دلته چې وینم ټول وطن دی په ګلونو کې ډوب
یاد ته مې راشي خپل هیواد چې دی سرو وینو کې ډوب
دلته اسمان ته د ختلو تکلونه کیږی
زما ولس د شهیدانو په قبرونو کې ډوب
دلته د ژوند لپاره هڅې کیږی شپه او ورځ کې
هلته واړه زاړه ، ځوانان دي ټول مرګونو کې ډوب
دلته مقام نه د انسان ستره نمانځنه کیږی
هلته هر څه دي د وحشت په تورتمونوکې ډوب
دلته ځاریږی ،یو د بل نه تش د «مینې» په نوم
هلته دوه ورونه په کینو او نفرتونوکې ډوب
کله به ور سیږی پای ته د افغان غمیزه ؟
کله به هم زمونږ هیواد شي سرودونو کې ډوب |