کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
سترګې


دکتر لطیف یاد
 
 
 

 ته چې سترګې توروې ما به ملنگ کړې
په دسمال يې پاکوې زلفې به رنگ کړې
مخ دې مه نيسه آينې ته نازنينې!
دازما دزړگي کور به راته ړنگ کړې
ستا ادا او ستا نازونو نه لوګى شم
ما چې ګورې څله ځان رانه په څنگ کړې
نه پو هيږم دا دکوم رقيب لمسون دى
که سل ځلې کړم زارۍ راسره جنگ کړې
ستا دحسن دډيوې پتنگان ډير دي
ګرمه نه يې چې ياد گورې ترينه ننگ کړې

(ياد)
 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۹،          سال    نهـــــــــم،     حمل     ۱۳۹۲   هجری خورشیدی           اول اپریل      ۲۰۱۳ عیسایی