستوری ووژله

لیکوال بیا د ټولنې په قبیلوي جوړښت را څرخي، او هغو قوانینو ته ګوته نیسي، چې قباېل یې خپل چاپېریال ته جوړوي او پلي کوي. هغه باور لري چې: «په قبايلي ژوند کې په دريو شيانو باندې وژنې کيږي: ښځه، زر (شته) او ځمکه.»

 

د ټولنې وحشي ژوند:

دا بل سرلیک دی، چې لیکوال خپل سوځېدلي حواس او عواطف هلته تشوي. هغه د صدیقې او خیال مینې ته اشاره کړي، چې طالبانو سنګسار کړل. خو ذبیح الله مجاهد د پېښې په اړه بي بي سي ته وايي، « چې څوک په اسلام پوهيږي؛ نو رجم په اسلام کې شته او انکار ترې کفر دی!!!» زاخېلوال له خپله دریځه دلاېل راوړي، چې داسې وژنې او سنګسار له اسلام وتي دي. په هر حال زما د فقهي بحث په برخه کې وس نه رسېږي، لوستونکي دې کتاب وګوري.

 زاخېلوال، د ښځو ناخبرتیا، اقتصادي لامل، د رسنیو نه کار، کډوالي، محرومیتونه، د حکومت نا کارایي...ته ګوته نیسي او استدلال کوي، چې په سواد او ذهني پوهې، اقتصادي غوړېدنې او نورو ټولنیزو اسانتیاو او دیني احکامو په تطبیق سره ښځې د داسې وژنو له کلابندۍ آزادېږي!

زه یوه مېرمن پېژنم، چې زده کړې یې د ماسترۍ تر درجې، هغه هم په آزادې امریکې کې کړي، تر هغې دمخه هم یوه آزاده پېغله وه؛ خو اوس نه خپل انځور رسنیو ته ورکوي او نه دا خپل حق بولي! او ښکاري چې «ژوند تېروي»، نه پوهېږم د هغې د ژوند په قلمرو کې څه کودتا شوې، د نر خبره یې د ژوند قانون ګرځېدلی!؟

زه ددغې اغلې ژوند، دریځ او فکر ته پوره درناوی لرم، خو موخه مې داوه، چې دلته سواد ولې آزادي نشي راوړای؟ هغه په آسانۍ سره کولای شي، خپل برخلیک بدل کړي، شکایت وکړي، او جلا شي؛ خو هغه دې هرڅه ته ټپ شوې. هغه څه شي داسې منجمده کړه؟؟؟ ښه دې خبرې ته وروسته راځم!  

 

فردي آزادي:

لیکوال، د فرد/وګړي آزادي یاده کړې. وګړی لومړنی موجود دی. ټولنه وګړو جوړه کړې کتله ده. په لومړنیو انساني ټولیو کې تراجیدي دا وه، چې وګړي سره جلا وه او ځکه نو طبیعي افاتو او وحشي ځناورو هغوی جلا جلا خوړل او له منځه وړل؛ خو اوس کله ناکله دا ټولنه ده، چې وګړی خوري!!! وګړی خپل لومړنی او اصل او بیا حقیقي هویت دی. دا فردي هیواد او فردي کیهان دی او تر دې لویه شتمني نشته؛ خو چې فردیت له وګړي غلا شو، او فردیت له پښو لاندې شو، نور نو نه وګړی ژوندی دی، نه ټولنه، نه یې هېواد او نه یې نړۍ!!!    

ښه خبره د زاخېلوال پر کتاب ده: لیکوال کاږي: « فردي ازادي په يو انسان کې پخپل ځان باور رازيږوي، بيا همدا باور دی چې خلک پرې د خپل ځان څخه د دفاع او د ازادۍ بنسټونه پېژني.»

او دا چې په افغاني ټولنه کې له ښځې فردي ازادي اخيستل شوې، «نو ځکه هغوۍ نشي کولای، چې د خپل ځان څخه د دفاع بنسټونه وپېژني او له ځان څخه دفاع وکړي،»

د اسلام له نظره د غيرت په نوم د وژنو حکم:

زاخېلوال تر دې سرلیک لاندې، د خپلو باورونو او لیدلوري له مخې، د غیرت په نوم وژنې څېړلي، دیني روایات یې راوړي او بیا پاېله داسې را باسي: « د غيرت په نوم وژنې يو ظلم دی. ځکه پدې کې هغه څوک وژل کيږي چې په هيڅ قسم يې وژل روا نه دي.» او دا چې: « دا کسان-د غیرت قاتلان- به د الله د ستر عذاب سره مخ شي او دوی به په ذلت او خوارۍ کې ژوند کوي

د زاخېلوال د انګېرنو له مخې، دا زموږ د ځنو مذهبي څېرو ناسم پوهاوی دی، چې وګړي د غېرت او ناموس په نامه-چې د وګړو ذهني ذوق جوړ کړي مفاهیم دي- د ښځو د بېدریغه وژلو، سنګسارولو، او ساه ور بندولو منفي اخلاقي کلتور خپلولو، پاللو، او رواجولو ته را کاږي. بیا د یوې سنګسارې شوې مینې مثال راوړي: « د خيام او صديقې د دواړو د يو بل سره مينه وه او په خپله خوښه يې واده کړی وو، دواړه د مذهبي کسانو په اجازه او امر چې مشري يې د ملا منصور په نا مه يو وسله وال کوله. د خلکو پر وړاندې سنګسار (په کاڼو وويشتل) شول...»

عجیبه ده! دلته مینه شرم دی. مینه د قهار او مذکر جنس د اورلنو احساساتو خوراک ده. مینه، دلته مخپټې ده؛ لکه لور، مور، خور او مېرمن، چې مخ پټې ده. موږ په وینو سره نارینه ګان مینه لوڅ مخې، مینه د قهر له لومو او ځنځیرونو آزاده، مینه په محل کې، په ځمکه او پټي کې، په ښار او کوڅه کې، په مدرسه او پوهنتون کې، په فابریکه او د کار په اداره کې، نشو لیدلای. موږ د مینې په قحطۍ اخته یو. موږ خپلو مذکرو-ښه ده ووایو جنسي- اخلاقو له مینې ویستلي او په وچ، بې رنګه، بې مالګې، ساړه، کنګل، وږي او بې ژونده وچ ډاک کې د مرګ او غم په کار اخته کړي یو.

لیکوال، د بېلابېلو اسلامي علماو، مولانا حسن جان او نورو له قوله، د غېرت په نامه وژنې ناسمې اعلانوي، خو بېرته د عاشق خیام او معشوقی صدیقې د مینې سنګسار ته را ګرځي او د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې کاږي: «هغه څوک چې په اسلام پوهيږي په دې هم پوهيږي، چې د سنګسار ذکر په قران کريم کې راغلی دی او دا اسلامي قانون دی او څوک چې دا کار غېرانساني بولې نو هغوۍ اسلام ته سپکاوی کوي.» زاخېلوال زیاتوي: «د وياند دغه دريځ د طالبانو د پخواني حکومت له دريځ سره يو څه توپير لري.»

دا شېبه طلوع تلویزیون دغه خبر خپور کړ: «محمد نسیم د کنړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې په «...» لومړی په زوره جنسي تیری کړی او بیا یې په چاړه سر ور پرې کړی.» په تلویزیوني راپور کې د حلالې شوې پېغلې کورنۍ ووېل، چې قاتل نجلۍ غوښتله، خو چې مقصد ته ونه رسید، نو بیا په کور ور واوښت، لومړی یې د خپل شهوت اور سوړ کړ بیا یې د پېغلې په ستوني چاړه را کش کړه او ښایي اوس به یې غوښتل د جرګه مارو په مرسته، وړه ماشومه د سیمه ییز «نرخ» او «قانون» له مخې بدو کې ورکړي او ځان له قصاصه خلاص کړي،!!!

په هر حال ځان به ددغه نه لیدلي اور په کثیف دود کې نه را نغاړم. د کتاب بله کړکۍ پرانیږم.

 

د غيرت په نوم د وژنو  اروايي څېړنه:

دغه څپرکې داسې پېلېږي: «په دې برخه کې د ترسره شویو څېړنو او کتنو له مخې دا ډله (سړي) له زياتو جسمي او اروايي ناروغيو رنځ وړي...هغوی د ليدلوري او زده کړې له پلوه په ډېره ټېټه کچه اوبیا پست او ټیټ وګړي دي. شخصيت، شته، واک او ټولنيز حيثت نه لري؛ نو غواړي د خپلې زورواکۍ حس ارضا او خپله د واکمنۍ جذبه سړه کړي. هغوی د ښکار په لټه کې دي. په افغانی ټولنه کې ښځه کمزوری د متاع حیثیت لري... او په دغه زرخريد مالکيت د کوچنی شک په صورت کې، د هغې د وژل خپل حق ګڼي...»

 لیکوال باور لري، چې دا ډول وګړي د «فردي ازادۍ څښتنان نه دي» او «فردي باور یې په ناسم ډول روزل شوی» لیکوال په خپله څېړنه کې ښیي، چې «وژنه-که په هر استدلال وي- اخلاقي جرم دی.»

 

جرګه او اهميت يې د ښځو په حقوقو کې:

زاخېلوال د خپلې څېړنې غځولو لپاره دا سرلیک ایښی. هغه د جرګې په نامه پدیده اړوي را اړوي: «جرګه یوه دوديزه قبايلي غونډه ده چې پښتانه قبايل يې د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره جوړوي.» زه چې ګورم، جرګه کورنۍ، کلیوالي، قومي او داسې لویې لویې ډله ییزې-کتله یي- ګټې او هغه هم مصلحتي ګټې پالي او خوندي کوي. جرګه یوه اخلاقي روغه ده. او اخلاق د وګړو د ډله ییزو-بیا هم وایم کتله یي- ګټې، «عزت»، «شهرت»...ژغوري؛ خو وګړی به څرنګه شي؟ هغه وګړی، چې د کورنۍ، کلي، قوم او ټولنې کتله یې د فردي احساساتو، عواطفو او ارزوګانو په وینو ژوند کوي.    

له کتاب څخه څو بېلګې: « د غور ولايت د لعل او سرځنګل په ولسوالۍ کې د ۱۳۹۰ ل د کب د مياشتې په اته ويشتمه نېټه د (ص) په نوم پر يوې جلۍ جنسی تېری شوی وو چې يوه مياشت وروسته د څارنوالۍ په حکم دوه کسان د پوليسو له خوا ونيول شول. د يادونې وړ ده چې دوسيه د لعل او سرځنګل د ولسوال له خوا د کلي سپين ږيرو ته وسپارل شوه چې د دوديزه جرګې له مخې پرېکړه وکړي. د کلي ملايانو او سپين ږيرو پدغه قضيه کې دوه تورن کسان(ناطقي او مجاهد)  پنځوس، پنځوس درې ووهل او هم يې ورباندې يو لک افغانۍ جريمه کېښوده چې ضرر ليدونکې کورنۍ ته به يې ورکوي.»

دې ته ټینګ شئ: «په ۲۰۰۱ ز کال کې د لغمان ولايت څخه يو هلک يوه مېړوښه ښځه وتښتوله. د کلي مشران د جرګې په نوم سره راټول شول او په پای کې يې دا پرېکړه وکړه چې د هلک کورنۍ به د مېړوښې ښځې مېړه ته په بدو کې يو پېغله جلۍ ورکوي او له دې سربېره د هلک کورنۍ به هلک او د ښځې کورنۍ (پلارګنۍ او خسرګنۍ) به ښځه وژني او يا د ښځې کورنۍ حق لري چې دواړه ووژني.» لیکوال د څو بېلګو له راوړلو سره زیاتوي: « دا او دې ته ورته په زرګونو پېښې شته دی چې د جرګو له خوا پکې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي»

 

د غيرت په نوم وژنې او د افغانستان د جزا قانون:

 تر دې سرلیک لاندې، د افغانستان د جزا قانون او د قانون نافذونکو ادارو څېړنه شوې. د مرکزي افغانستان د ډایکنډي سیمه کې دا متل مروج دی: «ده زر خرېدم ده سنګ ميکشم» دا د سیمي د خلکو له اندونو باورونو جوړ قانون دی. او بیا زیاته شوې: « دود او دستور، تاريخ، کلتوري او مذهبي انګيرنې په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه تر اغېزې لاندې راولي.» او بیا یوه بېلګه: « يو پينځلس کلن هلک او دولس کلنه نجلۍ د تېزابو په واسطه د غزني په ولايت کې وژل شوي وو. همداراز په کونړ کې اتيا کلن سړي خپله اويا کلنه مېرمن د بدلمنۍ په تور وژلې.» او دا لا وګورئ: «د ښځو د وژولو وروسته تل اورو، ورور ووژله، خاوند ووژله، په چاړه يې ووژله، په تېزابو يې ووژله، په مرمۍ يې وويشتله، په خوب کې يې ووژله په زهرو يې ووژله.»

نه پوهېږم، هغه سپین، خالص، سوچه او د جنت په اوبو وینځل شوی ماشوم، چې له مونث کالبه راوتی، څرنګه داسې خونخوره، ژوند دښمنه، او مینې ته قاتل جوړېږي!؟ آیا که دغه پوهې، باورونه، اخلاق، عادتونه او کلتور، چې موږ دغو غیرتي قتلونو ته زړور کوي، را سره نه وای، اوس به د مینې څومره کورونه جوړ وه، اوس به کلی، مالت او وطن مینه ستان وه؟

لیکوال، د قانون پاسوالو لخوا پر ښځو د تېرو څو بېلګې راوړي او دا نتیجه اخلي: « دا مهال افغانستان په نړۍ د ښځو لپاره تر ټول خرابترين هېواد دي او د نړۍ په کچه لومړی ځای لري.»   

زاخېلوال لیکي چې د سپتامبر د یوولسمې له پېښې وروسته د نړۍ سوپر طاقت په مشرۍ د اته څلوېښتو هېوادونه پوځونه په افغانستان راننوتل، دا یې یوولسم کال دی، « مګر لا تراوسه هم د بشري قوانينو خبره د ورېځو اوښان دي» ...په دې نږدې وختونو کې د باميانو د ولايت د ولايتي شورا غړي سيد واحد بهشتي لومړی په شکيلا باندې جنسي تیری وکړ او بيا يې هغه ووژله...پوره لس کاله کيږي چې افغانستان د ديموکراسۍ پر لور روان دی او افغان دولت نږدې دغه ټول نړيوال ميثاقونه لکه: د ماشومانو حقوق، د ښځو پر وړاندې د د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون، د نژادي او جنسي تبعيض د مخنيوي قانون لاسلیک کړي؛ خو د ښځو په وژلو کې مو ورځ تر بلې نوم لګېږي.

په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت: زاخېلوال د کتاب تر دې سرلیک لاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي/خشونت څېړنه کړې او دا سلنه وړاندې کوي: «په ۲۰۰۶ ز کال کې ۲۳ سلنه په  ۲۰۰۷ز کال کې ۱۷ سلنه په ۲۰۰۸ ز کال کې ۱۲سلنه او په  ۲۰۰۹ز کال کې ۱۱ سلنه ښځې په افغانستان کې له کورني تاوتريخوالي سره مخ وې.» ورپسې د تاوتریخوالي د ډولونو لیکه را نیسي او لیکي چې «۸۷ سلنه ښځې د فزيکي، جنسي او اروايي تېريو ښکار شوي دي

لیکوال، د ښځو چارو وزارت موجودیت ته هم ګوته نیسې او زیاتوي: «موږ هره ورځ د داسې راپورونو شاهدان يو چې پکې د ښځو څخه غوږونه، پوزې او ګوتې پرې شوي دي، همدا مهال ښځې پلورل کيږي، په بدو کې د ښځو ورکول، د کوچنيو نجونو ودول او د نجونو تښتول يو معمول دی او پدې اړه څه ويل شرم دی او د کلتور سپکاوی ګڼل کيږي.»

 

د غېرت په نوم د وژنو یو څو پېښې:

که د مذکر جنس د وژنو سره دوکانونه لیدلای شئ، نو دې څپرکي ته په تفصیل سر ور ښکاره کړئ.

 «دلته زه د غيرت په نوم د وژنو يو څو پېښې د بېلګې په ډول راخلم» اه، دې دوزخ ته چې د مینې په مرګ را شین دی، څوک سر ور کښته کولای شي!؟ څه وکړم؛ دغه له وینو را شنه حروف همدلته بند کړم او که نه یو ځل د مذکر کلتور درب او دروب ښه په ځان خلاص کړم!؟ دادی اوس یې شمېرئ:

·      شل کلنه لکڼواله له خپل سپین زړي میېن سره په لیدو وه، چې دواړه په سرو ګولیو غار غار شول.

·      څمکنواله، د لیوره قهر ووژله.

·      د شیک خیلو اوسېدونکی وایي، دوه ورځې وروسته مې مېرمن کلي ته راوسته او په خوله مې بالښت ور کېښود.

·      د روزګان د دهراود نارینه خپله مېرمن په بېل وهي او «ختموي»

·      د اسلام کلا ولسوالۍ (...) غواړي له مېړه څخه جلا شي، خو مور او ماماګان یې هغه له ژوند شړي.

·      بادغیسوال اتیا کلن نارینه له خپلې پنځوس کلنې مېرمنې سر پرې کوي.

·      نادعلیوال نارینه داروخان خپلې تښتېدلې لوڼې وویشتلې او په ځمکه یې راواړولې،

·      فراه کې بیا بل نارینه «ښځه په زنځير تړلې وه ورباندې به يې ګرمې اوبه اچولې، شونډې او پزه يې ترې غوڅې او په بيتي به يې د غوږونو غوښې ور پرې کولې او يو وخت يې ترې ښۍ پښه په ښنګري کې غوڅه کړه.  پای کې په مرمۍ ختمه او د محرمو له سترګو پټه خښه کړه...»

یاره بس ده! بس ده!! بس ده!!!

راځئ، سکوت وکړو، دلته په دې وګړو کې بل شی دومره په «ملي» بڼه ځان نشي ښکاره کولای! وګورئ، نارینه وو د غېرت په کار کې څه کاپیر وحدت جوړ کړی!

زاخېلواله، «غېرت» دې هم راباندې ولوسته! له دې کیسې دا درې جملې زما په ذهن او روان کې چړې وهي: «له مامدین سره جوړه یې؛ چېرې به را نه خلاصه شې!» او بیا د ټوپک یو ټک او بیا: «اوس د مامدین وار دی.»

 

جنۍ یمه زه:

نه، دا نظم لوستی نشم! کاشکي کېدای د مینې د بیا بیا قتل په یاد، یوه ورځ موږ په زړه مونث نارینه ګان، مخ پټي شوي وای.

د بشري حقونو د راپور له مخې، په تېرو نهو کلونو کې، افغانستان کې د تاوتریخوالي ۳۹۰۰۰ راپورنه ثبت شوي دي. 

 

شک او بدګماني:

زاخېلوال خپل زړه په دې کیسه کې تشوي. دولت خان او څانګه هغه دوه مینان دي، چې له مینې یې واده جوړېږي. دولت په ځمکه لګیا دی او څانګه د مینې جونګړه سنبالوي. هله، هله، هله...یوه ورځ دولت خان کار پرېږدي او کور ته ځي. څانګه اریانېږي، سل زړونه یو کوي هغه پوښتي. دولت خان هم سل زړونه یو کوي او ورته وایي:

څوک دې رانه یونسي؟؟؟ او بیا:

زما سره د مینه کړې؛ نو بل سره یې هم کولای شې!!!

دولت خان پکو شوی، څانګې ته وایي، ته شپه مهال ولې له خونې وځې؟؟؟ څانګه وایي «دا راز دی، نه یې شم ویلای!» د دولت خان د احساساتو په زخمونو لا تېل پورې کېږي: «چاسره وینې؟!»

څانګه په ویرېدلي حالت وايي، یوازې تاسره مینه کوم، خو دولت خان ټوپک پرې را اړوي.

اوس نو څانګه په ګولۍ سورۍ د دولت غېږ کې پرته ده. له دولت هم لاره ورکه ده. څانګه وایي، چې تا زما په مینه شک وکړ، نو پیر بابا ته ولاړم، تعویذ یې راکړ او وېل ېې، چې په پټه عبادت کوه، چې...چې...

دولت اوس کوڅو کې په څانګه پسې ګرځي: «زما څانګه چېرې ده؟» «ولې نه راځي؟»، «زه یې په تمه یم...زه میېن...»

تاریخ تکراریږي. د شکسپیر اتللو او دیزدمونا دلته ساه باسي. او خدای خبر نورې څومره اتللووې-دیزدیموناوې، په لاره دي.

 

موږ څه کولای شو؟:

دا د کتاب وروستی سرلیک دی. دلته د لیکوال له اند او باوره یوولس نظرونه، وړاندیزونه او فکرونه مطرح شوي دي. «سره له دې چې دا يو نړيواله ستونزه ده، خو زموږ په ټولنه کې ډېرې ژورې ريښې لري. دا ريښې د جنګ، قبايلي ژوند، بې سوادۍ، وسلو شتون، د قانون څخه ليرېوالی، د بېلابېلو جنګي ډلو شتون څخه ځواکمنې کيږي.»

لیکوال، د «لوړو زده کړو، قانوني څارنو، قانون بدلولو، بسپنې ټولولو، ځوانان او لاریونونو، پوهاوی، تبلیغ، نادولتي موسسو ډېرولو، امن کورونو، مالوماتو شریکولو او سیمه ییزو سیمینارونو د جوړېدلو وړاندیز کوي.

او لویه خبره یې «د قانون له پلوه د غيرت په نوم وژنې يو جرم بلل» دي. «په افغانستان کې د غیرت په نوم وژنې، ولې او څه لپاره؟» کتاب د لیکوال په دې خبره ختمېږي: «زما اخره خبره دا ده چې خپل اواز پورته کړئ: نور د غيرت په نوم د ښځو وژل بس دي!» د کتاب پای کې اخځونه راغلي، چې څو پاڼې اوږدېږي.

 

 

پر کتاب پاېله

د کتاب منځپانګې، د لیکوال کار، بیا د هغه ارزونو او وړاندیزونو ته په کتو سره اوس له خپله دریځه یو څه درسره شریکوم:

 

لومړی دا کتاب څه وه؟

دا کتاب یوه دردونکې تابلو ده. دلته د ځوانو میېنانو، سرې وینې په چیغو شوي. دلته د کلتور او دود په نامه سیمه ییز او قبیلوي اندونه-باورونه په بې شرمۍ سره، د ژوند، مینې او فردي آزادۍ پر سر سور غوبل ترسره کړی. او د وحشیانه وژنو، سنګسارولو، سوځولو، په خولې بالښت ور ایښوولو، د اندامونو غوڅولو، سپکولو، رټلو، او نورو نادودو، لنډې خو له درده ډکې تابلوګانې، زموږ ذهن او زړه را لړزوي. لنډه دا چې د ځوانو نجونو او مېرمنو تر خاورو لاندې شویو چیغو یوه ګډه سمفوني موږ دلته تجربه کولای شو خو...

د لیکوال کار او زحمت د ستایلو وړ دی، خو دغو ارزونو او حل لارو ته په درنښت سره غواړم په دغه متن کې خپلو دغو پوښتنو ته ځواب ولټوم: د ښځو د تړلي، محاصره شوي، په دیوالونو او پردو کې بند ژوند او سرنوشت بنسټیز لامل څه شی دی؟ له بل نارینه د ښځو داسې وچه ساتنه، په اصل کې زن کشي ده او که د لرغونې مونثپالنې یو بل ډول طغیان؟ او...

 

ښځه او مونثپالنه:

وایي چې له تاریخ پخوا را هیسې بیا تر ننه پورې، انساني ټولیو، د خلقت مونث اصل په یو ډول نه یو ډول سره پاللی دی. په هندو مذاهبو کې، «کالي» د پرستش په معبد حاکمه قوه ده. کالي د ورانولو سمبول ده، او دغه ورانولو د ځمکني ژوندانه د تلل او را تلل په ډاګه کوي.

ځنې بیا د کلیساییانو په مذهب کې د «مریم» نقش یو ډول د هماغه لرغوني کالي په بله څېره را څرګندېدل ښیي. دا شان که خبره وغځو، ښایي په نېږدې او لېرې باورونو کې نورې بېلګې ومومو، چې «مونث» اصل ستایي او پالي.

او دا دومره مهال، چې منځني ختیځ او د هغه په پېروۍ په افغانستان کې د ناموس په نامه وژنې، زموږ مروجه فرهنګ رامنځته کولې، آیا دا په ناپوهېدلې توګه د مونثیت د تقدیسولو حرکت نه دی!؟

د «مور» او «ښځې» ورځې او نمانځنې به هم ښایي یو ډول د بشر لخوا د مونثپالنې په لرغوني باوري غریزې کې ريښه لري. هلته چې د هستۍ اصل او سرچینه په پلرنۍ او مورنۍ بڼه ظاهریږي. د مادي جهان قبطي کېدل، په منفي او مثبت دوه ګونو شاخونو وېشل کېدل، او بیا مونث او مذکر جریانونه، د هستۍ او خلقت د پاېښت او مادي زمان د رامنځته کېدلو د بنسټونو په توګه له ډېرو هېرو او لرو زمانو پالل کېدل، چې زه ددې خبرو سپیناوي لپاره ناست نه یم. خو دا پوښتنه لږ شخصي دقت را څخه غواړي: ولې ښځه د سپڅېلو څېزونو-پاڼو په څېر په جامو او پردو کې تاو را تاو ساتو. ښځه ولې هغه څېز دی، چې نر ورته تقدسي پولې ټاکي. هغه په نورو حرامېږي، حتا په څېرې یې د نورو نارینه ګانو د سترګو لګېدلو او په غوږو یې د ښځو د مهین غږ لګېدلو بشپړ بندیز دی او په نارواوو کې ردیف شوي دي. ولې د بل نارینه په لیدو کاتو سره د ښځې څېره ناولې کېږي؟ دلته په عملي لحاظ څه بدلون راغی؟ د ښځې په څېره څه ورزیات یا کم شول؟

 

د ذهني ارکانو نا انډولي د ښځو د قتلونو لامل

موږ په تاریخ او اسطوره کې، اودیپویش شاه لرو، اتللو او دزدمونا لرو او داسې نورې بېلګې، خو دلته چې لیکوال د دولت خان او څانګې کیسه را سره شریکوي؛ موږ ته اسطوره په حقیقت بدلېږي. وایي مذکر پیشک خپل بچوړې له ډېرې مینې خوري.

ایرانی لیکوال هوشنګ ګلشیري یوه کیسه پنځولې، زمري د سړي لور خوړلې؛ خو سړی زمري ددې لپاره په ټوپک نه ولې او نه وژني، چې دده د لور هډونه یې په ګېډه کې دي.

ارواښاد اسد اسمایي به د فلاسفوو له خولې وېل، چې د وګړو زیاتره کړه وړ، انتخاب او دریځ د هغوی د حسي-عاطفي ذایقې له مخې کېږي. او موږ چې ځانونو ته راشو، نو خپلو زیاتره کړو وړو ته عقلي قناعت نشو رامنځته کولای. که دقیق شو، نو موږ له ځانه هومره ناخبره یو، لکه له خدای تعالی چې ناخبره یو. ښایي د دویېمې ستونزې ریښه مو همدا له ځانه ناخبرتیا او ځان ناپېژندل وي.

که له فلسفي جروبحث څخه ځان خلاص کړو، او یوازې په شخصي او فردي توګه ځان وپوښتو، چې خور، مور، مېرمن، لور، ورینداره...مې ووژله، سنګساره کړه، ساه مې وربنده کړه، دې سره ما، دنیا، خلکو، او یا هم اسماني ارمانونو څه پرمختګ او ګټه وکړه؟

آیا زما ذهني هوس سپېڅلی دی، که هغه ژوند، چې د یوې ګلورینې پېغلې په بدن، او عاشق زړه کې څپې او موجونه وهي؟ دغه کړه وړه او زاړه عادات چې زه یې د «غیرت» او «ناموس» لپاره سرته رسوم، آیا خدای ضد بغاوت نه دی؟ آیا ژوند زما د هوسناک ذهن محصول دی، که خدایي تحفه؟ او زه په کوم جراآت خدایي تحفه-ژوند- له چا څخه اخلم؟

که دې پوښتنو پسې لاره ونیسو، لاره ډېره اوږدېږي، خو راشئ، دا موضوع شخصي او فردي کړو، چې زموږ ذهنیتونه، باورونه، ښه را تلل او بدراتلل، څه وخت، چېرې او څرنګه جوړېږي؟

هر مشر او پلار، نیکه، ورور او مېړه شوی نارینه یو مهال ماشوم وه. راشئ، هماغه ماشوم شو او وګورو، چې زموږ په ذهن او سپینه حافظه کې چې یوازې د خدای په نوم ډکه ده، د غېرت او ناموس، بېغېرتۍ او بې ناموسۍ په نوم څه شته؟

ښه، دا څرنګه پېلېږي؟ زما موجوده پوهه، باور، انګېرنه او د قضاوتونو اساسات څرنګه را پېدا او په ما کې واکمن شول؟ خپلو ذهني حسي ظرفیتونو ته به ولاړ شو او دې سره به د انسان د بدن د ډېره غوره برخې-ذهن- کړنو باندې وغږېږو:

له ساینس او طب څخه چې تېر شو-چې زه په کې مسلکي نه یم- نو ذهن څلور برخې او څلور ډوله کړنې لري، دغه کړنې د ظاهري-فزیکي- حواسو په کمک تر سره کېږي، چې دا ډول دي:

یو هغه رکن دی، چې له شکل، ښکلا، رنګ او ریتم څخه اغېز ترلاسه کوي. دغه رکن ډېری کړنې د سترګو له لارې سرته رسوي. بل رکن یې د بویولو، څکلو، اورېدلو او لمس کولو د حواسو له لارې اغېز تر لاسه کوي. خو لوی کار یې څکلي دي.

دغه دوه برخې ترلاسه کړي علایم، د موجي علایمو په شکل، د ذهن د عقل برخې ته لېږدوي.

د ذهن دریېم رکن هماغه عقل یا «بودي» دی. دغه برخه انتخاب کوي او پرېکړه نیسي. او څلورم رکن یې هماغه د منیت قدرت یا «I-ness» دی. ددغه رکن په وسیله وګړی د ځان او بل تر منځ تفاوت پېژني.

په لنډه توګه، لومړی رکن یو څه ترلاسه کوي او څکي یې. دویم رکن د فورم او ښکلا په اړه هوښیاري لري او دریېم د تفکر، او پرېکړې وسیله ده او څلورم پرېکړه سرته رسوي. تر هغه مهاله، چې روح یا الهي اراده ذهن تر کنترول لاندې ولري، دغه څلور برخې په تعادل کې وي؛ خو هغه مهال چې ذهن خپلسری شي، یا له بهره د ضبط شویو پوهو، باورونو، انګېرنو او عادتونو په وسیله روزل کېږي او پالل کېږي او روح د غوښن بدن په کپس کې د ناخبرۍ په ځمکني خوب اوړي او بیا هغه څه ته لاره خلاصېږي، چې ذهني نفسونه به یې ونوموو.

د ذهن ددغو څلورو برخو کړنې داسې دي، چې لومړۍ دوه یې چې د ذهن دریڅې او ورودي لارې دي؛ د فزیکي حواسو له لارې بیروني نړۍ څخه تاثرات ترلاسه کوي. بیا دغه تاثرات او مواد د ذهني/باوري لیدلوري له فېلتر څخه تېرېږي. په دې توګه هغه ذهن چې له دباندې د روزل شوی او ډک شوی وي، خپله بېطرفي له لاسه ورکوي. د ذهن دغه عملیه د انسان په ذهن او اګاهۍ کې د ضبط شویو اندونو، باورونو او کلتوري عادتونو تر فیلتر لاندې په «ښو» او «بدو» روا او ناروا، پاک او ناپاک، اصیل او بدل، محرم او نامحرم، ...نامګذارۍ کوي. غېرت او بې غېرتي، ناموس او بې ناموسي، دلته سر را اوچتوي. بیا د عقل برخه قضاوت کوي او پرېکړه نیسي. وروسته پرېکړه د ذهن اجرایي یا «اهنکار» برخې ته سپارل کېږي.

کتاب وایي: افغانستان کې «ښځو ته د هغو کارونو په بدل کې سزا ورکول کېږي-حلالېږي، سنګسارېږي، بالښت یې په خوله ور ايښوول کېږي...- چې نارینه ور ته «بد» وایي. دلته ګورو چې د نارینه ذایقه قانون شوه. دا هغه بهرنۍ عضوه ده، چې له بهرنۍ نړۍ د فرد په اګاهۍ کې نصب او غټه شوې. دلته چې فرد څه کوي، څه تاییدوي، څه ردوي، څه ستایي، څه محکوموي...دا دده له فطرت او تل سره او اصلي وجودي برخې-اروا- سره هېڅ اړیکه نلري؛ نو ښکاري، چې فرد ښایي پخپله د یوې پردۍ ذایقې-هماغه چې په مروجه ټولنیزه کلتوري فضا کې قانون بلل کېږي- برده وي او برده یوازې برده توب ترویجوي. که دقیق شو، نو وینو چې دلته د نارینه هغه ذهن، چې د مړې زمانې-تېرې زمانې- په ذهني، رواني موادو ډک دی او ټنډ دی، د «ښه» او «بد» پرېکړه کوي. او د نارینه له کنتروله وتي سور په وینو را شین غیرت یې په شانداره توګه او په عام محضر کې سرته رسوي. 

د ذهن د څلورو ارکانو په وړاندې پنځه مخرب نفسونه شتون لري، چې هغه شهوت، قهر، طمع، وابستګی یا تړلتیا او ځانپالنه ده. د ساري په توګه که وګړی په ترلاسه کولو او څکلو کې او یا هم د شکل او ښکلا په برخو کې ذهني تعادل له لاسه ورکړي؛ نو مخامخ شهوت ته لاره خلاصېږي. که یې تفکر او پرېکړه کول له توازنه ووتل، نو طمع او مادي-ذهني تړلتیا ته لاره پرانستل کېږي، که یې د ځان پېژندلو او چلند پر مهال تعادل باېلود نو خودپرستۍ ته لاره اوارېږي.

په موږ کې د «قتل» بدي، چې خدای تعالی ورڅخه بیزاره دی، له زېږون را وروسته روزل کېږي. زموږ کورنی، کلیوالي، هېوادنی او بیا روزنیز او تعلیمي ډګرونه، په یوه او بله بڼه د قتل ذوق او اشتها په موږ کې پېدا کوي، روزي، زیاتوي او په فعل راولي.

د لیکوال د موندنو له مخې، په نړۍ-په تېره بیا منځني ختیځ او افغانستان کې- هرکال ۵۰۰۰ د غېرت قتلونه تر سره کېږي، چې ۵۰۰ یې بیا د افغانستان برخه ده...سربېره پردې کال کې دلته، ۲۳۰۰ د ځانوژنې پېښې ثبت کېږي، چې له ناثبت کړو سره یې شمېر له دې هم اوړي. 

 

شرم او ګناه که مینه؟

لیکوال لیکي:« په افغانستان کې مينه کول يا پر يو چا ميندل شرم دی او سزا يې مرګ ده

که دا شېبه کوم ماشوم در سره نېږدې وي، ور ولاړ شئ او مخامخ یې سترګو ته وګورئ. نر شئ او تر هغو سترګې مه رپوئ، چې ماشوم نه وي رپولي. ولې ماشوم دومره زورور دی. د هغه د سترګو عضلې په ځلونو تر موږ کمزورې، لطیفې او بې مقاومته دي، خو زموږ زړې، پخې او وچې سترګې نه شي ورسره جنګېدلای. دلته جنګ نشته. ماشوم نه وېرېږي او نه شرمېږي. شرم او ګناه د یوې سکې دوه مخونه دي.

له دې ښکاري، چې زیاتره شرمونه او ګناوې مو ذاتي، اصلي، خدایي او فطري نه دي، بلکې دا زموږ په انساني اګاهۍ کې ځای پرځای شوي لرغوني پلرني میراثونه دي، چې شتوالي یې موږ له ژوند، ښکلا، او بیا په تېره مینې سره پردي کړي یو. موږ شرم او ګناه په قاتلانو، غلو، داړه اچوونکو او چلبازو موجوداتو بدل کړي یو.

ښایي دومره ذهني شرمونو او ګناو موږ د مینې له ناپایه اقیانوس را جلا کړی کبان واوسو، ځکه په مینه کولو شرمېږو. مینه کول را ته شرم او مرګ دی. زه دومره ذهني عادتونو ځپلي او له ژوند وېستلای یم، چې د ژوند له روا ملګرې-یا ملګري سره هم مینه نه شم کولای. زه خپل ماشوم هم په مینه نه شم مچولای، زه ژوند په ډار او په ذهني واسواس مخته وړم. ژوند ما ته هماغه ذهنا فلتر شوي څېزونه دي، چې نه خوند را کوي، نه ارامتیا او نه سوله. زه د یوه قهار او له مړو معلوماتو، انګیرنو او عادتونو ډک ذهن په ځنځيرونو کې پروت غلام یم.

اوس کوم توپان کولای شي، ما له دومره درانه خوبه را پاڅوي، مینه، فقط مینه. مینه یوازینې ژوندۍ پوهه، ژوندی فکر، ژوندی کلام، او ژوندی دریځ دی، چې زه او هر وګړی یې خپلولای شي.

خدای تعالی مینه کوي، ځکه نو ژوند شته. ټوله هستي د هغه په مینه کې ژوند کوي او ټوله هستي په مینه کې ژوندۍ ده، او ژوند هماغه ظاهره شوې مینه ده، چې سرچینه یې په نالیدلو آسماني جنتونو پورې نښلي. او موږ خپلې تخنیکي-اکاډمېکې مادي، ذهني پوهې دومره ځپلي یو، چې د ژوندیو موجوداتو په هډونو او رګونو کې د مینې شورانګېزه موسیقي او نڅاه نه اورو او نه وینو!!!

ژوند د مینې بل نوم دی. یا یې معاصر نوم دی. خدای خبر، چې کله مدونه ژبه نه وه اختراع شوې، وګړو، موجوداتو، ارواوو، ژوند، مینه، بخت، خدای تعالی، ځان په کوم نوم یاداوه!؟

مینه خدایي کلمه ده. خدایي تحفه او خدای ته ورغلې لاره ده. دا د هر وګړي-هر روح- لاره ده. هر روح یوازې په هغه لاره کې قرار لري، چې هماغې لومړنۍ سرچینې ته رسېږي. ځکه پرته له هغه هېڅ نشته.

نو مینه د ملاقات او وصل زمانه ده. مینه خدایي زمانه ده. همدا شېبه، همدا اوس او اوس، د حقیقت زمانه ده. موږ همدا شېبه له حقیقت سره وصل او د حقیقت په غېږ کې ساه باسو. مینه د وجودونو سرنوشتي حق دی. بې مینې سرنوشت نشته او هیڅ نشته. ځکه هرڅه د خدای دي او هغه هېڅ څېز حتا نامه ته احتیاج نه دی.

لیکوال د افشین او حسن د مینې کیسه را اخلي. دواړه خپلوان او په پوهنتون کې زده کړې کوي. د کورني مخالفت له وېرې تښي، کورنۍ په کسم کولو دواړه بېرته خپلو کورونو ته راولي. هر یو جلا جلا د خپلو پلارګنیو لخوا وژل کېږي.

شینډنډۍ رضیه، د مینې په خاطر هرات ته تښتي. د میېن کور ته پناه وروړي، خو پولیس یې مومي. هغه د ولس وکیلې مېرمن ګیلاني کورته سپاري. له هغه ځایه یې بېرته کور ته راستنوي. د پولیسو آمر امان الله خان ولاړ دی او سیمه وال مشران د نجلۍ په وژلو سره سلا کېږي. د هلک ورور لومړی د جلۍ څخه سينې (Breasts) پرې کوي او وروسته يې په ټوپک ولي  او وژني يې.  

«دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی-حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه؟»

موږ به تر هغو شرمېږو، چې مینه نه وي راباندې غالبه شوې. او تر اوسه بشر ددې نه دی شوی، چې مینه په کې پاچا شي. د مینې په پاچاهۍ کې به بشر ته څه پاتې شي؟ هېڅ! ځکه مینه د هرڅه ځواب او پخپله هرڅه ده. له مرګ او تباهۍ یوازینی آزاد جنس فقط مینه ده او موږ شرمېدونکي، چې ښه د خپلو میېنو خویندو، میندو، انډیوالو، اولادونو له وژلو پوره په څټ را نشو، مینه مو نشته. ځکه مینه یو ټاټوبی لري او هغه ژوند دی. زما ژوند، د خور ژوند، د مور ژوند، د لور او مېرمنې او ټولو ژوند.

که وژل نه وي، غېرت به څه کوو؟ که بندي کول، برده کول، تړل او پټول نه وي، د ناموس مفهوم به چېرې چلېږي؟ اوس غوره ده ځان سره معلومه کړو، چې ژوندي وګړي یاستو، که یوه قبيله وي/قومي کتله، چې ذهن، برخلیک، اخلاق او هرڅه یې پخوا، پخوا په ډبر کښل شوي!؟

خبرې را نه ډېرېږي، په دې اړه له نور «بحث» نه به تېر شم. 

 

شک او وېره:

« شک او ګمان هاغه څه دي، چې د غيرت په نوم زموږ په ټولنه کې د وژنو تر شا ولاړ دي. او هاغه څه چې د ګمان او شک اتموسفير يا چاپېريال پراخوي او ورځ تربلې زياتوي کوچنۍ ناڅېزه کړنې دي چې په کورنيو کې د ښځو او نجونو له خوا ترسره کيږي» لکه دروازه کې ودرېدل، هلک ته خندل، د یوه هلک صفت کول، چرتي کښېناستل، نه خوراک، چوپتیا، خوب لیدل او...نور چې په کتاب کې راغلي دي.

کلونه وړاندې د خپل تره مېرمنې داسې کیسه را ته وکړه: «خېرخانه کې، د...سیمې خلکو په کور کې یوه پېغله ناوې ده، چې د مېړه کورنۍ یې ملا ته کولپ اچولی...نجلۍ چې تشناب ته ځي نو کلیدارې مشرې مېرمن پسې ګرځي او سوال کوي، چې د ملا کولپ یې ورخلاص کړي.» د هغې د وینا له مخې کورنۍ په نجلۍ شک لري، چې ناروا جنسي اړیکه ټینګه نه کړي.

د هغې ځوانې مېرمنې- چې خدای خبر اوسه به په څه حال وي!؟- برخلیک داسې وه. په کابل چې تنظیمونو او ملېشو غېږې پېل کړی هغوی له ګاونډي سره د هغوی سیمې...ته کډه شول. په دې کې د نجلۍ کورنۍ په دې جنګ او منګ کې ولاړه او نجلۍ د ګاونډي زوی ځانته په نکاح کړه. اوس هغه ډارېږي، چې دا د لوړو غرو ښکلې بل چېرې...

وګړي، څېرې، څیزونه، موجودات...دا نړۍ زموږ راز راز هېندارې دي. موږ له خپل انعکاس سره مخ یاستو. چا چې د فزیک الفبا لوستې وي، پوهېږي، چې عمل او عکس العمل څه سره لري؟ چینایان او هغه ټوله سیمه د «یین» او «یانګ» په نامه لرغوني باورونه لري.

وایي، چې بودا په مراقبه ناست وه. یوه لاري ورته ښکنځل وکړل. بودا چوپ وه، مرید ورته ووېل، چې ولې ځواب نه ورکوې؟

بودا ووېل: نه، هغه زما خپل یو نه لیدل تصویر را وښود. بودا ځان جوړاوه؛ ځکه یې د چاپېریال په نقد او شکایت لاس نه پورې کاوه. ښایي زموږ شکونه هم زموږ د مذکر جنسیت وحشي هیجانات-چې د مذهبي وېرې او خلاقي انضباط په رسیو او ځنځیرونه مو ځان کې دننه کولپ کړي- را منعکسوي او خکه د نورو په څېرو کې ځانته پانسۍ اچوو.

زه غواړم «شک» ته د بې خدایۍ په سترګه وګورم. او ځان-فکر کې ځای ور نه کړم. اخر هرڅوک خپل انعکاسات ترلاسه کوي.  

 

د فردي آزادي او مسوولیت طلایي برجونه

د لیکوال په باور له افغاني ښځې فردي آزادي اخستل شوې ده! او ددې آزادۍ له مخې د فردي آزادۍ د دفاع بنسټونه جوړوي!! ځکه نو دلته زموږ مېندو، خوېندو، لوڼو او مېرمنو ته «اکربې، ضعيفې، مېزوبې او عاجزې...» تحقیرونکي نومونه او صفتونه کاروو. ددې ترڅنګ د «ګلبسې...» نوم؛ خو پر زېږون ورباندې ږدو. همدغه سپینې ارواوې، چې د مور او خور او لور او «ښځې» تن او کالبوت یې اغوستې په «کنچنۍ، شینګړۍ...» بدلېږي او د خلقت پرضد دغه ټول بغاوت زموږ د ذهن په سره بټۍ کې سرته رسېږي. ځکه نو وایي: «ذهن ښه رعیت خو بد بادار دی»

ذهن که د ابدي وجودی هستې-روح- تر واک لاندې وي؛ نو وګړی مینه ګر سرنوشت او آزاد مخلوق دی. وګړي په ځمکني کالبوت کې اوسي؛ ترڅو خپل سپین سرنوشت تجربه کړي، ځان وپېژني او خدای پېژندونکی بېرته خپل ابدي ټاټوبي ته ستون شي. خو که وګړی دننه په زړه ویده او دباندې د حواسو په دنیا کې- را ويښ شو؛ نو بیا کورنۍ، ټولنه...د ذهن او انساني اګاهۍ سپین او تش ظرفونه د اصولي افکارو، اندونو-باورونو، او د وګړي له فطري طبیعت پردیو او غیر شخصي اخلاقو پوښي، روزي او ډکوي او ټنډوي. (څوک خبر دي، چې زموږ له ډکې حافظې او اکاډمیکې پوهې به څه خوسا بوی پورته وي!؟) دا وګړی په غېر شخصي توګه، بدګمانه، شکاک، دښمن، جګړن، قاتل او قاضي جوړ شو. داسې وګړی د غټو غټو لاسو او پښو، او غټو غټو نورو اعضاو سره، د ژوند او هستۍ په غلا او قتل پسې راوتی او خپل هر عمل ته مخکې له مخکې قضايي جواز او حکم لري. بیا نو ټینګ شه له داسې بشر سره!!! نشم کولای ځانته-فرد ته- تر دې تیاره دوزخ تصور کړلای شم. 

وګړي هغې آزادۍ ته اړتیا لري، چې په ټوله خدایي هستۍ کې آزادانه ولاړ شي او راشي. او د ا معنوي آزادي ده. او دا هغه وخت دی، چې انسان د ذهن، حواسو او عواطفو له خلق کړي کوچني زه څخه آزاد شي. 

څو نقل قولونه به را واخلو:

«هغه مهال، چې ځان دداسې موجود په توګه پېژنو، چې الهي سرچینه لري؛ نو همدا امتیاز په نورو کې هم باید ووینو.» بیا نو انسان څرنګه وژنه کولای شي، ولو که په عادتونو ککړ ذهن یې غیرت او ناموس بولي!؟

«که د معنوي آزادۍ غوښتونکي یاست، باید نورو ته آزادي ورکړئ.» نو مذکر جنس چې د بل آزادي غوبل کوي؛ خپله هم آزاد نه دی. یو داسې مریی دی، چې د یوه مریي فکر په لومو کې هغه آزادي وژني، چې خدای تعالی په یوه جلا او منفرد وجود کې د ځمکې مدرسې ته رالېږلی، چې په مینه ګر فکر او عمل سره ځان او خدای تعالی وپېژني. ښایي خدای پېژندنه داسې وي، چې وګړی، د خدای د غوښتنې او ارادې بې تعصبه دریڅه شي.

«هغه مهال، چې نورو ته د الهي مخلوقاتو، یعني روح په حرمت قایل شئ، په حقیقت کې تاسو په عبادت کې یاست.»

«عشق د معنوي ازادۍ دروازه ده. او د خدای تعالی نور او کلام دغه دروازه پرانیزي. باید له دې دروازې تېر شئ او د معنوي آزادۍ د نعمت تر تجربې دمخه، باید ستاسو ژوند په خدایي عشق سره متحول شي او بدلون ومومي.»

«ستاسو د هر عمل مسوولیت ستاسو پر غاړه دی. نه ده پتېل شوې، چې څوک له لارې را وګرځي او تاسو له خپل ځان څخه خلاص کړي او ګواکې «وموژغوري».»

 

او وروستی:

«زما دنده داده، چې تاسو سره مرسته وکړم، ترڅو د خپلو عملونو پر وړاندې او ددې دلیل، چې ټولې پېښې مو پخپله رامنځته کړي دي، ددې په اړه زیاته اګاهي ترلاسه کړئ.»

پای کې د لیکوال د هلو ځلو او کوښښونو هرکلی کوم. خو دا یو پېل دی. موږ ته ددغو سوځونکو حادثو، چې دې کتاب کې راوړل شوي، په لوستلو سره اړینه برېښي، چې خپل فردي آواز پورته کړو. ځکه دلته موږ یوازې د یوه وګړي-لیکوال- له اندونو، باورونو، ارزونو او لیدلورو سره آشنا کېږو، خو ښایي واقعیت ډېرې نورې خواوې هم ولري، چې لا د قلم لاره نه ده ور شوې، ځکه حقیقت تل نوی جنس دی، او هره خبره چې کېږي، نور نو په ماضي اړه لري؛ خو حقیقت یوازې اوس شتون لري. نو د لیکوال په فکر او لیدلوري د زیات غږېدلو پر ځای غوره داده، چې خپل نظرونه او لید لوري را برسېره کړو-لکه ما چې را برسېره کړل-

خپل ژوند او خپلو تجربو را ښوولې، چې یوازې سواد او زده کړه او ښځه مکتبۍ او پوهنتونواله کېدل ښځې د یوه آزاد فرد په توګه نشي رامنځته کولای. لکه د هغې امریکې کې ماسترې شوې خور مېرمنې کیسه مې چې یاده کړه.

داسې یوه مېرمن، چې طبیعت او ذهني-ټولنیز پوښښ یې یو پر ځمکه او بل په آسمان کې دي؛ ولې نشي کولای، انساني ذهن-ښه ده ووایم جهل او تعصب- جوړکړی چوکاټ مات او له خپل طبیعت سره په واحده زمانه او واحد مکان کې واوسي!؟

زما لپاره خور ده. او پرته له شکه، چې له یوه نارینه سره له واده شوې ښځې پرته بله هره ښځه، یا خور ده یا مور او یا لور. خو زه نشم منلای، چې سواد دې د وګړي د فردي آزاد بېرغ پورته کړای شي. سواد چې د زړه په الفبا نه وي، روح نه ورباندې پوهېږي. او ځمکنۍ مدرسه همدې لپاره زموږ تر پښو لاندې اواره شوې، چې روح مو د «ځان» او «خدای تعالی» په اګاهۍ کې بلوغ ترلاسه کړي.

برکت یوسئ

محمد انور وفا سمندر

کابل، افغانستان د ۱۳۹۱ کال د تلې ۲۵ مه

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۹۰              سال نهــــــــــم                      حمل/ثـــــــور    ۱۳۹۲                ۱۶ اپریل   ۲۰۱۳