کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ډاکټر لطیف یاد

    

 
په افغانستان کې دبیلا بیلو واکمنانودواکمنیو په وختونو کې د ورځپاڼو، اونېزو، مجلو او خپرونو لنډه تاریخچه
 

 

 

 

( لومړۍ برخه )
په افغانستان کې دورځپاڼو، مجلو او اونیزو دچا پیدلو او خپریدو نه پوره (۱۴۳ )کلونه تیر شوي دي . زه به په دغه مقاله کې هڅه وکړم چې دافغانستان دبیلا بیلو واکمنانو دواکمنیوپه وختونو کې دځینو هغو خپرونو ، ورځپاڼو، اونېزو او میاشتنیو مجلو په اړه تاسو درنو لو ستونکو ته معلومات درکړم چې خپریدل او چاپیدل به.
۱- دلوی درشل امیر شیر علي خان دواکمنۍ
(۱۸۶۳ – ۱۸۷۹)زیږدیز/میلادي په وخت کې :
که څه هم یو شمیر تاریخ پوهان په دې انددي چې په افغانستان کې لومړنۍ خپرونه دافغانستان دامیر محمد اعظم خان دواکمنۍ په وخت (۱۸۶۷-۱۸۶۸ )زیږدیز/میلادي کال کې خپره شوې ده او د( کابل ) په نامه یوې خپرونې شتون درلود چې دعلامه سید جما ل الدین افغان له خوا خپریده، خو زیاتره بیا په دې اند دي په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره چې کومه او نیزه چاپ شوه هغه (شمس النهار )نومیده چې دهغې مودې نه اوس (۱۴۳ ) کلونه تیریږي او دغه او نېزه په (۱۸۷۳) زیږدیز/میلادي کال کې له چاپه راووته او په هغه وخت کې لوی درشل امیر شیرعلي خان دافغانستان پاچا و. امیر شیر علي خان یو ترقي غوښتونګی واکمن و .امیر شیرعلي خان غوښتل چې په هیوادکې یې یوه داسې ورځپاڼه یا او نېزه شتون ولري چې دافغانستان خلک دنړۍ دحالاتواو بدلونو نه خبرشي، ځکه په هغه وخت کې ریډیوګانو او تلویزیونونو شتون نه درلود. د( شمس النهار)چلوونکی( ایډیټر ) مرزا عبد العلي خان نومید اودغه اونېزه دکابل په سنګي مطبعه کې په شپاړس مخونو کې چاپیدله . که څه هم په هغه وخت کې دافغانستان ډیر خلک دلیک او لوست له نعمته بې برخې ول ، خوبیا هم هغو کسانو ترې ګټه او چتوله چې په لیک او لوست به پوهېدل . دامیر شیر علي خان په مړینې سره دغه اونېزه بیا چاپ نه شوه .
۲- دسراج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ
(۱۹۰۱- ۱۹۱۹) زیږدیز/میلادی په وخت کې :
دافغانستان دویمه او نیزه ( سراج الاخبار)نومید له چې دافغانستان دامیرسرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې یې لومړنۍ ګڼه د(۱۹۰۶ زیږدیز /میلادی کال) دجنورۍ دمیاشتې په لومړۍ نیټه له چاپه راووتله . او لومړنی مدیر ( ایډیتر ) یې مولوی عبد الروف خان خاکي کندهاری و.دغه ګڼه په (۳۶) مخونو کې وه چې بیلا بیل موضوعات پکي ځای شوي وو او بیه یې یوه عباسۍ وه ،خو د لومړۍ ګڼې له خپریدو سره ددې خپرونې په چارو کې ځنډ راغی . د تاریخ پوهانو باور دادی چې د خپلواکۍ غوښتني د ذهنیت د خپریدو د مخنیوي لپاره امیر حبیب اله د انګریزانو تر فشار لاندي راغی او د نورو ګڼو د چاپ چاري یې ودرولې .
شپږ کاله وروسته یوځل بیا محمود طرزي ددې اونیزې چاري پر مخ یووړي او د( سراج الاخبارافغانیه ) په نوم یې دا لړۍ له سره پیل کړه .
څیړونکي په دې اند دي چې د سراج الاخبار خپریدو د افغانستان د ژورنالیزم په اصولو کې یو نوی باب پرانیست چې ټول ادبي او ژورنالستیکي ژانرونه یې رانغاړل.
په دې اونیزې کې کورني او بهرني خبرونو ، هنر او ادبیاتو ، روغتیا او د ښڅو او ماشومانو په اړه ځانګرو خپرونو ته ځای ورکړل شوی و .همدارازپه دغه خپرونې کې د لومړي ځل لپاره د پښتو ژبي لیکنې په منثور او منظوم ډول راغلي او تر ډیره به انقلابي شعرونه لیکل کیدل . ژب پوهان محمود طرزي هغه بریالی مبارز بولي چې د هیواد د خپلواکۍ تر څنګ یې د کلتور او ژبي او ادب د پیاوړتیا لپاره هم نه هیریدونکې هلي ځلي کړي دي .
دغې او نیزې په ایران ، هند ، منځنۍ آسیا . ترکیه ، مصر او ان انګلستان کې لوستونکي درلودل. سراج الاخبار اته کاله دوام وکړ او وروستۍ ګڼه یې د ۱۲۹۷ کال د لیندې د میاشتې په ۲۲ نیټه راووتله .
محمود طرزي په اصل کې سراج الاخبار ددې لپاره رامینځ ته کړ چې د هیواد خپلواکۍ ته د رسیدولپاره دخلکو شعور لوړ کړي او هم دافغانستان خلک دنړۍ پر مختګونو نه خبر کړي اوپه دې توګه یې خپل ژورنالستیک رسالت په ښه توګه ترسره کړ.
داهم باید زیاته کړو چې د سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې له نن نه ۹۷ کلونه وړاندې دماشومانو لپاره هم یوه مجله ( رساله ) چاپيدله و. دغه مجله (سراج الا طفال ) نومیدله چې لومړنۍ ګڼه یې د۱۹۱۸ زیږدیز/میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په ۱۸ نیټه چاپ شوه او دماشومانو دښووني او روزنې په برخه کې یې مطالب خپرول.ددغې مجلې مدیر عبدالهادي داوی و .
۳- دافغانستان داتل اعلیحضرت امیر امان الله خان
دواکمنۍ ( ۱۹۱۹ - ۱۹۲۹) زیودیز /میلادي دوخت ورځپانې او خپرونې :
کله چې امیر امان الله خان دخپل پلارسراج الملة والدین امیر حبیب لله خان تر مړینې وروسته دافغانستان واکمن شو نو دنورو اصلاحاتو دپیل کولو برسیره یې دا هم لازمه وګڼله چې په هیوادکې مطبوعات وده او پر مختګ وکړي . دامیر امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې د(سراج ا لاخبار) پر ځای د(امان افغان ) داونیزې خپرېدل پیل شول .ددغې اونیزې لومړنۍ ګڼه د۱۲۹۸ لمریزکال دوري په دوه ویشتمه نېټه چې د۱۹۱۹ زیږدیز/میلادي کال داپریل دمیاشتې ددولسمې نېټې سره سمون خوري له چاپه راووتله . ددغې اونیزې لومړنی مدیر ( ایډیټر) دمشروطیت دغورخنګ غړی عبد الهادي داوی واو ورپسې یې په ترتیب سره مدیران پاینده محمد فرحت ، سید محمد قاسم خان ، غلام احمد ، غلام نبي جلا ل آبادي او محمد حسن سلیمي ول. امان افغان په واقعیت کې دسراج الاخبار ادامه وه او زیاتره لیکوالان یې هغه کسان وو چې دامان الله خان دنظریاتو سره همغږي وو او دهغه دکړنلارې او ارمانونو ترجماني یې کوله.
باید زیاته کړو چې دامان الله خان دواکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې دمطبوعاتو او خپرونو لپاره ښه زمینه برابره شوه ، په همدې وخت کې و چې ځینې نورې خپرونې او اونیزې هم رامینځ ته شوې چې په هغو کې یوه د( انیس ) ورځپاڼه وه چې چلوونکی یې غلام محیی الدین انیس و. بله خپرونه ( نسیم سحر ) نومیدله چې چلوونکی یې احمد راتب و. اودریمه خپرونه ( نوروز) نومیدله چې چأوونکی یې محمد نوروز نومید.
دامیر امان الله خان په زمانه کې ځینې نورې مجلې او ورځپانې هم رامینځ ته شوې چې دځینونومونه یې دادي :افغان ، ابلاغ ، حقیقت ، ستاره افغان په ننګرهار کې د( اتحاد مشرقي ) ورځپاڼه ، په بدخشان کې د( اصلاح ) ورځپاڼه . په مزارشریف کې د( بیدار) ورځپاڼه ، په هرات کې د ( اتفاق اسلام ) ورځپاڼه ، په کندهار کې د(طلوع افغان )ورځپاڼه او په پکتیا کې د ( غازي ) ورځپآڼې رامینځ ته شوېه .
همداراز دغازي امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې ځینو وزارتونو خپلې جلا خپرونې او مجلې درلودلې دبیلګې په توګه : دافغانستان دښوونې او روزنې وزارت د ( معرف معارف ) په نامه مجله ، دافغانستان ددفاع وزارت د ( اردو ) مجله او دافغانستا ن دمالیې وزارت د( ثروت ) په نامه مجله درلودله.
په همدې وخت کې دامان الله خان دخسر ( سخر) میرمنې اسما رسمیه دښځو او میرمنو لپاره دیوې اونیزې بنسټ هم کیښود او هغه ( ارشاد النسوان ) و.د ارشادالنسوان اونيزه چې د ښځو لپاره يې خپروني کولي،لومړۍ ګڼه يې په ( ۱۲۹۹ ) لمریز ( ۱۹۲۰زیږدیز/میلادي) کال کې خپره شوه ، چې سر محرره يې د لالا محمدزمان خان خازن الکتب لور روح افزا د حبيب ا لله طرزی خور او دعلامه محمود طرزی وريره وه .
(دویمه برخه )
۴- دسقاودزوی حبیب الله کلکاني دواکمنۍ په وخت کې :
دسقاوزوی اصلی نوم حبیب الله دی او دشمالي دسیمې دکلکانو اوسیدونکی و .دپلار نوم یې احمدالله و. نوموړی دغازي امان الله خا پر خلاف راپورته شو او تر غازي امان الله خان وروسته د ۱۹۲۹ زیږدیز /میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په دیارلسمه نیټه دافغانستان پاچا شو . که څه هم ده نهه میاشتې پاچا هي وکړه او په لیک لوست هم نه پوهیده او ددپاچا کیدلو سره سم یې ټول ښوو نځي او علمي مرکزونه وتړل ، خو بیا هم دده په وخت کې د(حبیب الاسلام )په نامه یوه دولتي ( سرکاري ) اونیزه چاپیدله چې مسئول مدیر یې ملا بر ها ن الدین کشککي و . دغې اونیزې دسقاو دزوی په پلوۍ او دامان الله خان پر خلاف مطالب لیکل ، خو دافغانستان په نورو ولایتونو کې دده پر خلاف خپرونې هم چاپیدلې چې په هغو کې د(کورغم) ، (اتحاد افغان) ، (سورسات) او د(غیرت اسلام) نومونه اخیستلی شو.باید زیاته کړم چې دکورغم او سورسات د سيد حسن خان او سيد غلام حيدرپاچا او هغه ګروپ له خوا چې د محمدګل خان مومند او محمد هاشم خان سره د سقاو مقابلي ته راوتلي وه خپر يدل چې دخپریدو ځای یې د فرقه مشر سيد حسن خان کور و چې د خوګيانو به بازيدخيلو کي یې موقيعت درلود .
۵- دا علیحضرت محمد نادرشاه دواکمنۍ په وخت کې :
محمد نادرشاه دسردار محمد یو سف خان زوی و. نوموړي د ۱۹۲۹ زیږدیز/میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په ۱۵ نیټه دافغانستان پاچا شو . که څه هم دی دڅلورو کلونو لپاره دافغانستان واکمن و ، خو دده دسلطنت په وخت کې لاندینۍ ورځپانې ، اونیزې او مجلې چاپيدلې :
اصلاح ،انیس، دکابل مجله ، اتحاد مشرقي ، اردو، هرات ، حی علی الفلاح ، اقتصاد ، عرفان،سالنامه افغان، پیام تندرستي ، صحیه ، اتفاق اسلام ، آریانا، افغانستان ، طلوع افغان ، انګار،بیدار او آئینه عرفان .
۶- داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې :
زموږ په هیواد کې دخپرونو او مطبوعاتو یوه طلایی دوره دظاهر خان وروستي لس کلونه دي چې زموږ دهیواد په تاریخ کې ددیموکراسي لسیزه هم ورته ویله کیږي چې د۱۹۶۳ او ۱۹۷۳ زیږیدیزو کلونو موده ده .که څه هم ددموکراسي دلسیزې نه وړاندې په هیواد کې یو شمیر غیر دولتی اونیزې لکه ویښ زلمیان ، ندای خلق ، وطن ، نیلاب ، ولس او آئینه خپریدل خوپر ځینو یې بیا وروسته بندیزونه ولګیدل.
ددموکراسۍ لسیزه او افغاني خپرونې :
په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې نوی اسا سي قانون رامینځ ته شو او دغه قانون دهیواد مطبوعاتو دا اجازه ورکړه چې ملي جریدی رامینځ ته شي .په دغه وخت کې دافغانستان داساسي قانون په یوې مادې کې دمطبوعاتو په اړوند داسې راغلي و : (دافغانستان ټول اتباع دفکر او بیان دآزادۍ حق لري او کولای شي ددغه حق نه په علني ، شفاهي او تحریري توګه ګټه واخلي او دمطالبو سانسور دمطالبو تر خپریدو دمخه جواز نلري )
دمحمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې دالاند دینۍ دولتي ورځپاڼې ، اونیزې او مجلې خپریدلې :
اصلاح ، انیس، هیواد ، کابل ټایمز، پامیر ، نیاو . عرفان ، اقتصاد ، کابل ، زیری، لمر ، ننګرهار ، طلو ع افغان ، اتفاق اسلام ، بیدار ، ،ړانګه ، ژوندون ، الفلاح ، میرمن ، دکانو او صنایعو مجله ، کرنه ، روغتیا ،پیام حق ، دکوچنیانو انیس، وږمه .او په دغه ددیموکراسي په لسیزه کې لاندینۍ ملي او غیردولتی ( غیر سرکاري ) اونیزې هم چاپیدلې چې ځینې اونیزې په ځینو ګوندونو پورې اړه درلودلې او ددغو اونیزو نومونه په لاندې ډول دي :
ترجمان ، کاروان ، پرچم ، خلق ، مساوات ، ستم ملي ، ګهیځ ، پیام وجدان، خیبر ، پروانه ، افغان ملت ، ملت ، افغان ولس، کومک ، اتحاد ملي ، هدف، افغان ، شعله جاوید، سبا او صدای عوام .
لکه چې دمخه موویل په پورتنیوملي او غیر دولتي ورځپاڼو کې پرچم دافغانستان دخلک دیموکراتیګ ګوند دپرچم په ډلې او جناح پورې اړه درلودله چې مشري یې ببرک کارمل کوله ، خلق دافغانستان ددمو کراتیک ګوند دخلق په ډلې ( جناح) پورې اړه درلودله چې مشري یې نور محمد تره کي کوله ، ستم ملي دطاهر بدخشي ډله وه ، افغان ملت ( سوسیال دموکراتان)دغلام محمد فرهاد او ښاغلي قدرت الله حدادپه مشرۍ ، ملت دافغان ملت نه بله منشعبه ډله دفدامحمد فدايي ډله ، ګهیځ هم دځوانو مسلمانانو په دلې پورې اړه درلودله چې منها ج الدین ګهیځ چلوله ، شعله جاوید دشعله جاوید په ګوندپورې اړه درلوده چې مشري یې اکرم یاري ، انجنیر عثمان او رحیم محمودي ته ورپه غاړه وه او یوه مائوئیستي ډله وه . مساوات بیا د( مترقي دمو کراتانو دګوند) خپرونه وه چې مشري یې محمد هاشم میوندوال کوله.دغوټو خپرونو تر هغه پورې دوام وکړ څو د۱۹۷۳ زیږیدیزکال دجولای دمیاشتې په ( ۱۷) نېټه محمد داودخان دافغانستان سلطنتي نظام نسکور او په هیواد کې جمهوري نظام رامینځ ته شو او دغه غیر دولتي اونیزې هم نورې بیا نه چاپیدلې .
( نوربیا )





















 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۹   سال  دوازدهم                جدی     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                    اول جنوری ۲۰۱۷